امام شهيد حسن البنا، يو شخصيت يوه تګلاره
بې سارې تګلاره
الحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله، و من والاه..
الله تعالى فرمايي : ﴿مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً﴾ (الأحزاب: 23)
ژباړه: په مومنانو کې داسې شخصیتونه هم شته چې دالله تعالی سره کړې ژمنه یې رښتیا کړې ده له هغوی نه ځینو خپل نذر پوره کړ او ځینې یې د وخت رارسیدو په انتظار دي، دوی په خپله کړنلاره کې هیڅ بدلون رانه ووست.
بل ځای فرمایي: ﴿وَلا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ﴾ (آل عمران: 169).
ژباړه: کوم کسان چې د الله تعالی په لار کې وژل شوي هغوی مړه مه ګڼئ هغوی خو په حقیقت کي ژوندي دي د خپل رب له لوري روزي مومي.
د فبروري ١٢مه د دغه شخصيت د شهادت د٦١ مې کليزې سره برابره ده، يقينا هغه خپل رب ته په داسې حالت کې ورغی چې دواړه له یو او بل نه راضي ؤ.
دا هغه شپه وه چې دنوموړي بدن په ګوليو غلبيل ؤ او په سبا يې جسد خاورو ته وسپارل شو، مګر د هغه روح او تګلاره لا هم ژوندۍ ده او هغه ودانۍ لا هم ولاړه ده چي ده يې بنسټ ايښى ؤ.
دا هغه ودانۍ ده چي امام شهيد په خپلو پاکو وينو داسې ودانه کړه چې نړيدونکې نه ده او د وخت په تيريدو، د شهيدانو په وينو، الله ته د سجده کوونکو په اوښکو، د زندان په تورو تيارو کې د پرتو بنديانو او شکنجه شوو په چغو او خپل رب ته په دعاګانو او زاريو لا هم پياوړې کيږي. د دې ودانۍ د ساتلو په موخه ډيرو د الله د رضا لپاره سترې قربانۍ ورکړې او لا ورکوي يې مګر دا یې نړيدو ته پرېنښوده، خپله عقيده، فکر او تګلاره يې ژوندۍ وساتله او دا ځکه چې د دغې لارې د لارويانو هدف د الله رضا، لارښود يې رسول الله، لاره يې جهاد او تګلاره يې محمدي شريعت او په دې لاره کې مرګ يې تر ټولو لوړه هيله ده، دوى دالله سره رښتينې وعده کړې وه او الله هم ورسره خپله وعده رښتينې کړه.
بنا ريښتيا بناء وو
د دغه شخصيت نوم لکه چې بنا ؤ هو! واقعا همداسې ؤ، هغه جوړوونکى ؤ، لوړه او ستره ماڼۍ يې جوړه کړه د رسول الله صلى الله عليه وسلم په مبارک سيرت او روښانه تګلاره يې ښکلې کړه او دا هرڅه ددې اسلامي امت د اصلاح، بدلون، ويښتابه او د خپل پخواني مجد او عظمت د اعادې او ازادۍ د تحقق په هيله.
هغه تګلاره چې دی پرې قرباني شو روښانه او معلومه لاره ده او د الله تعالى ددې اياتونو نه سرچينه اخلي:
﴿إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ﴾ (الرعد: 11)
ژباړه: الله تعالى دهيڅ قوم حالت نه بدلوي ترڅوپورې چي هغوى خپل اوصاف نه وی بدل کړي.
اوبل ځای فرمايي: ﴿ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًا نِعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَى قَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ﴾ (الأنفال: 53)
ژباړه: دا د الله ددې عادت سره سم وشول چي هغه هيڅ يو نعمت چې قوم ته يي ورپه برخه کړى وي ترهغه نه بدلوي ترڅو چې هغه قوم پخپله کړنلاره او تګلاره نه وي بدله کړې.
او بل ځاي فرمايي: ﴿قُلْ هُوَ مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِكُمْ﴾ (آل عمران: 165)
ژباړه : اي پيغمبره ورته ووايه! دا هرڅه ستاسې دخپلو نفسونو له امله دي
اوفرمايي: ﴿وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلاً قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ﴾ (النحل: 112).
ژباړه: الله د يو کلي مثال راوړى دى چې خلکو یې د ډاډينې او بيغمۍ ژوند تيراوه او له هر لوري ورته پريمانه روزي رسيدله چې هغه دالله دپيرزوينو په ناشکرۍ باندې لاس پورې کړ، نو بيا الله په هغوى باندې د هغو دکړو وړو له امله دلوږې او ويرې غمونه خواره کړل.
دا يوازى شعارونه نه بلکې عملي تګلاره ده ځکه خو لا تراوسه ثابت قدمه پاتې ده دا جذباتي اود څو ورځو نه بلکې دوامداره او نسل نه نسل ته تلونکې تګلاره ده.
د فرد تر اصلاح نيولې، د کورنۍ او بيا د ټولنى تراصلاح پورې،خلک ښو ته رابلل، د بدو نه يې منع کول، د منکراتو او د اخلاقي مفاسدو مقابله کول يې د اهدافو نه دي، دا داسې دعوت دى چې په خپل ځای نه پاتې کيږي، د هيوادونو د ازادۍ او د پرديو د اشغال او يرغل نه د خلاصون روحيه په خلکو کي ژوندۍ کوي، د حکومتونو د اصلاح هڅه کوي تر څو د اسلام په نیغه او سمه لاره روان شي او وروستى هدف يې دادی چې اسلام په ټولو دينونو غالب او اسلامي امت د ټولې نړۍ د استاذۍ مقام ته ورسوي، امام شهيد چې د خپل دعوت په لومړنيو ورځو کې ددې ماڼۍ بنسټ ايښود نو پدې اړه يې داسې وويل: [د کوم ځای نه به پيل کوو؟ د امتونو جوړول، د ولسونو روزل او هيلو ته رسيدل قوي ايمان،غښتلې ارادې، رښتينې وفا او هر اړخيزې قربانۍ او سرښندنې ته اړ تيا لري او دا هغه څه دي چه د مسلسلې تربيې له لارې مينځ ته راځي او هغه قوم چې پورتني مواصفات ونلري يا لږ تر لږه د پورتنيو مواصفاتو لرونکي مشران ونلري ډير بې وزله او خوار قوم ګڼل کيږي او هيڅ کله به خير او خوشحالي ونه ويني نه به خپلو هيلو ته ورسيږي يوازې د خيالونو او وهمونو په دنياګۍ کې به ژوند کوي.
الله تعالى فرمايي:﴿إِنَّ الظَّنَّ لا يُغْنِي مِنَ الْحَقِّ شَيْئًا﴾ (يونس: 36).
ژباړه: يقينا ګومان دحق اړتيا هيڅکله نه شي پوره کولاى.
دا د الله قانون دى او د الله تعالى قانون تغير او تبديل نه قبلوي.
﴿إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ﴾ (الرعد: 11).
الله تعالى دهيڅ قوم حالت نه بدلوي ترڅوپورې چې هغوى خپل اوصاف نه وي بدل کړي.
امام شهيد په واضحو ټکو کې اعلان وکړ چې دامت بيدارول اوپه خوځښت راوستل داسلام داصولو اوقواعدو د تحقق نه پرته کيداى نشي، او دغه حقیقت ؤ چې دنوموړي د شهادت نه وروسته هم خلکو په ټولو ټولپوښتنو او ټولټاکنو کي د نوموړي د فکر ملاتړ وکړ.
امام شهيد وايي:[ که اخوان المسلمين په دې عقيده وي چي الله تعالى په دې دين کې دژوند د ټولو اړخونو لپاره داسې اصول او تګلاره وضع کړې چې ددوی دسعادت، نيکبختۍ او راويښولو ضامنه ده نو بيا خو بایدخلک په دغه اصولو عمل وکړي او دژوند په ټولو اړخونو کې همدغه لاره تعقيب کړي، او په دې باور دي چې دامت د راویښولو هره هغه هڅه چې داسلام ددغو اصولو او تګلارې سره ټکر ولري ناکامه تجربه ده چې امت به پرې قربان شي خو ګټه به ونه لري.
دتيرې يوې پيړۍ پيښو او جرياناتو دا ثابته کړه چې د امت دویښولو ډيرې تجربې په کار واچول شوې خو په پاى کې يې لارې ډب شوې او ودریدې، اوس هم په دې لټه کې يو چې حقيقي ازادي، خپله اراده، ټولنيزعدالت، قانونيت او دازادو ټولټاکنو له لارې دحکومتونو بدلولو توان پیدا کړو، ډيرې تجربې مو وازمايلې، دليبرالي نظام، اشتراکي او کمونستي نظامونو او بالآخره د نظامي کودتاګانو پايلې مو هم وليدې خو هغه څه چې د ولسونو هیله وه ترسره نشوه بلکې برخلاف همدا اوس وينو چې په نړۍ کي ٤٠ هيوادونه د امريکا دمتحده ايالاتو تر ډول ډول اشغال لاندې دي، فلسطين، عراق، افغانستان او صومال خو بشپړ اشغال شوي او تریرغل لاندې دي. دامريکا فوځي اډې په ټولو اسلامي هيوادونو کي وجود لري، په اسلامي هيوادونو کې یې ددغه هيوادونو فوځونه دخپلو ولسونو او يا ګاونډيانو سره په جګړه اخته کړي، دا هرڅه ځکه چې مونږ د آزادۍ لاس ته راوړلو حقيقي تګلاره پريښوده او په شکلي مظاهرو مو اکتفاء وکړه، په رسنيو، دستورونو، پارلمانونو او وزارتونو وغوليدو، دمسلمانانو شتمنۍ په سودي بانکونو کي ضايع شوې، په ملياردونو نه په تريلينونو شتمنۍ د پرديو جيبونو ته ولويدې او دا هم په داسي حال کې چې په ميلونونو مسلمانان دلوږې نه مري او دسر سوری نه لري، په خيمو کې او يا دشين اسمان لاندې ژوند کوي، د لوږې او فقر دبحران سره لاس او ګريوان دي.
د مسلمانانو په خلاف هغه غونډې او کنفرانسونه چې پخوا به په پټه جوړيدل اوس ښکاره او علني جوړيږي او زمونږ د اسلامي هيوادونو واکمنان هم ورته رابلل کيږي او احکام ورته ورکول کيږي چې دخپلې خاورې او عقيدې بچيان مو ووژنئ او ډير دخواشينۍ ځاى خو دادى چې ددې جګړې په لګښتونو کې ډيری اسلامي هيوادونه د دښمنانو سره ګرو شوي دي، دا کنفرانسونه چيرته نيول کيږي؟ دهغې امپراتورۍ په پلازمينه ( لندن) کې چې لا تر اوسه ديو نيواکګر رول لوبوي، دمسلمانانو په ضد دسيسې جوړوي او د يوې نوې نړۍ د قيادت خوبونه ويني(دظلم او فساد نه ډکه نړۍ ) ځکه خو پريمانه لښکرې او پيسې ورليږي، دادڅه لپاره ؟ داهرڅه يوازې او يوازې ددې لپاره چې په مسلمانو هيوادونو کې داسلامي خوځښت مخه ونيسي.
تاسې نه ګورئ چې ټولې نړيوالې ټولنې دملګرو ملتونو په شمول د فلسطين په وړاندې څه موقف نيولى، دغه مبارکه ځمکه يې د يهودو په ناولو قدمونو ککړه کړه، د زيتون ونې يې وويستلې، دانګورو تاکونه يې له منځه يوړل او په ميليونونو ځوانان،سپين ږيري، تورسرې او کوچنيان يې ووژل، هغه خلک چې ترمرګه يې دخپلو کورونو کيليګانې له لاسه ونه غورځولې او ديو نسل نه بل نسل ته يې انتقال کړې.
ظلم لا روان دى
دغه ظلم او بربريت لا روان دی او وروستی ظلم يې په متحده عربي اماراتو کې د موساد د ګوډاګيانو په لاس د محمد عبدالرؤف المبحوح (د حماس ګوند یو مشر) په ناځوانمردانه توګه شهادت ؤ نوموړی د موساد دهغه جاسوسانو په لاس چې دصهيوني رژيم د يو وزير سره يو ځاى د نړيوال کنفرانس په پلمه دغه عربي هیواد ته راغلي ؤاو اروپايي پاسپورتونه يي درلودل په شهادت ورسید.
تردې وړاندې صهيوني رژيم په خپله اعتراف کړی چې په غزه باندې د يرغل او بې رحمانه بمبارۍ په مهال یې دسپين فاسفورس هغه بمونه استعمال کړي چې په بين المللي قانون کې يې استعمال ممنوع دى اوبايد مرتکبين يې د قانون منګولو ته وسپارل شي، خو ګورو چې د لسګونو بين المللي تړونونو باوجود ګرده نړۍ داسلامي نړۍ د بې غيرته واکمنانو په شمول ددغه ظلم او وحشت په وړاندې چوپه خوله دي بلکې مرسته یې کوي هغوى ته ددغه ظلم جواز ورکوي او دهغوى د امن او سلامتيا لپاره فولادي ديوالونه جوړوي او له بلې خوا دهغه برحق مقاومت مخه نيسي چې فلسطيني مسلمانانو دخپلې خاورې او ناموس دساتنې په خاطر پيل کړی، په هغوى بنديزونه لګوي او غزه د محاصرې لاندې ده.
خو مونږ وايو چې حسن البنا مړ نه بلکې لا ژوندى دى، ځکه چې دهغه تګلاره ژوندۍ ده، هغه داسې ځوانان روزلي چې دهغه پيل کړى خوځښت به دريدو او مړکيدو ته نه پريږدي، که دهغه جسد له مونږ نه فناء دى خو روح يې ژوندى دی، تګلاره يې ژوندۍ ده او ددغې لارې لارويانو دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دهغه ددعوت بيرغ پورته کړى، رپيږي او غورځيدو ته يې نه پريږدي، د زمانې پيښو وښوده چي دا يوه رښتينې تګلاره او درست منهج ؤ.
اې د حسن البنا ددعوت دلارې لارويانو!
دالله تعالى په مرسته په وړاندې ځئ، دالله تعالى سره په کړې وعده وفا وکړﺉ، د الله کتاب ته رجوع و کړئ او خپله تګلاره ترې زده کړئ، د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سپيڅلي سيرت په حلقاتو کې کښينئ ترڅو پوه شئ چې ستاسې تګلاره د نبوي سيرت عملي نمونه ده.
کار وکړئ، کار وکړئ او بيا هم کار وکړئ، نا اميده کيږئ مه ! راتلونکی ستاسې دى اوپه دې باور يو چې د الله تعالى مرسته به هم تاسې سره وي. ﴿وَقُلِ اعْمَلُوا فَسَيَرَى اللَّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ وَالْمُؤْمِنُونَ﴾ (التوبة: 105)
ژباړه: او اې پيغمبره! دوی ته ووايه چې تاسې کار کوئ، الله تعالى، دهغه پيغمبر او مومنان به ستاسې کړه وړه وګوري.
لیکنه : ا. دکتور محمد بدیع د اخوان المسمین مرشد عام
ژباړه : شکرالله مخلص