آیا یوه مسلمانه انجلۍ کولی شي چې د یو کافر سره واده وکړي؟
هغه وروڼه او خویندې چې په بهرنیو هیوادنوکې ژوند ، زیاتره مهال دا ډول بهرمېشته مسلمانان له دې ډول پوښتنې سره مخامخ کیږي او دا پوښتنه مطرح کوي چې: آیا یوه مسلمانه انجلۍ کولی شي چې د یو غیر مسلمان هلک سره واده وکړي؟
د پورتنۍ پوښتنې په اړه باید دومره ووایو چې: د اسلامي شریعت په رڼا کې د مسلمانې انجلۍ له کافر سره واده ناروا ګڼل شویدی او دا ترهغې پوری چې تر څو دا شخص ایمان را نه وړي او مسلمان نشي، نو که چیری دا شخص مسلمان شي، په دې صورت کې دا مسلمانه انجلۍ کولی شي ورسره واده وکړي او دواړه سره ګډ ژوند پیل کړي.
أما کله چې د خاوند اعتقادات او دیني باورونه د مسلمانې انجلۍ له دیني باورونو سره ژور اختلافات ولري؛ نو که څرنګه چې مخکې مو یادونه وکړه یوه مسلمانه انجلۍ نشي کولی چې د یو کافر خاوند تر حکم لاندی ژوند وکړي، ځکه د خاوند دا رنځور فکر کولی شي د ددې مسلمانې مېرمنې په ګډ ژوندانه کې خورا ستونزی رامنځ ته کړي او په یقیني توګه سره ویلی شوچې دا ډول ستومانه ژوند به له خورا اندېښنوڅخه ډک وي؛ نو ځکه خو اسلام حرام ګرځولی دی، لکه لوی څښتن تعالی مونږ ته په سورة المُمتحنه 10 مبارک آیت کې په دې اړه داسې لارښودنه کوي او ارشاد فرمايي چې:[فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلَا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ لَا هُنَّ حِلٌّ لَّهُمْ وَلَا هُمْ يَحِلُّونَ لَهُنَّ].
ترجمه: که چیری تاسې دوی(دا مېرمنې) وپېژنۍ؛ نو بېرته ېې کافرانو ته مه ورلیږئ، دوي(دا مؤمنې مېرمنې) د هغوي(کافرو خاوندانو) لپاره روا نه دي او نه هم هغوي(کافر خاوندان) د دوي(مؤمنومېرمنو لپاره) روا دي.
د کافر خاوند سره د واده نه کولو حکمت:
اسلامي شریعت د یوې مؤمنې انجلۍ واده د یو نامسلمان شخص سره حرام ګرځولی دی او په دې کار کې ډېر حکمتونه پراته دي چې یو له دغو مهمو حکمتونو څخه دادی: په عمومي توګه سره په ګډ ژوندانه کې د کورنۍ سرپرستي، کنترول او څارنه د خاوند د سترو مسؤلیتونوڅخه شمېرل کیږي او په فطري ډول سره په هره بشري ټولنه کې د خاوند مزاج داسې وي او دا خوښه ګڼي تر څو د خپلې کورنۍ چاری کنترول او اداره کړي؛ نو هر کله که چیری حقیقت همداسی وي، د همدې څارنۍ او مراقبت په نتیجه کې په شرعي لحاظ په مسلمانې مېرمنې باندی دا لازمیږي چې تر څو د خپل خاوند اطاعت وکړي او په ورځنیوچارو کې د خپل خاوند خبره ومني او په طبیعي او فطري لحاظ هم هر کله چې دوي دواړه له واده کولو وروسته سره خپل ګډ ژوند پیل کړي، په دې صورت کې پر مېرمنې باندی به خاوند امر کوي او مېرمن به هم پرته له کوم خنډ او ځند څخه د خپل خاوند آوامر عملي کوي، دا په داسې حال کې چې یوې مسلمانې مېرمنې ته نه ښايي چې تر څو د یو کافر خبره ومني او د هغې د سرپرستۍ او څارنې لاندی دې شپې سبا کړي، دا ځکه چې د هرچا کړه وړه، اخلاق او سلوک د هغه د کلتور او باورنو څخه سرچینه اخلي، دا په دې معنی: په دې صورت کې چې د کافر خاوند معتقدات او باورونه د مسلمانی انجلۍ له دیني باورونو سره ټکر لري، مېرمن څنګه کولی شي چې د خاوند هغه آوامر پرځای کړي، کوم چې د هغې د کلتور او دین سره په ټکر کې وي؟
(د مثال په توګه سره خاوند به غواړي چې اولاد ېې مسیحي یا یهودي شي شراب وڅښي، پرېوتي او رزیله کارونه وکړي، پداسی حال کې د مسلمانی انجلۍ هیله او آرزو به داوي چې اولاد ېې په اسلامي او سالمې تربیې سره وروزل شي، نو دلته څرګنده خبره ده چې اختلافات به رامنځ ته کیږي) (۱)
سربېره پر دې یوه بله ستونزه چې د یو کافر خاوند سره په ګډ ژوندانه کې رامنځ ته کیږي، هغه دا ده چې: یوکافر خاوند هیڅکله هم د یوې مسلمانې مېرمنې دین ته په احترام او درنښت سره نه ګوري، بلکه ډېر ځل لیدل شویدي چې دغه ډول خاوند به ددې مسلمانې مېرمنې د سپېڅلي پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) له پیغمبرۍ څخه هم انکار کوي او کله کله خو داسې هم کیږي چې(د قهر په صورت کې به) د هغې د ددیني مقدساتو سپکاوی هم کوي او په توهین آمیزه او پوچو کلماتو سره به د دې مسلمانې مېرمنې زړه آزاروي او په دې صورت کې مؤمنه او غیرتي مېرمن نشي کولی د خاوند دا ډول د عصمت او عفت سره منافي خبری وزغملای شي؛نو ځکه هیڅکله دا شوني نه ده چې په یوه کورنۍ کې دې دوه داسې فکرونه سره یو ځای شي او ګډ ژوند دې سره وکړي چې دینونونه ېې سره ټکر او فکرونه ېې سره ژور اختلاف ولري.
درنو لوستونکو!
که چیری د پورتنۍ مسئلې برعکس ته راورګرځو، یعنې که صورت حال داسی وي چې مېرمن کافره(له اهل کتابو څخه وي، یعنې یا مسیحۍ او یا یهودۍ وي او مشرکه نه وي) او خاوند ېې بیا مسلمان وي؛ نو په دې صورت کې دا مسلمان هلک کولی شي چې له دې انجلۍ سره واده وکړي، ځکه هغه ډول ستونزی چې د یوې مسلمانې مېرمنې او د کافر خاوند په ژوند کې به سره رامنځ ته کیدلی دلته نه رامنځ ته کیږي، ځکه چې دلته په دې ډول کورنۍ کې د مسلمان خاوند فکر او باور له کافر خاوند سره ډېر توپیر لري، یعنې دا په دې معنا سره چې کافر خاوند د مسلمانی انجلۍ پر پیغمبر باندی ایمان نلري، په داسې حال کې چې مسلمان خاوند د ددې مېرمنې پر دېن باندی هم اعتراف کوي اود هغې په پیغمبر باندی هماغسی باورمند وي لکه څومره چې خپل وروستي پیغمبر ته کوم احترام او درناوی لري او دا ځکه چې دا مسلمان خاوند د الله تعالی د حکم سره سم دا ډول احترام او باور د اسلام د مهمو أرکانو څخه یو بنسټیز رکن ګڼي؛ نو پر دې اساس سره ویلی شو چې مسلمان خاوند همیشه هڅه کوي تر ځو د خپلې نامسلمانی مېرمنی د دیني مقدساتو درناوی او د هغې د پیغمبر توقیر وکړي او دا مسلمان خاوند هیڅلکه هم ځان ته ددې اجازه نه ورکوي ترڅو د خپلی مېرمنې د دیني مقدساتو احتقار او سپکاوی وکړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): مترجم