ادیبان، لیکوالان، شاعران

ډاکتر کبير ستوری د يويشتمې پېړۍ ځلنده ستورى

سل دې ومره

خو دسلو سردار دې مه مره

2006م کال په پښتون ولس ډېر دروند تېر شوى دى. دې که يو اړخ ته زمونږ نه د پښتو ادب ځلنده ستورى ډاکتر کبير جدا کړو، نو بل اړخ ته يې پښتون ولس د ستر ملي رهبر خان عبدالولي خان بابا نه محروم کړو. د پښتونخوا ستر ملي مشران او ادبي ملګري دې ورباندې خپل خاطر نه درنوي، خو د خان عبدالولي خان بابا د مړينې نه پس بيا هم پښتانه خپل زړونه څه نا څه په خان لالا محمد افضل خان تسلي کړي، ولې د ډاکتر کبير ستوري مړينې خو زمونږ قامي ادب بيخي يتيم کړو.

هغه د خان عبدالولي خان بابا خبره خلق مري هره ورځ مري زيات مري، خو په چا کور خوار شي او په ټبر په چا چم او کوڅه په چا کندې او کلي خو د ځينو خلقو مرګ د ځان سره قامي بنيادونه وجړقوي. ډاکتر کبير ستورى هم په هغه ملي اتلانو کې شمېر دى.
ډاکتر صيب د پښتو ادب او قامي وحدت لپاره د لر او بر ترمنځه د پل په حيث وو، مونږ د لرې پښتون ولس تراوسه دا خبره نه محسوس کړې، چې ډاکتر کبير د خيبر نه هندوکش بچى دى.

شـــــريک بــــــچى و د خـــــــــيـبر او هـندوکش مـلګرو
د ستر خوشال، ميرويس احمد وارث يادېږي کبير

په خوله خو هر پښتون شاعر اديب او سياسي مشر وايي، چې لر او بر يو افغان، خو په عمل يې د اوبو کرښه ګڼي، ولې ډاکتر کبير ستوري د وحدت خبره لکه د فخر افغان باچا خان بابا رهبر تحريک خان عبدالولي خان بابا او خان لالا محمد افضل خان په شان د کاڼي کرښه ګڼله او خپل ټول ژوند يې قامي وحدت ته وقف کړى و. 
ډاکتر کبير ستورى چې د قلم په ذريعه د قامي وحدت لپاره کومه ستړې کړې ده، نو که مثال يې نام مکن نه وي، نو ګران ضرور دى.

په ســـوله او ورورولۍ که مې ســر لاړ شي لاړ دې شي
د ســـوچ په ازادۍ کــه مــــې ســــر لاړ شــي لاړ دې شي

ازاد يــــم پــيدا شـــــوى ازادۍ بــانــدې مــــې نــنـګ دى
د قــــام په خــپــلـواکۍ که مــې سـر لاړ شي لاړ دې شي

پښتو ته خدايي پيدا کړم پښتونواله مې ژوندون دى
د ژوند پــه ســـوکالــۍ کـه مـې سـر لاړ شي لاړ دې شي

د زړه د مـيـنې جــوش دې ځــکـه ســتورى په جـار وايي
په قــــام او قــامــولۍ کــه مــې ســـر لاړ شـي لاړ دې شي

ډاکتر کبير ستورى د يوويشتمې پېړۍ قام پرست ليکوال و، هغوى خپل قلم د زلفو، شونډو او رخسار بندي نه دى ساتلى. زه دا منم چې ډډه يې ترېنه هم نه ده کړې، ځکه چې دا څيزونه د شاعرۍ حسن او ښکلا ده. ددې نه بغير شاعري داسې ښکاري لکه د سپوږمۍ نه بغير اسمان يا د پوزې نه بغير ښځه. ښاېست ښکلا او مستي د شاعرۍ پوزه ده، خو اوسنى دور د عمل دور دى، دا وخت مونږ د قامي جنګ سره مخ يو او د نفاق په اورونو خپل ځانونه او خپل وروڼه بچي او پلاران وژنو. سامراج لکه د خزلو پيسې خوارې کړي دي. دا وخت م ونږ ته د روماني عشق نه قامي عشق ضرورت دى.

هــــره څــانـګـه خــــپـله ونه کـې لــويېږي
چــې له ونې څانګه غـوڅه شي وچېږي

عـاقبت يې ورکېده دي سـتورى وايي
چې د خپل کلتور او ژبې پردى کېږي.

د ډاکتر کبير ستوري کليات، چې زه مخ ته ونيسم، نو د هغوى قامي مينه مې ځان ته وپسخوي. د ډاکتر صيب لس کتابونه ما لوستي دي، چې په هغې کې سکروټه، ژوندي خيالونه، سندريزه، د قلم توره، خوږې مسرې، پښتونخوا، وېره، د هوښيارتيا د کلتوري بڼو تله، د ويرې تله )ساپوهنه(، ژباسوهنه، د هوښيارتيا کلتوري بې پلوه تله شامل دي، خو د لايق زاده لايق صيب په وينا ډاکتر صيب د پنځوسو کتابونو څښتن دى. 
ډاکتر صيب د پښتو ژبى لومړى ليکوال دى، چې په خپله مورنۍ ژبه پښتو کې يې په نفسياتو کتابونه ليکلي دي، چې د څلورو کتابونو ترجمه يې په انګرېزۍ او جرمنۍ ژبه کې هم شوي ده.

بــــــــورا څــه کـــول په بـــوټي کـې د ګل
چې د عشق په اور ستي نه وي ګوکل

چې حس د قام د مينې زړه کې نه واى
د پـــښتون ســـره به نه واى ستورى مل

ډاکتر کبير ستوري ځان د شاعرۍ د قاېدو نه دى بندي کړى او هم دا خبره د هغوى د شاعرۍ ښکلا ده او د هغوى ليکونه يې د نورو شاعرانو له ليکونو نه منفرد ساتلي دي. د هغوى په زړه کې چې د خپل قام او خپلې خاورې لپاره څه خبره راغلې ده، نو هغه يې د قلم په څوکه راوستې ده او د زړه بوج يې سپک کړى دى. که مونږ په خپلو تېرو شويو شاعرانو نظر واچوو، نو هغوى د قامي وحدت لپاره هم دا رنګ شاعري کړې ده، خو د هر ليکوال د شاعرۍ فريم جدا دى، ګنې تصوير په کې هم دغه دى. لرې به نه ځو که تاسو د شاد محمد مېږي کتاب مئينتوب ولوستو، نو هغوى د ليک فريم هم دا دى، ولې د شاعرۍ په تصوير يې انقلابي رنګ غالب دى او هغه ځکه چې د شاد محمد مېږي د ليک دور د 1930 ن تر 1950 دى.

تـــــر هــــغې بــۀ د پـتـنـګ غـــــــونـدې بـلـــېـــږم
چـې تــــرڅــو د قـــام په شـــمـع جــل بــل نه يمه

زمــا يــوويــشت کـــالــه وشــو جـېل خـانه کې
او ســتړى شـوى لا په جــنګ او جـدل نه يـمه

شاد محمد به تر هغې په جېل کې پروت وي
چــې تـــرڅــو د قــام په ويـنو سول سول نه يـمه

 

الفاظ راغونډول او د هغې تړون کول څه ګران کار نه دى، خو دغې ته د لفظونو جادوګري ويلى شي. د دا قسمه شاعرۍ دور ډېر لنډ او تنګ وي. دا لکه د پشکال د باران په يو زور کې راشي، ټول ملک په مخه واخلي او په لږ وخت ختم شي. ولې د ډاکتر کبير ستوري د ليکونو مثال د سرو زرو دى، په دې چې څومره وخت اوړي، نو هومره به يې قيمت پورته کېږي.

زه په حـجره کې يم لـوى شوى ټنګ ټکـور خوښوم
د ورورولۍ جذبه په زړه کې لـور په لـــور خوښوم

د بـــل پــه مـــــټـو که لـــوبــېـږم هــډو لـوى دې نه شم
پـــښـتون زلــــمى يــم زه د خـپلــو مټو زور خوښوم

د پـــردېـــسۍ د ژوند مــــاڼــۍ کــې ګلان کلــه کرم
زه کــــبــير ســـتورى د وطـن د خـــټو کــــور خوښوم

ډاکتر کبير ستوري چې په شپږم اپريل 1943 کې په بره پښتونخوا کونړ تنر کلي کې د لعل محمد خان په کاله کې سترګې غړولې وې، په 4 اپريل 2006م کال له مونږ سره د وجود رشته ختمه کړه.

اروا دې ښاده وي

د ډاکتر کبير ستوري په دويمه کليزه

مــئــيــن مــئــيــن دى په پــښــتو دى مئين
پـــه لــــــرو بــــــــــرو پــــــښـــــتــنو دى مـئين

دا خــــړ ريـــګــونــه يــــې رانــجــه د سترګو
پـــه دې دشـــــتـــونــو او مــــېــرو دى مئين

تـــــتـــه بـه نـه کــــــړي پــه زنــــــدان کــــې رڼا
د ســـــبا ســــتـــوري پـــه تــيـــارو دى مئين

بېلات هغوى کړي چې څوک سر بچ کوي
کـــــــبــيــــر په دام دار او رســـــــو دى مئين

اجـــــمل خـــټـک نه يــې الــــهام اخــيـسـتى
د ســــــــتــر بــابــا پــه فــــلــســفــو دى مـئين

د ډيـــورنډ کــــــرښــــه يـې ازغـى د سترګو
پــه کلک تـــــړون د افــــــغــانــــــو دى مئين

د پـت غــــــــېــرت په ورنــــي مــــــور تـــړلـى
لــکــــه پـتـنـګ په ســـرو لـــمـــبـو دى مئين

ســـتا په ســـيــنــه يـــې دي خـــړپـوسې کړي
کــونــــړه ســــتا په لــــــوړو غــــرو دى مئين

والله چــــې غــــــېـــږه د مــــــورکۍ دې ګڼي
ســـتا پـه خـــــاوريـــنو کــورکـــو دى مئينو

د زړه زخــمـــونه يـــې ټــکــــور شــــي پکې
ســــــــــتــا په لـــــلــو لــــلــــو لــلـــو دى مـئـين

په مـــــــزار ســـــره ګــلـــــونه کــــر کړئ ورته
په ســـور بـــېــرغ ســــرو لــــوپــټو دى مئين

ځــلـــــنــده ســــتورى د اســــــــمــــان درانـــى
د بـــــاچــــــــا خـــــــان په نــــظــريـو دى مئين

شبير خان درانى

سترسيكتر غني خان پښتو ادبي تحقيقي 
ثقافتي جرګه_ پښتونخوا

م.جلالزی

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: