آيا ښځه له محرم پرته سفر کولاى شي؟

پوښتنه:

آيا ښځه له محرم پرته سفر کولاى شي؟

ځواب:

ښځې ته له محرم پرته سفر کولا ناروا دي ، فقهاء په دې اتفاق، چې پر ښځې حرام دي، چې يواځې او پرته له مېړه او محرم سفر وکړي؛ ځکه ، چې ابن عباس د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه روايت کړى دى ، چې فرمايلي يې دي ( لا تسافر المرءة الا مع ذي محرم و لا يدخل عليها رجل الا و معها محرم فقال رجل: يارسول الله ان اريد ان اخرج في جيش کذا و کذا وامرئتي

تريد الحج فقال اخرج معها)ژباړه : ښځه به له خپل محرم نه پرته سفر نه کوي او له ښځې سره به سړى نه مخامخ کېږي، مګر د محرم په موجوديت کې. يو تن صحابي پوښتنه وکړه، چې اى د الله رسوله! زه خو له فلاني او فلاني لښکر سره ځم او ښځه مې غواړي، چې حج وکړي نو دا به څنګه شي؟رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل، چې له خپلې ښځې سره حج ته لاړ شه.نو له پورته احاديثو څخه معلومېږي، چې له ښځې سره سفر کول د حج له سفر څخه هم مهم دي.

سرچينې:

حاشيه ابن عابدين ١/١٤٦ دار احياء التراث العربيالبخاري ( الفتح ٢/ ٥٦٦)البخاري( الفتح ٤/٧٢)الموسوعة الفقهيه (٢٥/٣٧)

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب