اسلامي امت څنګه متحد کیدلی شي؟

 

اسلامي امت هغه وخت خپل حيثیت او مقام بېرته اعاده کولی شي چې تر څو اسلام په ځانو باندې د یوې ژوندۍ معاشرې او ټولنې په توګه ومني.

که په لنډ ډول ووایو مسلمانان چې کله د یو امت او یو قوم شکل او بڼه اختیار کړي نو د نړۍ په پياوړي ځواک بدلېدلی شي.

دنیا او دنیاوالو په یو دور کې او بالخصوص په حاضر دور کې صرف تشې نظریې ته توجه نه ده کړې ، او نه یې محضي په نوم اوریدلو سره قبوله کړې ، چې تر څو هغه په عملي ډول او شکل سره د یو ژوندۍ جامعې او ټولنې په صورت کې هغوی ته ښکاره نه شي.

په دي اړه به داسي ووایو چې د امت مسلمه حیثیت ، مقام او وجود څه دپاسه د څو پیړیو را په دي خوا معدوم او نیست شوی دی. یعني مسلمان امت خپل وجود هیر کړی دی له یوې اوږدې زمانې راهیسي دا امت د تاریخ له سټیجه رخصت شوی دي.

ځکه چې امت مسلمه د یو هیواد او ملک نوم نه دی چې اسلام پکې اوسیږي ، او نه د یو قوم نوم دی چې پلرونه او نیکونه یې د تاریخ په یو دور کې د اسلامي نظام په سیوري کې ژوند تیر کړی وو.

بلکې اسلام د الله جل جلاله لخوا د ټول بشریت لپاره خوښ او نجات ور کوونکی دین دی ، چې د یو انساني جماعت په نوم په دنیا کې شتون لري چې طریقې ، افکار او نظریات ، قوانین او ظابطې ، د اقرار ، رد او قبول معیار یې د اسلام له منبع څخه سرچینه اخلي ، چې هغه ” چينه ” د الله جل جلاله مبارک کلام ” قرآن” او د جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت مطهره دی.

کوم امت مسلمه چې ددي صفاتو لرونکی ؤ متأسفانه په هغه وخت د عدم د پردو شاته شو ، کوم وخت چې په ځمکه باندي د الهي شریعت په رڼا کې د حکمرانۍ او حکومت کولو فریضه معطله او له منځه ولاړه.

مګر که اسلامي امت خپل پرونی رول ادا کول غواړي کوم چې ټول بشریت ورته سترګي په لار دی، نو لومړی باید خپل شتون بر قراره کړي یعني د امت تر منځ حائل او موجود دیوالونه ونړوي ، او امت مسلمه بیا له نوي سره راژوندی کړل شي. چې هغه د څو پیړیو او څو نسلونو راهیسي د خرابۍ لاندي پروت دی چې دغلطو او ګمراه کوونکو نظریاتو لاندي ښخ او ډوب دی ، او له ځان جوړشویو روایاتو او افکارو لاندي راګیر دی.

یعني د هغو قوانینو او دستورونو لاندي پروت دی چې هغه د اسلام او اسلامي ژوند له دائرې سره هیڅ سمون او اړخ نه لګوي.

تش په دي خطاء او غولیدلي دي چې موږ په اسلامي نړۍ کې ژوند کوو. او نور د اسلامي نړۍ هيڅ نښې او علائم نشته .

نو د دې لوی او دوروند مسؤلیت د پرځای کولو او بیا اعاده کولو لپاره باید علماء کرام ، استادان ، محصلین او د امت نور لوستي او پوه خلک لاس په کارشي چې دا امت له دي لویدلي او وروسته پاته حالت څخه راوباسي ، او یوځل بیا یې د عزت او شرف هغه دنګو ماڼیو ته ورسوي کوم چې د دي دین ځای او مقام دی.

او کوم چې د دین غوښتنه او مطالبه ده.

او کوم چې د دي امت تیر شوي قومونه او ټبرونه پکې اوسېدل.

راټولونه او زیاتونه: عزام حقاني

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب