ښه تربیت

د یوې سالمی ټولنې د تربیت په هکله باید چې، ډیر مسولیتونه احساس کړو ، او سالمی ټولنې د راوستو د پاره په درس او تعلیم باندی د نوی نسل په هکله زور واچوو ، ځکه که یوه ټولنه او افراد یې د زمانې د تقاضو سره سم په علم او فن سمبال نه وي ، نو خپل د راتلونکي نسل د پاره هیڅ خدمت نه شي کولای، بلکه ټولنه د بربادۍ خواته وړي، نو د ټولنې د پاره د خدمت په لاره کې، د داسي افرادو څخه ښه تمه او توقع کیدای شي، چې هغوي په علم و فن سمبال وي یا بنیادأ د هغوي تربیی او روزنه سالمه شوي وي، نو سر د همدا اوسه ماشومانو ته د ټوپک ، او بم پرځای کتابونه او قلمونه لاس کې ورکړی ،او هغوي د علم او معرفت د حصول په لور و هڅوئ د هغوي په زړونو کې د کینې او کرکي پرځای محبت واچوئ ، د سبا ورځي د ماشوانو فکر هم وکړئ ،که په یوه ټولنه کې په عصری علومو روزل شوي استاذان ونه لرو ، نو د غي ټولني د راتلونکي د پاره د ښه انسانانو تمه  باید و نه کړو ،که استاذان ښه تربیت نه شي ، په دي کې شک نشته چې یوه ټولنه ورسره خرابیږي ، د شیخ ابوالحسن خرقانی د کیسوڅځه ده، چې انسان ته د خودۍ ټکان ورکوي ،او هغه دا ده چې وايې چې 🙁 یو مست می ولیده چې د خټو ډکه په یوه کوڅه کې روان وو او په خټو کې یې خیزونه وهل وایي ما ور ږغ کړل چې خپو ته دې پام کوه چې و نه ښویږي ، مست وویل : شیخه که زه وښویږم باک نشته ، ته په هوش کې اوسه چې ونه ښویږي ځکه تا پسي به ډیره یوه لویه ټو لنه او جماعت وښویږي.)شیخ اوابوالحسن خرقانی وايي چې دي خبري ماته سخت د خودۍ ټکان راکړ،نو دا خبره رشتیا ده که زمونږه استاذان ، رهبران او مشران و ښویږي ، نو د هغوي سره یوه لویه ټولنه بربادیږي ،

سید عبیدالله نادر

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب