کتاب او مطالعه

کتاب ښه ملګرى دی

کتاب د ژوند اساسي برخه ده، ډېر غوره ملګرى دى، د تمدنونو ترمنځ د پول حيثيت لري، ستر ملتونه چې د پرمختګ او تمدن لوړو پوړيو ته رسېدلي، غښتلي ليکوال او څېړونکي يې درلودل، د کتاب لوستونې لېوال په کې زيات وو؛ همدا ده چې سوکاله ژوند يې په برخه شوى او د فرهنګ له پلوه بډايه شوي دي. کله چې په يوه ولس کې کتاب او کتاب لوستلو ته په درنښت وکتل شي، په حقيقت کې يې د خپلې ټولنې فرهنګي هويت ثابت کړى او بالعکس په يوه هېواد کې د کتاب او کتاب لوستنې د ارزښت کمېدل، په واقعيت کې د هغه هېواد د فرهنګي او فکري ميراث محوه کېدل ښيي. دا ثابته شوې، هغه ولس چې کتاب نه لولي، بايد چې ټول تاريخ تجربه کړي.

د پوهانو په اند، د کتاب له لارې د انسانانو د تجربو لړۍ زرګونو کلونو ته رسېدلې ده، انساني ژوند ته يې تسلسل ورکړى. دا هغه وسيله ده، چې د انسانانو د ذهني روښانتيا لپاره يې ستر کارونه کړي دي.
له همدې امله، د ملګرو ملتونو د فرهنګي، علمي او روزنيز سازمان (يونسکو) له لوري د کتاب نړيواله ورځ (د اپريل ٢٣مه يا د غويي د مياشتې درېيمه) نومول شوې ده او هر کال د نړۍ په زياترو هېوادونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کېږي.

په دې ورځ د کتاب خپروونکو، چاپوونکو او پلورونکو او د کتاب مينه والو له لوري په ګډه کار کېږي، د کتاب د ګټو په اړه خبرې کېږي او خلک د کتاب لوستلو ته هڅول کېږي. خو د کتاب په برخه کې يو شمېر ټکي بايد په پام کې ونيول شي؛

لومړى دا چې ليکوال او څېړونکي بايد د ټولنې له واقعيتونو او عيني شرايطو سره برابر اړين آثار رامنځ ته او وپنځوي. سره له دې چې زموږ په هېواد کې له تېرو څو لسيزو راهيسې جنګ جګړو خپل ټغر غوړولى، خو بيا هم ځينو څېړونکو او ليکوالو تر خپله وسه ليکنې کړې دي، تأليفات يې رامنځ ته کړي او له نورو ژبو يې ګټور آثار پښتو ژبې او ادب ته را ژباړلي دي او دې کار ته لا دوام ورکوي، خو په دې برخه کې لا ډېر کار، غور او دقت ته اړتيا شته، چې بايد اړوند مراجع ورته پام وکړي.

دوهم دا چې دغه ډول آثار په مناسبه بيه او ښه کيفيت چاپ او خپاره شي، ترڅو يې ترلاسه کول ستونزمن نه وي. په دې برخه کې دولتي اړوند ارګانونه او خصوصي سکتور بايد د کتاب چاپولو او خپرولو ته لا ښې لارې چارې برابرې کړي.

درېيم او تر ټولو مهم د مطالعې د فرهنګ عامول او وده ورکول دي، د کتاب لوستلو علاقمندان بايد زيات شي. زموږ په هېواد کې په هغه کچه، چې بايد کتابونه ولوستل شي، هومره مطالعه نه کېږي او آن دا چې د مطالعې فرهنګ په ډېره ټيټه کچه يا له نشت سره برابر دى. دغه مسئله د کتابونو له پلور او پېر څخه له ورايه جوتېږي؛ په هغه کچه چې زموږ په ټولنه کې کتابونه چاپېږي، پېرل او اخيستل يې بيا کمرنګه وي. نو په کار ده، لکه د ژوند په ورځنيو چارو کې، چې بل هر کار ته وخت ورکول کېږي، په ورځ کې يوه برخه د مطالعې لپاره هم ځانګړې شي او په دې اړه لازمي ده، چې وويل شي، د تلويزيون او انټرنټي رسنيو په راوتلو سره، نه بايد چې خلک له کتاب ويلو څخه منصرف شي.

که زموږ هېوادوال د کتاب لوستلو ته وخت ورکړي او په ارزښت ورته قايل شي، نو د کتاب تقاضا به ورسره زياته شي چې په دې سره به د هېواد اقتصاد هم څه ناڅه پياوړى او غښتلى شي. نن ورځ فرهنګ يوه مهمه اقتصادي سرچينه ګڼل کېږي، په پرمختلليو هېوادونو کې د هغوى د عوايدو يوه برخه له فرهنګي فعاليتونو برابرېږي، دغه راز مشهور ليکوال په کې د کتاب خپرولو او حق الزحمو اخيستو له لارې پانګه وال شوي دي، خو زموږ په ټولنه کې لا دې چارو ته چندان پاملرنه، نه کېږي.

د کتاب په اړه بله مهمه خبره دا ده چې موږ نه یوازې دا چې د کتابونو په لوستلو کې برخه واخلو، بلکې په ساتنه او پالنه کې يې هم رغنده رول ولرو، ځکه په کتابونو کې د بشري نسلونو د فکرونو او تجربو زېرمې نغښتې دي. نو د کتاب د لوستلو د فرهنګ د دودولو لپاره مهمه ده، چې لومړی کتابونه زيات شي، کتاب ليکوالو ته د دولت له خوا معاش او کلني جوايز ورکړل شي، د کتاب لوستلو سيالۍ ترسره شي، د ليکنې او ژباړې مرکزونه جوړ شي، علمي کتابونه را وژباړل شي، د کتاب د چاپ حق خوندي شي، کتاب چاپول او خپرېدل يې معياري شي، کتاب پلورنځي زيات شي، پوهنتونونه، دولتي او خپلواکې ادارې په ورځپاڼو کې کلنۍ داخله واخلي او د دې لپاره بوديجه ځانګړې کړي، کتاب خپروونکو ادارو ته دولت پور ورکړي، د کتاب لوستلو ستر ستر کمپاينونه ترسره شي، په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د کتاب نندارتونونه جوړ کړل شي، په تعليمي او تحصيلي نصاب کې د مطالعې لپاره ځای ورکړل شي.

محمداصف احمدزى

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close