آيا په کور کې د سپي ساتل جايز دي ؟
پوښتنه داده چی د سپی ساتل په کورکی او دهغی پالنه د اسلام له نظره څنګه ده له بعضو می اوریدلی چی کچیرته سپی په کور کې وي نو ملایکی هغه کورته نه ځی؟ او په حضرت محمد مصطفی ص ډیر وخت وحی را نغله ځکه چې دهغه په کوټه کی پیشۍ وه او که بل څه؟
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په کور کې بې ضرورته د سپۍ ساتل منع دي
جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله صلی الله عليه وسلم : «مَنْ أَمْسَكَ كَلْبًا فَإِنَّهُ يَنْقُصُ كُلَّ يَوْمٍ مِنْ عَمَلِهِ قِيرَاطٌ إِلاَّ كَلْبَ حَرْثٍ أَوْ مَاشِيَةٍ» وعـنهt في رواية: «إِلاَّ كَلْبَ غَنَمٍ أَوْ حَرْثٍ أَوْ صَيْدٍ». (بخارى: 2322)
د ابوهريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : هر چا چې سپۍ وساتلو د هغه کس د هرې ورځې له اعمالو څخه يو قراط کميږي مګر د کرهنې د فصل ساتلو ،د کورنيو ځناورو نيولو او په بل روايت کې راغلي مګر دا چې د کرهنې د فصل ساتلو ، دام نيولو او يا د ښکار د پاره وي .
وقال النووي رحمه الله :
“وَأَمَّا اِقْتِنَاء الْكِلَاب فَمَذْهَبنَا أَنَّهُ يَحْرُم اِقْتِنَاء الْكَلْب بِغَيْرِ حَاجَة , وَيَجُوز اِقْتِنَاؤُهُ لِلصَّيْدِ وَلِلزَّرْعِ وَلِلْمَاشِيَةِ . والأصح : أنه يجوز اقتناء الكلب لحفظ البيوت ، قِيَاسًا عَلَى الثَّلَاثَة المذكورة في الحديث ، عَمَلًا بِالْعِلَّةِ الْمَفْهُومَة مِنْ الْأَحَادِيث ، وَهِيَ الْحَاجَة” انتهى بتصرف . ( زمونږ په مذهب کې بې ضرورته په کور کې د سپي ساتل حرام دي ، او د ښکار ، زراعت او ځناورو نيولو د پاره جايز دی ، او د کور حفاظت هم قياس دی په دريو ذکر شویو شيانو کوم چې حاجت دی ) .
د حرمنيو عالم ابن عثيمين ليکي : د ضرورت په وخت کې د کور د حفاظت او چوکدارۍ د پاره په هغه صورت کې جايز دی چې کور يې له ښار يا کلی څخه وتلی وي او يا په صحرا کې وي .
او په کوم کور کې چې سپۍ وي هغه کور ته ملائکې نه ننوځي ، الحديث : (لَا تَدْخُلُ الْمَلَائِكَةُ بَيْتًا فِيهِ كَلْبٌ وَلَا صُورَةٌ) رواه البخاري (3225) ومسلم (2106) . يعنې هغه کور ته ملائکې نه ننوځي په کوم کې چې سپی او تصاوير وي .
او کوم کس چې په کور کې بې ضرورته سپۍ ساتي او محبت ور سره لري مچي کوي يې او په غيږ کې نيسي نو دا عمل د کافر قوم سره تشبح ده ځکه چې دا کار د کافرانو له عاداتو څخه يو عادت دی .
من تشبه بقوم فهو منهم، د حديث شريف په وعيد کې شامل دی
د سپي لاړی او پسخورده د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد نجس ده .
دوهم : دا چې د پشۍ په وجه وحي بنده شوي ده هيڅ اصل نه لري .