کوروالی روغتیا او دبشر د نسل بقا ته خورا اړینه ده

څلور لاملونه دي،چې کوروالي ته مو هڅوي
که غواړې ،چې پوه شې ولې کوروالی کوې نو دا ولوله، دې کې شک نشته ،چې له کوروالي څخه موخه خوند دی خو ځینې نورې ګټې شته ،چې له کوروالي یې تر لاسه کوې .
کره خبره داده،چې له جنسي روغتیا برخمن کورنۍ ژوند یوازې عاطفي ، رواني او عقلي ژوند نه پیاوړې کوي ، بلکې له دې نورو لاندې ناروغیو مو ژغوري .
1- کوروالی نیمسرې له منځه وړي
په هغو ورځو کې ،چې سر مو درد سخت درد کوي او له کوروالي ډډه کوې دا مو تېروتنه ده ، تاسې باید دا مهال کوروالي ته مخه کړې ، دکوروالي پرمهال بدن داندورفین په نوم هرمون راباسي او دا د درد له ځای سره مستقیمه اړیکه لري ، کله ،چې دا هرمون کم یا ټيټ شي نو دزیات درد احساس کوې او کله ،چې پورته شي د درد کچه ورسره کمیږي او پایله داسې شوه،چې په طبیعي توګه مو ځان له سردردۍ خلاص کړ .
2- پروسټاټ سرطان مخه نیسي یا یې کموي :
تر اوسه دا څرګنده نه ده،چې سړي ولې پر پروسټاټ سرطان اخته کیږي ، خو څیړنې ښايي،چې په منظمه توګه کوروالی له سړی سره مرسته کوي،چې له دې ناروغۍ څخه وژغورل شې او که څوک پرې اخته وي راکموي ، یوه نوې څیړنه په ګوته کوي ، په منظمه توګه کوروالي دهغو کسانو،چې عمرونه یې له پنځسو ډېر وي له هغوي لپاره مرسته کوي،چې ددې سرطان مخه ونیسي .
. the National Cancer Institute مجله کاږي : دمیاشتې 21قذف لږ تر لږه دسینو دسرطان مخه نیسې .
3- کوروالی مو له لوړفشار څخه ساتي :
علمي راپورونه اوس کره کړې ده،چې کوروالی دفشار په کنترول او راښکته کولو کې پوره ونډه لري ، دفشار دکنترول په برخه کې دبل هر درمل په پرتله کوروالی ډېر اغیزناک دی،کوروالی کولای شي،چې رواني فشار راکم ،چې دا بیا پر خپل وار دوینې لوړ فشار راکمولای شي .
4- کوروالی دزړه ناروغۍ پر ضد دی :
که غواړې،چې دزړه له حملې ځان وژغورې اویا مو د زړه ټکان ښه شي ، کوروالی دا چاره په ښه توګه تر سره کولای شي . امریکايي مجله American Journal Of Cardiology کاږي :
هغه سړي،چې په اونۍ کې دوه ځل کوروالی کوي دوی دهغوي په پرتله ،چې دا کار نه کوي دومره دزړه پر ناروغۍ نه اخته کیږي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب