
آدم عليه السلام ته د ملائکو سجده
کله چي په آدم عليه السلام کې روح کښېوتئ الله جل جلاله ملائکو ته امر وکړ، چي آدم عليه السلام ته سجده وکړي البته دملايکو دغه سجده دتکريم په موخه وه دعبادت په موخه نه وه ځکه الله جل جلاله هيچا ته ددې امر نه کوي چي دالله جل جلاله څخه پرته دي بل چاته عبادت وکړي . ځيني مفسرين په دې آند دي چي دملائکو سجده اصلاً الله جل جلاله ته وه يوازي يې آدم عليه السلام ته دقبلې په څېر سجده کړې وه يعني لمونځ کونکي چي اصلاً والله جل جلاله ته سجده کوي مګر مخ دقبلې ورلوي ته ګرځوي او هغه لوري ته متوجه کيږي په همدې ترتيب الله جل جلاله ملائکو ته آدم عليه السلام قبله وګرځول ځکه آدم عليه السلام ته سجده په داسي ځاى کي چي دده عليه السلام تکوين پکښي سوى وو په دې ځاى کي دآدم عليه السلام دمقام دلوړوالى او دبشر دنوعي تکريم څرګند سوى دئ ځکه ملائکه دبشريت بابا ته سجده کړې ده. الله جل جلاله آدم عليه السلام ته څلور فضيلتونه ورکړى دي چي دده دمقام لوړوالى اوشرافت ځني څرګنديږي ، دغه څلور فضيلتونه عبارت دي:
الله جل جلاله په خپل قدرت سره پيدا کړ.
خپل روح يې په خپل قدرت سره پکښي پوه کړ.
ملائکي يې ده ته په سجده کولو سره امر کړې.
دټولو شيانو په نومونو سره يې عالم کړ.
ځکه الله جل جلاله فرمايي :
وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلَائِكَةِ فَقَالَ أَنْبِئُونِي بِأَسْمَاءِ هَؤُلَاءِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ . ( سورة بقرة الاية ٣١)
ژباړه : الله جل جلاله آدم عليه السلام ته دټولو شيانو دنومونو علم ورکړ، بيا يې پر ملائکو باندي عرض کړه ، نو ورته وې ويل : خبر راکړئ ددغو شيانو په نومونو سره که تاسو ريشتيني ياست.
په حديث شريف کي دموسى عليه السلام او ادم عليه السلام دقصې په مورد کي راغلي دي چي موسى عليه السلام وآدم عليه السلام ته وويل : اې آدمه! ته زموږ پلار يې، الله جل جلاله په خپل قدرت سره پيدا کړې ، خپل روح يې په تا کي پوه کړئ، ملائکو ته يې امر وکړ، چي تاته سجده وکړي او تاته يې دټولو شيانو دنومونو علم درکړ،…………… الحديث ( ۲)
کله چي الله جل جلاله ملائکو ته دسجدې امر وکړ، ملائکو دالله جل جلاله دامر پوره کولو په موخه آدم عليه السلام ته سجده وکړه مګر شيطان سجده ونه کړه ، کبر او انکار يې وکړ، دده ددغه کړني له امله دى دکافرانو په ډله کي داخل سو ، شيطان ويل چي زه پر آدم عليه السلام باندي بهتر يم څوک چي بهتر وي هغه کمتر چا ته سجده نه کوي . الله جل جلاله يې په اړه فرمايي :
قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِنْهُ خَلَقْتَنِي مِنْ نَارٍ وَخَلَقْتَهُ مِنْ طِينٍ. (سورة اعراف الاية ١٢)
ژباړه : شيطان وويل : زه تر ده بهتر يم زه دي اور څخه پيدا کړى يم آدم عليه السلام دي دخاورو څخه پيدا کړى دئ.
داچي شيطان دسجدې څخه انکار وکړ، الله جل جلاله يې په اړه فرمايي:
فَسَجَدَ الْمَلَائِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ . إِلَّا إِبْلِيسَ اسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ. (سورة ص الايتان ٧٣ ، ٧٤)
ژباړه : نو سجده ټولو ملائکو وکړه مګر شيطان سجده ونه کړه ، کبر يې وکړ، او دکافرانوڅخه وګرځېدئ.