اسلام او نړيوالتوب (ګلوبلايزېشن)

سريزه
مسلمانان چه په نړيواله کچه د کومو ننګونو سره مخ دى د هغى يو اړخ ((عالمګيريت ))يا نړيوالتوب دى.
نړيوال سرمايه داران او د ګلو بل کپټيلزم (نړيوال پانګه وال نظام ) واکداران غواړى چه نړۍ په خپل موټى کې ونيسې او موخه ئى دا ده چه د نړۍ اقتصادى وسائل په خپل واک کې راولې او انسانې ټولنو کې غربې اخلاق او د ژوند کړه وړه رواج کړى .نړيوالى رسنۍ نړيوالتوب ته يو ډيرښه رنګ ورکوى او خلکو ته دا باور ورکوى چه ګوندى همدائى د ښيګړى د لاسته راوړلو يوازينۍ لارده حال دا چه نړيوالتوب د نړيوال ښکيلاک بل نوم دى .نړيوالتوب  د يو روښانه انځور په شکل خلکو ته وړاندى کيږى .او اصلى څيره چه ډيره تياره ده پټه ساتل کيږى . داوخت ډيره اړتياده چه مسلمان پوهان بايد د نړيوالتوب حقيقې څيره خلکو ته څرګنده کړى .
دا ليکنه يو لومړنى قدم دى چه په ساده او اسانه ډول يې په حقيقت باندى رڼا اچولې ده .
د الله (ج)  د لارې د اعيانو ته پکار  دى چه د کفر چلوټى وپيژنې او په نوو اصطلاحاتو کې نغښتو د اسلام په مخالفتونو ځان پوه کړى د دعوت په پرمختياکې لوى خنډ د خلکو ذهنى مغشوشتياده .
رسنۍ چه د نوو اصطلاحاتو پواسطه د خلکو په ذهننونوکې کومه مغشوشتيا پيدا کوى د هغې له منځه وړلو ته زښته اړتيا ده .
اميد لرم چه دغه څوکرښې به د نړيوالتوب د اصليت په پيژندلو کې ګټور ثابتى شى .
اسلام او نړيوالتوب شاليد
په تيرو لسو کلونو کې په اقتصادى ، سياسى ، ټولنيز او تخنيکې ډګرونو کې دومره ګړندى بدلونونه رامنځ ته شوى چه په تيرو وختونوکې ئى
بيلګه نه په سترګو کيږى د ټولنيزو رسنيو د زياتو  اسانتياو له امله د جغرافيائى کرښو تصور له منځه تللې او د رسنيو د غى وړتيا په تجارت او مالى چارو کې يو نوې بدلون رامنځ ته کړى . همدغه بدلون او د دى بدلون انتظام د عالمګيريت يا نړيوالتوب (Globalization) پنوم ياديږى .
ګلوبلائزيشن يا نړيوالتوب
ګلو بلائزيشن يو څو مخې څيره ده چه هرچا په جدا ډول تعريف کړى .
بعضى خلکو ئى اقتصادى اړخ په پام کې نيولې او هغوى يې د نړيوال اقتصادپه شکل کې ګوړى .
بعضى خلک ئى کلتورى اړخ ته ګورى او دهغوى په نزد د ګلوبلائزيشن ثقافتى اثرات او بدلونونه د اهميت وړ دى .
داسى کسان هم شته چې له سياسى اړخه ورته ګورى –  بعضى بيا تخنيکې پرمختګونه د ګلوبلايزيشن پورى تړى او د مخابراتو او ترانسپورټ په ډګرکې بدلونونه د دى نتيجه ګڼې .
که غور وکړو نو globalization د دى ټولو بدلونونو مجموعه ده چه د ژوند ټول اړخونه ئى متاثره کړى.
د نړيوالتوب ډير مهم اړخ دا دى چه دا دغربې تهذيب او تمدن د پرمختګ او پراختيا يو نوى پړاو دى – غربې تهذيب له تيرو دوه سوه کلونو راهيسى پر نړۍ باندى د غلبى پصورت مخ په وړاندى روان د ى ځکه  نو دا مرحله د لويديځ فکر ، لويديځو ادارو او د ژوند په اړه د لويديځ د نظريى د مختلفو اړخونو د غلبې مرحله ده .
دا هغه مرحله ده چه غربې تهذيب پکې د نورو تهذيبونو د قربانۍ په بدل مخ په وړاندى ځې او لاپسى قوى کيږي .
د نړيوالتوب په تعريف کې همدغه اړخونو ته زياته توجه شويده کوم چه پورته ذکر شو.
د لاندى تعريفونو څخه داخبره جوتيږى چه همدغه ټکي دي چه د نړيوالتوب په بحث کې ارزښت لرى ترڅو په دى تعريفونو پوره غوروشى او نتيجه ترلاسه شى .
اقتصادي اړخ
الف :-د نړيوالتوب  څخه مراد د صنعت او خدمتونو (industry &- services) -د شعبو هغه مصروفيتونه او کارونه دى چه له جغرافيائى کرښو څخه او ختى او مختلفى کمپنۍ پرى په مختلفو هيوادونوکې بوختى دى .
ب :- د تجارت ، د پانګو جريان ، ټيکنالوژى ، د معلوماتو دتبادلى ، او د بيلابيلو تهذيبونو خپل منځي تعامل پواسطه په نړيواله کچه په تيزۍ سره د بيلابيلو اقتصادونو يو ځايوالى ته نړيوالتوب وائى .
ج:- په ټوله نړى کې د آزاد بازار پر بنسټ ولاړ پانګه واله نظام خپريدوته نړيوالتوب وائى .
د :- په ټوله نړى کې لويديځوالتوب  او د لويديځ د تجارت اصول او سياسى نظامونو منلونه نړيوالتوب وائى  .(Ma later Mold)
ه:- د انتونى ګدنز (Anthony Giddiness) په نزد د نړيوالتوب تعريف دا  دى چه : په نړيواله کچه د ټولنيزو اړيکو داسى پياوړى کيدل چه لرى پراته ځايونه داسى سره وتړى چه څو ميله لرى پيښيدونکې واقعات په محلى واقعاتو خپل تاثير ولرى – همدارنګه د دى په عکس هم .
و:- فرانسوى ټولنپوه پيرى بورډيو (Pierre Bourdieu)  په نظر نړيوالتوب يو لوى بحث دى چه مقصديى د يو داسى نظام حق په جانب ثابتول دى چه د ملتيزو کمپنيو او صنعتى هيوادونو د حکومتونو د ګټو او پانګو برابرولو لپاره جوړ شوى وى .
ګواکې نړيوالتوب يو داسى نظام دى چه د دى لاندى ټولنې ا وادارى د نړيوالى پراختيا په طرف مخه کوى يا تجارت په نړيواله کچه اداره کيږى .
Global village (نړيوال کلى):-
د نړيوالتوب د مشهورتيالپاره يو څو خود ساخته شعارونه جوړ شوي ترڅو عام وګړى وکولى شى ځانونه پدى نظام کې ځاى کړى .
نړيوالو پانګوالو د ټولنيزو رسنيو پواسطه د خلکو په ذهن کې داخبره کينولى ده چه ګوندى دانړى اوس يو global village  يا نړيوال کلى دى او هرانسان د دى کلي او سيدونکې او کليوال دى .
زمونږ تش په نامه پوهان هم دغه اصطلاح ډېره په شوق استعمالوى خودوى نه پوهيږى چه د دى په منځ کې څه پټ دى .
د نړيوال کلى معنې خو دا ده چه زمونږ ګټى او تاوانونه او زمونږ خوښئ او تمناوى اوس زمونږ په کورنۍ و کلى ، ښار او ياهيواد پورى نه بلکه ټولى نړى پورى تړلى دى . مونږ بايد ځانونه ټول نړيوال نظام پورى ونښلوو –  په بله معنې ځان بايد نړيوالو  پانګوالو سره کړو . زمونږ د ګټى او تاوان فيصلى به مونږ ، پخپله نه بلکه هغه نړيوال تجاران کوى چه زمونږ د لاس رسۍ څخه لرى دى او مونږ ئى پيژنو هم نه .
دا مونږ خپله بدبختې وبولو او که د خپلو پوهانو د ذهنې کچې ټيټوالى او يا د هغوى بدنيتي چه هغوى د دغې تصور خپرول عقلمندى ګڼى حال دا چه په لويديځ کې د نړيوالتو ب پرضد عکس العمل موجود دى .
هلته کيڼ اړخى دا د نړيوال پانګه واله نظام يو فريب ګڼې او همدا صحيح هم ده . ليکن زمونږ کيڼ ارخې پوهان هم د نړيوالو پانګوالو د لاس آلى دى .
پاتى شوه خبره د مذهبې خلکو نو هغوى د خپلو مذهبې تعصبونو څخه کله اوزګاريږى ترڅو له دغه نړيوال خطر څخه خبر شى.
د نړيوال کلې څلور بنسټيز ټکې :-
الف : د وخت او فاصلى نزديکت :- د مخابراتو (Telecommunication) ،ټوليزو رسنيو او تعليم پواسطه وخت او فاصلى دومره نږدى شوي چه انسانان دتماس هيڅ مشکل نه لري .
ب: سيمه ايز احتياج :- په مالي ډول يوه سيمه بلى ته احتياج لرى په پخوانې نظام کې د بنسټيزو اړتياو لپاره هره سيمه په خپل ځان پوره وه او يواځى د بعضې اضافې ضرورتونو لپاره به يى بلې سيمې ته اړتيا پيدا کوله .
ليکن نړيوالو پانګوالو داسې يو اقتصادي نظام رامنځ ته کړ چه هره سيمه د بلې محتاجه شوه .
ج: د نړيوالو معيارونو يا ارزښتونو تسلط :-  په نړيواله کچه  د معلوماتو تبادلى او د رسنيو اسانتياو داسې ګډ معيارونه او ارزښتونه رامنځ ته کړى چه اوس هرانسان د دغو شريکو معيارونو د خپلولو په لټه کې دى او دا هغه معيارونه دى کوم چې د نړيوال پانګوال نظام لخوا مسلط شوى.
د: د نړيوالو پانګوالو پلانګذاري :- د آزاد بازار د تصور د رامنځ ته کولو په نتيجه کې هرکس غواړى چه د نړيوالو پانګوالو د پلان سره سم خپل کاروبار پرمخ بوزى دغه ډول نړيوالو تجارانو او پانګوالو له ټولى نړى څخه يو کلې جوړکړى او د خپلو شخصې غرضونو د مسلطولو په هڅه کې دي او سادګان پري لا خوشحاله هم دى .
د نړيوالتوب خوزښتې قوت
نړيوالتوب په رامنځ ته کيدو او ټينګښت کې چه کوم عوامل کارکوى په لاندى ډول دى :
الف : رسنيو او مخابراتى سيستم کې ښه والې
د حمل ونقل په وسايلو او خبرى ټيکنالوژۍ کې د ښه والې او پرمختګ له سببه د کاررفتار تيز شوى ، د شيانو انتقال او وړل  راوړل اسان شوى او حمل ونقل ارزانه شوى هم دى .
په تماسونو کې اساني او سهولت رامنځ ته شوى او دايره ئى پراخه شوى .
ب: د فرد په ذوق او اوليتونوکې تغير
د سامانونو او خدمتونو (goods & services) تنوع او رنګارنګې ا د تعليم او رسنيو پرمختګ په زوقونو او لويتونو کې ډيرزيات تغير رامنځ ته کړى . د ډيرو او رنګارنګو شيانو په شتون کې انسان د خپلې اسانتيا او ذوق او خوښى سره سم د څيزونو انتخاب کوى .
ج : د حکومت په پاليسيو کې قصدي تغيرات
حکومتونه د خپلو اسانتياو لپاره او بعضى وخت د خارجې فشار له وجى د شيانو او خدمتونو په انتقال کې تغيرات رامنځ ته کوى چه په نتيجه کې ئى په مصرفى شيانو کې زيادت رامنځ ته کيږى .
په زړه پورى خو دا ده چه نړيوال پانګوال او تجاران د شيانو په آزاد حمل و نقل باندى بنديزونه لګوى .
دنړى په يوه برخه کې چه د ضرورت څخه زيات شيان موجود وى د هغى د آزادانه انتقال بندوبست کيږى ليکن په بله برخه کې چه د ضرورت څخه زيات مزدوران موجود وى د هغوى په نقل و حمل باندى بنديزونه لګول کيږى.
له بده مرغه حکومتونه پخپله په دغو چارو کې ښکيل وى چه نتيجه ئى باالاخره د عامو وګړو په تاوان تماميږى .
په پانګواله نظام کې د حکومت کار يواځى دا وى چه پانګوالوته اسانتياوى برابرى کړى او بس .
که چيرته کوم حکومت د دغو پاليسيو په وړاندى خنډ ثابت شى يا د همکا رۍ څخه ډډه وکړى نو دغه حکومتونه له منځه وړل کيږى .
د :
پانګوالو اوس داسى يوه کړنلاره خپله کړيده چه د توکيو توليدي لګښت کموي د پخوا پرخلاف چه د هغونرخونه به يې کمول .
د نوى کړنلارى په نتيجه کې کارګران د کارڅخه ګوښه کيږى ترڅو د کمو کارګرانو څخه زيات توليد لاسته راوړل شي.
د انسانانو پر ځاى د مشينونو استعمال په توليدى لګښت کې ډير کمښت رامنځ ته کړى خود بيکارى کچه ئې زياته کړى.
د همدغې خودغرضې پاليسۍ په نتيجه کې به په دريمه نړى کې يو لوى کړکيچ رامنځ ته شى ځکه چه د درېمى نړۍ کارگران به نه شى کولى چه د روزګار لپاره صنعتي هيوادونوته لاړ شى خو بل طرفته به د دغه صنعتي هيوادونو ارزانه مالونه د دريمې نړۍ په بازارونو کې ازادانه خرڅيږي . او همدا د دغه نړيوال پانگه وال نظام هدف دى.
WTO د همدى هدف لپاره جوړشوى تر څو د پرمختلليو هيوادونو مالونه بى له کومه خنډه د نړى گوټ گوټ ته ورسوي.
نتيجه به ئې دا وي چى د دريمې نړۍ هيوادونه به خپل محدود توليدي صلاحيت هم له لاسه ورکړى.
د نړيوالتوب پايلې
د نړيوالتوب په اړه ويل کيږي چې دا حتمى دى او مخنيوى يې ناشونى دى. دا هم د نړيوالو پانگوالو يو فريب دى او هم هغه خلک دا خبره کوى څوک چه غواړى نړيوالتوب پرټولې نړۍ مسلط کړي – او همدا خبره ده چى خلک نړيوالتوب ته غاړه ږدى .
که غورپه کې وکړو نو د نړيوالتوب ډيرې بدۍ به راپرسترگو شى.
اگر چى د ټيکنالوژۍ په ميدان کى د پر مختگونو مخه نه شى نيول کيدى مگر اقتصادي او ټولنيزو پاليسيو کى تغير راوستل ممکن دى خو نړيوال تجاران هيڅ کله هم ددې اجازه نه ورکوي.
که فکر وکړو نو د نړيوالتوب له امله ډيرى زياتى بدۍ رامنځ ته شوي دي:
الف:- نړيوالتوب د مزدورانو او کارگرانو په تاوان دى
زياتره پانگه اچونه په پرمختلليو هيوادونو کې کيږي او وروسته پاتې هيوادونوکې ډيره کمه پانگه اچونه کيږى .
گڼ ملتيزې يا بين المللى کمپنۍ د کم پرمختګه هيوادونو گارگرانو ته دبډايو هيوادونو د  گارگرانو په پرتله ډيره کمه حق الزحمه ورکوى .
پدى ډول نړيوال توب په همغه ځايونو کې ډيرې حق وهنې کوي په کوم ځاى کې چې د اسانتياوو اړتيا زياته وي.
اوس بين المللى کمپينو يوه بله لاره خپله کړيده چه بعضى صنعتي توليدي پروژې يې دريمى نړۍته رانقل کړيدى چيرته چى اجرت ډير کم دى او په کمه مزدورۍ باندې د توليد لگښت ډير کم وي نو دغسى پانگه وال په نړيوال بازار کى ډيره گټه کوي او دسيالۍ په ډگر کې مخکې ځي اگر چى په دى ډول د پرمختلليو هيوادونو کارگران بى برخى کيږى خوپه بدل کي حکومت هغوى ته ډيرې اسانتياوى برابروى .

ب: نړيوالتوب د فريب او مالدار تر منځ توپير زياتوى.
د اقتصادي پرمختگ د څيړيونکو له نظره د تيرو 150 کالو په پرتله په تيرو 30 کالو کى د مالدار او غريب تر منځ ډير توپير رامنځ ته شوى او د نړيوال توب له امله لاپسى زياتيږي ځکه چى د دولت د راغونډولو ا و پانگه کونو کومى اسانتياوى اولارى چارى چى اوس مهال شته پخوا نه وى موجودى .

ج: نړيوالتوب د ملتيزو حکومتونو لپاره يو خطر دى
د نړيوالتوب منتظمين او دنړيوالو مالى ادارو چلوونکى چه له بډايو او پرمختلليو هيوادونو څخه وى. خپلى پاليسۍ جبراً پر ملتيزو حکرمتونو باندې مسلطوى چه زياتره دغه پاليسۍ د حکومتونو او عامه وگړو په تاوان وى.
دوى داسى وسيلى په لاس کى لرى چه حکومتونه يې په وړاندى انکار نه شى کولى نړيوال تجارتى او غاصب نظام خپلى پاليسى د بډو او ډول ډول نورو درغليو پوسيله نافذوى دغه پاليسۍ ځينى وخت د ملت د ځان وژنى په معنى وى خوبيا هم حکومتونه ئې د خپلى مفاد پرستۍ له وجى خپلوى .
واکمنان يې خپله برخه د بډو پشکل تر لاسه کړي او نور خپله لار وهي خو ملتونه يې د پورونو په جال کې داسى ښکيل شي چى ان خپله ازادي هم له لاسه ورکړي.

د: نړيوالتوب ګڼ ملتيزى کمپنۍ قوى کوى
د بعضو گڼ ملتيز وکمپنيو بوديجه او گټه له ځينو ملتيزو وحکومتونو څخه هم لوړه وى که دوۍ وغواړي چه يو حکومت راوپرزوى يا يو هيواد ته تاوان ورواړوي نو توان يې لري، نړيوالتوب په حقيقت کې د همدغو کمپنيو يوه لوبه ده چى د دوى د لاقوي کولو لپاره يې رامنځ ته کړى.

ه:- نړيوالتوب يو پوځى خطر
څرنگه چه نړيوالتوب د يو قطبى  (unipolar) وضعى پايله ده نو د دى د پاليسيو نه منونکي هيوادونه د لويو قوتونو د فوځي حملې د خطر سره مخ دى.
لويو قوتونو وار دمخه د ګزار کولو (Preemptive strike) کړنلاره خپله کړيده چه له امله ئى د ملتونو او هيوادونو واکمنۍ ترسخت خطر لاندى دي پرعراق حمله د فلسطين او چيچنيا د يرغلونو يوه نوى بڼه ده
پرفلسطين وحشيانه حملى هيڅ چا ونه غندلى او د نړيوالو چپه خوله پاتى کيدل د يرغلګرهيواد د لا ډاډ سبب شو.
يواځې يو څو هيوادونه کولاى شي د تباهى خپرونکې وسلى جوړى کړى بل هيڅ هيواد د احق نه لرى.
او که جوړى يى کړي  نو يرغل به پرى وشي .
د طاقت توازن هميشه د طاقت ور په خوا ساتل د نړيوالتوب يوه خطرناکه پايله ده او د دى وضعى تاوان اسلامي نړۍ ته رسيږى .
د اسلامي نړۍ مشرتابه بى پروايي ښودلى ،خپل وګړي يى بى برخې ساتلي او د نړيوالو غاصبينو پاليسۍ ئى پرى ملسطې کړيدي – د هيواد ټول وسايل ئى لويديځ  ته انتقال کړى او د خپلو وګړو پرځاى ئى د نړيوالو پانګوالو او نړيوالو غاصبانو سره اړيکې ساتلې دي .
او اوس ئى حال داسى دى چه غاصبانو ورته سترګى بدلى کړيدي نو له بى وسۍ څخه د همدوى پښوته غورزيږي خو د خپلو وګړو سره خوا خوږۍ ته آماده ندى .
دغه مشرتابه د خپل غفلت له وجى خپله راتلونکې هم په اوبو لاهو کړه او خپل وګړي ئى هم د تباهۍ کندى ته ټيل وهل .
د غه مشرتابه بى له دى چه دنړيوال نظام لورى وپيژني په خپلو مزو او چړچو کې ډوب وو- نه ئى د هيواد صنعت پرپښو ودراوه ،نه ئى اقتصادى نظام پياوړى کړ او نه هم په فوځي ډګر کې پياوړي او خپلواکه شول .
پايله ئى داشوه چه اسلامي نړي له پوځې نظره بى لاسو او بى پښو ، له اقتصادى نظره کمزورى له سياسى نظره پر پښو نه ولاړ او په ټولنيز ډول د ګډوډيو ښکار ده .
اسلامي نړۍ که د محکوميت ښکار کيږى نو دا به د مشرتابه دناپوهۍ ، نااهلۍ ، خود غرضۍ او بد نيتۍ له امله وي .
د نړيوال استعمار له ارادو څخه جوتيږى چه هغوى اوس د هرډول مقاومت د له منځه وړلو هوډ کړى . خبره يواځې دماتى ورکولو نه ده هدف د ملتونو د شتون له منځه وړل او غلامۍ (capitulation and surrender) ته مجبورول دى .

اقتصادي پاليسئ

د نړيوالتوب په نتيجه کې چه کومى پاليسئ منځ ته راځې پايله به يې دا وى چه دولت او پانګه به ټوله د لويو اقتصادى قوتونو لاس ته ورځى او د دريمى نړى اوسيدونکې به لا پسى د غربت ښکار کيږى .
د WTO له طرفه به په ٢٠٠٥ ټول تجارتى بنديزونه له منځه لاړ شى او د صنعتى لحاظه به دپرمختلليو هيوادونو مالونه د نړۍ په ټولو بازارونو کې خپاره شى .
د غريبو هيوادونو په برخه به يواځى او يواځى د خامو موادو توليد وى او بس د دوى په مقابل کې به داسى مضبوطى اقتصادى پاليسۍ وى چه دوى ته به پر خپلو پښو ودريدل ناممکن وي .
نړيوالتوب به يوه داسى اقتصادى تباهي رامنځ ته کړي چه د قومونو خپلواکي به له منځه يوسي . د طاقت خاوندان به اقتصادى پاليسۍ جوړوى او کمزورى قومونه به ئى چار او ناچار خپلوى . ځکه چه دغه پاليسۍ به په زور او جبر پرخلکو منل کيږى . که په کوم ځاى کى لږ څه مقاومت سره مخ کيږى نو د نظامى قوت د استعمال څخه به هم ډډه نه کيږى ترڅو اختلاف کوونکى له منځه ووځي .
د اوسنى مالياتى نظام بنياد پرسود او  interest & Speculation  ولاړ دى د اقبال په وينا ،ديهودو چالاکه ذهن چه کوم نظام جوړکړى له اولى ورځى څخه ئى انسانيت ترپښو لاندى کړى .  نړيوالتوب دغه نظام ته لا قوت وربخښى او پايله به ئى دا وى چه په نړى کې به دين ،اخلاق ،انسانيت او شرافت ته هيڅ ځاى پاتى نه وى پانګه وال نظام به د نړيوالتوب ترسيورى لاندى ښکاره تيرى کوى او بالاخره به د انسانيت جنازه له نړۍ څخه رخصت شى .
ټولى مالياتى ادارى د کفرى نړۍ په واک کې دي او پرنړيواله سطحه د يوى اسلامي مالياتى ادارى د کارکولو ټولى لارى ئى بندى کړي دى ترڅو ټولى نړيوالى اقتصادى چارى د استعمار په علم کى وي او د دوى ترنظارت لاندې ترسره شى .
د دريمى نړى ټول خائن او بد ديانته مشران خپلى پانګى د لويديځ په بانکونو کې ساتى چه هغه به هم بالاخره ضبط شى ، د سويتزرليند بانکونه په دى چارو کې خاص نوم لرى .  په پټو نومونو جوړ شوي پټ بانکي حسابونه هيڅ کله هم د دوى په ښه نه راځي –  دا دولت بالاخره په هم هغه لاره ځى په کومه چه راغلى وو.
د خائنانو او مجرمانو يواځى نومونه پاتى شى او بدمرغى ئى ترعمره د قومونو په برخه ورسيږي.

د ټولنى او تمدن تباهى

د نړيوالتوب په نتيجه کې به د لويديځ ټولنيز نظام او تمدن غالب وى .
د لويديځو معيارونو د پرمختګ پاليسى لاد پخوا څخه جوړه شوى ده او د نړيوالى ميډيا پواسطه ئى د خپراوي او مسلطولو هلى ځلى روانى دى نړيوالتوب اصلاً د لويديځ کلتور بل نوم دى  . چه هدف ئى د کورنۍ له منځه تګ د اخلاقى معيارونو ترپښولاندىکول، د عريانۍ او فحاشۍ خپراوى ، د ايثاراو شفقت نشتوالى ، خود غرضى او مفاد پرستي، غيرت او عزت له منځه تګ دى او ان تردى چه انسان به هم د خرڅلاو يو توکى وى د هم جنس پرستۍ عامول او د بازاري ښځو کلتور رامنځته کول هم د نړيوالتوب اهداف دى . د ښځو د آزادۍ په نوم د دوى حيا او عزت ليلام کيږى . نړيوالتوب ترټولو د مخه اسلامي ټولنى په نښه کوى ، څرنګه چه د اخلاقى معيارونو څه ناڅه اثر يواځى په اسلامى ټولنو کې ترسترګو کېږى او ځکه د داسى ټولنو د لاندى کولو لپاره هرقسمه داخلى او خارجې لارى چارى په کار اچول کيږى .
نړيوالتوب بى لدى چه اخلاق له منځه يوسى او د شرافت نابودى رامنځ ته کړى بل هيڅ ندى .
په ټولنيز ډول يو داسى طوفان راپورته شوى دى چه خداى دې نکړى اسلامي ټولنى به د تباهى کندى ته وغورځوى .

سياسى غلامي

د نړيوالتوب په نتيجه کې به د طاقتورو ملتونو څخه پرته نور ټول ملتونه محکوم وى . ملي حکومتونه به ورو ورو اختيار له لاسه ورکوى او يواځى د ښارى او ځايى چارواکو په حيث به پاتى شى بلکه ښارى نظام به هم راساً د نړيوالو قدرتونو لخوا کنتروليږى او پدى ډول به کمزوري ملي حکومتونه بى اثره او تش په نامه پاتى شى .
او دنظامى او اقتصادى برلاسۍ سر ه سر ه به د نړيوالتوب پواسطه سياسى برلاسى هم ترلاسه شى .
نړيوالتوب يو د جالي نظام دى چه غير معمولى اثرات لري. لويديځ يو طرفته د خپل منځى وحدت د ټينګښت لپاره کارکوى او بل طرفته د اسلامي نړۍ د ټوټى کولو لپاره هلى ځلۍ کوى ترڅو د يو ى نظريى او يو دين پر بنسټ د اسلامي نړۍ د راټوليدو او مقاومت مخه ونيسي د نړيوالتوب په غيږ کې يو ه داسى زهرجنه نظريه وده مومى چه د اسلامي امت لپاره د خطر زنګ دى .
يواځى د الهى  مشيت تکوينى مداخلت د دغه خطر مخه نيولى شى . ځکه چه په مادى لحاظ خو د اسلامي امت ټول مشرتابه د نړيولاتوب ګوډاګيان دي، دا دمسلمانانو بدبختي ده چه په تيرو درى پيړيو کې د نااهله مشرانو له لاسه پرله پسى د شکستونو سره مخ کيږى .

دچاپيريال تباهى
نړيوالتو ب زورورو قومونو او خصوصاً ګڼ ملتيزو کمپنيو ته دا حق ورکوى چه د بي وزلو او کمزورو ملتونو طبعي وسايل په خپله ولکه کې راولى  ځنګلونه  ، اوبه ، معدنيات ، تيل او ګاز آن چه خوراکې وسايل به هم د دوى په پنجوکې وي ، دوى به دغه وسايل بى دريغه لوټي او نړيوال بازار ته به ئى رسوى او ځايى خلک به له لوږى مرى .
په افريقا کې چه کان کيندونکو او د تيلو راويستونکو کمپنيو کومى ناخوالى رامنځ ته کړي په تصورکولو ئى هم غونى زيږ شي .
د نايجيريا او کانګو مثال خو زمونږ ترمخه دى .
د مالداره هيوادونود عيش عشرت لپاره چه کوم وسايل په کار راځى . بى دريغه به لوټ کيږى .
ځنګلونه به له منځه ځى او له کارخانو څخه به زهر جن مواد چاپيريال ته خپريږى چاپيريال ته ضرر رسونکې ټولى کارخانى به په غريبو هيوادونو کې جوړيږى او دغسى به ددريمى نړۍ وګړي د مصيبت کندى ته ټيل وهل کيږي .

مذهبې او نژادى تضادونه

د نړيوالتوب يوه خطرناکه او بده پايله په ضعيفو هيوادونو کې د خپل منځى اختلافاتو رامنځته کيدل دى مذهبى اختلافاتو او نژادى تاو تريخوالى ته به پرمختګ ورکول کيږ ى ترڅو ټولنه نوره هم کمزورى شى او د نړيوالو پانګوالو په وړاندى د ودريدو توان ونلرى . ترڅو چه ټولنى په خپل منځ کې سره لاس او ګريوان وى نړيوال ځواکونه به بى خاره خپل کار کوى ،څرنګه چه د نړيوالتوب ترشا د ورانکارى يوه نظريه موجوده ده نو د خيرطمع ترى بى ځايه ده .
د نړيوالتوب غټه موخه مذهب دى اوپه ځانګړى ډول اسلام، هر مذهب د اخلاقى معيارونو د ارزښت په اړه خپلى لارښونى لرى کومى چه د نړيوالتوب په وړاندى يو خنډ دى . ځکه نو د نړيوالتو ب لمړى ګزار پرمذهب وي .
مذهبى بنسټ پالنه په يو بد شکل معرفي کوى او اسلامي بنسټ پالنى ته خو ډيره هوا ورکوى  .
شکاګو پوهنتون د فنډا مينټلېزم د پروژى لاندى په څو جلدونوکى يوه ليکنه خپره کړيده کومه چه د ميډيا د کار کوونکو او پاليسۍ جوړونکو اداراتو د کار کوونکو  لپاره د رهنماپه حيث کارکوى .

اين بنـــــــــــــــــــــــــوک اين فـــــــــــــــــــــــکر چــــــــــــــــــــــــــالاک يهود
نــــــــــور حـــــــــــــــــــــــــق از سينــــــــــــــــــــــــــــــــــــۀ آدم ربــــــــــــــــــود
تــــــــــــا تهــــــــــــــــــه و بـــــــــــالا  نه گـــــــــــــردد اين نظــــــــــــــــــــــام
دانـش و تهـــــــــــــــــــــــــــــــــذيب و دين ســــــــــــــــــــــودايې خــــــــــام
مذهبي او نژادي توپيرونه:
د نړيوالتوب غټ خطر په کمزورو هيوادونو کې د ګډوډۍ او فساد رامنځ ته کيدل دي، مذهبي اختلافاتو او نژادي توپيرونو ته به لمن وهل کيږي تر څو ټولنې کمزورې شي او د نړيوالو لوټمارو او پانګوالو په وړاندې د دريدو توان ونه لري، څرنګه چې د نړيوالتوب بنسټ د تخريب پر نظريه ولاړ دى، نو د خيرطمعه تري بې ځايه ده.
د نړيوالتوب لمړى ګوزار پرمذهب دى چې اوله نښه يې اسلام ده.
هر مذهب ځانګړي اخلاقي معيارونه لري چې د نړيوالتوب په وړاندې غټ خنډ دى ځکه نو په ټولنه کې مذهبي اثر له منځه وړل د نړيوالتوب لمړى هدف دى، د مذهبي بنسټپالنې په نوم د مذهبونو بدنامول د دوى د پلان مهمه برخه ده، بالخصوص اسلامي بنسټپالنې پسې خو شپه او ورځ ډنډورې وهي، تر څو په ټولنه کې د اسلام شهرت ته ضرر ورسوي.
شيکاګو پوهنتون د بنسټپالنې په اړه د يوې پروژې تر مخې په څو جلدونو کې يوه ټولګه خپره کړې، تر څو د رسنيو کارکوونکي او پاليسي جوړوونکې ادارې او اشخاص ترې د مذهب پر ضد ګټه پورته کړي.
څرنګه چې نړيوال استعمار يواځې له مذهب څخه ډېر په ويره کې دى نو ځکه خو يې په لمړي قدم کې د مذهب پرضد داسې يوه فضاء رامنځ ته کړې تر څو د دوى په لار کې خنډ کېدو ته هيڅ وخت پيدا نه کړي.
د خپلې کړنلارې له مخې له يوې خوا د نظامي بريد ګواښونه کوي او له بل طرفه د خپلو روزل شوو لاس پوڅو په ذريعه په داخل کې ډول ډول د سيسې جوړوي.
د اسلامي ټولنو چارواکو هم له نړيوال استعمار سره يو لاس دى.
دوي خپل ولسونه له جنګ څخه وېروي او په ټولنه کې داخلي ګډوډيو ته لمن وهي ترڅو خپلو واکمنيو ته دوام وبخښي.
نړيوالتوب او اسلامي نړۍ:
د نړيوالتوب د خوزښت پايله به داوي چې د پانګې او نورو څيزونو وړل راوړل به اسان وي او د اشخاصو په تګ راتګ کې به هم اسانتيا رامنځ ته شي خو يواځې د پرمخ تللو هيوادونو اشخاص به ازادانه هر ځاى ته چې يې زړه وي تللاى شي او د درېيمې نړۍ اشخاص به هم هغسې تر بنديزونو لاندې وي. دغه کار به په حقيقت کې اخلاقي او فرهنګي بدلونونه رامنځ ته کړي.
څرنګه چې لويديځ فرهنګ د بدچلنۍ او فحاشۍ مجموعه ده نو تر ټولو بد اغيز به يې اخلاقي بې لاري وي. بد چلني به په ټولنه کې عامه شي او بدعمله وګړي به د خپل مال او دولت پر زور څه چې يې زړه غواړي کوي به يې.
حکومتونه به په دې مانا چې پانګه اچونه زياته شي، د دوى ملاتړ کوي.
عزت پلورنه به په ټولنه کې يوه عادي خبره وي ځکه چې دا به هم د سرمايې دلاسته راوړنې يوه لاره وي او پانګوال حکومتونه به د جنسي صنعت ( Sex industry) په نوم د دې کاروبار کلک ملاتړ کوي. په اسلامي نړۍ به د نړيوالتوب لمړى اثر د اوي چې په ټولنه کې به حيا له منځه لاړه شي او فسادونه به زيات شي.
پر اسلامي نړۍ به چې د نړيوالتوب کوم فشار وي د هغې د مقابلې له پاره به ضرور وي چې دوى په خپلو ټولنو کې خپل ديني معيارات وساتي، د خپلې ژبې حفاظت وکړي او له خپلو ټولنيزو ادارو څخه دفاع وکړي، او تر ټولو مهمه دا چې په بدليدونکو حالاتو، نويو تحدياتو او بدليدونکي نړيوال چاپيريال کې د خپل تشخص د ساتلو کوشش وکړي.
همدارنګه د ديني مشرتابه مسئوليتونه هم زيات شوي دي.
دوى ته په کار دي چې ځانونه ويښ وساتي او د خطر د مخنيوي په خاطر په فردي، ټولنيز، سياسي او هره کچه باندې  د نړيوالتوب د بدو اثراتو په وړاندې ډال شي.

اقتصـادي اثرات:

پر اسلامي هيوادونو باندې تر ټولو بد تاثيرات به له اقتصادي پلوه وي، څرنګه چې د اسلامي هيوادونو اقتصاد لا د مخه کمزورى دى، له صنعتي پلوه قوي نه دى او اداري فسادونه او بې نظمي په کې موجوده ده، نو په داسې حالت کې به د نړيوالتوب د سېلاب په وړاندې د ټينګې نه وي. په اسلامي هيوادونو کې نوې کارخانې وجود نه لري، برېښنايي سامان الات، د موټرو صنعت، وسلې، او خلا يي پوهې په ميدان کې هيڅ کوم پرمختګ نه ليدل کيږي، نو ډېر امکان لري چې د اسلامي هيوادونو زراعتي ځمکې او محصولات په ټوليزه توګه د ګڼ ملتيزه کمپنيو لاسونو ته وغورځيږي، ځکه چې نړيوال غاصبين د پانګه اچونې په بهانه د غصب پلان لري او زمونږ چارواکي هم د يو څو ټکو په بدل خپلې شتمنۍ د پرديو په لاس کې ورکوي، چې په نتيجه کې به يې ملت د تل له پاره په بدبختۍ اخته شي‌.
نړيوالتوب د مسلمانانو له پاره يوه ننګونه ده چې پايله به يې د مسلمانانو له پاره اقتصادي او سياسي کمزورتيا او په ټولنه کې فساد او ګډوډي وي .
د نړيوالتوب اساسي موخه د لويديځ فرهنګ خپراوى او د دې کار په وړاندې د هر خنډ له منځه وړل دي.
حقيقت دادى چې د نړيوالتوب تر ټولو زيات خطر مسلمانانو ته متوجه دى.
نړيوالتوب يو Eurocentric  خوزښت دى يعنې ټول افکار او نظريات يې يواځې د امريکا او اروپا په خوا او شا څرخي.
د دې فلسفه، عملي پروګرام او د کار کولو بڼه ټول يواځې او يوازې د لويديځ تهذيب د غلبې له پاره دي.
په دې لوى کار کي د اسلامي نړۍ ډيرى پوهان، حکومتي چارواکي، پانګوال او غير دولتي ادارو کارکوونکي په ډير اخلاص سره د نړيوال استعمار سره پوره پوره مرسته کوي.
خو دا خبره به د وخت په تېرېدو سره روښانه شي چې ايا لويديځ تهذيب به په اسلامي هيوادونو کې وده ومومي او که نه او ددوى دا منډې ترړې به څه په لاس ورکړي او که نه؟

د اسلامي امت کړنلاره :

د لويديځ تهذيب د اوسنيو نګونو او د نړۍ د يواځني لوي قوت د ښکاره تيري په وړاندى دوه لاري موجودې دي .
يوه دا چې هر څه په سر سترګو ومني او بله داچې خپل تشخص وساتي.
د اسلامي نړۍ واکداران خو شايد لومړۍ لاره خپله کړي ځکه چې فردي ګټې او غرضونه يې همدغې لارې پورې تړلي دي، او د لويديځ تهذيب په بري کې خپل خلاصون ګوري، نو له همدي امله به يې کلک ملاتړ کوي او د نړيوالتوب د رواجولو له پاره چې څه يې په وس پوره وي کوي به يې.
لاکن د اسلامي نړۍ ديني طبقه په خاصه توګه او عام وګړي په عمومي ډول شايد د خپل دين، فرهنګ، او اخلاقي معيارونو له لاسه ورکولو او د لويديځ فرهنګ خپلولو ته غاړه کښېنږدي او د دې خوزښت په مقابل کې راپورته شي چې نتيجه به يې په اسلامي ټولنه کې خپل منځني ټکر وي چې هيڅ کله هم د امت په ګټه نه تماميږي، او دا هم نړيوالتوب له پاره د بري يو پړاو دى.
په داسې حلاتو کې په کار ده چې مسلمان په ډير سوچ او فکر سره قدم پورته کړي او هغه لارې چارې خپلې کړي چې په دې حالاتو کې ګټورې وي.
اسلامي ټولنې په ځاى د دې چې ځان ځاني غوره کړي بايد يوه واحده کړنلاره د ځان له پاره وټاکي، ځکه چې د نړيوالتوب په اړه ټول لويديځ متحد دى، د شريعت د نفاذ، د ازاد خيالۍ د منځ ته راتګ او دبې دينه لويديځ جمهوريت په اړه ټول يوه خوله وي.
نو ځکه اسلامي امت ته په کار دي چې يوه واحده کړنلاره غوره کړي او ټول پرې راټول شي.
له دې څخه علاوه د مقاومت بله هيڅ لار نه شته. دغه کړنلاره دوه اړخه لري.
١. روحاني اړخ، او بل ٢. مادي اړخ

روحـاني کړنلاره :

اسلامي امت يوه روحاني ډله ده او د دې بنياد د کائناتو په روحاني تعبير ولاړ دى.
د الوهيت يو والى او د ربوبيت يو والى د دې روحاني تعمير بنياد دى، الله تعالى، د دې کائناتو پيداکوونکى او د کائنات د نظام چلوونکى دي .
د انسانانو د لارښونې له پاره يې د نبوت او رسالت سلسله راوليږله تر څو د وحې په ذريعه د فرد او ټولنې د اصلاح او پرمختګ له پاره کار وکړي لويديځ له دې روحانيت څخه منکر دى.
د دوى په نزد د انسانيت په جوړښت او د ژوند په رامنځ ته کېدو کې د کائناتو  د کوم خالق هيڅ لاس نه شته .
دوى  الهي وحې ته د حقيقت په سترګه نه ګوري او يو بې ځايه فکر يې بولي.
انبياء عليهم السلام د تاريخ يوه برخه ګڼي او د دوى په روحانيت هيڅ عقيده نه لري. لويديځ يواځې د کائناتو په ماديت باندې باور لري او په دې عقيده دى چې انساني ژوند  د مادي قوانينو او اصولو له مخې منځ ته راغلى.
ترڅو چې مسلمانان پر خپله عقيده پاخه او کلک نه وي ولاړ، د دې خطرناک تاړاک مقابله سخته ده.
د اسلامي امت هر غړى دې خپله وعده تازه کړي اوله الله تعالى سره دې خپله اړيکه او رابطه ښه پياوړې کړي او د نبي اکرم ص محبت او اطاعت ته دې په زړه کې ځاى ورکړي تر څو د دې عظيم سېلاب وړاندې ثابت پاتې شي، ځکه چې د الله او رسول مينه د مومن له پاره يوه محفوظه کلا او د ده يواځينۍ او کاميابه وسله او د همدې وسلې په زور اسلامي امت تر اوسه هر ميدان ګټلى دى.

د امت د نړيوال تصـور ټينګښت :

د روحاني کړنلارې دوهم ټکى د امت نړيوال تصور دى. د اسلام نړيوال تصور  روحاني اړخ هم لري او يو مثبت تصور هم دى.
اسلامي امت د رنګ، نسل، توکم او ځمکنيو توپيرونو په اساس تقسيمات په کلکه ردوي.
ټول اسلامي امت په حقيقت کې يوه واحده روحاني ډله ده چې بنياد يې په توحيد باندې ولاړ دى، رسالت ټولنيز نظام ته استحکام وربخښي او کعبة الله په يوه نقطه باندې د ټولو د يو ځاى کېدو سبب دى.
الله تعالى د دې امت په هکله فرمايلي دي:
يا ايها الناس انا خلقنکم من ذکر وانثى و جعلنکم شعوباً و قبايل لتعارفوا ان اکرمکم عندالله اتقکم.
اى خلکو! مونږ تاسې له يو نر او يوې ښځې ځينې پيداکړئ او بيا مو تاسې ډلې ډلې او قبيلي قبيلې وګرځولئ ترڅو تاسې يو بل وپيژنئ، بې شکه په تاسې کې د الله په نزد زيات د عزت والا هغه کس دى چې ډير تقوا دار وي.
قرانکريم بل ځاى فرمايي:
ان هذه امتکم امة واحدة و انا ربکم فاعبدون (٨)
دا ستاسې امت په حقيقت کې يو واحد امت دى او زه ستاسې رب يم پس تاسې زما عبادت وکړئ.
نبي اکرم صلى الله عليه و سلم فرمايلي:
انا آخر الانبيا و انتم آخر الامم(٩)
زه وروستي نبي يم او تاسې وروستى امت ياست.
قرانکريم د دې امت مسئوليت ته اشاره کوي اوفرمايې !
وکذالک جعلنکم امة وسطاً لتکونوا شهدا‌ءً على الناس و يکون الرسول عليکم شهيداً.(١٠)
اوهمدارنګه مونږه تاسي يو منځ لارى امت پيداکړئ ترڅو تاسې په خلکو شاهدان و اوسئ او رسول صلى الله عليه وسلم پر تاسې شاهد و اوسي. د دې له پاره چې مسلمان د يو نړيوال روحاني قدرت په توګه  راپورته شي، کوم نوي کار او کوشش ته اړتيا نه لري. د دې له پاره تيار اساس شته، تصور موجود دى، په مسلمانانو کې کافي جذبه موجوده ده، يواځې تنظيم او بيدارۍ ته اړتيا ده. د اسلام دښمنانو د دې تصور د له منځه وړلو له پاره د قوميت او مليت په نامه خوزښتونه رامنځ کړل او د استعمار په وخت کې يې اسلامي نړۍ په څو ټوټو ووېشله او مختلفي ډلې يې په خپل منځ کې سره واچولې. اوس ضرورت د دې خبرې دى چې د امت د بيدارۍ له پاره د اسلام  په نړيوال تصور باندې کار وشي او دا تصور نور هم پياوړى شي.
څرنګه چې امت پر روحاني بنسټ او نظرياتي تصور ولاړ دى نو له هم دې امله يې د اسلام په خلاف داسې دسيسې په کار واچولې چې د امت نړيوال تصور له مينځه وېسي. د امت د بيا رغونې له پاره د دې خبرې اړتيا ده چې د امت نړيوال تصور په فکري او نظرياتې ډول پياوړى شي، او دا چې د امت تشخص د رسول الله د مشرۍ او قيادت له امله دى، نو ځکه بايد له رسول الله سره د مينې او د هغه پر پلونو د پښو اېښودو تيارى بايد ونيول شي.

د اخـلاقي معــيارونو ټينګښت:

د روحاني کړنلارې درېيم ټکى د اخلاقي معيارونو مضبوطول دي.
لويديځ د سيکولريزم په منلو سره ټول اخلاقي معيارونه شاته اچولي او يواځي د هغه معياراتو طرفدار دى کوم چې يې په طبعيت برابر وي. اسلام مونږ ته تلپاتې، قوي او نه بدليدونکي معيارات راپه ګوته کوي، ځکه نو د اخلاقي معيارونو بدلېدل هيڅ د منلو وړ نه دي او په اسلامي ټولنه کې بايد د نويو معيارونو د رامنځ ته کېدو مخه ونيول شي.
حيا، عفت، غيرت، عدل، احسان، نيکۍ په بلنه او له بديو ډارونه، شفقت او رحمت دا ټول هغه معيارات دى چې د يوې ټولنې بقا پرې ولاړه ده او چې دا له مينځه لاړل نو د ټولنې اسلامي تشخص له منځه لاړ، نړيوالتوب غواړي چې په نړۍ کې، فحاشي، بدچلني، بي حيايي، بې غيرتي، خود غرضي او ظلم عام شي.
د خپل روحاني اساس د ټينګښت په خاطر مسلمانې ټولنې بايد خپل اسلامي اخلاقي معيارونه په کلکه وساتي، د دوي د قوت راز په همدې کې پټ دى. مسلمانې ټولنې که له داخل څخه کمزورې نه شي او د ټولنې غړي بيدار وي نو د هر بيروني يرغل په مقابل کې د درېدو توان لري.
خپل منځي اختلافات رامنځ ته کول او له اخلاقي پلوه د ټولنې کمزوري کول د نړيوالتوب د دسيسې يوه برخه ده.
څرنګه چې د نړيوالتوب تر شا د رسنيو پياوړى کومک موجود دى نو دا ټکى هم بايد له پامه ونه غورځول شي . د اسلامي ټولنې حقيقي قوت د ددوى روحاني تشخص دى،او د همدې قوت په برکت په هر ډګر کې مقابله کوي، زمونږ په ټولنه کې بعضي مذهبي اختلافات موجود دي چې دا اختلافات د ټولنې قوت له منځه وړي.
نړيوالتوب د لويديځ د يووالي ښکارندوى دى او د مسلمانانو د مغلوبولولو يوه لاره ده.
که مونږ خپل منځي ډله ييز اختلافات له منځه وې نه سو، نو نړيوالتوب به پرته له کوم خنډه په خپل مرام کې برى ومومي.
د امت د شعور بيداري، د امت يووالى او ډله ييز توپيرونه له منځه وړل زمونږ روحاني تشخص قوي کولى شي او همدا زمونږ د خلاصي لاره ده او د همدې په وسيله مونږ يو داسې نظام رامنځ ته کولى شو چې د انسانيت برى او خلاصون پکې نغښتى و ي.

٢- مـادي کړنــلاره :
اسلامي هيوادونه خپل يو ټولنيز چوکاټ لري  ليکن د لويديځ له لاس وهنې څخه دا هم محفوظ نه دى پاتې او بعضې هيوادونه قصداً د لويديځ په لاسو کې لوبيږي.
عجيبه خبره خو دا ده چې د اسلامي هيوادونو تنظيم ( OIC) کې د يوګنډا به څېر هيواد هم غړيتوب لري چې جمهور رئيس يې عيسوي دى او مسلمانان پکې د لږکيو يا اقليت په شکل اوسيږي.
OIC بايد د اسلامي امت استاځى وي او يواځي هغه هيوادونه پکې شريک وي چيرته چې اسلامي حکومتونه قايم دي.
د مسلمانو لږکيو د شمول له پاره يې بايد ځانګړې لاره ټاکلي وي، ترڅو د اسلامي هيوادونو له پاره په پاليسۍ جوړولو کې د غير مسلمو لاس نه وي.
له دې خطر څخه امکان خو شته چې که کوم مسلمان د استعمار له پاره جاسوسي وکړي او د خپلو فردي ګټو په خاطر له امت سره غداري وکړي، خو په لوى لاس کافر د اسلامي امت په چوکاټ کې ځاي کول که حماقت نه دى نور څه دي؟
له بده مرغه د اسلامي هيوادونو تنظيم د امت له پاره خپل رول صحيح ادا نه شو کړاى او د ښکېلاک د لاس آله شوه، که چېرې دا تنظيم په صحيح لاره روان کړاى شي نو د امت له پاره به ترې ډېرې ګټې ترلاسه شي.
په مادي کړنلاره کې که يو لور ته د شريک چوکاټ پياوړي کول اوښه تنظيم ضرور دى خو ددې په اړخ کې يو څو نور ګټور ټکي هم دي چې په لاندې ډول دي:

خپل اقتصادي نظام :

د لويديځ ښکېلاک له پيل څخه تر اوسه په نړۍ باندې د پانګوال نظام غلبه ده.
اشتراکي نظام نږدې اويا کاله د يو نوي اقتصادي نظام د وړاندې کولو هڅه وکړه خو پانګوالو يې په وړاندې سخت مقاومت وکړ او بالاخره اشتراکي نظام ټوټې ټوټې شو، په دغه وخت کې د عامه خير ښيګڼې پروګرامونه وړاندې شول، بېوزلو هيوادونو ته کومکونه برابرکړل شول خو ډيره توجه د لويديځو هيوادونو وګړو ته کيده. د دوى د ژوند معيار لوړ کړى شو، او دوى ته قسماقسم اسانتياوې برابرې کړى شوې. غريبو هيوادونو ته يې د دې له پاره پورونه ورکول ترڅو له هغوى څخه د سود د ترلاسه کولو له لارې خپل اقتصاد نور هم پياوړى کړي.
د تش په نامه پرمختلليو هيوادونو ګڼې ډلګۍ جوړې شوې تر څو د درېيمې نړۍ هيوادونو ته د قرض ورکولو او له هغوى څخه په خپل وخت د سود راغونډولو  لارې چارې تنظيم او پرمخ بوزي.
د پانګوال نظام ټول دار و مدار د سود په ټولولو دى. پانګوال په غټه کچه مالونه جوړوي او بازار ته يې وړاندې کوي او بيا د اشتهار په واسطه د دغه مال د خرڅلاو انتظام کوي.
دوى د خپلو مالونو له پاره هميشه نوي اخيستونکي او نوي بازارونه پيداکوي.
د اسيا او افريقا ځيني هيوادونه د ښکيلاک په دوره کې د خامو موادو د مرکزونو په حيث وټاکل شول چې تر اوسه په هم هاغه حالت دي.
په دې هيوادونو کې لوږه، بېوزلي او وروسته پاتې والى په اخره درجه دي، حال داچې د همدوى په خامو موادو نور پانګوال مزې او چړچې کوي اولګيا دي خپلې خزانې لا ډکوي. د دې حق وهونکي نظام اساس په سود او جوارۍ ولاړ دى. پانګواله نظام د بانکونو سيستم پياوړى کړ او د سټاک ايکسچنج په نامه يې يوه اداره جوړه کړه چې ټول نظام يې يواځې په فرضيواو هوايې خبرو ولاړ دى. د همدې نظام په واسطه نرخونه ټاکل کيږي او د زرو ارزښت ټاکل کيږي.
د ونډو بازار د لويو پانګوالو په لاس کې وي او د Speculation (حدس وهنې او فرضيو) په واسطه د زرو ارزښت ټاکل کيږي.
د ونډو د بازار له رويه د اقتصاد پياوړتيا تعينيږي چې زياتره بې معنا او بي اعتباره وي.
نړيوالو غاصبينو د بانکي سيستم او سټاک ايکسچينج د ادارو په واسطه دټولو هيوادونو اقتصاد په خپل موټي کې نيولى او څه چې يې زړه غواړي پرې کوي يې.
اقبال لاهوري ويلي وو!
اين بنوک اين فکر چالاک يهود
نور حق از سينـــــــــــــــــــۀ آدم ربــــود
تا تهه و بالا نه گردد اين نظام
دانش و تهذيب و دين سودايې خام

تر څو چې اسلامي هيوادونه خپل ځانګړى اقتصادي نظام برابر نه کړي تر هغې د پانګواله نظام له پنجو څخه نه شي خلاصيدى. دا نظام  برابرول څو فکري او عملي اړخونه لري چې بايد له نظر څخه ونه اېستل شي. له بده مرغه د اسلامي نړۍ اقتصاد پوهان د لويديځ ترتاثير لاندي دي . د اسلامي هيوادونو په پوهنتونونو کې هم هغه څه تدريس کيږي کوم چې په لويديځ کې د پانګوال اقتصاد له رويه تدريس کيږي يو نوښت ګر هم داسې پيدا نه شو چې د سود او سټاک ايکسچنج له لعنت څخه پاک اقتصادي نظام برابر کړي، ترڅو چې سود، سېټه او جواري له منځه نه وي تللي تر هغې د اسلامي هيوادونو د پرمختګ هيڅ اميد نه شته. نړيوالتوب د همدغه سودي نظام د پياوړى کولو يوه لاره ده کوم چې نړيوال غاصبين يې پرمخ بيايې.

ليکنه: ډاکټر خالد علوي
ژباړه: ډاکټر مطيع الله

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب