تاریخ

۶۲۲ کلنې عثماني امپراتورۍ  ته ځغلنده  کتنه 

پــه اروپا کې د عــیسـوي دیني اصلاحاتو له امــله د کاتــولـیکانو او پـروټيســټنـټـانو (معـترضینو) ټکرونه د عـثمانیانو په ګټه وو. عــثـماني واکمنان  د دین په څنګ کې سیاسي هم وو ځکه چې په فاني نړۍ کې واکمنان وو. د دغو سلطانانو کرغیـړنتیا په دې کې وه چې څو میرمنې او ګڼ شمــیر   ځامن  به یې لرل. د سلطان له  مړیـنې  وروستـه به یې مشر ځوی واکمـن کیده او هغه به  نــور وروڼه له  میـنـځه وړل. له دې امله به لږترلږه بلـقوه  پټه کورنۍ غلیمي روانه  وه. (په  افغانستان  کې  د احمد شاه بابا  لمسیانو هم د یو بل  ککرۍ  ماتې کړې وې. څو ښــځتوب په عادي اسلامي  کورنیو کې هم د بدبختۍ  زړي کري. سپیـڅلی اسلام باید په معنویاتو وچلـیـږي، نه په مادي او لــذتي خـوښیــو!).د  ګڼ ښځـتوب سره میــنه، مـیراثـي واکمني، او د دنـیـوي علــومو سره بې تـفــاوتي هـغـه  څه وو چې عـثـمانـي امـپراتــوري یې د  بې کـفایـتۍ په ټــغـر کښینـولې وه!

د امریکې په کـشـف (۱۴۹۲) سره اروپا ته شـتمنۍ جاري شوې او د  ټکنالوجۍ او عسکري تقویې ته یی لار هواره کړه. په اروپا  کې  له  صنعتي انقلاب (۱۷۶۰تر ۱۸۴۰زییز)راوروسته د اروپایانو  لپاره  د دې زمینه برابره شوه  چې خپل اموال په عثماني امپراتورۍ کې په جګه بیه خرڅ کړي. عثماني امپراتوري د سرو زرو او  سپـینــو زرو په  کمـښت  اخته شوه. په عثماني امپراتورۍ کې په سپـیـنو زرو(نـقره) متکي پـولي نظام  د امریکې په کشف  سره  ولړځید او د پیسو پـړ سوب (پولي تورم) په کلک  مشکل واوښت. د  عثماني امپراتورۍ  پوځ او فني صنعتګران د مشکلاتو سره مخامخ شول. کرهـڼه هم ټکنۍ (ضعیفه)  شوه. بالمقابل، په لویدیزه  نړۍ کې  بدلون او پرمختګ رامینځته شول: نوې ټکنالوجي، ژور سیاسي اصلاحات او روښانـفـکره ویــښتیـا  هغه ارزښتمند بدلونونه وو چې د  ۱۷ پیړۍ په اوږدو کې او د ۱۸ پــیـړۍ  په پیل کې ورته د عثماني واکمنانو پام  نه و راګرځـیدلی.

 

په  ۱۹ زییزه پـیـړۍ کې په عثماني امپراتورۍ کې دسلطان عبدالحمید او سلطان عبدالعزیـز له خوا   د «تنظیمات»(بل شان تنظیم/ رې اورګنایزیشن) په نوم  نوښتګــري پیل شوه(۱۸۳۹ تر ۱۸۷۶) . دغه اصلاحات په دې راچاپیر وو چې  د زاړه(روحاني -دیني نظام) د اصولو په ځای  یو نوی غیردیــني -مـدني نظام رامـیـنځـته شي چې د  هـر ډول هــیوادوال(مسلمان او غیر مـسلمان) حقوق پکې خوندي شوي وي. د تنظیمت خوځښت د سیکولاریـزم په پَــل پاپۍ واخیستلې، خو زر د مسلمان او غیرمسلمان دیني عالمانو له خوا ورسره ضدیت وښودل شوـ دلیـل یې دا و چې هغـوی پکـې  د خپل قـدرت په وړانـدې ټـکـر لیـده. په  دې ډول عــثمانی سلـطـنت په عـسکـري، اقـتصادي، او علمي-تخنیکي لحاظ ټکنی شو. یانې د امریکې له کشفه( ۱۴۹۲م) او په انګلیستان کې له صنعتي انقلابه(چې د لاس زور د ماشین په زور واوښت: ۱۷۶۰ تر ۱۸۴۰م)، د تولید اندازه، د تولید ګړندښت، او د تولید مناسبات غښتلي شول. خو په ختـیز او لویدیز کې د قواو اڼـډول په بل مخ واوښت. په عثماني امپراتورۍ  کې د ۱۶ پـیــړۍ له پای راوروسته عموما داسې واکمنان رامیــنځته شول چې د عقل او لوړ شخصیت څـښتنان نه وو. په ۱۷م پیــړۍ کې عثمانیانوپه  اروپا کې د هابسورګ واکمنۍ په وړاندې جګړې وبایللې او  د ماتې تړونونه یې لاسلیک کړل. دغو ماتو او تړونونو د هابسبورګ د برلاستیا جڼـډه لکه کړه. د هابـسبورګ پخوانی پایتخت د ویـانـا ښـار و. وروسته د هابسـبورګ نوم په استریا -هنګري امپراتوري واوښت(۱۸۶۷تر ۱۹۱۸) او پلازمینه یې پـراګ شو. له ۱۷۶۸ تر ۱۷۷۴ د عثمانـیې او روســیې جګړې  پیښې شوې. خو روسانو دجګړې  ډګر وګاټه. په پایله کې یې کریـمـیا(چې په غټه کچـه  مسلمانان پکې  اوسیدل) خپلواکه شوه، خو وروسته د  تزاري دولت په تصرف کې ورغله. سر بیره پر دې عثمانیې د تورې بحیرې انحصار  هـم وبایلود، او روسیـې دا حق لاس ته راوړ چې په عثمانیه کې د عـیسویانو محافظه وي. په ۱۷۹۸زییز کې فرانـسـوي  ناپلـیون بوناپارت په مصر یرغل وکړ. دغه اسان  بري د عثماني امـپراتورۍ  ناچله تصور میده  کړ اوپه دې ډول یې یورپ لاپسې زړه ور کړ چې په راتلونکی کې فتوحات وکړي. په ۱۸۳۰م  کې یونان د اروپایي مداخلې له برکته د عثماني امپراتورۍ له منګولـو

راووت.  دا چې اروپایي تولیــدات هم ارزان وو او هم یې کیفیت  جګ و،محلي عثماني تجارت ته یې پاټک واچاوه. ټکنالوجیک پرمخـتګونو د غـرب په  کرهـڼه  کې بدلون راوستلی و، خو په عثماني  امپراتورۍ کې کرهـڼه  ابتدایي وه.عثماني بزګرانو خپل کلي پـریـښودل ، ښارونو ته لاړل او هـلته د نــوکرانـو یا  پاکوونکـو په وظیفـو کې ولګیــدل.

د «سـتر سلیمان » د ۴۶ کالونوعثماني سلطنت په مهال(۱۵۲۰تر۱۵۶۶م)  په یورپ کې د جرمن نژاده دیني عالم(مارتین لوتر:۱۴۸۳تر ۱۵۴۶م) له خوا دیني اصلاحات(پروټـیسـټنـټ ریفورمیشن) رامیـنځته شول. ستر سلیمان د عیسوي دین د دغـو اصلا حاتــو پلوي و. عیسویت په دوه بر خو  ووېـشل شو:  پخواني کاتولیکان او نوي اعــتراضـچـیان. مارتین لوتر هم  غوښتل چې په اسلام وپوهـیـږي. د تاریخي  الـهـیاتو ډاکتر پوهـندوی ادم فرانسیسکو کاږي چې: «وړاندې له صلیبي جګړو او د هـغوی په مــهال په ټول لویــدیـز یورپ کې د اسلام تجـسـم که په بشـپـړ ډول جعلي معرفي شوی نه و، نو کلک تحریف شوی خو و.» ولولئ:

Dr. Adam S. Francisco, Martin Luther and Islam: A Study in  Sixteenth-Century  Polemics and Apologetics. Leiden and Boston, 2007, p. 9.

Thomas King, “Exposing Martin Luther’s Love Affair with Islam. [Shoebat: 27/12/2013].

د امریـکې د خپلواکۍ له اعلامې نه ۱۱ کالونه وړانــدې په  ۱۷۶۵ زییز کې ټامس  جفرسن (۱۷۴۳تر۱۸۲۶م: په  ۱۷۷۶کې د امریکې د خپلواکۍ د اعلامیې لیکونکی، او دریم  ولسمشر ۱۸۰۱تر ۱۸۰۹) قـرآن مجید لاسته  راوړ. د روڼ آنـدي جفرسن په زیار، د امریکې  نور موسس نیکونه دې پایـلې ته ورسیدل چې په امریکا کې دې  پـروټـیسـټــنټ ملت رامينځته نشي. دغه قرآن مجـید  د کانګرس کتابتــون د «نادرو کتابونو» په برخه کې ساتل شوی دی.  قرآن مجيد په  اروپا کې له دیني  اصلاحاتو راوروسته، د اعتراضچیانو لپاره په اروپـا کې او  د  ۱۷/۱۸ پیړیو په امریکا  کې مهم و. د ۲۰۰۷ په جنوری کې د امریکې د کانګرس د ولسي جرګې غړي کیت آلیسن په محرمانه   ډول د جفرسن په  قرآن مجیـد قسم وخوړ. خو ځینو متعصبو امریکایانو  تاوترریخوالی وښود. دا  چې جفرسن به قرآن مجید څومره لوستلی وي، څه به یې ورنه زده کړي وي، معلومه نه ده. خو  دا  څرګنده ده چې د هـغه په کتابتون کې د قرآن مجید ساتــنـې، د ټامس جفرسـن دیني زغم، د  اشتمال شـعـور، او د هــغـه مترقي دریځ په ډاګه کوي! ولولئ د امریکې او د اسلام  د تاریخ پوهاندې کتاب:

Denise A. Spellberg, Thomas Jefferson’s Quran. Islam and the Founders. New York: Alfred A. Knopf, 2013

 

د منځنیو پـیـړیو له پای وروسته نوې سوداګره طبقه رامیـنـځته  شوه. د دغه بدلون پـه محیط کې  دا نظر راوټوکیده چې کلیسا باید د هـیواد په دولتی-حکومتي چارو کې لاسوهـنې ونـکړي. یانې په نوي چاپیریال کې دې غـیردینـي موضوعګانو او ګټو ته هـم پاملرنه وشي. عـثمانیانو په ۱۹ پیـړۍ کې یو شمیر افسران یورپ ته د زده کړې لپاره ولــیــږل. خو کله چې خپل هـیواد ته راستانه شول، لیـبرال (آزادي  طلب،روڼـفــکره) مفکورې یې د ځان سره راوړلې. دغو نوو مفکورو په عثـمانیه کې د مفـکورو ټکر راولاړ کړ. «ځوان ترکان» د دغه  شـعوري بـدلون له لارې د اغــیز لاندې راغلل او په خپل هیواد کې د یــوې داسې سیاسي ټولنې او سیاسي نظام په غوښتنه کې شول چې دیـن به پکې برلاسی نه وي.  په دغه ډول مادي- دنیوي (غیردیني/سیکولر) جوړښت کې ساینـس(عِــلم) د دین په څنګ  کې  ځای ونیو.

سړۍ  په احتیاط سره ویلی شي چې ښایي په جرمني او  ورپسې په فرانسه  کې د ۱۶ زییزې پیــړۍ له «دیني اصلاح»(پروټیسټــنـټـیزم: اعتراض/تجـدد) نـه به د سیکولریزم الهام  لومړی د ۱۹ پـیـړۍ په انګلستـا کې راولاړ شوی وي. له دې  بحث نه د  یو ایراني دیـنـپوه  په  وینا  داسې هـم پوهـیدلی شو چې :«چیزی را که مربوط  به این دنیا و بی ارتباط با مسایل دینی و اخروی باشد- سـیکـولـریزم است.» د عثمانیـې څلور دېرشم سلطان عبدالحمید نږدې ۳۳کالونه  واکمن (اګست ۱۸۷۶تر اپرېـل ۱۹۰۹) او له ۱۸۴۲تر ۱۹۱۸ ژوندی و. هغه که له یوې خوا زورواک و، نو له بلې خوا یی «تنظیمات»/اصلاحات رامینځته کړل. د دغو لڼـډ مهاله سمونونو له ډکون نه هغه قوه راووتله چې  د سلطان عبدالحمید واکمني یې رانسکوره کړه. سلطان یو داسې اساسي قانون راووېست (۱۸۷۶م) چې د افرادو  حقوق پکې بې له تبعیضه خوندي شوي وو او د هیواد هرتبعه پکې «عثمانی» ګڼل شوی و. دغـه اساسي قانون د سلطان دوهم عبدالحمید د مترقي افکارو مهمه نمونه وه. هغه په اسلامي نړۍ  کې تقریبا هغه رول لوباوه چې پاپ په عیسوي نړۍ کې په واتیکان کې لوباوه. سلطان دوهم عبدالــحـمید به اسلامي عزتمندان د نړۍ له هر ګوټ نه خپلې ماڼۍ ته رابلل. یو له دغـو عزتـمـندانو نــه سید جمال الدین افغاني و.

سید جمال الدین  افغانی(۱۸۳۸تر۹مارچ  ۱۸۹۸) په  ۱۹پیـړۍ کې د  اسلامی تجدد «پلار»  په ۱۸۷۰کې  مصر او استانبول ته لاړ. په استانبول کې د منورینو له خوا(چې د «تنظیمات» په نوم اصلاحاتو کې یې رول لوبولی و) د هغه تود هرکلی وشو. د یو مفکر او فعالګر په څیر د افغاني شغل په اسلامي نړۍ ژور اغیز لاره، او تر نن پورې د هغه نړۍ لید د ځینو مسلمانانو لپاره د الهام  چینه ده خو د نورو لپاره د کړکیـچ. د اسـلامي نـوښتګــرۍ لپاره د افـغــانــي پـروژه په دې مــفکوره ولاړه وه: مسلمانان په عنعنوي اسلامي کلتور کې ښکیل شوي دي، خو د لویدیـزې نړۍ علمي او تخنیکي بریالیتوبونه مسلمانانو ته بـلــنه (چلیــنج) ورکوي  چې د حل لار ولـټوي! یعنې اصلاحات او تجــدید  د اسلام د بقا لپاره حتمي دي. سید جماالدین افغاني مـټـریالیزم (مادیت)غندي ځکه چې د دین او بشري ټولنې  غلیم (دښمن) دی. افغاني د قرآن مجید په  دې آیت اتکا کوي: الله د یو ولس په وضع کې بدلون  نه راولي، خو دا چې په ځان کې بدلون راولي.  سید جمال الدین افغاني د فرانسوي عالم اِرنیست رنان(۱۸۳۲تر۱۸۹۲زییز) سره موافق دی چې ټول دینونه لږ و ډېـر دعلمي او فلسفوي حقیقت په  پوهه کې د «آزاد  تحقیق» سره ټکر لري. افغاني غلی شان په دې پوهــیـږي چې روڼ آندتیا(تنویر)  په لویدیزه نړۍ کې انسانان د کلیسا له سرټـیـټۍ نه راویستلي دي،او له دې وروسته انسانانو د پوهې په لار کې غټ ګامونه پورته کړي دي. ښایي افغانـي به هم د مسلمانانـو لپاره دغه ډول خوب وینـي؟ په مسلمانو باندې سید  جمال الدین افغاني ټینګار کړی و چې له موجود کرغـیـړن حالت نه د راوتلو لپاره دې په ځان کې بدلون راولي. په ټول افغانستان کې باچاخان فخرافغان، او په برتانوي هـنــد کې مولانا ابو الکلام آزاد او جواهـر لال نـهـرو د روښانـفـکر مسلمان سید جمال الـدین افغان د ټیـنګار په قـدر پوهـیـدل!

 دوه پیـښـو د عثماني سلطنت ۶۰٪ نفوس خوړلی و:

د روسيې سره  د عثمـانيـې جګړې، او داچې عثمانيـې مصر او ټونیس یې  لویدیزو قدرتونو ته بایللي وو.  په  ۱۸۷۸م کې روسانو د عثمانیانو سره د سولې تړون  لاسلیک کړ، او عثماني دولت مجبور و چې  د جګړې تاوان (۲۴ بیلیون کوروش ) د سلو کالونو په اوږدو کې روسيې ته ورکړي. دغې ماتې او دغه تاوان عثمانیه ډېـره ټکنۍ کړې وه.  دولتي پور(قرض) کله ناکله  د  ټولو عایداتو نـږدې اتیاسلنې(۸۰٪) خوړلې وې. عثماني صنایعو د لویدیزو  صنایعو د غټو تولیداتو سره سیالي نـشوه کولې. عثمانیې یواځې د دې تومنه لرله چې اروپا ته  خپل اومه مواد  وړانـدې  کړي او هلته جوړشوی سامان په خپل هـیواد کې استهلاک کړي.  د  ۱۸۷۷تر ۱۸۷۸م جګړې له امله  په سلګونو  زره کډوالان  استانبول ته راغللل. عثماني سلطنت دوه نور مشکلات هم لرل: په بالکان کې د نیشنلیزم  راپورته کیدل، او د عنعنوي ټولنې په وړاندې د موډرنیزم (نوښتګرۍ) راولاړېـدل. سلطان عبدالحمید په ۱۸۷۸کې پارلمان منحل کړ او قدرت یې  په خپل لاس کې ونیو.  د ولس سره د تماس لپاره یې «مـبـین» (د تماس خلک) مقرر کړل چې د هغه غوښتنې د دولت مامورینو ته ورسوي. مشر مباین (۱۸۷۸تر ۱۸۹۷زییز) غازي او جنرال عثمان پاشا و. سلطان په ۱۸۸۱کې د استانبول پوهنتون وتاړه. د ولس د دیـني او ساینسي تعلــیم  لپاره یی خپلې شخصي پیسې هم لګولې وې.

سلطان دوهم عبدالحمید په ملکي او عسکري ساحو کې علم ته ډېر خدمت وکړ او جرمني او فرانسوي استادان یې راوغوښتل. په  ۱۹۰۰م کې یې د استانبول پوهنتون بیا پرانیست او لاندې پوهنځي  پـکې  رامینځه  شول: ریاضیات، جسمي علوم، دین، او ټولنــیز علوم. د ټیټې طبقې زوزات په علم او د دولت په اداره کې د برخې خاوند شو. دغه نوي ظرفیت سیاسي فعالیت ته لار هواره کړه  او بلا خره یــې د «ځـوان ترکانـو» په انقلاب او پخپله د سلطان دوهم عبد لحـمید د سلطنت په رانسکورولو کــې (۱۹۰۹زییز) برخه واخیستله.

د پينځلسمې زییزې پیړۍ په  اوږدو کې ارمینیا په عثمانیه کې  جذب شوې وه. په ترکیه باندې تور لګیدلی دې چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په  اوږدو کې یې( له ۱۹۱۵تر ۱۹۱۷)  شپـږ سوه زره  تر  یونیم  میلیون ارمنیان وژلي وو. د دغې دعوې حل دقیقوـ بې طرفه مطالعاتو ته اړتیا لري. په ماسیچـیوسیټ  پوهنتون کې ترکی[المانی ټولنپوه او] مورخ (تنیر توکچم*) د ۲۰۱۷ په اپرېل کې  د رابرت سپینسر له خوا اقتباس شوی دی چې: « د تُـرک په  حیث زما په ټـینګه عــقــیده، په ترکیه کې ولــسواکي او بشري حــقوق هغه مهال خونــدي کـــیدلی شي چې تاریخ او تباهـکاریو ته مخامخ وکتل شي.»

*) Taner Akcam quoted in: [jihadwatch.org published 23 April 2017].

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: