د حضرت عايشه رض ژوندلیک

د مومنانو مور بي بي عایشه رضی الله عنها ژوندلیک:

د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) هرې يوې بي بي ځانګړي صفتونه لرل چي همدلته د عايشي (رضی الله عنها) لنډه پېژندنه کوو:

ام فلان اصلي نوم يې عايشه (رضی الله عنها) ؤ، (صديقه) يې لقب ؤ، (ام المؤمنين) يې خطاب ؤ، دا چي عايشې(رضی الله عنها ) د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) مخکي هم له چا سره نکاح نه وه کړې، او نه يې د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) څخه اولاد درلودى، خو په عربو کي کنيت د عزت نښه وه نو د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) ښوونه د هغې د خور (اسما بنت ابى بکر (رضی الله عنها) د زوى عبدالله ابن زبير (رضی الله عنه)پ ه کنيت سره ونومول سول نو يې کنيت (ام عبدالله) ؤ، او نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) ورته په بنت صديق ويل، يعني د صديق (رضی الله عنه) لور عايشه (رضی الله عنها) قريشي وه او د اسلام د لمړي خليفه هغه  چي په سړيو کي يې اول ايمان راوړيدى او د معراج رښتنتوب يا (تصديق )ئي تر هر چا مخته منلى، د ابوبکر صديق (رضی الله عنه) لور وه.

زېږد:

عايشه (رضی الله عنها) د نبوت د څلورم کال په آخيره کي ږيږيدلي ده، د شپږوکالو په عمر د فخرالموجودات نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) سره د نکاح وياړ ورپه نصيب سوى دى چي همدغه د نکاح وخت د نبوت لسم کال ؤ،د حديثونو په کتابونوکي راځي چي نبي کريم(صلی الله علیه وسلم)خوبوليدي چي د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) خوب د سترګو ليدلى روښانه حال په ډول ؤ، ځکه چي زړه يې نه ويده کيدئ،

چي ملائکو د وريښمو په ټوټه کي څه نغښتي دي او نبي کريم ص(صلی الله علیه وسلم)ته يې ورکوي، د ملائکو څخه يې پوښتنه وکړه چي دا څه دي؟ هغوى جواب ورکړ چي دا ستا ميرمن ده د الله (جل جلاله) پيغمبر چي کله دسمال خلاص کړ نو عايشه (رضی الله عنها) يې نغښتي پکښي په خوب وليده (بخاري مناقب عايشه (رضی الله عنها)) نو ځکه د عايشي  (رضی الله عنها) مور ام رومان(رضی الله عنها) ته ئي د عايشي  (رضی الله عنها)  تر نکاح مخکي ويل چي عايشه (رضی الله عنها)زما لپاره لا هم مه خفه کوه.د عايشي (رضی الله عنها) د نکاح څخه درې کاله تير سوي وه چي نبي کريم ص د مديني منورې پر لوري د عايشي ض د پلار ابوبکر (رضی الله عنه) سره هجرت وکړ چي دا وخت د نبوت ديارلسم کال ؤ، او د عايشي (رضی الله عنها) عمر نهه کاله ؤ، او ورپسي عايشي (رضی الله عنها) د خپل ورور عبدالله بن ابى بکر (رضی الله عنه) په واسطه د خپلي کورنۍ سره يو ځاى مدينې منورې ته هجرت وکړ، نو د هجرت اول کال ؤ، د نبوت ديارلسم کال ؤ، د عايشي (رضی الله عنها) عمر نهه کاله ؤ، د کوچني اختر مياشت وه، چي په مدينه منوره کي عايشه (رضی الله عنها) د خپل د پلار له کوره څخه د ستر جناب نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) نبوي کورنۍ ته را ستنه سول چي د واده مراسم د شيدو په څښلو په ساده ډول تر سره سول.

عايشي (رضی الله عنها) ډير ښه ذهن او ښه اخلاق درلوده نو همدا سبب ؤ، چي د هغې عمر تر نهو کاله کم ؤ، او ماشومه وه بيا هم چي کوم آيت به د عايشي (رضی الله عنها) تر غوږ سوى ؤ، هغه به يې ياد ؤ، لکه: (بل الساعة موعد هم والساعته اوهى وامر) چي عايشه (رضی الله عنها)وايي چي زه وړه وم دا مبارک آيت په مکه معظمه کي نازل سو او همدا ډول (بخاري) په باب الهجرة حواله چي يوه صحابي هم د هجرت حال له دې بي بي څخه زيات نه دى ياد کړى دا چي د عايشي (رضی الله عنها) عمر لږ ؤ، او نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) ورسره نکاح وکړه په دې کښي دا حکمت نغـښتى دى چي نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) خو د الله (جل جلاله) استازئ او را استول سوى نبي او رسول ؤ تر څو خلګو ته الهي قانون او الهي لارښووني په قولي او عملي ډول سره ورسوي.بل طرف ته عامو ښځو ته د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) د کښينستلو ډير فرصت نه ؤ، چي تر څو نبوي لارښووني په زياته اندازه ورځني تر لاسه کړي او د هغو چي د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) سره د نکاح نيکبختي حاصله سوه د هغو په جمله کي عايشه (رضی الله عنها) وه چي د خپل نوي عمر او ښه ذهن او د پلار د ښه علمي روزني د صفتونو په لرلو اود کونډتوب ياطلاق په نه ليدلوسره ئي بيله ځانګړتيالرله نوځکه ئي همدا سبب سو چي د نبوت له رڼا څخه تر هري يوې ښځي ښه  زياته ګټه واخيسته او د نورو مسائلو تر څنګ يې د ښځو مسائل د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) سره د ګډ ژوند په دوران کي تر هر چا ښه زده کول او د مسئلي د ښه فهمولو لپاره به يې د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) څخه نوري پوښتني هم کولي او ښځو به د حيا له مخي په ښځو پوري تړلي مسائل د عايشي (رضی الله عنها)په واسطه پوښتل او زده کول  عايشي (رضی الله عنها) د پلار څخه شعر او علم الاسباب زده کړ او د دې تر څنګ يې د هغو طبيبانو څخه د طب د علم زده کړه هم کړيده کوم چي طبيبان د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) د ناروغۍ پر مهال   د شاوخوا علاقو څخه ورته راتله او د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) لپاره به يې دوا ورجوړول د بي بي عايشي (رضی الله عنها)حجره د نبوي مسجد و چپه اړخ ته د لمرخاته وخواته کوم خواته چي د بقيع هديره (جنته البقيع) هم واقع وه په نبوي مسجد پوري تړلي حجره وه چي يوه دروازه يې د مسجد لمر لويدو خواته په نبوي مسجد کي هم خلاصيدل او د بي بي عايشي (رضی الله عنها) د ټول کور سامان يو کټ، يو چټائي فرش، يوه بستره، يو بالښت چي دخورماپه بلګو ډک ؤ، دوه لوښي د اوبو کوټولى او يوه پياله وه، عايشه (رضی الله عنها) وايي چي داسي کله هم نه دي سوي چي نبوي کورنۍ دى پرله پسي درې ورځي په ډک نس  (کفايت کوونکي) ډوډۍ خوړلي وي، اوپه وچه خُرما او اوبو به مو ګذاره کول او کله چي نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) وفات کيدئ هغه مبارک د عايشي (رضی الله عنها) په حجره کي ؤ، چيري چي د يوې ورځي د ګذارې سامان هم نه ؤ سره له دې چي ډيري سيمي فتحه سوي وې او مسلمانانو ته غنيمتونه رسيدل.

عايشي (رضی الله عنها) د خپل خاوند نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) سره دومره زياته مينه درلودل چي پر نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) باندي عاشقه وه چي يوه يوه شپه يې سترګي وغړولي نو نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) يې په سترګو نسو، نيمه شپه وه يوې خوا او بلي خواته يې کتل خو بيا يې هم نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) نه وليد آخير په همدغه لټون لټون کي تر هديرې پوري راورسيدل چي هلته يې د اُمت غمخور نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) وليد چي په دعا او ستغفار بوخت دى نو دا مبارکه بيرته خپلي حجرې ته راستنه سوه د زړه اطمينان ئي وسو…نور بیا

عايشي (رضی الله عنها) د خپل خاوند نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) زيات خيال ساتى چاته چي د نبوت ستره دنده ورپه غاړه وه، او نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) هم د نورو تر څنګ د عايشي (رضی الله عنها) د ښه ذهن او د نبوي لارښوونو د وړتيا په خاطر زيات خيال ساتئ چي د هغې مبارکي سره يې په ګډ لوښي کي خوراک کاوه او په ډيرو سفروکي عايشي (رضی الله عنها) ته  د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم)  د ملګرتيا وياړ هم ورپه برخه سوى دى په داسي حال کي کي چي په ځينو نورو سفروکي بيا نوري مبارکي بیبېاني ورسره ملګري وي او عايشي (رضی الله عنها) د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) سره د زياتي مينې د لرلو په خاطر د خدمتګارې پر لرلو سر بيره د کور خدمت يي خپله کوى لکه:

د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) په خپله ډوډۍ پخول د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) بستره برابرول د اوداسه لپاره اوبه ورته راوړل، د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) ويښتان ږمنځول، عطر ورباندي وهل، جامې يې پريولل او د هغه مبارک (صلی الله علیه وسلم) د خوب په وخت کي يې سرته اوبه او مسواک ايښودل، عايشي (رضی الله عنها) د خپل عمر نهه کلنۍ څخه تر اتلس کلنۍ پوري د خپلت ژوند نهه کاله د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) سره په ګډ ژوند کي تير کړل چي د نهو کالو د شپو او ورځو په اوږدو کي يې هيڅ کله هم د خپل مبارک خاوند  (صلی الله علیه وسلم) د خبري څخه انکار ندئ کړى، بلکي چي په اشاره به يې هم پوه سول نو د هغه مبارک د خوښۍ او خبري څخه به نه تيريدله.او د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) مېنه په ځانګړي ډول د عايشي (رضی الله عنها) سره زياته وه ځکه چي هغې مبارکي ته الله (جل جلاله)پوهه، اجتهاد، ښه عقل، او ښه ذهن ورکړى ؤ، تر څو د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) څخه چي د الله (جل جلاله) استازئ ؤ، د هغه اقوال خبري او افعال کړني د ژوند په هره شيبه حتى د کور په داخل کي د خوب د کورني مسائلو حال او د خوراک مسائل د نورو لارښودنو تر څنګ ورځني زده او ياد کړي او تر نورو يې ورسوي چي همدا د رسالت مقصد ؤ.او د همدې وجهي پر نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) ډيره ګرانه وه ځکه ورته (حبيبة الرسول) هم ويل کيږي او  په(نسائي حب السرجل  بعض النساء) کي راوړي چي نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: د عايشي (رضی الله عنها) د بستر بغير د بل چا په بستر کي پر ما وحي ندي نازلي سوي. او نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) چي کله د ژوند په آخيرو شيبو کي مريض سو نو د ژوند تر آخيره پوري د نورو بيبانو په خوښه بيا د عايشي (رضی الله عنها) په حجره کي ؤ، تر څو يې خپل روح په داسي حال کښي چي د عايشي (رضی الله عنها) پر زنګون يې سر ايښى ؤ (حيى الالموت) ذات ته وسپاره او نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) وفات سو او د عايشي (رضی الله عنها) په حجره کي ستر لارښود خاورو ته وسپارل.( اللهم اصلي على محمد و على ال محمد کما صليت على ابراهيم و على آل ابراهيم انک حميد مجيد)چي په دغه وخت کي د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) عمر ٦٣ کاله ؤ او د عايشي (رضی الله عنها) عمر اتلس کاله ؤ، او ديارلسم هجري کال ؤ، د ابوبکر (رضی الله عنه) د وفات له کبله د پلار د ناز څخه هم بې برخي سوه په داسي حال کي چي دا مبارکه يې د زکندن پر وخت سرته ولاړه وه او د خلفاء راشدينو په ټوله دوره او د معاويه (رضی الله عنه) او د عبدالله بن زبير (رضی الله عنه) په وخت کي د هغي مبارکي پر ژوند خاصه پاملرنه وه ځکه چي هغه پر نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) ډيره ګرانه وه او هريوه صحابي ورته ډير په احترام کتل، او لکه څنګه چي د الله (جل جلاله) په وينا د ټولو مومنانو مور وه او نکاح يې له هيڅ يوه سره تر نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) وروسته نه سواى کيدلائ نو مومنانو هم خپله مور ګڼل او ورځني يې وخت پر وخت مشورې او نبوي لارښووني تر لاسه کولې.حضرت ام المؤمنين بي بي عايشه (رضی الله عنها) د خپل خاوند نبي کريم ص د اطاعت سره سره د ښو اخلاقو، ښه عادتونو، قناعت له نورو سره د مرستي، د غيبت او ځان ستايني څخه د پرهيز، زړه ورتيا، سخاوت، د الله (جل جلاله) څخه ويره، زړه سواندي، د الله (جل جلاله) ډير عبادت، پر غلامانو باندي د مهرباني علم او اجتهاد خاص صفتونه هم لرل چي پر دغو ټولو صفتونو سربيره يې په ځانګړي ډول دوه نور صفتونه هم وه لومړى لکه: د پردې(حجاب) پوره خيال ساتل او عايشي (رضی الله عنها) د حجاب پوره خيال ساتئ.هغې مبارکي حتى د (اسحاق (رضی الله عنه)) څخه هم په خپله پرده کول که څه هم هغه په سترګو نه ليدل او د حجاب له دې واقعې څخه د هغې د حجاب کولو اندازه ښه معلوميږي:

عايشي (رضی الله عنها) خوب ليدلى ؤ، چي درې سپوږمۍ د دې په حجره کي راپرېوزي د هغې  مبارکي د دې خوب يادونه حضرت ابوبکر صديق (رضی الله عنه) ته وکړه او هر وخت چي نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) د هغې په حجره کي خاوروته وسپارل سو نو حضرت ابوبکر (رضی الله عنه) وويل، چي په دې دريو کي يو همدا (صلی الله علیه وسلم) ؤ او دى (صلی الله علیه وسلم)په ټولو کي غوره دى (موطا ام المالک دفن الميت)او د وروستيو پيښو څخه د صديق اکبر(رضی الله عنه) او فاروق اعظم(رضی الله عنه) ښخيدل په همدې حجره کي د دې د خوب پوره کيدل وه کله چي عايشه (رضی الله عنها) کونډه سوه بيا تر ديارلس کلونو پوري هلته خپلي حجري ته د خپل خاوند او خپل پلار زيارت ته ورتلل او د حجاب مراعت پکښي نه ؤ خو کله چي عمر فاروق (رضی الله عنه) شهيد کړل سو او د بي بي عايشې (رضی الله عنها)څخه په اجازه د هغې په حجره کي خاوروته وسپارل سو نو به يې ويل چي اوس هلته بې حجابه بېله مخ پټولو ورځم نو شرمېږم يعني د عمر فاروق ض د زيارت پر وخت به يې بيا هم د پردې پاملرنه کول خو دا چي ام المؤمنين عايشه ض د نبي کريم ص د هغه د نبوي لارښوونو څخه زياته رڼا په ګډ ژوند او په دوران کي تر لاسه کړې وه نو د نبي کريم (ص) د اجازې سره سم به هغې مبارکي د هغو پوه شاګردانو سره ليده کاته او ښوونه کول کوم چي د هغې رزاعي محرم بلل کيده يعني د هغې دخور او يا خورزې د شيدو اولادونه به وه او بله خاصه ځانګړتيا چي دا وه چي د حديثونو په رواياتو کي به يې ډير په زياته اندازه احطياط کوى چي د همدې احطياط بيان هم زيات دى خو په نتيجه سره چي د همدې حجاب او د همدې احطياط سره سره ورڅخه (٢٢١٧) روايتونه رانقل سوي دي. او عايشه ض په ٥٧ هجري کال کي د (٦٦) کالو په عمر له دنيا څخه وکوچيده چي دا ورځ د صحابۀ کرامو او ټولو  مسلمانانو لپاره ډير د خفګان ورځ ده چي بيار وروسته په (جنت البقيع) کي د هغې مبارکي د وصيت سره سم خاورو ته وسپارل سوه.

(انالله وانا اليه راجعون)

[irp][irp]

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب