کرسمس او د مبارکۍ حکم يې

د(Christmas) توری له دوو کلمو جوړ دی چې لومړی یې(Christ) او معنى يې- مخلص- ده عیسویان دغه کلمه د عیسی علیه السلام یو لقب ګڼي، دوهمه کلمه(mas) اومعنی یې زېږېدنه ده.
کرسمس د عيسایانو اختر دی چې هر کال د دسمبر د میاشتې په ۲۵مه نیټه یې په دې عقیده لمانځي چې په دې ورځ عیسی علیه السلام زیږیدلی دی.

د عيسویانو په کتابونو کې د ميلاد د نیټې په اړه پراخه اختلافات موجود دي، څوک يې د جنورۍ د میاشتې ۷مه ګڼي، البته بیا دوی د ۲۵دسمبر د ميلاد او یا د اختر د ورځې د لمانځلو لپاره غوره کړی. کرسمس تقریبا ۱۲ ورځې لمانځ کیږي.

دکرسمس په لومړي ځل په منځنیو پیړیو کې په المانیا کې ولمانځل شوه.
[B]د کرسمس د مبارکۍ حکم[/B]
عیسویانو ته دكرسمس مباركي وركول او يا له هغوي سره په كرسمس كې برخه اخيستل دټولو علماؤ په اتفاق سره حرام دي، ځکه دا دهغوى دباطلو عقایدو منل او عيسويت ته دحق دين کتلو په توګه دي.
اخترونه يوه ديني قضيه ده او په دين پوری تړل شوي، حديث شريف کې راځي چې:
(لكل قوم عيد وهذا عيدنا)
ژباړه: هر قوم اختر لري او دا زموږ اختر دى.
ابن القيم رحمه الله فرمايي:
“عيسویانو سره دكرسمس لمانځل داسې دي لكه صليب ته چې سجده وکړې بلكې دا د الله په وړاندې دشراب څكلو، زنا كولو او داسى نورو لويو ګناهونو څخه هم لويه ګناه ده- ډيری خلك چې دين ورته ارزښتتمن ندى په دې كې واقع کيږي او دى په دې نه پوهېږي چې دا په څومره لويه ګناه كى پرېوت، چا چې عیسویانو سره په كرسمس كى برخه واخيستله او يايې د کرسمس مباركي وركړه دا دډيرې لويې ګناه مرتكب شو
وګوره : أحكام أهل الذمة لإبن القيم ۱ جلد ۴۴۴ مخ

دلته ځيني خلک دا وايي چې مسلمان خو به عیسوي ته مبارکي نه ورکوي، خو که چیرې عيسوي یو مسلمان ته دكرسمس مباركي وركړه نو مسلمان بايد څه وکړي؟
ابن العثیمن رحمه الل په دې اړه فرمايي:
” كه چیرته عيسایانو مونږ ته دكرسمس مباركي راكړه نو موږ به ورته هيڅ ځواب نه وركوو ځکه کرسمس زمونږ اخترنه دى بلکې کرسمس د عيسایانو په دين كې همغیر مشروع عمل دی چې دوی له ځانه پیدا کړی دی او كه چیرته مشروع هم وي نو دعیسویت دين د اسلام په راتګ سره منسوخ شویدی . الله تبارك وتعالى فرمايي:
ومن يبتغ غير الإسلام دينا فلن يقبل منه وهو في الأخرة من الخاسرين” ال عمران (85)
وګوره: مجموع فتاوى ورسائل لشيخ إبن عثيمين 3/369
دوهمه اهمه خبره د کرسمس په باره کې داده چې له دوی سره مشابهت حرام دى:
له عيسویانو سره دهغوی په مراسمو کې ګډون کول، دكرسمس كيك ورسره پريكول، لیکونه ليږل، د مبایل د لارې نه پيغامونه لیږل، دكرسمس په ورځ رخصتي کول، په دې ورځ دخوږو شیانو ويشل او همداسى نور… حرام دي؛ ځکه دا له عيسویانو سره ځان مشابه کول دي او څوك چې دكفارو سره مشابهت وکړي نودى د کفارو له ډلې ګرځي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
“من تشبه بقوم فهو منه” ابوداود یې روایت کړی

ابن تيميه رحمة الله عليه فرمايي:
“له عیسویانو سره مشابهت او يا هم له هغوي سره په کرسمس کې برخه اخيستل عیسویانو ته خوښي ورکوي او دا خوښي په هغه څه كې ورکول کيږي چی دوی په باطله سره دي ځكه د عیسایت دين منسوخ شويدى- او داسى هم شي چی هغوي ته دا موقع په لاس ورشي چې ضعيفه مسلمانان د اسلام له دین څخه واړوي او هم يى ذليله كړي
وګوره: اقتضاء صراط المستقيم مخالفة اصحاب الجحيم ۱ جلد ۵۴۶ مخ

احناف علما عموما د کفارو سره په اخترونو کې او په ځانګړي ډول د نوروز د ورځې د مبارکۍ په اړه وايي چې ولو که د یو کس عمر تر پنځوسو کلونو هم اوښتی وي او بیا يې د نوروز مبارکي چاته ددغې ورځې د تعظیم په نیت ورکړه، دی کافر دی او پخواني ټول اعمال يې لمنځه ولاړل. دلیل يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی چې: من تشبه بقوم فهو منه.
وګوره: البحر الرائق شرح کنز الدقائق ۸ جلد ۵۵۵ مخ. دوهم چاپ: دار الکتاب الاسلامي

مالکي علما وايي چې لومړۍ ددوی اخترونه سم نه دي، ټول دروغ دي او له ځانه يې جوړ کړي، دوهم که کوم مسلمان دوی ته په دې ورځې مبارکي ورکړي، دا شرعې مخالف کار دی او مسلمان دې باید ترې ځان وساتي.
وګوره: المدخل لابن الحاج المالکي ۲ جلد۴۶ او ۴۷ مخ.

شافعي علما وايي چې هغه کسانو ته چې کفارو ته په اخترونو کې مبارکۍ ورکوي، باید د دولت لخوا تعزیر ورکړل شي.
وګوره: النجم الوهاج فی شرح المنهاج ۹ جلد ۲۴۴ مخ.

حنبلي علما وايي چې مسیحیانو او نورو کفارو ته مبارکي ورکول حرام دي.
وګوره: کشف القناع عن متن الاقناع ۳ جلد ۱۳۱ مخ.
ځینې معاصر علما چې خبره يې دلیل نه ګڼل کیږي او ضعیف ده وايي چې اوسنیو حالاتو په کتلو سره دوی ته مبارکي ورکول جایز دي ځکه د نړۍ اوضاع بدل شوي، که د هغوی او مسلمانانو تر منځ کومه دوستي وه، نو مبارکي که ورکړل شي، باک نه کوي. دلیل دا آيت نیسي: واذا حییتم بتحیة فحیو بأحسن منها. نساء ۸۶
[B]لنډيز: [/B]

د ټولو سابقینو او متأخرینو د علماو د اقوالو او دلایلو د کتلو وروسته دې پایلې ته رسیږو چې مسیحیانو ته په کرسمس کې او نورو کفارو ته د هغوی په اخترونو کې مبارکي ورکول، حرام دي، که دې ډول اعمالو ته جواز ورکړل شي، بیا د ولاء و براء موقف چیرې پاتې کیږي او همدا تساهل ورځ تر بلې موږ د شریعت څخه وباسي او بل لورې ته مو ټيل وهي. عموما که موږ مبارکي ورکړو دا په دې دلالت کوي، چې دوی حق دي، ددوی دین حق دی او ددوی عقیده چې الله، مسیح او مریم درې واړه (نعوذ بالله) خدایان دي، حق دي.
والله أعلم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب