ارثي صفتونه څه دي؟

ارثي صفتونه:

فرض کړئ تاسو غواړئ په ارث اخېستل شوې د يو خاص صفت څرنګوالی لکه خضري يا البينو Albino )مورذاتي د بدن د پوستکي او ټولو ويښتانو سپينوالی دی) مطالعه کوئ. ددې کار لپاره بايد له ارثي نسبنامې يا جرړې )شجره) )Pedigree) څخه کار واخېستل شي.

له جرړې څخه د غيرعادي صفتونو او ارثي يا جنتيکي ناروغيو په باره کې د څړېنې لپاره کار اخېستل کېږي او موږ سره مرسته کوي تر څو په دي احتمال پوه شو چې يو وګړی د کومې خاېص ناروغۍ ناقل يا لېږدوونکی دی. او کچه يې څومره ده؟ ناقل يا لېږدوونکي هغه وګړو ته ويل کېږي چې د ناروغيو توليدوونکي اليلونه ولري، خو ظاهري بڼه يا فينوټايپ يې د هغې ناروغۍ ښکارندوی نه وي.

د بېلګې په توګه: که يو څوک د خضري صفت له پلوه ناخالص وي فينوټايپ يې د هغه صفت ښکاروندی نه وي خو دا امکان لري دغه صفت خپل اولاد ته ولېږدوي چې دې شخص ته د خضري ناروغۍ ناقل وايي. خضري خلک نشي کولی، هغه انزايم چې په بدن کې د رنګ د توليد لامل کېږي، توليد کړي. له دې کبله ويښتان، پوستکي او سترګې يې بې رنګه پاتې کېږي. ځينې حيوانات هم خضري وي.

د جنتيک د علم پوهان له نسبنامې يا جرړې څخه ګټه اخلي. د جنس پورې تړلي صفتونه د اليلونو غالبوالی او مغلوبوالی د وګړو خالص والي پورې اړونده معلومات لاسته راوړي. ددې څپرکي په لوستلو سره به وکولائ شئ چې: د بارزيت اهميت، د جنس تعين او ډون سنډروم باندې پوه شئ، اهميت به يې درک کړئ او توضېح به يې کړای شئ.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب