تکنالوژي

یوویشتمه پېړۍ او د تکنالوژي ارزښت

يوویشتمه پېړۍ د چټکتيا پېړۍ ګڼله کېږي، یوه داسي پېړۍ چي په لنډ وخت کي يې ډېر هغه څه ممکنه کړل، چي پخوا به افسانې ښکارېدې. هو افسانې!

پخوا به خلګو ویل چي پر ځای به ناست يې او خپل چهارطرفه به وينې، د ورځو سفرونه به ساعتونو او ساعتونو هغې به په دقیقو کي کیږي دا او دې ته ورته، چي په اورېدو به يې انسان هېښ سو.

زما ښه په ياد دي، پلار به مي له هرات څخه کوټي(پښتونخوا) ته ټلیفون کاوه، سهار وختي به د مخابراتو په یو لوی صف کي په نوبت ولاړ وو، چي وخت به يې را ورسېد وربه غی او د کوټي والا سره به يې خبري وکړې، هغه به يې هم ږغ بند بند کېده.

پر ما به يې ليک وليکه او کندهار ته به يې د یوه کس په ذريعه ولېږه، مياشت وروسته به مي پلار ته د لېږل سوي ليک ځواب لوست.

که به مريض له هیواد څخه کراچي یا اسلام آباد ته لېږل کېده، تر هغو به يې په حال او احوال نه خبرېدو چي بیرته راستون سوی نه وي یا يې کوم بل مسافر خبر نه وي راوړی.

چي چا غوښتي وای د خپل واده یا نورو مراسمو عکسونه او فلمونه بهرني هیوادونو  کي مېشت خپلو عزيزانو ته ولېږي،  مجبور ول چي عکسونه چاپخانو کي چاپ کړي،او د ويډيويي فلم سره يې یو ځای د پوسټ یا هم د کوم دوست په ذريعه چي همهغه هیواد ته به تلی، ولېږي.

برېښنالیک او موبایل پيدا سو، د ليک ليکلو او لېږلو چاره يې رخصت کړه، کرار کرار دومره په دې برخه کي پرمختګ وسو چي د نړۍ ډېري چاري يې د موبایل په نس کي واچولې، ساعت، نېټه، د هوا حالات، ليک لېږل، ږغيز پیغام، ويډيويي بانډار، د ادرس موندل، بانکي حساب او …. هر څه يې په یوه سمارټ فون کي خلاصه کړل.

د اخبار، مجلې، کتابو، خبرپاڼو …. ځای له مطبعو څخه تر ډېره د انټرنیټ پاڼو حافظې ته ولېږل سول او لا هم دا پروسه روانه ده.

په منفي اړخ کي مو د ټکنالوژۍ د ودي په همدې لسيزو کي خپل پر هیواد د امريکايي زبېښاکګرو یرغل تر سترګو تېر شو،  چي په ۲۴ ساعتونو کي يې د طیارو په ذريعه پر درست وطن تياره خپره کړه، هوايي ډګرونه مو په څو لحظو کي د وسلو خوراک  شول، د پیاوړي نظام لمنه مو له شمال څخه تر جنوبه په ۲۳ ورځو کي ټوله شوه، ناست به د باګرام، قطر یا نړۍ په بل کونج کي ول، ليکن اهداف به يې په کندهار، قندوز او هلمند کي په نښه کول، پرمختللي وسلې يې یو په یو د همدې وطن پر انسانانو وآزمايلې، چي تر ټولو ښه مثال يې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کي د – ټولو بمونو مور- یا MOAB- کارول وو.
په هر صورت چي له موضوع څخه ليري ولاړ نه سو، د نورو هیوادو ولسونه په پراخه پيمانه له ټکنالوژي څخه کار اخلي، تقريباً د ژوندانه اکثره چاري يې له ټکنالوژي سره تړلي دي؛ خو زموږ اکثره هېوادوال لا هم د ټکنالوژي په آلپوبې نه پوهيږي، کارېدنګ خو يې پرېږده!

هر څومره چي له ټکنالوژي سره مينه پيدا کوو، هومره به زموږ چاري چټکي کيږي او له نړۍ والو سره به مو  په اړيکو کي د بېلتون فاصلې کميږي.

په پښتو کي د ټکنالوژي په برخه کي د کتابونو او ليکنو ګراف صفر ته سرټيټوي او نه هم په دولتي او خصوصي سطحه دې برخي ته پام سوی، په دې امېد چي له پوهنتونونو څخه فارغېدونکي پښتانه ځوانان خپل مونوګرافونه، ليکني او آن کتابونه د خپل مسلک په برخه کي وليکي او تر نورو پښتنو پوري يې د رسېدو جوګه کړي.

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: