ښځې لپاره اوږد نوکونه پريښودل روا دي؟

پوښتنه: له هر څه نه مخکي زما د زړه د کمي سلامونه قبول کړي، اسلام علکيکم ورحمته الله برکاتهُ

د ښځو عمومآ دا خواهش وي چي هغه خپل واده کې خپل خاوند ته ځان سنګار کړي نو هغوي اوږده نکونه (ناخون) پريښودل خوښوي نو آيا ښځي ته اوږده نکونه (ناخون) پريښودل روا دي او کنه۔
او که رواه دي نو څومره نکونه لوه ولي شي۔

وسلام

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

د نوکانو اوږده پريښودل د سنتو خلاف کار دی ځکه د نوکانو اخيستل د فطرت له سنتو څخه دي .

(الفطرة خمس: الختان، والاستحداد، وقص الشارب، وتقليم الأظفار، ونتف الآباط). ( متفق عليه )

دا پنځه شيان د انسان د فطرت سليمه د تقاضا خاص احکام دي :

ختنه سنت کول ۲- د نامه لاندې ويښتو خريل ۳- د بريتو لنډول ۴- نوکونه پرې کول ۵- د تخرګونو د ويښتانو اخستل .

د انس رضی الله عنه روايت دی چې وايي : “وقتَ لنا رسول الله صلى الله عليه وسلم في قص الشارب، وقلم الظفر، ونتف الإبط، وحلق العانة: ألا نترك شيئاً من ذلك أكثر من أربعين ليلة”  يعنې پيغمبر صلی الله عليه وسلم مونږ ته د بريتونو لنډولو ، نوکونو ، د تخرګونو د ويښتانو خريل د نامه لاندې ويښتانو ويستلو په باره کې وخت تعين کړی ؤ چې د څلويښتو (۴۰) ورځو پس يو هم باقي نه شي .

نو داسې کول د سنتو خلاف عمل دی پيغمبر صلى الله عليه و سلم فرمايلي دي چې : “فمن رغب عن سنتى فليس منى” (متفق عليه)، يعنى: “څوک چې زما د سنتو څخه مخ اړوي هغه له ما څخه نه دی .

دوهم دا چې داسې کول د چهار پايانو او کافرانو سره مشابهت کول دي چې داسې کول حرام دي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : “من تشبه بقوم فهر منهم” يعنى څوک چې خپل ځان د کوم قوم سره تشبح کړي له هغوی سره به وشميرل شي “

نو داسې کول د مسلمانې ښځې د پاره مناسب کار نه دي او نه هم دا د فطرت سليمه غوښتنه ده بلکي د فطرت خلاف عمل دی .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب