ادب، لیکوالي او ژبپوهنه

ښه پښتو به څنګه لیکو؟

په پښتو ژبه خبري کول اسانه دي ، خو لیکل یې یو څه ستونزمن دي . دا ځکه چي په پښتو کي څو ډوله (یې ګاني) شتون لري چي د هغوی بې ځايه کارول دلیکني مطلب اړوي . نه یواځي په لوستلو کي ستونزي را منځ ته کوي بلکه د مطلب مانا هم اړوي . ددې لپاره چي په لوستلو کي ستونزي را منځ ته نه شي او د مطلب مانا د لیکونکي د ذهن سره برابر ولوستل شي ، ډیره زیاته اړینه ده چي هره (ی) پر خپل ځای و کارول شي ،چي په دې ترتیب به د مضمون ارزښت لا زیات لوړ شي.

په پښتو کي پنځه یې ګاني شتون لري چي هغه دادي:

ی ، ي ، ې ، ۍ ، ئ

لمړی بې ټکو  ( ی ) :
د نارینه نومونو لپاره ،په صفتونو او کار کولو (فعل) کي په پورته آوازکارول کیږي لکه :
سړی ، سوټی ، دبلی ، منګی ، ګلالی ،بچی ، زمری ،لوی ، نری ، لالی ،خټکی ، کابلی ،کندهاری ،هراتی ، مزاری او داسی نور ….

دوهم څنګ پر څنګ ټکي لرونکې ( ي ) : 
په صفتونو ، کار کولو (فعل) او نارینه جمعي نومونو کي په کښته آوازکارول کیږي لکه :
سړي ، سوټي ، منګي ،نري ، خټکي ،تللي دي ، رابه سي ، راځي ، ځي ، خوري ، چیښي ،
کالي ، خپلوي ، دوستي او داسی نور …

دریم سر پر سر ټکي لرونکې ( ې ) :
په ښځینه نومونو او صفتونو کي په اوږداو پورته آواز کارول کیږي لکه :
شلومبې ، پټاټې ، ادې ، مستې ، شیدې ، خورې ، ځې ، راځې ، و لاړې ، لندې ، کږې ، پستې ، زیږې ، خوږې ، ورستې ، او داسی نور …

څلورم لکۍ لرونکې ( ۍ ) :
په ښځینه (مونث) نومونو کي په لږ اوزد آواز کارول کیږي لکه :
هګۍ ، بګۍ ، ډوډۍ ، نجلۍ ، سپوږمۍ ،هیلۍ ، ګلالۍ ، نتکۍ ،جلبۍ ، خوارکۍ ، خورکۍ ،کندهارۍ ، کابلۍ ، هراتۍ ، مزارۍ او داسي نور …

پنځم همزه لرونکې ( ئ ) :
په جمع فعلونو او نارینه کارکونکي نومونو کي کارول کیږي لکه :
ښوونکئ ، ځغستونکئ ، را تلونکئ ، خوړونکئ ، ژړیدونکئ ، او رونکئ ، ګورئ ،اورئ ، ځئ ، راځئ ، حساب ور کوئ ، حساب اخلئ ، حساب مه منئ ،کښېنستئ ، ولاړئ ، راغئ او داسی نور …

مننه
ټول افغانستان

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: