آیا الله (ج) د مخلوق په چارو کې مداخله کوي؟
څو ورځې دمخه … (نوم اخیستل یې مناسب ندي) چا ته په کمنټ کې ليکلي وو: “د کايناتو خالق په انساني چارو کې مداخله نه کوي.”
له ټولو هغو مخالفتونو چې د ده ښاغلي نظرياتو سره يې لرو، دا خبره يې د فکر وړ ده. دا چې ده ښاغلي په کوم نيت دا خبره وکړه يا يې کوي، په خپل ځاى خو مونږ به يې په دې نيت وڅيړو چې دا فکر را پېدا شي چې آيا خداى ج به مو په کړنو کې مستقيمه مداخله کوي او مونږ به له روان حالته وباسي او که خداى ج فرمايي چې تاسو به خپله ځانونه بدلوې؟
طبيعت په خپل سر ندى روان، ټولې طبيعي پيښې د يو قانون تابع دي چې عقل پوهان يې د عليت اصل په نامه يادوي. دوى وايي ((طبيعي قوانين هغه دي چې دا روښانه کوي چې تر ټاکلو شرايطو لاندې به څه پېښېږي.))
د دغه قانون له مخې هر معلول خامخا د حد اقل يو علت زېږنده وي. دوى مثال ورکوي چې باران معلول دى، علت يې وريځه ده، د هغې علت هغه بخار دى چې له سمندره پورته شوى دى، د هغې علت د سمندر اوبه دي او…
تر ډېرې مودې داسې ګڼل کېده چې هر معلول د حد اقل او حد اکثر يو علت زېږنده دى. لکه حرارت معلول دى، علت يې اور دى. غزالي ښايي لومړنى کس وي چې دا يې ويلي وي چې ((له واحد علت څخه د واحد معلول پرته نور څه نه صادريږي)) قاعده سمه نده او يو معلول ګڼ علتونه او يو علت ګڼ معلولونه درلودلاى شي. نن ګورو هغلته چې حرارت معلول او علت يې اور ګڼل کېده، د دغه معلول نورې ګڼې سرچېنې هم پېدا شوې دي او يواځينى علت يې اور نه ګڼل کيږي همدارنګه اور چې علت دى يواځينى معلول يې حرارت نه بلکه رڼا هم کېدلاى شي.
خو د دې قوانينو مطابق دا حتمي ده چې اور به سوزول او اوبه به غرقول خامخا کوي.
الله ج دا قانون په قرآن کې په سنت الله يادوي او فرمايي: ولن تجد لسنة الله تبديلا. احزاب سورة 62 آيت.
ژباړه: او د الله لارې ته به هېڅ تبديل ونه مومې.
همدا مفهوم په سورة الفتح 23 آيت، اسراء:77، فاطر:43 کې هم ليدلاى شو.
خو مونږ د پېغمبرانو په تاريخ کې ګورو له هر يو سره د طبيعت د دغه قانون پر خلاف يو څه پېښ شوي دي لکه پر ابراهيم ع چې اور مړ کيږي او نه يې سوزوي يا لکه موسى ع چې له نيل څخه تېرېږي خو نه غرقېږي او دې ته ورته نور.
علامه صلاح الدين سلجوقي په (تجلى خدا در آفاق و انفس) کې له سپېنوزا څخه نقل کوي: هغوې چې نه پوهېږي، ګمان کوي چې هر کله طبيعي نظم په کار لګيا وي نو د خداى سنت بې کاره کېږي او چې کله خداى په کار پېل وکړي نو بايد طبيعت کار پرېږدي.
دلته سپېنوزا غواړي ووايي چې حتمي نده د خداى کارونو او يا د طبيعت د کار تر منځ يو غوره کړو او ووايو چې بل يې بې کاره دى. دى په دې باور دى چې خداى هم په مستقيم ډول او هم په غير مستقيم ډول د انسان په چارو کې مداخله کوي.
له دغه اړخه هغه څه چې پېغمبران يې د طبيعت د قوانينو خلاف له ځانه صادروي او يا ترې صادريږي، د خداى ج د مستقيمې مداخلې پاېله ده چې د معجزې په نامه ياديږي.
دلته د طبيعت قوانين کار پرېږدي او خداى ج مستقيمه مداخله کوي خو له هغې عقېدې چې مونږ الله د هر څه خالق ګڼو حتى د دغو طبيعي قوانينو، نو داسې بايد وګڼو چې په عامو حالاتو کې چې د الله سنت جاري وي او طبيعت د خپل قانون پر مټ څرخي، هم خداى زمونږ په چارو کې مداخله کوي، خو په غير مستقيم ډول.
له هغې چې پوهېږو د معجزو لړۍ د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم له وفات سره وشلېده او نوې معجزه به نه کيږي، آن تر دې چې د پخوانيو هغو په هکله هم شکونه کيږي، لکه ارنسټ رنان چې وايي: يو وخت عيسى (عليه سلام) خلکو د معجزو په لرلو سره پيغمبر ګڼه خو اوس د روښان خيالۍ په دور کې يې خلک يوازې له دې امله پيغمبر نه ګڼي چې معجزې به يې ښکاره کولې.
موخه دا چې که اوس هم څوک په دې تمه کښيني چې الله ج به مستقيمه مداخله او معجزه وکړي او له روان حال څخه به يې وباسي نو له هغه مسوليت څخه به يې تېښته کړي وي چې الله ج يې پر اوږو ور ايښى دى:
خداى هم نه بدلوي حال د هغه قوم
څوک چې نه بدلوي خپل حالت پخپله
د طبيعت د دغه قانون له مخې دى چې رسول الله ص مونږ ته فرمايي: اعمالکم اعمالکم
که ساده وويل شي نو يعنې داسې نده چې کرې به د نارنج ونه او تمه به ترې د انارو کوې، بلکه د خپلو کړنو پايله به په لاس درځي او ((ستاسو خپل اعمال به ستاسو حاکمان وي))!!