څنګه په ازموینه کې ښې نمرې ترلاسه کړو؟

ټول شاګردان په دغه ښه پوهیږي، چې سل نمرې، په ریښتیا سره ۱۰۰ نمرو ته وایي، او دغه ۱۰۰ نمرې، د کومو خاصو شاګردانو دپاره ندي، او ‌هر شاګرد که په سمه توګه زحمت وباسي، هغه لاسته راوړلی شي.
که کوم شاګرد په یوه مضمون کې فرضاً، ۶۵ نمرې، لاسته راوړي، نو کېدای شي، چې د دغه شاګرد پوهه، پدغه مضمون کې هم ځینې نیمګړتیاوې ولري.

زه د خپلې اوږدې شاګردۍ او استادۍ د تجربې په آساس، غواړم چې قدرمنو شاګردانو ته، په څو لیکنو کې په ترتیب سره هغه ټکي وړاندې کړم، چې ان شاءالله، هغه به د ۱۰۰ نمرو په لاسته راوړلو کې، له دوی سره کمک وکړي.
پدغه لیکنه کې د تېرو ازموینو د پارچو د اهمیت په هکله، ګرانو او قدرمنو شاګردانو ته، معلومات وړاندې کیږي.

د شاګردانو دپاره، د پخوانیو ازموینو د سوالونو، کتنه، تحلیل، او حل، ډېره ګټه لري. ټول شاګردان، باید حتمي او ضروري، د تېرو ازموینو پارچې په ډېر غور سره وګوري، تر څو دوی پوه شي، چې استاد څه قسم سوالونه په امتحان کې راولي. د پخوانیو ازموینو پارچې ډېر ګټور معلومات لکه، د ازموینې دپاره تعین شوی وخت، د سوالونو شمېره، او نورې لازمې لارښونې او معلومات لري.

ځینې شاګردان د یوه مضمون د امتحان د سوالونو ځوابونه، د بلبل په شان یادوي، چې دغه شانته یادونه، هېڅ ګټه نکوي.
یو شاګرد ته لازمه ده، چې لږ تر لږه، د تېرو پنځو کالو پارچې ښې په غور سره وګوري.
د یادولو وړ ده، چې د پوهنتون د شاګردانو، د ازموینې سوالونه، او د هغو مفصل حل، او د نمرو ورکولو کلۍ، د مضمون د استاد له خواه تهیه او ترتیب کیږي.

شاګردان باید، لږ تر لږه د امتحان د یوې پخوانۍ پارچې ټول سوالونه په تحریري توګه، په تعین شوي وخت کې حل کړي، او بیا خپل ځوابونه، ټکی په ټکی، د استاد د ځوابونو سره مقایسه کړي، او وګوري، چې له سلو نمرو څخه څومره نومرې لاسته راوړلی شي.

شاګردان باید د امتحان سوالونه او لازمې لارښونې، ښه په غور سره ولولي، او په هغه ځان ښه پوه کړي.
د ازموینې په ځینو پارچو کې، شاګردانو ته لیکل شوي وي چې له ۵ سوالونو څخه فرضاً ۳ سوالونه حل کړي. نو پدغه حالت کې شاګردان، باید هغه سوالونه حل کړي، چې د هغو په ځواب ښه پوه وي، او د هغو څخه زیاتې نمرې لاسته راوړلی شي.

ځینې شاګردان د ۳ سوالونو پرځای، ۵ سوالونه حل کوي، چې دغه سم کار ندی. یعني، شاګردان باید، همدغه ۳ سوالونه په ښه سمه توګه، او په ښه مفصل ډول سره حل کړي. هغه شاګردان چې د ۳ سوالونو پرځای ۵ سوالونه حل کوي، هغه کېدای شي، ښې نمرې ونه ګټي، او دا ځکه چې د ۳ سوالونو تعین شوی وخت د ۵ سوالونو په حل تېروي.
کله چې شاګردان، د پخوانۍ پارچې سوالونه حل کوي، نو د هغه سوالونو په برخه کې باید ښه فکر وکړي، او ځیرک شاګردان، له یوه سوال نه بل سوال جوړوي.

که د یوه سوال حل ته په ځیر سره وکتل شي، نو معلومه به شي، چې د هغې حل له مختلفو مرحلو څخه تشکیل شوی دی. د مثال په توګه، فرض کړی چې د یوه سوال حل د ”الف“ د مرحلې څخه شروع، او د ”ج“ د مرحلې په پوره کېدو پای ته رسیږي. نو کېدای شي، چې استاد د ”ج“ د مرحلې شرایط شاګردانو ته ورکړي، او د هغوی څخه د سوال د ”الف“ د مرحلې د شیانو پوښتنه وکړي. یا په بل عبارت، شاګرد باید، له هرې مرحلې څخه بلې مرحلې ته خپله لاره، دواړو طرفو ته پیداکړي.
د مثال په توګه: یو ملګری، د بل ملګري د لیدلو دپاره د ټکسي پذریعه د هغو کورته ورځي، او په لاره کې له وړو وړو بازارونو څخه تېریږي. که چېرې، همدغه ملګری بیا وغواړي، چې خپل کورته پیاده ولاړ شي، نو دغه نفر به خپل کور، په هغه صورت کې پیداکړي، چې ده د تګ په وخت کې هرې نیرنګي نقطو ته ښه توجه کړې وي. که چېرې دغه نفر، د خپل تګ په وخت کې لارې ته، سمه توجه نوي کړې، نو ډېر ګمان کیږي، چې دغه نفر به خپل کور په آسانۍ سره پیدا نکړي.
د بېلګې په توګه، د ریاضي د مضمون یو استاد، هر وخت دغه سوال کوي، چې دغه معادله حل کړئ، او ځینې شاګردان، هغه د بلبل په شان په پټو سترګو حل کوي، او که چېرې، د معادلې حل ورکړل شوی وي، او پخپله معادله ترې غوښتل شوې وي، نو بیا امکان لري، چې ځینې شاګردان په هغه کې مشکل ولري.

همدارنګه، د الکترانکس په یوه مضمون کې د فلتر د ډیزاین دپاره، خاص معلومات په نظر کې نیول کیږي، او که استاد، د فلتر د ډیزاین آخري معادله ورکړي، او له شاګردانو څخه، د فلتر د مشخصاتو او ماډل پوښتنه وکړي، نو کېدای شي، چې ځینې شاګردان پدغه کې تکلیف ولري، او د سم حل لاره په آسانۍ پیدا نکړي.
نو ګرانو او قدرمنو شاګردانو ته لازمه ده، چې د سوالونو د حل په لاره، دواړو خواو ته په ډېره آسانۍ سره تګ او راتګ وکړی شي.

د پام وړ ټکي:
د یادولو وړ ده، چې د هرکال د امتحان سوالو‌‌نه، یوشانته نه وي، هرکال نوي سوالونه جوړیږي، او تکراری سوالونه نه قبليږي.
د یادولو وړ ده، چې هرکال، استادان نوي سوالونه جوړوي، لېکن، د مضمون د تدریس مواد دومره تغیر نکوي. یعنې، استاد په همغه موضوع کې بل شانته سوال جوړوي.
که چېرې شاګردان دغه لاندې شیان ښه زده کړي، نو دوی باید ۱۰۰ نمرې لاسته راوړي. هېره د نوي، چې د ”ښه زده“ جمله، نو په ریښتیا د ”ښه زده“ معنا ورکوي.

نو شاګردان باید دغه لاندې شیان ښه زده کړي:
۱- د مضمون د لکچرونو ټول تدریسي مواد.
۲- د (Tutorial) ټول تمریني مواد.
۳- د لابراتوار ټول عملي مواد.
۴- د تېرو امتحانو د سوالونو حل، تحلیل او تمرین.
۵- د استاد د ژوندي لکچر په مهمو ټکو، چې هغه د لکچر په وخت کې، د شاګردانو د سوال او ځواب په وخت کې مابین ته راځي، ښه ځان پوهول.
هېره د نوي، چې پدغه لیکنه کې یوازې، د تېرو امتحانو د سوالونو په هکله معلومات وړاندې شوی، او دغه نورو ټکو ته به هم په نوبت سره، ان شاءالله، پوره وضاحت ورکړل شي.
د یادولو وړ ده، چې دغه لیکنه، د لیکوال د زړه خبرې دي، چې د اوږدې تجربې په آساس، ګرانو او قدرمنو شاګردانو ته وړاندې کیږي.
نو په ډېره مهربانۍ سره هیله کیږي، چې ګران او قدرمن شاګردان دغه ټکو ته خاصه پاملرنه وکړي، او د اړتیا په وخت کې دوی کولای شي، له ما سره اړیکه ونیسي.
په پای کې زه ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته د ورورګلوۍ یادونه کوم، چې الله(ج) د مونږه ټول په حقیقى امتحان کې کامیاب لري، او الله(ج) د مونږه ټولو ته دا توفیق را په برخه کړي، چې د آخرت په امتحان کې هم سل نمرې تر لاسه کړو. آمین.

عبدالله وردک – انګلستان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب