ژوند پالنه

ژوند د هر مخلوق طبیعي حق دې چې دا حق الله تعالی هر ساکښ ته چې په ځمکه، سمندر او اسمان کې دې، ورکړی دې تر څو هر یو یې په خپل چاپیریال کې د توافق له مخې ژوند ته دوام ورکړي خو په دې ټول مخلوق کې د انسان ژوند ته زیات سهولت برابر او ارزښت ورکړ شوی دې حال دا چې نور محلوق یعنې په ځانګړي توګه حیوانات او داسې نور د انسان د ژوند تابع دي او انسان په ټولنیز ژوند کې ورڅخه استفاده کوي چې په واسطه یې ډیر کارونه د حیواناتو په وسیله سرته رسوي همدارنګه غذایي مواد هم ورڅخه لاس ته راوړي چې په بنا یې د نورو پرتله انسان زیات عاقل ،شرافت او د عزت خاوند هم دې دا ټولې اسانتیاوې انسان په خپله ځانته نه دي برابرې کړې بلکې د ځمکې، سمندرونو او اسمانونو عظیم ذات دا پیرزوینه او لورینه یې په انسان کړیده چې هم دغه انسان د خپل مالک او خالق عبادت وکړي او هم ښه ژوند وکړي.

دا چې د ژوند پالل په څه مانا؟ د ژوند څخه موخه څه ده؟ د څه لپاره ژوند کوو؟ د څه لپاره ژوند ښکلی کوو؟ د څه لپاره زیار باسو؟ او داسې نور…د ژوند په اړه بلا پوښتنې شته او هرې یوې ته یې انسان ځواب ورکولی شي ځکه چې د ژوند پالنې کیلي الله تعالی انسان ته ورکړیده او انسان او د هغه په شا او خوا کې چاپیریال خپله د ژوند څخه عبارت دې دا په دې مانا نه ده چې انسان ته د هر څیز د هغه د غوښتنې مطابق تیار وي بلکې انسان هره دقیقه کې مجبور دې چې د ځان او نورو لپاره کار وکړي او خپلو هیلو او غوښتنو ته د کار کولو او زیار ایستلو په مټ ورسیږي.

تاسو وګوری چې په شپه او ورځ کې د ځان په شمول ټول انسانان بوخت دي هیڅوک ډیر ارام نه کوي او نه زیات ارام کول خوښ کوي بلکې دا بوختیا یې دوامداره ساتلې ده او څومره چې دا نړۍ موجوده وي تر هغې به دا لړۍ هم جریان لري، ددې څخه موخه دا نه ده چې نن انسان ژوند ته پرمختګ ورکړ او د سبا لپاره د دغه پرمختګ کافي وګڼي او نور په بستره کې خوب وکړي. مګر نن صبا د انسانانو تر منځ د عصري ژوند جوړول یوه سیالي رامنځته شوې ده، چې دغې سیالۍ د ټولو انسانانو لپاره ګټه رسولې او د ځمکې په مخ د ټولنیز ژوند چاپیریال ته یې ښکلا ورکړېده.

موږ که ژوند سلامت، خوندي او په ټولیزه بڼه شریک وپالو او ورسره د الله تعالی جل جلاله عبادت هم وکړو نو موږ به له هر ډول خطر څخه محفوظ و ، د ژوند یو غوښتنه دا هم ده چې تل د هر ډول خطر څخه خوندي وي او ژوند چې څوک زخمي او برباد کوي دا خلک د ژوند قاتلین ګڼل کیږي ولې چې ژوند چاته د بدبختۍ او انسان وژنې پیغام نه ورکوي بلکې ژوند ټولنې ته په یوه ټغر او دسترخوان باندې د کیناستلو توصیه کوي او څوک چې یو ټغر او دسترخوان نه پیژني یا ګډ نه سره اوسیږي پرته له جاهلتوب او وحشت څخه بله مانا نه لري.

که له یوې خوا زموږ ټولنه له نورو ټولنو سره پرتله کړو نو غټ توپیر ورسره لرو، په اصل کې موږ تر اوسه پورې ژوند خوندي او سمسور نه دی پاللی، څومره کار چې د نړۍ مختلفو ټولنو انسانانو ژوند ته کار کړی دې او د ژوند د ښیرازه ساتلو لپاره یې شپه او ورځ زیار، زحمت او خولې توی کړي دي، هغومره واره موږ ژوند ځپلۍ او وژلۍ دې، دا ډیره د افسوس او شرم خبره ده، چې د نورو انسانانو په څیر خالق او رازق څیښتن موږ ته عقل، د بدن پوره غړي راکړي دي، همدارنګه د نورو په څیر د اوسیدو ځمکه، شپه او ورځ، لمر او سپوږمۍ، سمندر او اسمان، طبیعي ذخایر، کانونه او همدارنګه د ژوند ټول سهولتونه او اختیارات یې راکړي دي. په ځانګړي توګه د اسلام په سپیڅلي دین یې هم مشرف کړي یو…

نو بیا ولې موږ د تورتم، تیارو او جهالت لاره غوره کړېده؟

هرو مرو به ستاسو د هر یوه ځواب په یوه او بل باندې تور لګول او پړه ور اچول وي، په داسې حال کې چې موږ ټول ناپوه او ظالمان یوو، دلته خو له تاریخ څخه بربادي روانه ده، دلته خو له ازله د ژوند قتل عام روان دې او د څه لپاره؟

سړی هک پک حیران شي، چې انسانان پیدا شوي یوو او که د انسان په څیره کې وحشیان!!!

اې خلکو!! او په ځانګړي توګه د وطن دروغجنو غمخورانو او واکمنانو!!!

راځۍ! چې نور ژوند په سولییزه بڼه وپالو.

راځۍ! چې نور دغه وران وطن او خوار ولس ته کار وکړو او ټول ولس د ژوند د بهبود او پرمختګ لپاره بوخت کړو.

راځۍ! چې نوره په خپل چاپیریال کې د جاهلتوب، جنګ کولو او وینې تویونې مفکوره له منځه یوسو او نور روانو ستونزو او ناخوالو ته کلکه  لګت ورکړو، که داسې ونه کړو، له نړۍ څخه زیات شرم دې او چې دغه شرم ته شرم ونه وایو نو بیا خو زموږ او د حیوان تر منځ کوم تفاوت نشته.

دا خو سل په سلو کې یقیني خبره ده چې موږ ټولو ته ښه ژوند خوند راکوي او کله چې د نړۍ ژوند او پرمختګ ګورو نو خپل وطن او حالاتو ته په کتو سره زیات خواشیني شو خو بیا هم په پرمختګ کې پاتې راغلي یو، چې علتونه یې ډیر زیات دي خو غواړم چې په لنډه توګه ووایم، چې د ښه ژوند پالنې لپاره لومړی باید د یووالي په فضا کې ژوند سره وکړو، دوهم باید د جنګ په ځای سوله او امنیت ولرو، دریم باید په علم حاصلولو باندې ډیر زیات تمرکز وکړو، څلورم باید ولس او وطن ته وفاداره واوسو او د غلامۍ او خیانت ذهنیت له منځه یوسو، تر څو د روانو ستونزو څخه نجات ومومو، نو په دې هیله او د الله تعالی په رحم سره چې نور له هر ډول ناامنیو ، جنګونو، ظلمونو او بې اتفاقیو څخه خوندي واوسو.

 

 

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب