امریکایي ملیونر مارک شیفر ولې مسلمان شو؟

امریکایي ملیونر مارک شیفر مسلمان شو !

امریکایی ملیونر مارک شیفر سعودي عربستان ته د یوه لس ورځني سفر په درشل کې خپل اسلام په ډاګه کړ.

مارک شیفر چې په خټه امریکایی او د لاس انجلس په مشهورو څیروکې شمیرل کیږي، ښه مخکښ مدافع وکیل دی او د رسیدلو تاوانونو او خساراتو د بیا لاسته راوړنې په قضیو کې یې په ټوله امریکا کې خورا لوړ شهرت درلود. ښاغلي مارک شیفر د امریکایی مشهور سندرغاړی مایکل جکسن د مړینې نه یوازې یوه اوونۍ وړاندې هغه دوسیه هم په محکمه کې ګتلې وه چې د مایکل جکسن څخه د خساراتو دلاسته رواړنې په موضوع کې محکمې ته وړاندی شوې وه.
دښاغلي مارک شیفر د اسلام رواړلو دکیسې په اړه په سعودی عربستان کې د سیلانیانو لارښود ښاغلی ضاوی بن ناصر الشریف داسې زیاتوي:

ښاغلي مارک شیفر سعودی عربستان ته له رسیدو سره سم د اسلام دسپیڅلی دین په اړه پوښتنې ګرویږنې په پرلپسې توګه دهرځای او شي په لیدو سره جاری ساتلې وې. مونږ چې دلومړیو دوو ورځو لپاره دسعودی په پلازمینه ریاض ښارکې اوسیدو نوهغه لومړي د اسلام او لمانځه په اړه پوښتنې کولې.

له ریاض ښار وروسته مونږ نجران ته ولاړو او له نجران څخه بیا د سعودی عربستان سوهیلی ښار ابها لاړو او له هغه ځایه بیا د العلا په لور روان شوو، چې له دې وروسته د ښاغلی شیفر له اسلام سره نوره مینه هم پیدا شوه او همدا لامل ووچې خپلو پوښتنوته یې نورزور هم ورکړ.
کله چې مونږ د العلا په سیمه کې د سیل لپاره ووتو نو د ښاغلی سترکې په دریو هغو سعودی ځوانانو خښې شوې چې هغوی ټول په ریګونو ولاړ وو او خپل لمونځ یې په ډیرې عاجزۍ سره اداء کاوه. هغه ته دا دسعودی ځوانانو پرته له کبره لمانځه او ځای ځایګی زیات خوند ورکړ.  په العلا کې له دوو ورځو وروسته مونږ الجوف ته سفروکړ او هلته ښاغلي مارک شیفر له مانه په ډاګه د اسلام دسپيڅلی دین په اړه کتابونه او معلومات وغوښتل.

ښاغلی الشریف زیاتوي:

چې ښاغلي مارک شیفر د دغو کوچنیو کتابونو په لوستلو سره اسلام ته لاره وموندله، دهماغې ورځې په پای کې شیفر له ماوغوښتل چې داوداسه او لمانځه په اړه ورته معلومات ورکړم. هغه په ډیره ښه توګه اودس وکړ او لمونځ یې اداء کړ. له لمانځه وروسته یې ماته وویل چې: له دې لمانځه نه وروسته خوزه خپل ځان زیات په راحت او بې غمۍ کې وینم

د پنجشنبې په ماښام مونږ دجدې ښار ته راوګرځیدو خو ښاغلي شیفر د هماغو کتابونو په لوستلو کې بوخت وو. د جمعې په سهار مونږ د زړې جدې په لیدو لګیا وو چې دماسپښین دلمانځه وخت شو او خلک د جمعې مبارکې دلمانځه لپاره جوماتونو ته تلل. ما هم په هوټل کې ښاغلي مارک شیفر ته وویل چې زه لمانځه ته ځم او ډیر زر به راشم.  ښاغلي شیفر راته وویل : زه هم درسره ځم او غواړم چې له نږدې د لمانځه ننداره وکړم. ماته ښاغلي شیفر ته وویل: مهرباني وکړي او راځي. زه د نورو لمونځ کوونکوسره یوځای په جومات د زیات خلکو له امله بهر دجومات په شا کې په سړک په لمانځه ودریدم. ښاغلي شیفر له نږدې دلمونځ کوونکو ننداره کوله، خورا زیات حیران وو، چې داکومه مینه ده چې دسعودی عربستان په سره ګرمۍ کې هم دوي دلته دسره لمر لاندې په سر خپل سره په ځمکه ږدي؟ داچاته ږدي؟ دوي ولې دومره له خپلې مینی سره ریښتیني دي؟ آخر ددې ټولو کړونو تر شا کوم داسې راز دي چې زه ترینه بې خبره یم؟

له لمانځه وروسته ښاغلي شیفر مسلمانان ولیدل چې له یوه او بل سره په غیږو ستړی مشی کوي او له او بل نه د حالاتو او ژوندانه په اړه پوښتنې کوي او د هر یوه په مخ دخوښیو داسې ولولې راڅرګندې دي چې انسانې ژبه او قلم یې له تعبیرولو خورا لیرې دي

دغې منظرې ښاغلي شیفر ته زیات خوند ورکړ. مونږ بیرته دواړه هوټل راوګرځیدو. هوټل له رسیدو سم ښاغلي مارک شیفر راته په ډاګه وویل چې غواړي مسلمان شي . ښاغلي الشریف ووایی : چې ما ورته وویل چې سمدلاسه دې غسل وکړي او کلمه مې ورته وویله او ښاغلي مارک شیفر هم راسره ښه جوش او جذبې سره تکرار کړه.

الله اکبر!ٔ  ښاغلي مارک شیفر مسلمان شو…

ښاغلي مارک شیفر له اسلام راوړلو وروسته رانه وغوښتل چې مکې مکرمې ورسره لاړ شم. هغه غوښتل چې یوځل دوروستۍ پلا لپاره خپل تندی هلته الله تعالی په ځمکه کیږدي او دا ټول ددې په خاطر چې د شنبې په شپه یې له سعودی عربستان څخه دامریکې په لور سفر درلود.

هماغه وو چې مونږ د الحمراء ددعوت او ارشاد دفتر ته ورغلو اوهلته ورته د اسلام راوړلو وثیقه هم جوړه شوه او له هغې وروسته دښاغلي مارک شیفر مکې مکرمې ته د رسولو لګښت او تکلیف ښاغلی  استاذ محمد ترکستانی په غاړه واخیست او په ګډه سره د مکې مکرمې په لور وخوځیدل.

ښاغلي استاذ محمد ترکستانی د ښاغلي مارک شیفر مکي مکرمې دتلو او هلته د زیات او لمنځونو کیسه داسې بیانوي: کله چې زه او شیفر مکې مکرمې ته ورسیدو او دښاغلي شیفر سترګې په کعبه شریفه ولیږدې نو بیدریغه یې له خولې د الله اکبر نارې سرشوې، مخ سور شو، له زیاتې خوښۍ یې له دواړو سترګو داسې اوښکې روانې شوې چې زه یې هم دالله تعالی سره دریښتینې مینې په خوند پوه کړم. په دې لړ کې داسې څه ترسره شول چې زه یې له ویلو ناتوانه یم. هلته ښاغلي مارک شیفر لمونځونه وکړل او زیات یی الله تعالی ته وژړل، له هغې یې وروسته په طواف پیل وکړاو پوره طواف یې اداء کړ. کله چې ما ورته د ناوخته کیدو وویل، هغه راته وکتل او د حال په ژبه یې دا راته ویل: چې داځای خو ترینه د وتلو ندی.

لنډه داچې بیرته را روان شوو ترڅو ښاغلي مارک شیفر له خپلې ډلې سره بیرته امریکی ته ستون شي، خو داهغه شیفر نه وو چې په لومړي ورځ سعودی عربستان ته راغلي وو، هغه شیفر لاړ او دهغه پرځای یو نوی ښاغلي مارک شیفر وزیږیده.

( زه نوی وزیږیدم )

دا د ښاغلی مارک شیفر هغه جمله وه چې په پلازمینه ریاض ښارکې يې د الریاض ورځپانې د خپلو ولولو او خوښیو په اړه څرګندونې کولې.  هغه زیاته کړه: زه دخپلو هغو ولولو او خوښیو په اړه تاسې ته ډیرزیات څه د تعبیر په ژبه نشم ویلای چې د مکې مکرمې په لیدو سره راته په برخه شوې وې

هغه له الریاض ورځپانې سره دا هم په ډاګه کړه چې هغه اوس یو نوی ژوند پیل کړ. کله چې له هغه وپوښتل شول چې له دې وروسته به دی کومو کارونو ته مخه کوي؟
ښاغلي شیفر ځواب ورکړ: لومړی به زه خپل معلومات د اسلام دسپیڅلی دین په اړه ژور کړم اوله دې سره سره دا ژمنه هم کوم چې زه به ددې کال د حج مبارکو مراسمو ته راشم.

اسلام مو ولې دلته په ډاګه کړ؟

مخکې له ماسره د اسلام دسپیڅلی دین په اړه اړین معلومات نه وو، کله چې زه سعودی عربستان ته راغلم او دلته می د اسلام په اړه معلومات وموندل، خلک مې ولیدل چې له اسلام سره ترکومې کچې مینه لري نو زه پدې وپوهیدم چې اسلام  دالله تعالی هغه حق دین دی چې زه هم باید پرې له الله تعالی سره مینه او دوستی پیل کړم . همدا لامل وو چې داسلام دین مې ومانه او په ډاګه می خپل مذهبی یون اعلان کړ.
په ورستۍ شیبه کې چې کله ښاغلي مارک شیفر د ملک عبدالعزیز نړیوال هوایی ډګر نه امریکی ته روانیده، د وتلو په سند کې یې خپل دین اسلام ورکړ.

مأخذ : الرياض ورځپاڼه

ژباړه : شریف

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب