کوم عادتونه ځیګر زیانمنوي؟

ځیګر د حیاتي غړو له ډلې شمېرل کېږي چې ګڼې دندې ترسره کوي. د بېلګې په توګه: وینه تصفیه کوي، وينې ته له جذب شویو موادو څخه مضر توکي بېلوي او د ځیګر اړوند هورمونونه تولیدوي. که ځیګر زیانمن شي نو خپله دنده سمه پر مخ نه شي بېولی او له همدې کبله انسانان له ګڼو ناروغيو سره مخ کېږي.

غیر سالم غذایي رژیم او د ژوند نامنظه تګلاره د ځیګر د ناروغیو اصلي لامل کېدای شي. د خواشینۍ وړ خبره دا ده چې د ځیګر د ناروغیو درملنه په سختۍ کېږي او ډېر کله ان د درملنې وړ هم نه وي. نو ښه ده چې د روغتیا لپاره یې دغه ټکي په پام کې ونیول شي.

۱- ډېر خواږه مه خورئ

له کچې ډېر خواږه نه یوازې د غاښونو لپاره، بلکې د ځیکر لپاره هم زیان رسوونکي دي. ځیګر د فرکټوز په نوم خواږه پر غوړو بدلوي. کله چې ډېر تصفیه شوي خواږه او هغه شربت وخوړل شي چې په زیاته کچه فرکټوز لري، په ځیګر کې د زیاتو غوړو د تولید لامل کېږي چې په پایله کې د ځیګر ناروغۍ زيږوي. وروستیو څېړنو ښودلې چې ډېر خواږه د هغو کسانو لپاره چې وزن یې کم هم وي د الکولو په څېر زیان پېښولی شي. نو هڅه باید وشي چې له ډېرو هغو خوړو چې د خوږو کچه پکې لوړه وي ډډه وشي.

۲- په خپل سر یوناني درمل مه کاروئ

یوناني درمل که څه هم چې په پوره طبيعي ډول جوړ شوي وي، کېدای شي د ځیګر لپاره زیان پېښ کړي. تاسو به لیدلي وي چې زموږ ډېری هېوادوال له دې ډول درملو ګټه اخلي او ان د روغتیا وزارت هم د دې ډول درملو پلورونکو ته د کار اجازه ورکړې ده. څېړنو ښودلې، دا چې په دې ډول درملو کې د بېلا بېلو بوټو د یو ځای کېدو انډول په پام کې نه وي نیول شوی، نو کېدای شي ځیګر ته زیان واړوي او د تور یا هم سپین زېړي لامل شي. په ډېری هېوادونو کې د دې ډول درملو کارول بېخي بند شوي دي، خو په ځینو هېوادونو لکه هند او نورو کې لا هم له یوناني درملو څخه ګټه اخیستل کېږي او کارونه یې پر یوه دود بدله شوې ده. له ډاکټرانو سره تر سلا پرته د طبيعي او يوناني درملو له کارولو ډډه وکړئ.

۳- وزن مو کم کړئ

ښايي ډېرې وازګې د ځیګر په سلولونو کې ځای ونیسي او د ځیګر د غوړوالي لامل شي چې دا خپله د ځیګر لویه ناروغي بلل کېږي. د وخت په تېرېدو سره کېدای شي ځیګر وپړسېږي، کلک شي او جوړښت ته یې زیان ورسېږي. داکټران دې ناروغۍ ته د ځیګر خوړینېدل وایي. د وزن زیاتوالی او په کوچنيوالي کې پر شکرې ناروغۍ اخته کېدل د ځیګر خوړینوالي ته لاره هواروي. سالم غذایي رژیم او ورزش کولی شي چې له دې ناروغۍ مو وژغوري.

۴- له اړتیا زیات ويټامين A مه اخلئ

دا سمه ده چې زموږ بدن ويټامین اې ته اړتيا لري، خو ښه دا ده چې د اړتیا وړ ويټامین له سبو او مېوو څخه پوره کړو، هغه هم له سرو، زېړو او نارنجي مېوو څخه. هڅه وکړئ چې په خپل سر د ويټامین A ټابلېټونه ونه کاروئ، ځکه کېدای شي بدن مو ورته اړتیا ونه لري. په خپل سر د ويټامین اې ګولۍ خوړل کولی شي د ځیګر لپاره نه جبرانېدونکی زیان پېښ کړي. له ډاکټر سره مشوره وکړئ څو پوه شی چې ایا بدن مو په رښتیا ويټامین اې ته اړتیا لري او که نه.

۵- ګاز لرونکې نوشابې مه څښئ

څېړنو ښودلې چې پر الکولو سربېره نوشابې هم د دې لامل کېږي چې تاسو د ځیګر د غوړوالي پر ناروغۍ اخته شی. که څه هم چې په دې برخه کې لا څېړنې روانې دي، خو همدا څېړنې هم د دې دليل کېدای شي چې د دغه ډول نوشابو له څښلو ډډه وکړی.

۶- په خپل سر مسکن درمل مه کاروئ

مسکن درمل، چې اېسټامینوفين لري، که له کچې ډېر مصرف شي ځیګر ته زیان رسوي. ډېری کسان دغه ډول درمل کاروي، خو له زيانونو يې خبر نه دي. که دغه درمل د زکام له درملو سره يو ځای وکارول شي نو زيان یې لا ډېرېږي؛ ځکه کوم درمل چې د زکام لپاره کارول کېږي هغه هم په زیاته پیمانه اېسټامینوفين لري.

۷- سره کړي خواړه ډېر مه خورئ

سره کړي خواړه د ځیګر لپاره زیان رسوونکي دي. هغه خواړه چې ډېر سره شوي وي، په وینه کې د مضرو غوړو کچه لوړوي، چې د ا خپله د ځیګر لپاره لوی زیان پېښوي. دغه راز کله چې په بازار کې تیار پاخه شوي او پېک شوي خواړه اخلی، د غوړو اندازه یې وګورئ.

۸- دغه تېروتنې مه کوئ

د خلاصې شوې او مشترکې ستنې کارول هم کېدای شي د ځیګر لپاره ګواښ پېښ کړي. په اصل کې ستونزه په ستن کې نه، بلکې د هغې په کارولو کې ده. که ستن د هپيټایټ پر ویروسونو ککړه وي، په ډېرې اسانۍ سره د وینې له لارې خپرېدای شي. ان که یو ځل هم دغه پېښه تکرار شي هرو مرو مو وینه چک کړئ څو ډاډه شی.

۹- الکول مه کاروئ

جوته خبره ده چې الکول په ټوله کې د روغتیا لپاره زیان رسوي، خو په ځانګړي ډول لومړی ځیګر له منځه وړي. د الکولو کارول مو په ډېرې اسانۍ سره د ځیګر پر ناروغۍ اخته کولی شي. که غواړی چې روغتیا مو تضمین وي، بد عادتونه پرېږدئ او د ژوند کولو غیر سالمه تګلار مو همدا نن بدله کړئ.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب