الغش في المعاملات حكمه و صوره في المستجدات

 

الحمد لله الذي أمر بالصدق ولأمانة، ونهى عن الغش والخيانة، وأشهد أن لا اله إلا الله وحده لاشريك له، وأشهد أن محمد عبده ورسوله، صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم تسليما کثيرا، أما بعد:

غش ( دوکه، فرېب ) يو ناوړه عمل دی چي په اسلام کي منع دی، او سخت وعیدات لري؛ ځکه چي دا د خيانت، ظلم، او د خلکو د مالونو دضایع کیدو لامل ګرځي، همدارنګه په ټولنه کي د اسلامي سوداګری د مخنيوي لامل ګرځي چي په دې سره د خلکو په خپل منځ کي اعتماد او باور له منځه ځي. نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي من غشنا فليس منا (رواه مسلم)

يعني څوک چی مونږ ته دوکه وکړي له مونږ سره هغه زمونږ له امت څخه ندی.

په معاصر دور کي، د غش بڼي له پخوا څخه ډيري پیچلي او پراخي شوي دي، او بل دا چې په ما باندي د تخصص في الافتاء والقضاء څانګه کي په همدغه عنوان باندي مقاله لازمي شوي وه، نو له همدې امله غواړم چي زه دغه مقاله ولیکم تر څو خلکو ته د غش حکم وضاحت ، او معاصرو بڼو وضاحت وشي.

الله تعالی دي مونږ ته توفيق راکړي چي په خپلو ورځنيو اعمالو کي صداقت او له انصاف څخه کار واخلو، او د خلکو د اذيت ( ضرر ) سبب ونه ګرځو.

 

 

 

دغش تعريف:

الغش په کسرې د غين سره په لغت کې د خير خواهی ضد ته وايي. لکه ويل کيږي غش صاحبه يعني هر کله چې ملګري ته هغه شی ښایسته کړې چې په هغه کي مصلحت او خير خواهي نه وي.

 ولبن مغشوش: أي: مخلوې بالماء يعني داوبو سره ګډې شوي شيدې.

تعريف الغش: من أكل أموال الناس بالباطل. .(۱)

ژباړه: د خلكو مالونو خوړل په باطلې طریقې سره.

تعريف الغش: اشتمال المبیع علی وصف نقص، لو علم به المشتري امتنع عن شرائه.(۲)

ژباړه: دمبيعې ( پلورل شوی شی)  د داسې  نقص په صفت باندي مشتمل کيدل، کچیرته اخيستونکی په پوه وای ددغه شي د اخيستلو څخه به يي ډډه کړي وه.

هر هغه شی چي دغه قسم ( مبيعه په داسې یوه وصف بادي مشتمله وي، کچیرته اخيستونکی په پوه شي ددغه شي د اخيستلو څخه منع کيږي.) وي هغه غش ( دوکه) ده. او کچيرته دغه شان ته نه وي بيا غش ( دوکه ) حرام نده

 

 

 

 

 

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    (۱)رد المحتار ۱۴/۵۲۹، ط: الرشیدية.

(۲) منحة الخالق

 

حکم الغش

غش امام ذهبي صاحب په ګناه کبيره کي شمار کړی ده.

فقهاء په دې متفق دي چي غش ( دوکه ) کول حرام دي، هغه که په خبرو وي يا که په عمل و ي، برابره خبره ده که په عقد کې د عیب پټولو له لاري وي او يا که په قيمت کې دوکه کولو له لاري وي، که ددروغو او يا دچل ول ( فريب ) له لاري وي، او همدارنګه برابره خبره ده که که په معاملاتو کي او که په نورو برخو کي وي لکه مشوره ورکول او نصيحت. (۱)

د غش حرمت

‍‍۱ـ دغش حرمت په قران کريم سره:

قوله تعالی: ﴿ولا تبخسوا الناس أشیاءهم ﴾.

وفي التفسیر الجامع لأحکام القرآن تفسیر القرطبي: الثانیة: قوله تعالی ﴿ ولاتبخسو الناس أشیاءهم ﴾. البخس: النقص. وهو ما يکون في السلعة بالتعييب والتزهيد في الکيل فيها، أو المخادعة عن القيمة، والاحتيال في التزييد في الكيل والنقصان منه. وكل ذلك من أكل المال بالباطل وذلك منهي عنه في الامم المتقدمة والسالفة على ألسنة الرسل صلوت الله وسلامه على جميعهم وحسبنا الله ونعم الوكيل. (۲)

ژباړه:د الله تعالی دا قول چې : ﴿ ولاتبخسوا الناس أشياءهم . ( البخس ) کمښت ته وايي دا هغه څه دي چي په يوه مال کي د عيب پيدا کولو، ارزښت کم ښودلو، په اندازه کي دوکه کولو، يا په قيمت کي فريب ( چل ول ) کولو له لاري کيږي. د دې ترڅنګ، داندازې زياتول يا کمول هم په چل کي راځي. دا ټول مال په ناحقه مال خوړلو کي شامل دي. او دغه عمل په تيرو شویو امتونو کي هم منع شوی وو د پیغمبرانو علیهم السلام په ژبو ( اقوالو ) سره…

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ

الموسوعة الفقهية: ۳۱/۲۱۸، ط: انوار القران.

(۲) الجامع لأحکام القرآن تفسير القرطبي. ۷/۲۲۲، ط: الرشیدیة.

 

د غش حرمت په سنت رسول الله صلی الله علیه وسلم سره:

عن أبي هريرة أن رسول الله ( صلي الله عليه وسلم ) مر على صبرة من طعام فأدخل يده فيها، فنالت أصابعه بللا، فقال: (( يا صاحب الطعام، ما هذا؟)) قال اصابته السماء، يا رسول الله، قال افلا جعلته فوق الطعام حتى يراه الناس)) ثم قال: (( من غش فليس منا )). (۳)

قال أبو عيسى: حديث أبي هريرة حديث حسن صحيح، والعمل على عذا عند أهل العلم، كرهوا الغش، وقالوا: الغش حرام.

ژباړه:  دحضرت ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت کوي چي بیشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په طعام ( د غنمو ددانو ) په ډيرۍ باندي تيريدو، پس خپل لاس ( مبارک ) يي په دغه ډیرۍ کي دننه کړو، پس دغه ګوتي ( مبارکي ) لندې شوې، پس ويي فرمايل: (( اې! د دغه طعام ( دغنمو ددانو ) خاونده، دا څه شی دي؟ هغه وفرمایل: باران ورته ورسيدو

يعني باران پري وشو، اې! دالله رسوله، هغه وفرمایل: ولي دي هغه د طعام ( د غنمو دانو ) سر ته کيښودل تر څو يي خلک وويني؟

بيا يي وفرمايل: (( چا چي دوکه وکړه، پس هغه له مونږ څخه نه دی )).

امام ترمذي صاحب فرمايي: د ابوهریره رضی الله عنه حدیث حسن او صحیح دی، په دې باندې د علماو‌و عمل دی، دوی غش ( دوکه ) بده ګڼلې ده او فرمایلي يي دي چي غش ( دوکه ) حرام ده.

 

 

 

 

 

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۳) رواه الترمذي: برقم: ۱۳۱۵.

 

 

فقهاء کرام فرمايي:

علامه حصکفي ( رحمة الله عليه ) په در مختار کي فرمايي: لا یحل کتمان العيب في مبيع او ثمن؛ لأن الغش حرام. (۵)

ژباړه: په مبیعه او يا په ثمنو ( پیسو ) کي د عيب پټول حرام دي.

(قوله: لأن الغش حرام) ذكر في البحر أول الباب بعد ذلک عن الفتاوی البزازية: إذا باع سلعة معيبة عليه البيان، وإن لم يبين قال بعض مشايخنا: يفسق وترد شهادته، قال الصدر: لا نأخذ به. قال في النهر: لانأخذ بكونه يفسق بمجرد هذا؛ لأنه صغيرة.

قلت: وفيه نظر؛ لأن الغش من أکل أموال الناس بالباطل فکیف يکون صغيرة؟ بل الظاهر في تعليل کلام الصدر أن فعل ‍ذلک مرة بلا إعلان لا يصير به مردود الشهادة وإن كان كبيرة كما في شرب المسكر. (۶)

ژباړه: د بحر الرئق په اول باب کي ذکر شوي دي: هغه د فتاوی بزازيه څخه نقل کړي دي( هر چي يو څوک يوه مبيه خرڅوي په هغه باندي دهغه بيان ضرور دی. کچيرته يي بيان ونه کړو بعض مشایخ فرمايي: چي په دې سره فاسق کيږي او مردود الشهادة ګرځي يعني شهادت يي نه قبلیږي صدر الشهید وايي چې په دې باندي مونږ اخذ نه کوو.

په نهر الفاق کي ذکر شوي دي چي مونږ په دې سره اخذ نه کوو چې صرف په دې سره فاسق ګرځي؛ ځکه چي دغه خو صغیره ده. لکن شامي صاحب په دغه باندي رد کړی ده، او ویلي يي دي چي په پورته قول کي نظر ده؛ ځکه غش د خلکو مالونو خوړل دي په باطله ( ناحقه ) نو ديته مونږ څنګه صغیره ګناه ووايو. بلکې ظاهره خبره داده چي د صدر الشهيد په قول کي علت ده کچیرته دغه فعل صرف يو ځل وکړي، په دې سره مردود الشهادة نه ګرځي.

 

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۵) درالمختار علی هامش رد المحتار: ۱۴/۵۲۹، ط: الرشيدية.

(۶) رد المحتار علی الدر المختار: ۱‍۴/۵۲۹ـ ۵۳۰، ط: الرشيدية.

 

أسباب الغش:

قلة الخوف من الله تعالى وضعف الإيمان.

عدم معرفة الإنسان بأن الغش حرام، وأنه من الكبائر.

عدم إخلاص النية لله تعالى.

محبة الأموال والحرص على جمعها.

عدم معاقبة مرتكبي الغش، وتطبيق الأحكام عليهم.

تربية الأبناء تربية غير سليمة تتنافى مع الأخلاق الإسلامية.

عدم رضا الإنسان بما رزقه الله تعالى.

د غش معاصرې بڼې:

1.   أن یکون التغریر في بيان وصف المبيع، مثل أن يقول بائع السيارة أنها جديدة، أو مصنوعة من بلد مخصوص، فتبين خلاف ذلک. وکذلک ِن علق علی المبيع بطاقة مکتوبا علیها أنه من صنع يابان مثلا، وتبین أنه من الصنوعات المحلية أو جعل علیها علامة تجارية ( مارکه ) کاذبة. فتنطبق علیه أحکام خیار فوات الوصف لأن قول البائع إن المبيع موصوف بصفة معينة، ورضا المشتري على ذلك الأساس في حكم اشتراط ذلك الوصف في المبيع، وإذ اشترط وصف خاص في المبيع، حصل للمشتري خيار الفسخ عند فواته. ( فقه البیوع )

مقصدا چې: غش (دوکه) کله دغه د مبيعې په وصف کي وي، لکه: د موټرو پلورونکی ووايي چې: دغه نوی دی، او يا دغه د فلان هيواد توليد (کمپنی) دی، بيا وروسته ددې خبرو خلاف ثابت شي، يعني: نه دغه موټر نوی وي او نه د هغه متعين هيواد تولید وي. بلکه خلاف دده خبرو وي. او همدارنګه يا په مبیعه باندي يو کارډ ځوړند کړي چې دغه مثلا په جاپان کي جوړ شوی دی، او بیا دغه موټر کورنی تولید ښکاره شو، او يا يي په موټر باندي یوه ددروغو (جعلي) تجارتي نښان لګولی وو، نو په دغه ټولو احکامو (صورتونو) باندي پاتي والی د خيار وصف تطبيق شو؛ ځکه چې د پلورنکي خبره د مبیعې په یو متعين وصف باندي وو، او مشتري هم د همدغه اوصافو له وجې دده سره بیعه کړې وه.

 او هرکله چې په مبیعه کي یو خاص صفت شرط کړلی شي، نو که چيرته هغه خاص صفت پکي موجود نه وو نو؛ مشتري لپاره ددې بیعې فسخ جائز ده.

2.   د هغه موادو خرڅول چي په هغه باندي وخت تير وي.

3.   په وزن کي کموالی کول. لکه په ډبي باندي یو رقم ته وزن لیکلی وي لکن په حقیقت کي له هغه وزن څخه کم وي.

4.   په فتاوی دار العلوم زکريا کي يو مثال ذکر شوی ده:

مثلا یو کس ته یو جعلي جوړ سوی لوټ په سودا کي ورکړل شوی ده، اوس دا کس کولای شي چي دغه لوټ په بل چا باندي هم وچلوي. لکه څرنګه دغه پیژندل مشکل دی لهذا بل هم په هغه باندي خطا ایستل کیږي، یعني دوهم کس کولای شي چي هغه وچلوي. لکن دغه فعل کړل ندي جائز ځکه دغه غش ( خيانة ) ده.

او يا لکه یو شخص له قصاب څخه د وزې غوښه واخيستله او کور ته راوړلو وروسته معلومه شوه چي هغه د سخندر ( غوايي ) غوښه وه. کچيرته تر استعمال وړاندي نو واپس دي کړي او که تر خوړلو وروسته معلومه شي نو د مفتی به قول مطابق رجوع بالنقصان کولای شي. یعني که د بزې غوښې کیلو په شل افغانۍ وو او د غوايي غوښي کیلو په پنځلس افغانۍ وو نو بيا په پنځه افغانۍ بيرته ترينه اخيستلی شي.

التعزير على الغش

خيانة كوونكي ته به حاكم تعزير وركوي. د فقهاوو په نزد په کوم شي کي چي حد او کفاره نه وي په هغه کي به هغه مجرم شخص ته تعزیر ورکول کيږي. ( الموسوعة الفقهية )

 

د غش پایله

       د الله جل جلاله د غضب مستحق ګرځيدل.

       د اعتماد او باور له منځه تلل.

       د اخلاقي ارزښتونو زوال.

        په ټولنه دعادلنه سوداګری مخنیوی.

 

خاتمه

ددې څيړنې په پایله کي څرګنديږي چې غش (دوکه، خيانت) د اسلام له لوري ډير په تاکيد سره منع شوی عمل دی، ځکه چې دغه ددرواغو، ظلم او دخلکو د حقونو د ضایع کيدو سبب ګرځي. او حال دا چې شريعت مونږ ته صداقت، امانت او په افعالو او اقوالو کي د ريښتنوالی امر کړی دی، او دغش په هر ډول باندي يي سخت وعیدات ذکر کړي دي.

په معاصره زمانه کي، چيرته چې ټیکنالوجۍ ډیر پرمختګ کړی، د غش معاصرې بڼې راڅرګندې شوې دي، چې  د شرعي پوهاوي، او د علماوؤ په دې برخه کې ونډې او خدمت زښته زياته ضرورت دی، ترڅو خلک د غش له حقیقت او زيانونو څخه خبر شي، او د صداقت او امانت فضا لا پیاوړې شي.

په پای کي د الله تعالی له دربار څخه دغه سوال او دعا کوم چې زما دغه ناچيزه ليکنه په خپل دربار عالیه کي قبول وګرځوي، او الله دي د ټولنې د اصلاح سبب وګرځوي.

وصلی الله تعالی علی خير خلقه محمد و اله وصحبه اجمعين.

 

 

فهرست

 

۱ – : مقدمه                                                              ۲

۲ – : د غش لغوي او اصطلاحي معنى                                 ۳

۳ – : د غش حكم                                                          ۴

۴ – : د غش حرمت دليل په کتاب الله سره                              ۴

۵ – : د غش حرمت په سنت رسول الله سره                         ۵

۶ – : د غش حرمت د فقهاوؤ له نظره                                ۶

۷ – : د د غش اسباب                                                   ۷

۸ – : د غش بیلګې                                                     ۷

۹ – : په غش باندي تعزير                                             ۸

۱۰ ـ : د غش پایله                                                       ۸

۱۱-: خاتمه                                                                                  ۹

 


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب