الله جل جلاله ته خوښ خویونه

 ۱ـ دشیدولپاره یوچاته څاروی ورکول.

۲ـ د صله رحمي قطعه کوونکي سره صله رحمي کول.

۳ـ په وږی انسان باندی ډوډی خوړل

۴ـ په تږي انسان باندې اوبه څښل.

۵ـ د سلام ځواب ورکول.

۶ـ پرنجي کوونکي ته د الحمدالله د ویلو په ځواب کې ـ یرحمک الله ـ ویل.

۷ـ له لارې څخه ضرري شیان لرې کول.

۸ـ له مزدور سره مرسته کول.

۹ـ بې کاره انسان ته کار ورکول.

۱۰ـ د څاروي بچی خپلوانو ته ورکول.

۱۱ـ د څپلې تړوني ورکول.

۱۲ـ ډارشوي انسان ته ډاډ ورکول.

۱۳ـ په ستونزو کې اخته له ستونزو څخه خلاصول.

۱۴ـ د مسلمان ورور شرعي اړتیا پوره کول.

۱۵ـ پر مسلمان ورور باندی پرده اچول.

۱۶ـ مسلمان ته په مجلس کې ځای ورکول.

۱۷ـ د مسلمان خوشحالول.

۱۸ـ له مظالمو څخه منع کول.

۱۹ـ ظالم له ظلم څخه منع کول.

۲۰ـ د خیر او نیکۍ لاره ښودل.

۲۱ـ نیکیو ته خلک رابلل.

۲۲ـ له بدیو څخه خلک منعه کول.

۲۳­ـ د خلکو تر منځ صلحه کول.

۲۴ـ ناداره په ښه خبره ځوابول.

۲۵ـ د ونو کینول.

۲۶ـ بوټي او فصلونه کرل چې مسلمان انسان اوځناور ورڅخه ګټه واخلي.

۲۷ـ ګاونډي ته ډالۍ ورکول.

۲۸ـ د مسلمان لپاره سپارښت کول.

۲۹ـ د ناروغ پوښتنه کول.

۳۰ـ د مسلمان سره لاس یو کول.

۳۱ـ یواځې د الله جل جلاله د خوښۍ لپاره له بل مسلمان ورورسره مینه کول.

۳۲ـ یواځې د الله جل جلاله د خوښۍ لپاره له بل مسلمان سره کیناستل.

۳۳ـ یواځې د الله جل جلاله د خوښۍ لپار له بل مسلمان ورور سره لیدنه او کتنه کول.

۳۴ـ یواځې د الله جل جلاله د خوښۍ لپاره پر بل مسلمان باندې خرچه کول.

۳۵ـ عزتمن انسان چې کله ذلیله شي پرې رحم کول.

۳۶ـ د مالداره سړي چې کله لاس بند شي ورسره مرسته کول.

۳۷ـ د هغه عالم مرسته کول چې د ناپوهو انسانانوترمنځ بې عزته کېږي.

۳۸ـ غیبت کوونکی له غیبت څخه منعه کول.

۳۹ـ پر مسلمان باندی سلام اچول.

۳۰ـ د پنډ او بار په پورته کولو کی له سپاره سره مرسته کول.

محمد يوسف متوکل

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب