اروپايي ټولنه

اروپايي اتحاديه په اروپا لويه وچه كې له ملي او دولتي سويې لوړ له ۲۷ حكومتونو جوړه سياسي او اقتصادي كميټه ده چې په لنډ نامه EU بلل كيږي . دغه اتحاديه په اصل كې د اروپا د اقتصادي كميټې پراخه شوې بڼه ده چې په ۱۹۵۷ ميلادي كال د شپږو اروپايي هيوادونو په همكارۍ جوړه شوه .

له هغه مهاله وروسته اروپايي اتحاديه په چټكۍ پراخه شوه . زيات غړي يې وموندل او د كار ساحه يې هم پراخه شوه . په ۱۹۹۳ كال د ماستريخت تړون د اروپايي اتحاديې د اوسنيو قوانينو چوكاټ وټاكلو . د ۲۰۰۷ ميلادي كال د دسمبر په مياشت كې د ليزبن پريكړې د اروپايي اتحاديې لپاره نوې راتلونكې انځور كړه .

د اروپايي اتحاديې د قوانينو په اساس د دغه اتحاديې د غړو ترمنځ د خلكو د سفر ، سامان آلاتو او د خدماتو آزادي تضمين شوې ده . په ۱۹۹۹ ميلادي كال اروپايي اتحاديې خپل پولي واحد د يورو په نوم نړۍ ته ور وپيژانده چې د هغې ديارلسو غړو منلى دى . همدغه راز يې د خپل بهرني او قضايي سياست قوانين پراخ كړل . د پاسپورت د كنټرول پوستې د ډيرو غړو هيوادونو ترمنځ د شنګن د وېزې د تړون په اساس ليرې كړاى شوې .

اروپايي اتحاديه كابو ۵۰۰ ميليونه تنه نفوس لري او په ۲۰۰۷ ميلادي كال كې يې ۱۶.۶ تريليونه ډالره ناخالص كورنى توليد درلود چې د نړۍ د كورني ناخالص توليد ۳۱ فيصده برخه جوړوي . اروپايي اتحاديه د نړيوالې سوداګرۍ (WTO) او ملګرو ملتونو په سازمانونوكې ده او ۲۱ غړي هيوادونه يې د شمالي اتلانتيك له تړون سره يوځاى شوي دي . د اروپايي اتحاديې مهمې برخې عبارت دي له : اروپايي پارلمان ، اروپايي كميشن ، د راوپايي اتحاديې شورا ، د اروپا شورا ، د اروپا محكمه او د اروپا مركزي بانك .

اروپايي اتحاديه همدا اوس ۲۷ خپلواك هيوادونه جوړوي چې ټول يې غړي ايالات بلل كيږي او عبارت دي له : اتریش، هسپانیا، استونیا، سلوواکیا، سلوانیا، ایټالیا، ایرلنډ، آلمان، برتانیا، بلجيم، بلغارستان، پرتګال، ډنمارک، رومانیا، چك جمهوريت ، سويډن ، فرانسه، فنلنډ، قبرس، لاتویا، لوکزامبورګ، پولينډ، لیتوانیا، مالت، هنګري ، هالنډ و یونان . درې هيوادونه ، تركيه ، كروواسي او مقدونيې جمهوريت هم له دغه اتحاديې سره د يوځاى كېدلو د انتظار په ليست كې پراته دي . قوانین : د اروپايي اتحاديې د قوانينو په اساس د دغه اتحاديې دغړو هيوادونو اوسيدونكي كولاى شي چې د پاسپورت يا هم د پيژندكارت په درلودلو سره د اروپايي اتحاديې د هيوادونو ترمنځ سفر وكړي او كولاى شي چې د هغه هيوادونو له اجازې پرته درې مياشتې په دغه هيوادونو كې پاتې شي . د دغه هر يو هيواد ښاريز كولاى شي چې د اروپايي اتحاديې د پارلمان په ټاكنو كې ګډون وكړي او يا هم كانديد شي .

كه د اروپايي اتحاديې كومه موسسه يا ارګان تيروتنه وكړي د اروپايي اتحاديې كار جوړوونكو ته شكايت كېدى شي . هغه موارد چې د شكايت مبنا كېدى شي چې د بېلګې په توګه عبارت دي له توكم پاله اعمالو ، سستوالي او يا هم د اړتيا وړ معلوماتو له وركولو څخه ډډه كول . ټول هغه كسان چې د اروپايي اتحاديې په كوم غړي هيواد كې ژوند كوي حق لري چې شكايت وكړي . دغه حق په غړو هيوادونو كې پرتو شركتونو ، اتحاديو او ټولنو ته ورشريكيږي . شكايتونه بايد ليكلي وي او د استفادې وړ ژبه د غړو هيوادونو د هر يوه ژبه كېداى شي .

د اروپايي اتحاديې كنټرولوونكې ډله د فرانسې په سټراسبورګ هيواد كې پرته ده . غړي هيوادونه هر كال د اروپايي اتحاديې د غړيتوب ونډه اچوي . له بلې خوا ټول هيوادونه د كروندګرۍ د سبسايډ يا له سيمه ايز پرمختګ سره د مرستې د پيسو په شمول له اروپايي اتحاديې هر كال پيسې ترلاسه كوي . داروپايي اتحاديې په هيوادونو كې د شتمنو او بې وزلو هيوادونو ترمنځ د توپيرونو د له منځه وړلو لپاره شتمن هيوادونه معمولاً له هغه څه زياتې پيسې اچوي چې ترلاسه كوي يې او بې وزله هيوادونه بيا له هغه څه زيات ترلاسه كوي چې بايد پرداخت يې كړي .

د اروپايي اتحاديې اداره : په اروپايي اتحاديه كې پنځه موسسې شته چې پكې غړي هيوادونه له يوبل سره ملګرتيا كوي او ګډ تصميمونه نيسي . د اروپا پارلمان چې استازي يې د غړو هيوادونو اوسيدونكي دي ، د اتحاديې د وزيرانو پلاوى چې دغړو هيوادونو استازي دي ، د اتحاديې كميشن چې دنده يې د داسې ترتيب نيول دي چې د اتحاديې فعاليت د ټولې اروپا په ګټه وچورلوي . د اروپا ګډه محكمه چې قوانين تفسير او د اجرا جامې وراغوندي . د اروپا د پلټنې محكمه چې دنده يې د اتحاديې په بوديجه څارنه كول دي . د اروپايي اتحاديې تر ټولو ستره سياسي مرجع د اتحاديې د وزيرانو پلاوى دى چې پكې د غړو هيوادونو د حكومتونو مشران په ګډو غونډوكې برخه اخلي .

د اتحاديې مشري :

اوسمهال غړي هيوادونه په نوبت سره د اتحاديې مشري په غاړه اخلي . د هرې مشرۍ نوبت شپږ مياشتې وخت اخلي . د اتحاديې د مشر هيواد دندې د وزيرانو د پلاوي د كارونو د سمولو ، د وزيرانو د پلاوي د غونډو مشري او د غړو هيوادونو ترمنځ له منځګړتوب څخه عبارت دي . دغه بهير به د اروپايي اتحاديې د نوي تړون په اجرا سره بدلون ومومي . په نوي تړون كې چې د ليزبن په تړون مشهور شوى د اروپايي اتحاديې لپاره د اوږدمهالې واكوالۍ لپاره د مشر ټاكل وړانديز شوي دي . همدغه راز د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو د كميشن لپاره هم لوړپوړى پلاوى په نظر كې نيول شوى .

همدغه راز يې په اروپايي اتحاديه كې د ويټو حق لرونكي هيوادونه كم كړي دي او پدې اساس به لږ هيوادونه وكولاى شي چې د ويټو له حقه په استفادې سره د اروپايي اتحاديې په تصميمونو كې اغيزمن پاتې شي . پدغه تړون كې همدغه راز زيات قدرت اروپايي پارلمان ته ليږدول شوى دى . د اروپايي اتحاديې په تصميمونو كې د غړو هيوادونو د نفوذ كچه هم ټاكل شوې ده . په حقيقت كې په دغه نسخه كې د غړو هيوادونو د رايې حق هم معلوم شوى دى .

عبدالله الهام جمالزى

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب