اسلامي حرکت او تربيه

تربيه د اسلامي حرکت د لومړنيو ځانګړنو او امتيازاتو څخه حسابيږي او همدا هغه اساسي عنصر دى چې اسلامي حرکت يې له ډيرو نورو سياسي، شعاري او ديني حرکتونو نه جلا کړى دى.
بلې خوا ته همدا تربيه ده چې د اسلامي حرکت د حفاظت او ساتنې لپاره اساسي عنصر او لامل ګڼل کيږي.
تربيه په اسلامي حرکت کې کومه موقته، مقطعي او شعاري خبره نه ده بلکه يوه مستمره او تلپاتې عمليه ده چې فرد ورته په فردي لحاظ او حرکت ورته په اجتماعي لحاظ په هره مرحله، هر بعد او هر وخت کې اړتيا لري.
په دې ليکنه کې په لنډه توګه يو شمير تربيتي اساساتو ته اشاره کوو:

د تربيې معنا او مفهوم:

د تربيې معنا پالنه او تهذيبول دي. د اسلامي حرکت يو ستر مربي مولانا صدر الدين اصلاحي صاحب د تربيې مفهوم داسې بيانوي:
تربيه د اسلامي حرکت له نظره د افکارو، نظرياتو، کړنو او اعمالو د اصلاح لپاره هغه هراړخيزې هلې ځلې دي چې هدف يې د الله تعالى سره د خلکو د تعلق او اړيکو مضبوطول، د هغوى په اذهانو کې د آخرت د فکر ترسيخ، ورځ تر بله يې په ايمان کې ځلا او زياتوالى راوستل، له دين سره يې مينه او محبت زياتول او د اسلام په اړه يې په مسلسله توګه د فهم عمق او ژوروالى زياتول وي.د تربيې په نتيجه کې د فرد د اخلاقو لوړوالى، د عمل صالحيت او د سيرت پاکې ورځ تر بله د امتياز لوري ته روانه وي.
د حرکت په نصب العين او د هغې په حقانيت يې يقين زياتيږي او يقين يې په حق اليقين بدل شي.
د هغه په افکارو او نظرياتو کې په منظمه او مسلسله توګه ژوروالى او تجرد رامنځ ته کيږي او بالآخره په فرد کې د حق په وړاندې د خپلو خواهشاتو، ذوقياتو او غوښتنو او د خپلو ګټو او احساساتو د قربانولو عزم ورځ تربله غښتلى کيږي.

د حرکي تربيې يوه بيلګه:

اسلامي حرکت د خپلو افرادو او منسوبينو تربيه د يو ځانګړي پلان پر اساس ترسره کوي، او په همدې غرض د خپلو افرادو د تربيې لپاره يې يوه ځانګړې عملي نمونه ترتيب کړې ده چې د حرکت هر فرد بايد دې امورو ته خصوصي توجه وکړي او په دې باندې په خپل عملي ژوند کې جدي اهتمام وکړي چې تفصيل يې په لاندې توګه دي:
•    فرايض او واجبات د خپلو ظاهري او باطني ټولو ځانګړو آدابو سره په سمه توګه ترسره کړي.
•    هره ورځ د الله تعالى د کتاب په منظمه توګه تلاوت وکړي، د قرآن عظيم الشان په آيتونو کې تدبر وکړي، او د هغه ژور فهم تر لاسه کړي.
•    د احاديثو، نبوي سيرت د صحابه کرامو سيرت او د نورو ديني او په ځانګړې توګه حرکي ادبياتو مطالعه وکړي.
•    په ژوندانه کې د مسنونه اذکارو التزام او اهتمام وکړي.
•    په ځانګړې توګه د سهار او بيګا په اذکارو او ماثوراتو التزام او پابندي وکړي.
•    د خپل توان سره سم په نفلي لمونځونو اهتمام وکړي، په ځانګړې توګه تهجدو او نفلي روژو ته پاملرنه ولري.
•    د الله تعالى په لاره کې انفاق ولري، خپله شتمني د دين د خپرولو په لاره کې مصرف کړي، او دغه لګښت ورته له هر څه نه ډير خوږ او محبوب وي.
•    د اوامرو پوره پابندي ولري او له نواهيو څخه په کلي توګه اجتناب وکړي.
•    په خپلو ورځنيو کارونو او مصروفياتو کې له ځان سره محاسبه وکړي استغفار ووايي او الله تعالى ته توبه وباسي.
•    د الله تعالى سره په هره معنا او مفهوم د خپلو اړيکو د کميت او کيفيت ارزيابي وکړي او په دې مواردو کې لکه اخلاص، د الله د رضا حصول، له الله څخه ويره، صبر او شکر، مجاهده او استقامت، محبت او توکل او توبه او انابت ته  ځانګړې توجه وکړي.
•    د خپلو اخلاقو، سلوکياتواو معاملاتو اصلاح وکړي.
•    د دعوت او حرکت په کارونو کې فعال اوسي
•    د دين په لاره کې ايثار او قربانۍ ته چمتو اوسي او تنظيمي دسپلين ته غاړه کيږدي، او په دې ډګر کې د نورو لپاره بيلګه او نمونه اوسي.
•    د اساسي هدف او نصب العين په حقانيت باندې کامل يقين ولري او د هغې سره ژور تړاو ولري، په حکمت، بصيرت او محبت سره د حرکت د کار لپاره عملي هلې ځلې وکړي.
•    د اجتماعيت د اهميت شعور ورسره وي، د يوځاى کارکولو او هلوځلو ملکه ولري، د اجتماعي فيصلو احترام او پرځاى کولو احساس په کې وي،  ښه سمع او طاعت ولري، د نيکۍ په کارونو کې تر هر چا مخکې وي،التزام ولري، او لدې برسيره  له نورو سره  فکري همآهنګي، نصيحت او خير غوښتنه، ورورلي او محبت، يو د بل د خدمت کولو شوق او احساس او دخپلو لاس لاندې خلکو سره مشفقانه رويه ولري او په اجتماعي امورو کې د هغوى نه مشوره واخلي.
•    په انتقاد او محاسبه کې لازم احتياط او د ځانګړو حدودو لحاظ وساتي، خپله ژبه په کنترول کې وساتي، خلکو ته په پوره شفقت او دلسوزۍ سره نصيحت او موعظه وکړي.
•    تواصي بالحق او تواصي بالصبر او تواصي بالمرحمه صفات خپل کړي.
•    په خپلو ټولو فردي او اجتماعي احوالو او معاملاتو کې د تقوى او احسان کړنه اختيار کړي.
•    د رياء، ځان ښودنې او کبر نه اجتناب وکړي او اخلاص او للهيت په کې وي.

د حرکت تربيتي نظام:

دا نمونه د فردي تربيې يو بهترين شکل کيدى شي چې له لومړې سره تر آخره، ټول افراد په مختلفو سطوحو او مراحلو کې د مطلوبه معيار د لاس ته راوړلو لپاره خپل ټول توجهات، استعدادونه، صلاحيتونه او وختونه په همدې امورو باندې د عمل کولو لپاره مصرفوي او د دې لپاره مختلف پروګرامونه په کار اچوي، لکه ځانګړي مطالعات او عبادات، ځانګړي مجالس جوړول، او اجتماعات کول همدا ډول مطبوعات چاپول او کمپاينونه په لاره اچول، او په ځانګړي توګه رسنیو ته اهتمام کول، ديني او خدماتي فعاليتونه سرته رسول او لدې برسيره د محاسبې اوارزيابۍ مجالس او د اجتماعي اصلاح اوتربيتي نور مختلف پروګرامونه ترتيبول
په ټولنه کې يو باشعوره اوستر مسئول فرد هم د خپلې اصلاح او تربيې لپاره اجتماعي چاپېريال او اجتماعي هلوځلو ته ضرورت لري .
په دين کې چې له يو طرف نه د فرضي عباداتو د اداء کولو لپاره کوم نظم اودسپلين راغلى دى او بل طرف ته په ټولنيز ژوندکې فرد، کورنۍ اوټولنې ته کومې لازمې لارښوونې شوي دي اوبيا په مجموعي توګه د هيواد په سطحه چې څه اوضاع او احوال تيريږي او د هغې په بشري ژوند څه تاثيرات وي،  دا هر څه د کوم اتوماتيک سيستم په وسيله خپله اصلاح اوتربيه نشي کولاى، ترڅو چې د دې ستر هدف لپاره يو فعال او قوي حرکت په لاره وانه چول شي او ترڅو چې په هره مرحله اوسطحه باندې يو باشعوره اوباحکمته قيادت د دې تر شا ونه دريږي، او د يوې هراړخيزې اصلاح اوتربيې لپاره منظم پروګرام اوسيستم په لاره وانه چول شي.


د قافلې له تربیتې میاشتنۍ خپرونې څخه په مننې سره

ليکنه: دکتورصفت الله قانت

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب