کوم اذکار ډېر مهم دي؟!

په رښتیا هم د ‌‌‌‌‌‌ډېرو کسانو په ذهن کې راګرځي چې مأثور اذکار خو خورا ‌‌‌‌‌‌ډېر دي، او هر يو يې په خپل وخت او ځای کې خپل ارزښت او اغېز لري، چې د ټولو ویل یا یادول او زده کول کم کسان کولی شي، آيا داسې لن‌‌‌‌‌‌ډ او جامع اذکار شته چې هر څوک یې زده کړای شي او هر وخت یې وویلی شي؟

په دې اړه د سعودي مشهور عالم عبد الرحمن بن ناصر السعدي رحمه الله داسې وایي: د اذكارو په هکله له ‌‌‌‌‌‌ډېر غور او پلټنې وروسته دې نیجې ته ورسېدم چې شپږ ذکرونه ‌‌‌‌‌‌ډېر مهم دي. د کومو په اړه ‌‌‌‌‌‌چې په کتاب او سنتو کې ټينګار او ډېره سپارښتنه شوې، دغه شپږ ذکرونه له غمونو، خپګانونو، دردونو، ناروغیو او ګناهونو سره په جګړه کې خورا ګټور او اغېزمن دي. او په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول دي:

لومړی:
درود ویل، د ورځې په اوږدو کې چې هر وخت فرصت په لاس درځي په نبي‌‌‌‌‌‌ کريم صلى الله عليه ًوسلم درود وايه، په دې سره ‌‌‌‌‌‌ډېرې دنیوي او اخروي ستونزې هوارېږي.

دوهم: استغفار ویل. هڅه کوه چې استغفار ‌‌‌‌‌‌ډېر ووایي، استغفار ویل د اخروي ګټو تر څنګ په دنیا کې په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د مال د تر لاسه کېدو او د اولاد د پيدا کېدو او ‌‌‌‌‌‌ډېرېدو لامل ګرځي. ( فقلت استغفروا ربكم إنه كان غفارا، ۱۰, يرسل السماء عليكم مدرارا۱۱ ويمددكم بأموال وبنين ويجعل لكم جنات ويجعل لكم أنهارا ۱۲ ) سورة نوح

دريم:
يا ذالجلال والاكرام ویل. په حدیث شریف کې ددې ذکر په ویلو ‌‌‌‌‌‌ډېر ټينګار شوی، ذوالجلال مطلب حمد او ثناء، او د اكرام مطلب ور کړه او اعطاء، ‌‌یقینا ډېره اغېزناکه دعاء ده، په لن‌‌‌‌‌‌ډو الفاظو کې خورا لوى مفهوم پروت دی. نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي ذو الجلال والاکرام تل او ‌‌‌‌‌‌ډېر وایئ.

څلورم: لا حول ولا قوة الا بالله.
ددې ذکر په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابهء کرامو ‌‌‌‌‌‌ډېره سپارښته کړې، او د جنت له خزانو څخه یې ګڼلې.
په دې ذکر ‌‌‌‌‌‌ سره دالله جل جلاله عجیب تدبیر، لطف، ورکړه او مهرباني تر لاسه کېږي.

پنځم:
د یونس علیه السلام دعاء
لا اله الا أنت سبحانك اني كنت من الظالمين
دا دعا غمونه له منځه وړي او خوښئ رامنځ ته کوي.

شپږم:
سبحان الله و الحمد لله، لا اله الا الله والله اکبر.
دې کلیمو د ذکر ټول ‌‌‌‌‌‌ډولونه سره رانغښي: توحيد، تسبيح او تنزيه، حمد او ثناء. دا کلیمې د بنده شفاعت كوي. د دوزخ په وړاندې سپر دي. په الله جل جلاله ‌‌‌‌‌‌ډېرې ګرانې او له نورو ذکرونو څخه یې غوره کړې دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي څوک چې د مال په انفاق یرېږي، له دښمن نه یرېږي او جهاد نشي کولی او د شپې یرېږي نو دا کلیمې دې ‌‌‌‌‌‌ډېرې وایي.

يوه عمومي قاعده در سره واخله:
د اذکارو، دعاګانو او دمونو اغېز، ګټه او نتیجه په زاریو کولو، ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډېر ویلو، تکرارولو او تدبر کولو کې دي.
په ‌‌‌‌‌‌ډېر ذکر کولو سره د الله جل جلاله محبت تر لاسه کېږي، په زاریو کولو سره دعاء قبلېږي.

څومره چې شرعي دمونه زیات تکرار شي همغومره په شیطانانو سخت ګوزارونه کېږي، او د حسد او کینې د زهرو مخه نیسې.

ژباړه، له یو څه زیاتونو سره.

لیکوال: ډاکټر عبدالرحمن وردګ

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب