افغان ښځې ولې خوراک څښاک په پټه کوي؟روژه او میاشتنی عادت
“يوه ورځ مې پلار په روژې میاشت کې په خوراک ولیدم ، سخته وشرمېدلم خو راته وايي، په کرار زړه ډوډۍ وخوره، پټه یې ولې خورې”
دا د کابل اوسېدونکې صهبا خبرې دي چې د میاشتني عادت پر مهال یې په روژه کې د ورځې ډوډۍ خوړله او پلار یې لیدلې وه.
د افغانستان په ټولنه کې خو ان پېغلې نجونې د میاشتني عادت په وخت کې د کور له مشرانو ښځو هم په پټه خوراک څښاک کوي.
ماشومانو ته ډوډۍ تیاروي خو د دې لپاره یې له کاسې یوه مړۍ هم نه کوي چې که ماشوم په روژه خوړلو ولیدلې نو په ټول مالت کې به ډنډورې پسې غږوي چې فلانۍ په غټه تنه روژه خوړله.
ولې د میاشتني عادت په دغو دردمنو څو ورځو کې-چې ارام ته اړتیا لري- بیا هم د پېشلمي تیارولو لپاره ځان بې خوبه کوي؟
ولې په افغان ټولنه کې لا هم د ښځو د بدن دا طبیعي عادت شرم ګڼل کېږي چې ان پخپله ښځې یې هم په اړه خبرو کولو باندې شرمېږي؟
په دغه رپوټ کې مو په دې اړه یو شمېر افغان نجونې او مېرمنې پوښتلې او د ځينو نومونه یې ځکه بدل شوي چې ویل یې څوک به یې وپېژني چې فلانۍ په داسې یوې موضوع له بي بي سي سره خبرې کړې دي.
یادونه: دغه رپوټ لومړی ځل وړم کال په روژه کې خپور شوی و
میاشتنی عادت په روژه کې تر بوزې لا ګران تمامېږي
د میاشتني عادت پېلېدل د یوې نجلۍ د پېغلتوب نښه بلل کېږي او هره میاشت لږ تر لږه یوه اوونۍ پېغلې نجونې او ښځې دا عادت تجربه کوي.
د روژې په میاشت کې هم په نورمالو ښځو د پيریوډ اوونۍ راګرځي.
د شریعت له مخې پر داسې ښځو نه لمونځ فرضېږي او نه هم روژه، او طب وايي چې ښځې په دغو شپو ورځو کې ډېره وینه ضایع کوي، دردونو سره مخ وي، هم له بدني او هم له روحي پلوه کافي ارام ته اړتیا لري، نو ځکه له نورو تمه کېږي چې مهربانه چلند ورسره وکړي.
خو ډېرۍ افغان ښځې په دې نظر دي چې په دې دودیزه ټولنه کې دغه ارام موندل ناشونی کار دی، په ځانګړي ډول روژه کې. که بوزه وي نو خوراک څښاک یا خوب کول ښايي ډېر ستونزمن نه وي خو په روژه کې د پېشلمي تیارول ښځې کافي خوب ته نه پرېږدي او د ورځې له دې ډاره څه خوړل ورته سخت وي چې څوک یې ونه ویني.
د کابل اوسېدونکې صدف وايي چې افغان نجونو ته په روژه کې میاشتینی عادت تر بوزې لا ګران تمامېږي. دا وايي، “که زه روژه یم او که نه یم، بیا هم پېشلمي کې پورته کېږم، چای او ډوډۍ تیاروم. کله ډېره سخته وي. ځکه چې پېشلمي کې سمه ډوډۍ نه خورو چې ځه هسې هم روژه نه یو، د ورځې به یو څه وخورو. خو چې ورځ شي، هېڅ شی نه برابرېږي. یا کور کې یو څوک وي، یا دا ډار راسره وي چې څوک مو ونه ګوري، شرمېږو، څه خوړلی نشو او تر ماښامه لکه د روژتي غوندې وچه خوله ناستې یو.”
دغه دود ولې شته؟
افغانستان کې په هرو لسو کې درې نجونې، مانا دېرش سلنه د ښوونځیو زده کوونکې د میاشتني عادت پر مهال له ښوونځیو او زده کړو پاتې کېږي. په اسلام کې مسلمانانو ته سپارښتنه شوې چې که د کوم عذر یا ناروغۍ له کبله روژه نشي نېولی نو باید تر نورو روژتیانو په پټه ډوډۍ وخوري.
لامل یې دا بلل کېږي چې له دې سره به د روژه په خوله مسلمانانو درناوی شوی وي او مذهبي احساسات به یې هم نه ژوبلېږي. خو د میاشتيني عادت پر مهال په پټه روژه نه نیول تر ډېره کلتوري او دودیز اړخ لري.
په افغان ټولنه کې په ځانګړي ډول په ښځو پورې اړوند ځينې مسایل ننګ یا تابو ګڼل کېږي، په اسانه یې په اړه څوک خبرې نه کوي او په دودیز لحاظ ښځې د یوه منل شوي اصل په توګه غاړه ورته ږدي.
میاشتینی عادت یا پیریوډ او له کبله یې په روژه کې د ورځې ډوډۍ خوړل له همداسې مسئلو یوه ده.
کابل مېشتې فرشته وايي، “له بده مرغه زموږ په کلتور کې دا مشکل شته او له دې یې غټه کیسه جوړه کړې چې باید څوک درباندې خبر نشي او باید داسې تظاهر وکړې چې روژه دې ده”
دا وايي، “منل شوي شیان په کلتور کې د منطق په اساس نه بلکې د تجربې پر بنیاد وي. له پېړیو راهیسې زموږ ستاسې مېندو، نیاګانو او ادېګانو یا هېڅ د پیریوډ پر مهال په روژه کې ډوډۍ نه ده خوړلې، یا شرمېدلې او یا یې نه غوښتل چې په دې اړه له چا سره خبرې وکړي چې روژه نه نیسي. ان که یوه ښځه د بلې ښځې په مخکې ډوډۍ خوري هم بد ورته وايي”
د فرشتې په خبره، له همدې کبله دا عادتونه له پېړیو پېړیو پالل شوي او ورو ورو په ټولنه کې پر یوه منل شوي دود اوښتي دي او اوس ترې سرغړونه شرم او ننګ بلل کېږي.
پلار مې روژه کې په خوراک ولیدم!
د همدغو دودونو له کبله ښځې مجبوره دي چې له خلکو دومره په پټه ځان ته په روژه کې ډوډۍ تیاره کړي چې ان د کتغ بوی هم د چا تر سپږمو ونه رسېږي.
پلوشه په کابل کې په یوه دولتي اداره کې کار کوي. دا وايي، سهار وختي دفتر ته روانېږي او تر روژې د مخه پخپله المارۍ کې ځان ته خوراکي شیان ږدي، ځکه چې په روژه کې له ځانه سره دفتر ته خواړه وړل د خلکو پام وراړوي. خو وايي، له دومره “احتیاط” سره سره بیا هم ځينو نارینه همکارانو وخت ناوخت ځورولې ده.
پلوشه وايي “یوه ورځ مې زما یوه همکار-چې افراطي مفکوره لري- زما له اجازې پرته زما المارۍ خلاصه کړه. راته ویل یې، ته روژه نه نیسې چې دا شیان دلته ساتې؟ ما په ارامۍ ورته وویل چې د میاشتیني عادت پر مهال ښځې روژه نه نیسي او زه یې هم خورم. ته څوک یې چې له ما دا پوښتنه کوې”
پلوشه وايي چې که څه هم دغه کس د ښځو له دې “عذر” او له “شرعي حکم” یې هم خبر و خو بیا یې هم د ننګ او شرم خبرې ورته کولې. مګر په یوه بله شعبه یا دفتر کې یې د دې اپوټه خلک وو. د پلوشې په خبره، “موږ په شعبه کې درې نجونې وو او دوه مو نارینه همکاران وو. هغه ډېر ښه انسانان وو، موږ به چې د پيریوډ پر مهال په روژه کې خوراک کاوه او دوی به ولیدلو نو هېڅه یې نه ویل”
پلوشه وايي، چې د همدغه “ننګ او شرم” له کبله ان د شکر پر ناروغۍ ځينې اخته ناروغان هم د چا په مخکې ډوډۍ نشي خوړلی، “زما مور د شکر ناروغي لري، هغه چې وږې شي باید هماغه شېبه یو څه وخوري، که په بازار کې وي او یا په کور کې. خو په خلکو بده لګېږي او وايي چې خلک به څه وايي. روژه نه خوري. اوس چې د طالبانو حکومت دی، دا وضعیت لا سخت شوی دی”
خو داسې ښکاري چې په دې وروستیو کې ځینې کورنۍ قانع شوې دي چې د ښځو میاشتینی عادت یوه عادي کیسه وګڼي او په دغو سختو شېبو کې د خپلو ښځمنو زړونه په مهربانه چلند وګټي. دوی په اخلي پخلي کې له خپلو خوېندو، مېندو او لوڼو سره مرسته کوي او یا زمینه ورته برابروي چې په کرار زړه د ورځې ډوډۍ وخوري.
صهبا وايي چې د کورنۍ نارینه یې دومره ‘مهربان’ دي چې اوس که د پیریوډ پر مهال روژه خوري نو دا ډار ورسره نه وي چې څوک به یې وویني او د شرم احساس به وکړي.
دا وايي، “یوه ورځ مې پلار ولیدم چې روژه مې خوړله. زه سخته وشرمېدلم خو هغه پوه شو چې ولې روژه خورم، نو څه یې راته ونه ویل. او په موسکا یې راته وویل چې کراره ورته کېنه، په ارام زړه ډوډۍ وخوره، پټه یې ولې خورې؟”
په میاشتني عادت کې د روژې نه نېول ټولنه کې څنګه عادي کېدلی شي؟
پلوشه وايي، که غواړو چې دا مسئله خلکو ته عادي شي او تابو یا د ننګ خبره نشي پاتې نو دیني عالمان باید لاس په کار شي.
د پلوشې په خبره، “زه نشم کولای چې د سړک په منځ کې په روژه کې یو څه وخورم چې پرېږده دا تابو مات کړم. زه عادي کس او ښځه یم، که زه داسې وکړم شاید تر فرخندې بدتره چلند راسره وشي. خو که دیني عالمان دا خبره مطرح کړي او داسې یې وکړي چې د چا احساسات ورسره ژوبل نشي نو دا تابو له منځه تلی شي”
صهبا او اوږۍ هم په همدې نظر دي او وايي چې خلک باید وپوهول شي چې په طبيعي ډول د ښځو بدن همداسې جوړ شوی چې میاشتینی عادت پرې راځي او په داسې ورځو کې د روژې نه نیولو اجازه الله تعالی ورکړې ده، نو باید څوک یې بده ونه ګڼي.
خو فرشته بیا په بېل نظر ده. هغه وايي، “دا مسئله باید لومړۍ پخپله ښځې ځان ته عادي کړي چې روژه و نه نیسي، ځکه چې د هرې نجلۍ په وجود کې دغسې یو افغان شته چې دغه کلتور یې په ځان منلی دی. نو لومړی یې باید ځان ته عادي کړو، تر هغې وروسته یې خلکو ته عادي کولای شو”
فرشته همدا راز د روژې په شپو ورځو کې له میاشتيني عادت سره مخ کېدونکو ښځو ته سپارښتنه کوي چې، “موږ باید چا ته موقع ورنکړو چې مشکل راته جوړ کړي. که کور کې یو او که دفتر کې، باید داسې په خوندي لاره خپله ډوډۍ وخورو چې هېڅوک پوه نشي او حساسیت یې ونه پارېږي. خلکو ته باید ونه ښيو چې دغه ده روژه خورم”
لیکنه: نورګل شفق