ژمی نژدې دی، که غواړئ له زکامه په امان شئ نو …

د صحت په برخه کې ډیر واړه گامونه ډیرې زیاتې گټې لري او له ډیرو مهلکو ناروغیو څخه مو ژغوري. د ډاکټرانو په وینا د ناروغۍ تر ټولو غوره درملنه په ناروغۍ نه اخته کیدل دي.

دلته مو له ځینو داسې درملو سره اشنا کوو چې د زکام په زر رغیدو کې مرسته کوي:

[irp][irp][irp]

۱ـ ډیر مایعات استعمال کړئ. اوبه او جوس له استعمال سره د بدن اوبه نه کمیږي او په دې وسیله د انسان ستونی تازه ساتل کیږې.

هر انسان باید په ورځ کې له اته څخه تر لس گیلاسه اوبه وڅښي.

د زکام مخنیوي لپاره انسان کولی شي له اوبو، انرژۍ، چای، میوې اوبه او سرکې څخه استفاده وکړي. سوپ هم د زکام خطر تر ډیره حده کموي.

کافي او نور کیفین لرونکي مایعات د بدن اوبه کموي او په زکام اخته کیدلو خطر زیاتوي.

۲ـ گرمه هوا تنفس کړئ. گرمې هوا تنفس کولو سره د وینې جریان ښه کیږي او روانې پوزې ته ډیره گټوره ده. خپل سر د خوټیدونکي اوبه له پاسه ونیسئ او د پزې په وسیله گرمه هوا تنفس کړئ.

که دغه گرمه هوا ستاسو پزه کې سوی پیدا کوي نو په ډېرې ارامۍ سره تنفس ته ادامه ورکړئ. کولی شئ چې طبې مرطوب کوونکی سپرې واخلئ خو بیا هم گټه به يي د گرمې هوا تنفس کولو څخه زیاته نه وي.

۳ـ په ورځ کې څو ځله خپله پزه خالي کړئ او دغه کار صحي طریقې سره وکړئ. په زکام کې خپله پزه خالي کول ډیره زیاته گټه لري؛ ځکه که چیرې څوک خپله پزه پاس خوا ته کش کړي نو په پزې کې

موجود میکروب مغزو ته رسیږي.

پزه خالي کولو وخت کې باید په پزه ډیر فشار را نشي؛ ځکه د ډیر فشار په وسیله د پزې څخه میکروبونه غوږ ته انتقالیږي او غوږ درد سبب گرځي.

رالېږونکی: عطاء الله مومند

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب