آیا ممکنه ده هم مسلمان اوسو او هم کافر؟
کله چې مونږ وایو ، دیني کار کوو او یا دین قایموو نو هیڅکله مو هم هدف دا نه وي چې دین یوازې یو څو عبادتونه او یو څو نمبرې دي چې که بیان یې کړو نو دین قایم شو، نه، بلکې زمونږ په اند دین د ژوند نظام او قانون دی چې د انسان د ژوند ټولو برخو ته شامل دی، مونږ دا نه منو چې ژوند دې برخې برخې شي او هره برخه دې یوه ځانګړي سیستم او قانون ته وسپارل شي( جومات دې اسلام ونیسي، سیاست دې دیموکراسي ، اقتصاد دې پانګوالۍ ته وسپارل شي) زمونږ له نظره که ژوند دغسې وویشل شي نو ممکنه نده چې دوام وکړي، ځکه چې د ژوند بیلابیلې برخې هم د انسان د بدن د غړو په څیر یو او بل سره تړاو لري اوباید یو روح یې اداره کړي، دغه روح که له الله(ج) او آخرت نه بې پروا او د پیغمبرانو له لارښونو نه باغي روح وي نو د ژوند ټول نظام لادینه کیږي او که په یوه برخه کې ورسره اسلام هم ولګول شي نو د فطرت د نظام له مخې هغه کرار کرار کمزور ی کیږي او بیا له منځه ځي.
او که دغه روح پرالله (ج) او آخرت باندې د ایمان او د انبیاوو د تګلارې نه د پیروي روح وي نو بیا به د ژوند نظام الله پال نظام وي او که په کومه برخه کې ورسره د الله نه د باغي نظام کومه ټوټه ولګول هم شي نو هغه نه پیوندیږي او د وخت په تیریدو سره لمنځه ځي.
نو ځکه خو چې د دین د قایمولو خبره کوو نو مطلب مو دا نه وي چې په یوه جومات کې دې لمونځ وشي او یا دې د دین یوڅو دیني عقاید او اخلاقي احکام بیان شي او بس دین قایم شو ،نه ، بلکې هدف مو داوي چې په جومات او کور،ښونځي او بازار، امنیتي حوزه او پوځي مرکز، محکمه او پارلمان ، وزارت او سفارت …ټولو ځایونو کې یوازې د هغه الله(ج) حکم نافذ شي چې مونږ یې خپل رب او معبود ګڼو او ټولې چارې د هغه پیغمبر( صلی الله علیه وسلم ) د سنتو سره سمې روانې شي چې مونږ یې د خپل حق لارښود په صفت پیژنو، که مونږ دعوه لرو چې مسلمانان یو نو بیا خو باید زمونږ هرڅه مسلمان وي، د خپل ژوند یو اړخ هم شیطان ته نشو پریښودای ، زمونږ هرڅه یوازې او یوازې د الله دي ، د شیطان او یا بل چا پکې هیڅ حق هم نشته.
مولانا ابو الاعلی مودودي(رح)
ژباړه: عبدالفتاح جواد