اسلامي خوځښت

ډله ايز کار ضرورت او ځانګړتياوې

ډله ايز کار څه ته وايي؟

ډله ايز کار هغه منظم فعاليتونه دي چې د څو افرادو لخوا د ټاکليو اهدافو او لرليد د ترلاسه کولو لپاره د يو مشخص اداري نظام په چوکاټ کې ترسره کيږي.

د ډله ايز کار اساسي عناصر دا دي:
۱: ټاکلي اهداف، لرليد او تګلارې
۲: اداري نظام او چوکاټ،
۳:په ټاکليو اهدافو او تګلارو باوري او اداري چوکاټ ته غاړه ايښودونکي وګړي
۴: قيادت او رهبري

دا چې مونږ دلته د اسلام لپاره د ډله ايز کار په هکله غږيږو، تر هر څه نه وړاندې دا يادونه ضروري بولم چې د اسلام لپاره کار او هلې ځلې په بيلابيلو بڼو روانې دي، کوم کارونه چې په ډله ايزه توګه روان دي ، دا ټول شايد د پورتني تعريف په رڼا کې په بشپړه توګه سم ونه خيژي، خو هغه څه چې د ټولو تر منځ ليدل کيږي، هغه د څو افرادو په يو محور راټوليدل او په ځانګړي اسلوب او تګلاره کار کول دي. داچې د کار اهداف، پړاوونه او لرليد هر فرد او حتی هر قيادت ته څرګند دی، يا دغه اداري نظام په ريښتينې توګه د دې جوګه دی چې د افرادو کار منظم کړي او يا دا چې په کار باندې د افرادو باور پوخ دی او که نه ؟ داسې او داسې نورې ستونزې په يو شمير ډله ايزو کارونو کې تر يوې کچې ليدل کيږي، خو په ټوله کې دغو هلو ځلو ته مونږ ډله ايز کار ويلی شو.
وروسته به د يو بشپړ او سالم ډله ايز کار ځانګړتياوې ذکر کړو، خو لومړی په اسلام کې د ډله ايز کار په ضرورت او شرعي حکم باندې لنډه رڼا اچوو.

اسلام ډله ايز کار غواړي:

دا سمه ده چې الله تعالی انبياء عليهم السلام د دې لپاره را استولي دي چې د انسانانو نفسونه پاک کړي، ضمير او وجدان يې راويښ کړي، او په نيکو اخلاقو او خويونو يې وروزي، خو د انبياوو کار يوازې د افرادو په روزنه کې نه خلاصه کيږي، بلکې انبياء په دې مکلف و چې د افرادو تر څنګ ټولنه هم پاکه کړي، د ټولنې ضمير راويښ کړي، او په ټولنه کې سپيڅلي اخلاق او لوړ ارزښتونه رايج کړي،په ټولنه کې مثبت او رغنده بدلون راولي او له هر ډول ناولتيا او ناوړه کړنو او اخلاقو يې وژغوري، چې دا کار د ډله ايز کار څخه پرته ممکن نه دی. له همدې کبله الله تعالی فرمايي: ( هوالذی ارسل رسوله بالهدی و دين الحق ليظهره علی الدين کله و لو کره المشرکون) الله تعالی خپل رسول د هدايت او حق دين سره د دې لپاره را استولی دی چې هغه پر ټولو اديانو برلاسی کړي،اګر که مشرکين يې بده ګڼي.
په ټولنه کې بدلون او د تمدن رامنځ ته کول يوازې په فردي صلاح او سپيڅلتيا نه کيږي، يوازې د افرادو د نفسونو په پاکولو نه رامنځ ته کيږي، بلکې هغه يو اجتماعي خوځښت او ډله ايز کار غواړي، ځکه چې الله تعالی انسان داسې پيدا کړی دی، چې د ټولنې له پاکۍ او يا پليتۍ دواړو نه نيغ په نيغه اغيزمن کيږي، که د ټولنې نور وګړي ورسره په يو فکر ، يو نظام او يوې تګلارې قانع نشي، دغه انسان په يوازې ځان حرکت نشي کولی،په يوازې ځان که هر څومره قوي شخصيت هم وي نشي کولی چې دا ټوله ټولنه د ځان پسې راکاږي. بل پلو ته انسان به په يوازې ځان واړه اهداف ترلاسه کړي، خو په ټولنه کې ستر اهداف او هر اړخيز بدلون په يوازې ځان نه تر لاسه کيږی.

