که له شکرې ځان ژغورئ نو چارمغز وخورئ

هره ورځ یو څه اندازه چارمغز خوړل مو د شکر له ناروغۍ تر یوه بریده ژغوري. په امریکا کې شوې یوې نوې تازه څېړنې دا ثابته کړې ده.

یالي پوهنتون کې د څېړنې پر مهال ځينې رضا کارانو ته د شپږو میاشتو لپاره چارمغز ورکړل شول څو هر ورځ يې وخوري. څېړونکي وايي چې د پرلپسې شپږو میاشتو چارمغز خوړلو وروسته د دغو کسانو د ویني شریانونه ښه شوي وو او د کولیسټرول کچه یې کمه شوې وه.

عموما د وینې د شریانونو د کارونو خرابېدو او د خرابو کولیسټرولو د اندازې زیاتېدو سره انسان د شکر په دوهم قسم اخته کیږي.

څېړونکي وايي چې په چارمغزو fatty acids یا غوړین تیزاب زیات موجود وي او د کیلوریز په اړه هم ډير ښه دي. دا که څوک هره ورځ وخوري نو د دغه ميتابلك نظام په ښه حالت کې پاتې کیږي.

په دغه څېړنه کې تر سلو زیات نارینه او ښځو باندې تجربه شوې چې د دوی له منځه ۷۵ سلنه يې په داسې حالت کې وو چې د شکر دوهم قسم ناروغۍ اخته کېدو خطر یې ډير زیات و.

څېړونکي ادعا کوي چې دغه کسانو هر ورځ پنځوس ګرامه څخه زیات چارمغز وخوړل او وروسته یې پایلې دا شوې چې د دغو کسانو د شکر په مرض اخته کېدو چانس کم شوی و.

دغه څېړنه په طبي جریدې بي ایم جی اوپن ډایبیټیس ریسرچ اینډ کیر کې خپره شوې ده.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب