استاد هم چې استاد وي!
په نړۍ کې، د هغو ملکونو خلک ډېر بختور دي، چې ښه پوه، او عادل استادان ولري. ښه استاد لرل، یو ستر نعمت دی. د استاد مقام ډېر لوړ، او د قدر وړ دی. په شاګردانو هر وخت لازمه ده، چې د ښو استادانو، په قدر پوه شي، او هغوی ته د زړه له کومي احترام ولري، او د دوی په حق کې هر وخت د خیر دعا وکړي.
د یادولو وړ ده، چې استاد، هم استاد وي. دا پدې معنا، چې هر استاد هم، د قدر وړ ندی. هغه استادان، د قدر وړ دي، چې له خپلو شاګردانو سره یې، تکلیف ایستلی وي، او دوی ته یې یو څه ور زده کړي وي، او هغوی پوه، باناموسه، عادل، او له هر ډول تعصب څخه پاک وي.
که چېرې خدای مکړه، یو استاد، بې ناموسه، متعصب، بې انصافه، او ناپوه وي، نو دغه شانته استادان، د قدر وړ ندي. ځینو استادانو، د خپلو شاګردانو وخت ور ضایع کړی وي، او دوی د خپلو شاګردانو دپاره هېڅ د قدر وړ خدمت نه وي کړی. دغه ډول استادانو، د خپلو شاګردانو طلایي وخت، چې هغه به هېڅکله جبران نه شى، ور ضایع کړی، او دوی باید د خپلو شاګردانو څخه، هېڅکله، د دعا توقع ونکړي.
همدارنګه، ځینې استادان، یوازې پدغه فکر کې وي، چې شاګردان خوښحاله وساتي، او هېڅکله شاګردان، خپل اصلي مسىٔولیت ته نه متوجه کوي، چې دا ډول استادان، د ښو استادانو په ډله کې نه راځي.
زیاتره شاګردان ټول یو شانته عادت لري، او دا پدې معنا، چې زیاتره شاګردان هر وخت آسانه ژوند خوښوي، او ډېر کم شاګردان به د خپلې آینده په باره کې ژور فکر وکړي، او دا ځکه چې ټول آساني غواړي. اما، ښه استاد به هېڅکله، د شاګردانو په هکله بې پروایي، بې عدالتي، او خیانت ونکړي.
د هېچا ښه او بد استادان، له یاده نه وزي، او هغه هر وخت سړي ته ور یادیږي. ښه استاد ته، هر وخت خپل شاګردان، د زړه له کومي دعا کوي، او شاګردان یې د نامه په اورېدلو سره ډېر خوښحاله کیږي. بد استاد ته، که شاګردان یې ښېرا ونکړي، دعا خو به هېڅ وخت کې هم د سړي په خوله ورته رانشي.
نو داخبره حقیقت لري، چې استاد، هم استاد وي.
په ګران افغانستان کې به ځینو استادانو، د کتاب هغه برخې درس ورکولې، چې د هغوی به زده وې، او هغه برخې به یې درس نه ورکولې، چې د هغوی به زده نه وې. نو داسې استادانو ته به شاګردان څنګه دعا وکړي! ښه استاد د یوه شاګرد، ژوند ته مثبت تغیر ورکولای شي، او بد استاد، د شاګرد راتلونکی ژوند له خرابۍ او بربادۍ سره مخامخ کولای شي.
هېره د نه وي، چې الحمدالله، ډېر زیات ښه استادان هم په افغانستان کې پخواه موجود و، او هم هنوز وجود لري. شاګردان به ان شاءالله، هر وخت د دوی په شاګردۍ فخر وکړي، او د دوی دپاره به هر وخت د زړه له کومي دعا وکړي. ځینو استادانو په ریښتیا سره، په ډېرو سختو شرایطو کې، په ډېر اخلاص سره، د هېواد د ځوانانو د تعلیم په برخه کې خدمت ته ادامه ورکړې ده. الله(ج) د دغه ډول استادانو ته په دنیا او آخرت کې عظیم اجرونه ور په برخه کړي. آمین یارب العالمین.
همدارنګه، هغو استادانو ته، د هم الله(ج) انصاف ورکړي، چې دوی دغه سپېڅلې دنده، په ښه توګه سر ته نده رسولې.
د یادولو وړ ده، چې دغه خبره، له زیاترو افغانانو څخه په وار وار په هر بنډار کې اورېدل کیږي، چې پخواني پادشاه، محمد ظاهرشاه، د پښتو ژبې سره ډېر خیانت کړیدی، چې کېدای شي، دغه خبره یو څه اندازه ریښتیا هم وي. اما، که دغه نقطې ته هم متوجه شو، چې د همدغه پخواني پادشاه، په وخت کې، هغه چا چې به د پښتو د ژبې، د کامیابۍ تصدیق لاسته راوړ، نو هغوی ته به یوه اندازه اضافه تنخواه ورکول کېده. نو دغه نقطې ته په ښکاره ډول اشاره کولای شو، چې د پښتو د ژبې، ځینو استادانو، نه بښونکی خیانت له خپلې ژبې، او له خپلو هېوادوالو سره کړیدی. دا ځکه چې زیاتره به په واسطه یا رشوت سره کامیاب کېدل، نو دغه شانته استادان، د بښلو، دعا، او احترام وړ ندي.
همدارنګه، دا ټولو ته معلومه ده، چې پخواني پادشاه، په پښتو خبرو کې لږ مشکل درلوده، او کېدای شي، چې د ده به هم، پدغه برخه کې دومره ګناه نه وه، لکه چې مونږه فکر کاوه. دا پدې معنا، چې کېدای شي، د هغه پلار، محمد نادر شاه، د ده په هکله خپل مسىٔولیت په سمه توګه نه وي اداء کړی، او پښتو ژبه یې ده ته، د ماشومتوب په دوران کې، نوي ورزده کړې.
زه فکر کوم، چې د مونږه او تاسې په هکله به هم د افغانستان د ننه خلک، په ډېره نیږدې آینده کې، همداسې فکر وکړي. دا ځکه چې مونږه او تاسې هم په بهرني ملکونو کې، خپلو اولادونو ته خپلې ملي ژبې نه دي ورزده کړې. یعنې، زمونږه او تاسې اولادونه، هم په سمه توګه، په خپله ملي ژبه، لیکل او لوستل نشي کولای، او دوی له هغه لیکنو، لکچرو، او اسلامي کتابونو څخه، چې په ملي ژبه ترتیب شوي دى، کومه ګټه نشي پورته کولای.
نو یو ځل بیا، زه خپله خبره تکراروم، چې هر استاد، د احترام وړ ندی، استاد باید، یو څه شاګردانو ته کړي وي، چې تر څو هغه، شاګردانو ته، د احترام وړ، او ورپه یاد شي.
د پام وړ ټکي:
یو استاد باید د خپلو شاګردانو دپاره، د زړه له خلاصه خدمت وکړي، او ښه تکړه شاګردان افغاني ټولنې ته وړاندې کړي.
د یادولو وړ ده، چي دولت هم خپلو استادانو ته د تعلیم بهترین وسایل او شرایط برابر کړي، او هم خپلو استادانو ته په کافي اندازه معاش ورکړي، چې تر څو یو استاد، د بل کار کولو ته مجبور نه شي.
همدارنګه، استادان هم، باید له قناعت څخه کار واخلي، او شاګردان د خپل دنیوي حرص قرباني نکړي.
د یادولو وړ ده، چې هغه افغانان، چې په بهرنیو ملکونو کې اوسیږي، هغوی باید د خپلو اولادو، سالمې تربیې ته ډېره پاملرنه وکړي، او هم خپلو اولادونو ته خپلې ملي ژبې ور زده کړي. کنه، نو بیا د دوی په خپلو خبرو کې لږ انصاف وکړي، او نور خلک د بیا نه ملامتوي.
زه یو ځل بیا خپله خبره تکراروم، چې استاد خو هم استاد وي!؟
عبدالله وردک