احتلام، حیض او نفاس…څنګه یې نوي ځوانانو ته ورزده کړو؟

پوښتنه:

د قرآن کریم او فقهې په درسونو کې کله  نا کله زما په ذهن کې یوه پوښتنه راګرځي، چې آیا یوشمیر مسایل په ځانګړې توګه حیض، نفاس، احتلام، طهارت او یوشمیر هغه فقهي مسئلې چې غسل واجبوي د ۱۰ نه تر ۱۵ کلونو ځوانانو او پیغلو ته بیان کړو او که نه؟ او که بیانول یې ضروري دي نو په کومه طریقه یې بیان کړو؟

ځواب:

ستاسې پوښتنه له یوې ډیرې مهمې ښوونیزې او ټولنیزې مسئلې سره تړلې ده، اسلام چې څه ډول ټولنه جوړول غواړي نو د هغې اساس باید په پاکوالي او نظافت ایښودل شوی وي، له پاکوالي نه د نظر پاکوالی ، د اوریدو پاکوالی، د لباس او بدن پاکوالی، د فکراو خیال پاکوالی … هرډول پاکوالی مراد دی، نو پدې اساس کله چې ماشوم خاپوړې ( ګرځیدل ) پیل کړي نو باید مور او پلار ورته د نظافت او پاکوالي په اړه لارښوونې وکړې، د پاکو او ناپاکو څیزونو ترمینځ فرق وروپیژني او په خاصه توګه چې کله هغوی د  بیت الخلا نه راووزي ، نو وروښودل شي چې ځان څه ډول ښه پاک کړي او لاسونه په صابون ووینځي.

دغه راز کله چې دغه ماشوم جینۍ یا هلک بلوغ ته رسیږي نو د مور او پلار مسئولیت دی چې د نظافت او بدن د پاکوالي په اړه دعمر ددغې مرحلې له مسایلو نه هغوی خبر کړي، او پوه یې کړي چې د بدن اضافي ویښتان خرېیل سنت دي او چې کله ورباندې غسل واجب شي نو څه ډول باید غسل وکړي.

دغه معاملات په اصل کې د اسلامي ټولنې د ښوونې او روزنې د نظام برخه ده ، دا سمه ده چې د روغتیا د نړیوالې ادارې او یونیسیف لخوا چمتو شویو کتابونو کې به هم ماشومانو ته د بدني پاکوالي په اړه لارښوونې وي  خو ددغو کتابونو مصادر نه قران وي او نه سنت، بلکې د هغوی مقصد دادی چې  په لادینه او شیطاني ټولنه کې د پیدا کیدونکو اخلاقي جرمونو په اړه  نوي بلوغ ته رسیدلي ځوانان او نجونه په غیر اخلاقي کړنو کې د (( خوندي لارو چارو)) نه خبر کړي.
زما په اند ددې ډیر جدي ضرورت دی چې مونږ په اسلام کې د حیاء د نظام په دایره کې واوسیږو مګر په کورونو او ښوونځیو کې خپل ماشومان او لویان له دغو معاملاتو او مسایلو نه هم خبر کړو ترڅو هغوی د اخلاقو او ایمان سره سره په بدني او جسمي توګه هم صحت مند او روغ رمټ واوسي.

ترجمان القرآن، جنوري ۲۰۰۲م کال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب