آیا نارينه نه ژاړي؟
كه ته نارينه يې نو مه ژاړه، ستا اوښكې قيمته دي، او نارينه نه ژاړي!
مونږ ښځي همدا مو زده كړي چې ژړا زمونږ ده، ته فكر كوي چې نارينه به هغه وخت ژاړي چې دغره په شان غم پري راشي!
دا ځني هغه ټكي دي چې نارينه ته په ماشومتوب كې ويل كيږي، د هغه له اوښكو څخه يې قيمتي كاڼي جوړ كړي چې هميش يي د ساتلو كوښښ كوي، كوم چې ژړا هغه ته يوه ماتي ښكاري، كوښښ كوي چې خپل ټول غم او خپګان له خلكو څخه پټ كړي، او ونه ژاړي.
اروايي څيړنو ښودلي ده چې ژړا د ځينو نفسي فشارونو په پايله كې مينځ ته راځي چې انسان نشي كولي هغه وزغمي ځكه بيا ژاړي او سر بيره پر دي چې ستونزه په خپل ځاي پاتي وي خو ژړا دهغه د سكون او آرامتيا لامل ګرځي، بس همدا لګ اوښكي تويول هغه ته د زړه سكون بښي او بيا په فكر او منطق سره كار كوي. نو نارينه كله د ژړا پړاو ته رسي؟ او څوك د هغه ژړا مني؟ دا هغه پوښتني دي چې لاندي يي ځوابونه ګورو.
نوي افكار:
د عين شمس د پوهنتون د اجتماعي زده كړو استاذ دكتور علي ليله وايې: نارينه هغه وخت ژاړي چې داسي پيښي سره مخ شې چې دهغه وجود ولړزوي، عواطف او عقل يې زخمي كړي، او تر ډيره د ژوند تګلوري يې واړوي، ځكه نارينه د وړو او عادي پيښو په وړاندي نه ژاړي.
دا كومه حيرانونكې خبر نه ده چې د غزي په پيښه كې ډيرو نامتو او زړورو كسانو وژړل، هغه بيګناه ماشومان ښځي او سپين ږيري چې په بي رحمي سره په شهادت رسول كيدل د هر بادرده انسان زړه يې درداوه او له سترګويې اوښكې بهولي. د كتور علي زياتوي: بل نارينه هغه وخت ژاړي چې عمر يې زيات شي د ژوند له ستونزو سره مقابله ونشي كولي، او فكر كوي چې دي په ټولنه باندي يو اضافي بار دي، په خاصه توګه كله چې په دي عمر كي د شا او خوا خلكو نه كومه خوا خوګي هم نه وي.
همدا شان نارينه هغه وخت اوښكې تويوي چې خپل اولاد يې ورته دښمن شې، او يا دا چې د زوي په هكله خپل اميد له لاسه وركړي، هر څه سر چپه شي، زوي پلار شي او پلار كمزوري زوي شي.
مونږ ګورو، څومره چې د نارينه عمر زياتيږي هومره زړه يې نري كيږي او ژاړي، خو ښځه څومره چې عمر يې لوړيږي هومره كوښښ كوي چې په كارونو كې د عقل او هوښياري نه كار واخلي
دكتور علي زياتوي چې انسان په خپل ژوند كي څو پړاونه وهي، چې په ماشومتوب سره پيل او په بوډا توب سره پاي موموي، د هري يوي مرحلې ځانته ځانګړتياوي دي، لكه: ناتواني، ضعف، بل چاته اړتيا، احساسات، بي صبري او ژړا. خو د ځوانۍ پړاو تر ټولو ځواكمن دي، دا هغه مرحله دي چې انسان كولي شي هر څه وكړي، درس ووايې، كار وكړي او خپل راتلونكې ژوند جوړ كړي، او د نورو كسانو ملاتړ ته زيات ضرورت نلري، انسان په دي عمر كي له ډيرو كارونو او خلكو سره مخامخ كيږي، له همدي كبله دا ښه ګڼل شوي چې ماشوم په دي خبره لوي كړي شي چې: مه ژاړه، ته نارينه يې، تر څو ځواكمن لوي شي، د ستونزو په وړاند ځان ونه بايلي، او تر څو وكولي شي چې د خپلې كورني ښځه او ماشومانو په وړاندي د پياوړتيا او امانتداري مصدر شي. ځكه نارينه د دي كښتۍ چلونكي دي، هغه بايد له هغې نه ساتنه وكړي او له اوبو څخه يې وچې ته وباسي، كه چيري هغه د هري ستونزي په وړاند اوښكې تويې كړي، نو كښتۍ او سپاره كسان به د خپلو اوښـكو په سيلاب كې غرق كړي.
هغې سترګې چې و ژړل:
د الازهر پوهنتون د عربي ژبي د پوهنځې استاد د كتور جاد مخلوف وايې: دا سمه ده چې نارينه د ښځو په شان ژاړي، خو يو تر بله توپير لري، هغه داچې ښځه د قوي عاطفي لرونكې ده او ډيري كارونه د زړه دفيصلي تر سيوري لاندي سر ته رسوي، له همدي كبله زر متاثره كيږي، اوښكې يې زر بهيږي، او تر ډيره پوري او ښكې د سپر په شان له هغې نه ساتنه كوي، او يا هم د دليل په توګه ورڅخه ګټه اخلي.
خو نارينه په فطري توګه الله تعالى پياوړي پيدا كړي، د ژوند د ستونزو ګاللو لپاره زياد جوګه دي، او له همدي كبله نارينه تر ډيره پوري د ژوندانه كارونه د عقل تر فيصلې لاندي تر سره كوي، او عاقلانه تصميم نيسي، او دا د الله تعالى له حكمتونو څخه دي تر څو هغه د سختيو او ستونزو په وړاند ودريږي، او د عاطفې او انفعال له مخي تصميم ونه نيسي.
دكتور جاد زياتوي: د نارينه ژړا دهغه د ايمان له نښو څخه دي، هغه څوك چې له الله نه ويريږي هغه په خپل زړه كې هيله او ډار لري، كله چې ګناګانې يې ور په ياد شې نو خپل رب ته په ژړا شې، او دا هغه سترګې دي چې د دوزخ له اوره په امان دي.
يوه ورځ پيغمبر(ص) د اصحابو په وړاندي وژړل، هغوي حيران شول، پيغمبر(ص) وفرمايل چې دا اوښكي د الله تعالى رحمت دي د چا په زړه كې يې چې وغواړي اچوي. او همدا شان حضرت ابوبكر صديق (رض) به په لمانځه كې ډير ژړل. او حضرعمر(رض) چې مخكې له اسلام څخه د سخت زړه خاوند وه په مخ يې دوه تورې ليكې وي چې اوښكو جوړي كړي وي. نو دا كومه د تعجب وړ خبره نه ده چې پياوړي نارينه دي وژاړي، هر څوك چې په سينه كې نرم زړه ولري، پاك او صاف وي او دخداي ويره پكې وي دهغه اوښكې نه شي پټيداي.
ژباړه: سيد هاشم سادات