۱: په قرآن کې د ډله ايز کار غوښتنه:

قرآن عظيم الشان مسلمانانو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د سرته رسولو لپاره د ډلې جوړولو امر کوي، فرمايي: ( ولتکن منکم امه يدعون الی الخير و يامرون بالمعروف وينهون عن المنکر) ارومرو دې په تاسو کې يوه ډله داسې وي چې د خير لوري ته خلک رابلي، په نيکيو امر کوي او له بديو خلک منع کوي. استاذ رشيد رضا د امت د ټکي په اړه وايی: سمه خبره دا ده چې امت له جماعت څخه خاص دی، ځکه چې امت هغې ډلې ته وايي چې له يو شمير داسې افرادو څخه جوړه وي چې يو له بل سره ټينګ تړاو ولري او داسې سره يو شوي وي لکه د يو انسان غړي چې يو له بل سره تړلي دي.
په بل ځاي کې مسلمانانو ته يو له بل سره د مرستي ( تعاون علی البر) امر کوي، فرمايی: ( و تعاونوا علی البر و التقوی..) په بل ځای کې فرمايي ( والمومنون والمومنات بعضهم اولياء بعض يامرون بالمعروف و ينهون عن المنکر) مومن نارينه او مومنې ښځې يو له بل سره دوستان دي په نيکيو امر کوي او له بديو خلک منع کوي. په بل ځای کې فرمايي: والذينَ كَفَرُوا بعْضُهُمْ أولياءُ بعضٍ، إلاَّ تَفْعَلُوهُ تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الأرضِ وفَسَادٌ كَبِيرٌ( كافران يو له بل سره دوستان دي که تاسې هم سره دوستي اويو له بل سره مرسته ونکړې نو په ځمکه کې به ستر فساد او فتنه رامنځ ته شي.

۲: پيغمبر صلی الله عليه وسلم مونږ ته د ډله ايز کار دعوت راکوي:

رسول الله صلی الله عليه وسلم په يو حديث کې فرمايي:
أنا آمركم بخمس الله أمرني بهن : السمع والطاعة والجهاد والهجرة والجماعة ، فإنه من فارق الجماعة قيد شبر ، فقد خلع ربقة الإسلام من عنقه إلا أن يراجع
. زه تاسو ته د پنځه شيانو امر کوم چې الله پرې ما ته امر کړی دی، په سمع ، طاعت، هجرت، جهاد او د جماعت سره په يو ځای کيدو ، ځکه څوک چې له جماعت څخه د يوې لويشتې په اندازه هم ووت، د اسلام رسۍ يې له غاړې وويسته، مګر که بيرته راوګرځی.

په بل حديث کې فرمايي:
(من أراد بحبوحة الجنة فليلزم الجماعة )
څوک چې جنت غواړي، ځان دې د جماعت سره وتړي. په يو بل حديث کې فرمايي: (فعليكم بالجماعة فإنما يأكل الذئب من الغنم القاصية)
د جماعت او ډلې سره اوسئ، ځکه چې ليوه هغه ګډه خوري چې له رمې جدا شوي وي.
حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه فرمايي:
إنها حبل الله الذي أمر به، وإن ما تكرهون في الجماعة والطاعة خير مما تحبون في الفرقة.
ډله او جماعت د الله تعالی رسۍ ده چې الله تعالی پرې امر کړی دی، او هغه څه چې تاسې يې په جماعت، ډله او سمع او طاعت کې بد ګڼي هغه له هغه څه نه ډير غوره دي چې تاسې يې په يوازيتوب کې ښه ګڼې. حضرت علی رضی الله عنه فرمايي: كدر الجماعة ولا صفاء الفرد. د جماعت خيری د فرد له سپيڅلتيا نه غوره دی.
حضرت عمررضي الله عنه فرمايي: لا اسلام الا بالجماعه ولا جماعه الا بالاماره ولا اماره الا بالطاعه) له ډلې او جماعت نه پرته اسلام نشته او له امارت او مشرۍ نه پرته ډله نشي رامنځ ته کيدی، او امارت او مشري د طاعت څخه پرته ممکنه نه ده.

امام ابوحنيفه رحمه الله وايي:
عبدالله بن المبارک رحمه الله وايي: کله چې امام ابوحنيفه رحمه الله د ابراهيم الصائغ له مرګه خبر شو، داسې يې وژړل چې مونږ ګومان وکړ چې مړ به شي، زه ورنږدې شوم، هغه وويل: قسم پر الله چې هغه ډير هوښيار سړی و، زه پرې له همدې ورځې ويريدم، ما ورته وويل: څنګه؟ هغه وفرمايل: ابراهيم به تل ماته راته او له ما نه به يې پوښتنه کوله، هغه د الله تعالی په لار کې ډير سرښندونکی و،ډير پرهيزګار و، کله به چې ما څه وروړاندې کړ، په هغې کې به يې ډير سوچ کاوه، او ډير ځله به يې نه څکه، او کله به يې د ډير فکر او سوچ نه وروسته لږ څه وخوړل، له ما نه يې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اړه پوښتنه وکړه، دواړه سره دې نتيجې ته ورسيدو چې دا خو يوه فريضه ده نو ماته يې لاس رااوږد کړ چې بيعت راسره وکړي، بيا زما او هغه ترمنځ دا دنيا توره شپه شوه، ما ورته وويل: ولې؟ هغه وفرمايل: چې هغه خو زه د الله تعالی يو حق ته بللم، او ما ترې ډډه وکړه، امام ابوحنيفه وايي: ما ورته وويل : چې که سړی يې په يوازې ځان کوي، مخکې لدې چې يو کار وکړي، وژل کيږي، خو که چيرې نيک او صالحه ملګري پيدا کړي، او ځان ته يو مشر وټاکي چې دينداره وي، نوګټور کار به وکړي. ابراهيم به چې کله هم راغی ، له ما نه به يې همدا غوښتنه کوله، ما به ورته ويل: دا کار د يو شخص نه دی، دا کار انبياوو په يوازې ځان نه دی کړی، ځان سره يې انصار او حواريين پيدا کړي دي، دا د نورو فرايضو په شان نه دی چې په يوازې ځان ترسره شي.
امام ابوحنيفه په خپله دغه وينا کې په ډاګه دا ويلي دي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د فريضې د ترسره کولو لپاره ډله ايز کار ته چې دينداره مشرتابه ولري او ډير نيک او صالح ملګري په کې راټول شوي وي، اړتيا ده، او لدې پرته ګټور کار نشي کيدی.
د يادونې وړ ده چې د امام ابوحنيفه وينا د هغه وخت ده چې هلته اسلامي خلافت قايم و، حکومت هم د امربالمعروف ( احتساب) اداره درلوده، خو لدې کبله چې هغو ادارو دغه کار په سمه توګه سرته نه رساوه، نو امام صاحب د حکومت له چوکاټه بهر د يوې ډلې د جوړونې خبره کړې ده. دا چې اوس له سره اسلامي خلافت او حکومت نشته، طبيعي ده چې د داسې ډلې د جوړولو خبره لا هم غښتلې کيږي

عيني واقعيتونه ډله ايز کار لازموي

عيني واقعيتونه مو نږ ته دا ښيي چې انسان په يوازې ځان کمزوری وي، په خپلو ورونو يې مټ غښتلی کيږي، د افرادو هڅې که هر څومره اخلاص هم په کې وي، نشي کولی چې د مطلوبو سترو اهدافو د ترلاسه کولو په اړه موثرې ثابتې شي، کله نا کله خو زيات افراد د يو هدف په لور پر مخ ځي، خو د هغوی تر منځ د هم غږۍ نشتوالی، د تګلورو اختلاف او د مسلکونو توپير دغه هڅې او هلې ځلې کمزورې کوي. بل پلو ته اجتماعي او ډله ايز کار هڅې او فعاليتونه سره منظموي، له زياتو استعدادونو او وړتياوو نه په سمه توګه او په مناسب ځای کې کار اخلي، خواره واره افراد او کارونه سره يو ځای کوي، او په دې سره له ضعيفه او کمزورو وګړو هم هغه کار اخلي چې يو قوي او پياوړی شخصيت يې په يوازې ځان نشي کولی.
هاخوا چې د اسلام دښمنانو ته وګورو ، هغوی د نومونو د توپير سره سره په يو غږ ، په يوه برنامه او د مشخصو او منظمو لارو چارو نه په ګټه اخيستنه، د اسلام د له منځه وړلو لپاره منظم ډله ايز او موسساتي کار کوي نو دا خو به ډيره د سادګۍ خبره وي چې د دغه ډول منظمو احزابو، ډلو او جبهو په وړاندې په فردي شکل مقاومت وشي،د عقل پريکړه خو هغه ده چې ابوبکر رضی الله عنه حضرت خالد ته وايي: ته د خپل دښمن سره بالمثل معامله کوه، که په توره يې جنګ کاوه، په توره ورسره وجنګيږه او که په نيزه يې کاوه، ته هم نيز ه وکاروه او که غشي يې ويشتل ته هم له غشو کار واخله. د دې وينا پر اساس بايد د منظم او ډله ايز کار مقابله په منظم او ډله ايز کار وشي.

د ډله ايز کار بنسټيزې ځانګړتياوې:

د ډله ايز کار تر ټولو اساسي عناصراو ځانګړتياوې مو په لنډه توګه د ټکو په بڼه مخکې ذکر کړې خو دلته يې تفصيل په دې خاطر ضروري بولم چې ورسره د هغه مطلوب ډله ايز کار مشخصات او ځانګړتياوې ذکر شي چې د يو بشپړ اسلامي کار لپاره يې اړتيا ليدل کيږي، خو مخکې لدې چې زه په دغه مشخصاتو وغږيږم غواړم په لنډه توګه په اسلامي نړۍ کې ټول اسلامي کارونه په څو کتګوريو وويشو:
۱: هغه اسلامي کارونه چې د اسلام په اړه هر اړخيز فکر لري، اسلام د انساني ژوند بشپړ نظام بولي او اسلام ته د يو مکمل تمدن په سترګه ګوري.
دغه ډول خوځښتونه بيا ځينې يې داسې دي چې د همدغه اسلام د حاکميت لپاره بشپړه او هر اړخيزه برنامه ، پروګرام او کاري پړاوونه لري، لکه د اخوان المسلمين نړيوال اسلامي حرکت او ځينې نور يې بيا داسې دي چې که په فکر کې اسلام د نظام په توګه پيژني خو ددغه نظام د حاکمولو لپاره هر اړخيزه برنامه نلري او يوازې په فکري يا فرهنګي يا نظامي کار بسنه کوي، لکه حزب التحرير ځينې جهادي ډلې او داسې نور.
۲: هغه اسلامي کارونه او خوځښتونه چې که په عقيده کې د اسلام په بشپړوالي باور هم لري خو په خپل کاري چوکاټ کې په جزئي اهدافو او جزئي تګلارو بسنه کوي، چې دغه ډول خوځښتونه د اسلام د بيلابيلو اجزاؤو په تناسب په بيلابيلو ډلو ويشل کيږي، د بيلګې په توګه څوک د عقيدي په سمون فکر کوي ، څوک په اخلاقو اويو شمير عباداتو ټينګار کوي، څوک د نفس په تزکيه بوخت دي او داسې نور.
خو مخکې لدې چې دلته د يو بشپړ اسلامي حرکت مشخصات ذکر کړو يو ځل بيا دا يادونه کوم چې يو شمير حرکتونه ، ډلي او ډله ا يز کارونه داسې هم شته چې په فکري لحاظ ځان هراړخيز فکر ته منسوب بولي، کيدای شي په اساسنامو کې د هماغه فکر يادونه يا التزام کول وغواړي، خو په عملي ډګر کې يا د اداري چوکاټ د کمزورتيا يا د اهدافو او وسايلو تر منځ د توپير نه کولو ، يا د سم قيادت د نشتوالي او يا لږ تر لږه د سمو قيادي صفاتو څخه بې برخې قيادتونو درلودلو، او يا هم د غير منظمو غړو او منسوبو افرادو لامله ، نشو کولای چې هغوي ته يو سم او بشپړ ډله ايز کار ووايو ، او همدا وجه ده چې په دغه ډول حرکتونو او حزبونو کې کار ، د کار نتايج، د کار په اړه اساسي پريکړې او حتی د کار استمراريت تر افرادو پورې تړلی وي، او دغه چارو ډله ايزه بڼه نه وي خپله کړي. د ډله ايز کار تر ټولو ستره ځانګړنه همدا ده چې دغه پورتنۍ چارې بايد د يو فرد او شخص پورې تړلې نه وي.

د بشپړ ډله ايز کا ر ځانګړتياوې:

۱- د اهدافو ، لرليد او مشخصو تګلارو درلودل:
د اهدافو ټاکنه د ډله ايز کار د ټولو فعاليتونو، هڅو او هلوځلو لوری ټاکي، هر هغه کار او هلې ځلې چې مشخص او څرګند هدف ونه لري، د لارې په کږليچونو او بيلابيلو پړاوونو کې له خپلې ليکې وزي، له يوې خوا د سمو وسائلو، تګلارو او لارو چارو په پيژندنه کې په ډيره اسانۍ خطا وزي او له بله پلوه د خپل کار او هدف په اړه په سم تفکير اوسوچ کولو کې د ستونزو او غلطيو سره مخ کيږي او هدف ته د رسيدو په لار کې ورته ډير خنډونه رامنځ ته کيږي. د يو سم او بشپړ اجتماعي کار او حرکت لپاره ټاکلي اهداف بايد لاندې ځانګړتياوې ولري:
اهداف بايد هر اړخيز او بشپړ وي، تر څو د هر اړخيز بدلون په لور يون متوازن وي او د ټولنې بيلابيل پاټکي ( قشرونه) وکولای شي چې خپلې وړتياوې په کې وځلوي او په کار واچوي او ځان په کې پردی احساس نه کړي.
اهداف بايد په داسې توګه وکښل شي چې د انسان له فطرت سره ژور تړاو ولري او د انساني طبيعت سره ټينګ اړخ ولګوي، د هغه ټولې اړتياوې په پام کې ونيسي او ټولې وړتياوې او استعدادونه يې راوسپړي.
د ټولنې د ديني او سمو ټولنيزو ارزښتونو سره کلک تړاو ولري.
په حرکت کې کار کونکو ته بايد خپلې دندې او وظيفې په مشخصه توګه ورپه ګوته کړي او اهداف بايد دومره څرګند وي چې په اړه يې د افرادو تر منځ د هر ډول اختلاف او ټکر مخه ونيسي.

۲- رضا کار ، په ټاکليو اهدافو او تګلارو باوري او ټاکلي اداري چوکاټ ته غاړه ايښودونکي غړي درلودل‎.
يو ريښتينی ډله ايز کار هلته بريالی کيدی شي چې رضاکار غړي ولري ترڅو په خپله خوښه او داخلي انګيزه کار ته اوږه ورکړي، او د کار د ښه تنظيم او لا موثريت لپاره دا اړينه ده چې دا ټول افراد په مشخصو اهدافو سره راټول شوي وي او په يو منظم اداري چوکاټ يې سره موافقه کړي وي، بل پلو ته دغه ډله ايز کار بايد په داسې توګه ترتيب شوي وي چې هلته هر وګړی خپل قدر ، ارزښت او ځای په سمه توګه وپيژني او دا احساس وکړي چې په دغه کار کې ځانګړې ونډه لري.
۳- ډله ايز کار بايد داسې اداري چوکاټ او تنظيمي سيستم ولري چې په کې د قيادت او افرادو ترمنځ اړيکي تنظيم کړي، د کار مراحل او پړاوونه وټاکي، د هر فرد حقوق او مسؤوليتونه په ګوته کړي، او د کار د څارنې او ارزونې چارې آسانې کړي.
دغه اداري چوکاټ بايد ټولو غړو ته په پريکړو کې د برخې اخيستو زمينه برابره کړي، پريکړې بايد ډله ايزه بڼه ولري، ځکه چې دغه کار په غړو کې د انتماء روحيه غښتلې کوي، د پريکړو په اړه يې التزام او غاړې ايښودنې ته هڅوي، او له بله پلوه په پريکړه کې د ډيرو خلکو له معلوماتو نه استفاده کول، دغه پريکړه لا پياوړې کوي، او د قضاياوو په اړه ډيرې د حل لارې او بدايل وړاندې کولی .

۴: غښتلی قيادت او مشرتابه درلودل:
د ډله ايز کار قيادت بايد له يو لړ فطري وړتياوو برسيره د جماعت د اهدافو ، پړاوونو، تګلارو، وسائلو او اداري نظام او سيستم په اړه ژوره پوهه ولري، دا وړتيا ولري چې څرنګه افراد د اهدافو په لور په مشخصو تګلارو وخوځوي، کار او فعاليت ته يې وهڅوي، د لارې خنډونه وپيژنې او ورسره د چارچلند لارې چارې تحديد کړې شي، له فرصتونه ګټه واخلي او د ګواښونو پر مهال کار او افراد خوندي وساتي، او د صبر، استقامت، زغم او داسې نورو ضروري صفاتو بيلګه وي.
هغه څه چې زه يې د يو قايد او مشر لپاره ډير اړين بولم هغه دا دي چې مشرتابه بايد وکولای شي چې د غړو عاطفي تنده خړوبه کړي،د فکري او ذهني تړاو برسيره يې په عاطفي لحاظ دکار سره وتړي.


قافله میاشتنی مجله، پرلپسې ۴۳ ګڼه ، د ۱۳۸۹ کال سنبله

Tags

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close