ښځه ګرانه مور او ګرانه خور ده!

 ښځو ته چې کوم حقوق اسلام ورکړي بل هيڅ يوه دين ، مذهب او ټولني نه ورکړي  وو، نه يې ورکړي او نه به يې هم ورکړي.

ښځه هغه مور ده چې په ژوند کې خپل زوی ته تر دي ګرانه او عزتمنده بل هيڅ کوم شی نشته، نېکه او ښه ميرمن هغه عزتمنده ا و ګرانه ښځه ده چې خاوند ته يې بې له مور،اولاد او پلار څخه تر دي کوم بل شي محبوب او ګران نشته. ښځه هغه خور ده چې وروڼه  يې ددوي د عزت او پت ساتلو لپاره له سرونو څخه تيريږي.

ښځه هغه عزتمنده او قدرمنه څيره  ده چې د کور څخه بهر او دننه ټولي ستونزي نارينه په ورين تندي ددي د خوشحالي او هوسايې لپاره ګالي.

ښځه د کور هغه سرداره او مشره ده چې په کور کې دننه د ټولو اړوند ښځينه پريکړو کې اخرنۍ پريکړه او نظر يې نارينه عملي کوي.

په قرآن کې د ښځي  (مور) په اړه الله  عزوجل ډير آيتونه نازل کړي دي: (وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَبِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَى وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالجَنبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ مَن كَانَ مُخْتَالاً فَخُورًا)

اوتاسي ټول د الله بندګي وکړئ، له هغه سره هیڅ شی شریک مه نیسئ، له مور او پلار سره غوره رویه وکړئ، له خپلوانو، یتيمانو او مسکينانو سره نیک چلن وکړئ، او له خپلوانو ګاونډيو سره ، پرديو ګاونډيو سره ، د څنګ له ملګري او پردیس سره او له هغو وینزو او غلامانو سره چې ستاسي په لاس کښې وي، د احسان چار چلن وکړئ، باور ولرئ چې الله يو داسئ څوک نه خوښوي چې په خپله انګېرنه مغرور وي او په خپله لوړتيا وياړي.

(قُلْ تَعَالَوْاْ أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلاَّ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلاَدَكُم مِّنْ إمْلاَقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ وَلاَ تَقْرَبُواْ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ)

ای محمد ه (ص)! دوی ته ووایه چې راشئ زه تاسې ته اوروم چې ستاسې رب پر تاسې څه بنديزونه لګولي دي:  (۱) دا چې له هغه سره څوک مه شریکوئ، (۲) له مور او پلار سره ښه چار چلند وکړئ، (۳) خپل اولاد د مفلسۍ (له وېرې) مه وژنئ ، موږ تاسې او هغو ته روزي دركوو، (۴) او دبې حيايۍ کارونو ته مه نژدې کيږئ هغه که ښکاره وي او که پټ، (۵) او هغه نفس چې الله هغه حرام ګرځولی دی مه وژنئ مګر په  حق سره، دا خبرې دي چې ددې لارښوونه هغه تاسي ته کړېده، شايد تاسي پوه شى.

[irp][irp][irp]

)يَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلْ مَا أَنفَقْتُم مِّنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ وَالأَقْرَبِينَ وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا تَفْعَلُواْ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللّهَ بِهِ عَلِيمٌ(

خلک له تانه پوښتنه کوي مونږ څه مصرف کړو؟ ځواب ورکړه کوم مال چې تاسې لګوئ، پر خپل مور او پلار، خپلوانو يتيمانو، مسکينانو او پرديسانو يې ولګوئ او تاسې چې هره ښېګڼه کوئ نو پېشكه چې الله پرې ښه پوهېږي .

دا ډول په لاندې آيت کريمه کې د ميرمن او خاوند په اړه الله عزوجل  فرمايې:

)وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ(

او د هغه له نښانو څخه (بله) داده چې ستاسې له پاره همدا ستاسې له جنس نه يې ميرمنې پیداکړې ترڅو چې تاسې له هغو سره ارام ترلاسه کړئ او ستاسې (ښځې او خاوند) په منځ کې يې مينه او خواخوږي پیداکړه. په باوري ډول په دې کې د هغو خلکو له پاره ډیرې نښانې دي چې غور او فکر کوي.

د نظرونو ساتلو په اړه الله عزوجل نر او ښځي  دواړو ته امر کړی چې خپل نظرونه او شرمځايونه وساتئ:

)قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ ( )وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء وَلاَ يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ(

ای پيغمبره! مؤمنانو نارينه و ته ووايه چې خپل نظرترکنترول لاندې وساتي او دخپلو شرمځایونو ساتنه وکړي، دا دهغو له پاره ډېره پاکه کړنلاره ده، هغوی چې څه کوي الله پرې ښه خبر دى.

او ای پیغمبره! مؤمنو ښځو ته ووايه چې خپلې سترګې ترکنترول لاندې وساتي، او دخپلو شرمځايونو ساتنه وکړي او خپله ځان جوړونه او سينګار دې نه ښکاره کوي پرته له هغه چې په خپله څرګند شي، او پرخپلو سينو دې د خپلو پړونو پلوونه واچوي، هغوی دې خپله ځان جوړونه (سينګار) نه ښکاره کوي مګر د مېړونو، پلرونو، د ميړه پلرونو، د خپلو زامنو، د ميړونو د زامنو (بنزيانو) وروڼو، وريرونو، خوريونو، د خپلې طبعي ښځو، خپل مملوك او د خپل لاس لاندې هغه نارينه وو په وړاندې چې ښځو ته حاجت ونه لري او هغه ماشومان چې لا تراوسه پورې د ښځو له پټو خبرو سره اشنا شوي نه وي او هغوی دې پرځمکه باندې په زوره پښو وهلو سره  په داسې شان تګ نه کوي چې د پټ کړي سينګار يې خلکوته معلومات وشي. ای مؤمنانو! تاسې ټول الله ته توبه وباسئ، ښايې چې بری درپه برخه شي.

 دالله عزوجل استازي ګران پېغمبر حضرت محمد (ص) احاديث د ښځو په اړه زيات د احاديثوپه کتابونوکې شته، د ښځو په اړه يې څو لنډ احاديث را نقلوم:

 [stextbox id=”info” direction=”rtl”]

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلی الله علیه وسلم: «السَّاعِي عَلَى الأَرْمَلَةِ وَالْمِسْكِينِ، كَالْمُجَاهِدِ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، أَوِ الْقَائِمِ اللَّيْلَ الصَّائِمِ النَّهَارَ».  (بخاري)

ژباړه: ابو هريره رض وايې: نبي کريم (ص) وفرمايل: هغه څوک چې د کونډي  ښځي او غريب اړتياوو په پوره کولو کې هڅه او مرسته کوي، دغه څوک دهغه چا په ډول دی څوک چې د الله عزوجل په لار کې جهاد کوي او يا دهغه چا په ډول دی څوک چې د شپې له خوا عبادت او د ورځې روژه وي.

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما قَالَ: لَعَنَ النَّبِيُّ صلی الله علیه وسلم الْمُخَنَّثِينَ مِنَ الرِّجَالِ، وَالْمُتَرَجِّلاتِ مِنَ النِّسَاءِ، وَقَالَ: «أَخْرِجُوهُمْ مِنْ بُيُوتِكُمْ». قَالَ فَأَخْرَجَ النَّبِيُّ صلی الله علیه وسلم فُلانًا، وَأَخْرَجَ عُمَرُ فُلانًا. (بخاري)

 [/stextbox]ژباړه: ابن عباس رضي الله عنهما وايي: نبي اكرم صلی الله علیه وسلم پر هغه نارينه وو لعنت کړی دی چې خپل ځانونه د ښځو په ډول کوي، او لعنت يې کړی پر هغو ښځو چې ځانونه د نارينه وو په ډول جوړوي. محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل چې دغه ډول نارينه او ښځينه له خپلو کورونو څخه د باندې وشړئ. ابن عباس رضي الله عنهما وايي چې هغه وخت نبي کريم صلی الله علیه وسلم پلانی او عمر رضی الله عنه پلانی  د هغوی له کورنوڅخه وشړل.

حضرت عائشه رَضِي اللَّه عَنْهَا وايي: چې حضرت محمد (ص) به  حضرت خديجې رَضِي اللَّه عَنْهَا ډيره يادوله، او کله چې به يې پسه حلال کړ هغه به يې ټوټه ټوټه کړ او غوښه به يې د حضرت خديجې رَضِي اللَّه عَنْهَا ملګرو ښځو او دوستانو ښځو ته وليږله.

[irp][irp][irp]

 عَنْ عَبْدِ اللَّهِ رضی الله عنه: أَنَّ امْرَأَةً وُجِدَتْ فِي بَعْضِ مَغَازِي النَّبِيِّ صلی الله علیه وسلم مَقْتُولَةً، فَأَنْكَرَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم قَتْلَ النِّسَاءِ وَالصِّبْيَانِ. (بخارى)

ژباړه: عبد الله‏ بن عمر رضي الله عنهما وايې: د نبي کريم (ص) د غزواتو څخه په يوه کې يې يوه وژل شوې ښځه پيدا شوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښځو او کوچنيانو وژل ناخوښ وګڼل.

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ صلی الله علیه وسلم يَقُولُ: «لا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ وَلا تُسَافِرَنَّ امْرَأَةٌ إِلا وَمَعَهَا مَحْرَمٌ». فَقَامَ رَجُلٌ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، اكْتُتِبْتُ فِي غَزْوَةِ كَذَا وَكَذَا وَخَرَجَتِ امْرَأَتِي حَاجَّةً؟ قَالَ: «اذْهَبْ فَحُجَّ مَعَ امْرَأَتِكَ». (بخاري)

ژباړه: ابن‏ عباس  رضي الله عنهما وايې: له رسول الله صلی الله علیه څخه مي واورېدل چې ويل يې (هيڅ سړی دي له بيګانه ښځي سره خلوت نه کوي او نه دې يوه ښځه له محرم پرته سفر كوي). په دې خبره يو سړی ولاړ شو او ويې ويل: ای د الله رسوله! ما د پلانۍ غزا لپاره خپل نوم ليکلی دی، او ښځه مې غواړي چې حج ته ولاړه شي؟ دالله رسول محمدصلی الله علیه وسلم ورته وويل چې: له خپلې ښځي سره حج ته ولاړ شه.

که ننۍ انساني ټولنه ښځي ته هغه ټول حقوق چې قران او سنت ښودلي ورکړي نو بيا به د نړۍ په هيڅ ځای کې داسي ښځه پيدا نه شي چې ځان ته د غرب سپک او له تمدنه څخه وتلي حقوق وغواړي. هغه حقوق چې ننۍ غربي او شرقي ښځه يواځي د نانځکي په ډول د جنسي غريضي د اشباع او مادي ګټو لپاره کاروي. هغه حقوق چې پتمنه او عزتمنه مور، خور او لور په بربنډ ډول د سينما په پرده اوياد هم د تلويزونو په ښيښه د شتمنو د اعلاناتو لپاره په ناسم لباس او ناسم ډول ښکاره کول کيږي.

په دي هيله چې اسلامي نړۍ مسلمانو ښځو ته  د قرآن او سنت سره سم خپل ټول حقوق ورکړي او دښځو لپاره د غرب ناولي او ناسم حقوق له منځه ولاړشي.

[irp][irp][irp]

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب