اقليمي تغيرات او تر مخه د خبراوي سیستم

ترمخه  خبراوي سیستم/ Early Warning System  او په کرنه کي يي اړتیا:

لیکنه : محمد نعیم پوپل

نیټه: د 2025 د اپریل 24

له یو داسي خطرناک وضعیت سره مخ یو چې له سیمو لمړی نباتات، وروسته حیوانات او په اخیر کي انسانان مهاجرت ته اړ کیږي او دا مهاجرت یو ډیر خطرناک مهاجرت دی که يي مخه و نه نیول شي نو کیدای شي یوه نه جبرانیدونکي زیان سره مخ شو.

په افغانستان کي په ځینو سیمو د وچکالي درنه ویره او په ځینو سیمو د بی موسمه ورښتونو وحشي ویره، له یوې خوا د وچکالي له وجي د نباتاتو او غذايي منابعو محوه او له بلي خوا د بی موسمه ورښتونو ، ګرمیو، یخونو، افتونو او نورو په وجه د تولید بي کیفیته کیدل او له منځه تلل یوه ستره او نه زغمل کیدونکي فاجعه ده چي متاسفانه تر اوسه يي په اړه هیڅ ډول علمي او مسلکي پلان او اقدام نه دی شوی.

په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو له امله د کرنې سکتور له جدي ګواښونو سره مخ دی. د سېلابونو، وچکالۍ، ناڅاپي بارانونو، تودوخې لوړوالي او نورو طبیعي پېښو زیاتوالي، د حاصلاتو له منځه وړلو، د خاورې تخریب، او د بزګرانو د عایداتو د کمېدو لامل شوی دی. د دې ګواښونو پر وړاندې د یوه علمي، دقیق او فعالهتر مخه د خبراوي  سیستم  Early Warning Systemجوړول او فعالول یوه حیاتي اړتیا ده، تر څو د احتمالي زیانونو مخنیوی وشي.د اقلیمي پېښو د اغېزو د کمولو لپاره د معلوماتو پر بنسټ تصمیم نیول، او د کرنیزو سیمو د دوامدار تولید تضمین.

د سیستم اساسي برخې:

1. معلوماتو راټولونه:

A- د سیمي په کچه د  هوا، باران، تودوخې، رطوبت، باد، او خاورې د معلوماتو راټولول.

B- د مسلکي او تجربه کاره ټیمونو په واسطه د سیمي د پيښو، ستونزو او کرنیز اوسني وضعیت په اړه واقعي معلومات راټولول.

2. د تحلیل او تجزیه کول :

A- د مسلکي او متخصصینو له خوا د راټولو شویو معلوماتو تجزیه او تحلیل کول.

B- د پیښیدونکو زیانونو او ستونزو احتمالي اندازه ټاکنه چي څومره انساني، اجتماعي او اقتصادي زیانونه به ورسوي.

3. د خبرتیا خپرول:

A- د SMS، راډیو، WhatsApp، موبایل، فیسبوک، ټلویزون او نورو ټولنیزو رسنیو له لارې د بزګرانو، ادارو او مؤسسو ته خبر ورکول.

B- د  ساحوي واقعي معلوماتو پر بنسټ د  کرنیزو فعالیتونو د تنظیم لپاره د مسلکي طرحو او پلانونو جوړول

4. د مخنیوي علمي او مسلکي  پلانونه:

A- د وچکالۍ پر وړاندې مقاومو ورایټیانو پیژندنه، تولید او توزیع.

B- د سېلابونو او چاپیریالي فشارونو پر وړاندې مقاومو نباتي نوعو ترویج.

C- د کښت، القاح، او اوبو لګول تنظیمول.

5. د بزګرانو روزنه:

A- د اقلیمي خطرونو د پیژندنې، مدیریت، او انطباق لپاره روزنیز پروګرامونه.

B- د ستونزو او بیړني حلاتو لپاره مسلکي او ساحوي پلانونه جوړول.

د پلي کولو وړاندیز:

A- د کرنې وزارت، د چاپېریال ساتنې اداره او نړیوالي موسسي، په ګډه دا سیستم طراحي او پلي کړي.

B- د هر ولایت په کچه د اقلیمي خطر تحلیل واحدونه جوړ شي.

C- د محلي شوراګانو، د بزګرانو اتحادیو، او د کلیوالو د شبکو له لارې دې د اطلاعاتو شریکولو میکانیزمونه فعال شي.


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب