بریا او ناکاميژوند راز

څنګه له ځانه يو قوي شخصيت جوړ کړو؟

ليکنه: تسنيم موولاو، متحده ايالات
ژباړه فضل الرحمن مظهري.

کله چې د “ځواکمن شخصيت” خبره کيږي د انسان په ذهن کې زيات  سوچونه پيدا کيږي. خلک په دې اړه مختلف منفي او مثبت برداشتونه لري. له دې برداشتونو څخه يي بې ځايه غروره، زيات حرص، د خپل ځان غټ ګڼل او تل اميرانه فکر کول دي. خو مثبت او تر ټولو قوي اړخونه يي په لاندي ډول دي: پر خپل ځان باور لرل، د مشرتابه استعدادونه لرل،  پخپله خپل شخصيت جوړول، د نورو له خبرو څخه ژر نه متاثره کيدل، د خپل حق لپاره په ميړانه توګه درېدل او ځان په ښه ډول سره اداره کول دي. پاسنۍ يادونې يو څو ځانګړتياوې دي چې د انسان له ځواکمن شخصيت سره اړخ لګوي.
ځيني خلک په دې باور دي چې بدن په جسمي ډول ځواکمنول به دوى له ځواکمن شخصيت څخه برخمن کړي، له دې سره سره د “ځواکمن” کلمه په بدلېدونکي توګه کارول کيږي، چې موږ بايد په دې و پوهيږو چې ځواکمن شخصيت د مغزو د کيفيت په ښه کولو کې ډېر څه ته اړتيا لري. په جسمي ډول ځواکمنتيا دا نه معنی چې يو انسان ځواکمن شخصيت لري. د مسئلې په زيات واضح کولو سره موږ دې پايلې ته رسو چې زيات شمېر خلک په دې باور دي چې د ځواکمن شخصيت او عقېدې تر منځ متمايزې اړيکي شته. دوى باور لري
چې ځواکمن شخصيت او معنويت ډېر نږدي دي چې يو انسان بايد متديين و اوسي او له خپل خالق سره نيږدې اړيکي ولري.

د ارواپوهنې د يو متخصص مشوره

د ارواپوهنې  متخصصه عائشه، مشوره راکوي او وايي چې که غواړو ځواکمن شخصيت ولرو نو موږ د خپل ټول ژوند يو انځور ته اړتيا لرو او دې ته اړتيا لرو چې يو داسې رسالت مو په ذهن کې وي چې زموږ ټولې هيلې يې رانغښتې وي دا راته څرګنده کړي چې زموږ ژوند د څه لپاره دى. موږ اړ يو تر څو د ژوند موخې وټاکو او د هدفمند رسالت مطابق ژوند وکړو.  د خپلو خوبونه ريښتنى تعبير کول موږ ته ډاډګېرنه راکوي او د ټولنې د اسودګي لپاره موږ ته الهام ګرځي. اغلې عائشه د انسان ځواکمنتيا د هغه له عقېدې او باور سره جوخته په ګوته کوي، چې دا يوازې له الله (جل جلاله) سره زموږ د نږدې اړيکو له لارې کيداى او الله (جل جلاله) موږ له دې ځواکمنتيا څخه برخمن کړي يو چې د ژوند په هره برخه کې ورڅخه کار اخيستلاى شو.

د ځينې ځوانانو نظرونه:

نورجهان: زما په اند د انسان ځواکمنتيا په دې کې ده چې انسان بايد د دې توان ولري تر څو د ژوند ربړونکي او خوشحالوونکي خاطري و زغمي، او په يو وخت کې بايد د خپل ژوند په اوږدو کې د ژوند مطابق بدلونونه راولي. هغه زياتوي، چې د الله (جل جلاله) په خدايي ريښتينى باور د انسان د شخصيت په ځواکمنتيا کې قوي او مثبت رول لري. د قران او نبوي حديثو په واسطه موږ ته لارښوونه شوي چې د ازمايښت او ربړونو پر وخت چې کله هم موږ ور سره مخ کيږو بايد د نبي کريم صلى الله عليه وسلم له لارښوونې څخه کار واخلو او تل په خپلو هڅو کې د الله (جل جلاله) مهرباني په نظر کې ونيسو.
احمدي وايي چې د اسلام له نظره دا اسانه خبره ده. د انسان ځواکمنتيا د هغه عقل دى. معنوي روښانيتا ته هم اړتيا شته او سرښندنه هم بايد پکې وي. تقوا داره هيلي د انسان هغه نښه ده چې د انسان ځواکمن شخصيت څرګندوي، خو خلک ښايي يو انسان د پيسو په نظر کې نيولو سره پرتله کړي نه د تقوادارۍ په نظر کې نيولو سره چې دا تر ټولو زيات مهم دى.
دا چې څنګه يو څوک دا تر لاسه کولاى شي؟ دا د الله (جل جلاله) په ذکر کولو سره تر لاسه کيږي چې الهي خير او برکت يي هم په دې دنيا شته او هم په اخرت کې. خو زيات شمېر خلک يوازې د دونيا په اړه فکر او د اخرت فکر يي هر کړى وي. خلک د نورو مسلمانانو ورڼو او خويندو لوړو رتبو، وظيفو او ژوند ته ګوري، خو دوى هير کړي چې زيات شمېر خلک له اذله له دې نعمتونو څڅه برخمن وي.

پوښتنه دا ده چې څنګه د ځواکمن شخصيت لرونکي کس ځانګړتياوې و پېژنو؟ د ځواکمن شخصيت لرونکى انسان بايد خاکساره او مؤدب وي، او له هر څه سره سره هغوى بايد له شکه پرته له ستونزو سره په ډاډه زړه مبارزه وکړي. پيسي هيڅ ارزښت نه لري خو په ښه ډول ژوند کيداى شي.
زينت: زما په اند د انسان عقيدوي باور انسان ته قوت ورکوي او دا پر خپل خالق باور لرل انسان ته د غره دومره ځواک ورکوي او د انسان د باور او عقېدې اړيکه له انسان څخه يو ځواکمن شخصيت جوړوي. زما په نظر د انسان د شخصيت قوه دومره زياته وي چې څومره يي ماحول قوي جوړ کړي وي، ځکه چې په خلکو کې به ته په پوره اندازه قوي يې او دا يو ځل د خپل ځان لپاره امتحان کړه، چې دا يوازې د عقېدې او باور کار دی.

د مريم په اند مثبت شخصيت لرل د انسان په ځواک او اخلاص پوري اړه لري. دا په دې معنی چې اول انسان بايد مسلمان وي او بيا که هر څه وي، له مسلمان څخه موخه دا ده چې هغه که په ښوونځي او پوهنتون کې وي او که په وظيفه يا کوم بل ځاى کې وي تر څو دا څرګنده شي چې ته په ريښتيني توګه څوک يي. ماته دا ځواکمن شخص ښکاري. يو څوک کولاى شي د معيار پر ضد هرکت وکړي، خو په هغه څه بايد فکر وشي چې هغه کس يي تر سره کوي. زياته مهمه خبره دا ده چې هغه کس چې څه تر سره کوي بايد پکې ليواله و اوسي او د هغوى دنده دوى هڅوي، بالاخره دا ټول تاسو خلکو ته ورپېژني.

جهانزيب: ما چې تر ټول ستر قوت ليدلى هغه د انسان باور دى، ځکه باور سړى زيات شمېر نېکو خويونو ته هڅوي، لکه صداقت، شفقت،استقامت او درنښت. کله چې موږ پر الله (جل جلاله) ريښتنى باور ولرو دا موږ ته را په يادوي چې موږ د ژوند ورځنۍ ستونزې زغملاى شو بالاخره موږ سوکالتيا او مينه مومو.

هيڅ يو انسان هم له ځانه پوره نه دى ځکه موږ داسې جوړ شوي يو تر څو تېروتنې وکړو، خو باور زموږ د روحيې د لوړولو لپاره په زړه پورې بنسټ دى او موږ ته را په يادوي چې موږ يوازې نه يو. هغه تاسو د ريښتيني ميني لپاره هڅوي، او اسلام موږ ته لارښونه کوي چې مينه يو څيز دى چې الله (جل جلاله) پر موږ ټولو لورولي. د ميني مانا دا ده چې يو څه په اخلاص سره چاته ورکړې او په ځواب کې يي هيڅ ونه غواړې او د هيڅ پوښتنه هم ونه کړې. يعنې موږ بايد باور ولرو چې الله (جل جلاله) پر هر څه پوهيږي او هغه نيکي او بدي ويني چې موږ يي له چا سره کوو او يا يي شريکوو.

زما په فکر دا ډېره مهمه ده چې خلک په خپلو کې کميني،  او مينه رامنځ ته کړي. په نننۍ بوخته او کاري نړۍ کې زموږ زيات شمېر خلکو تر ټولو ارزښتمنه پوښتنه چې موږ څوک يو ورکه کړې. موږ په ټولنه کې يو ډول ښکارو په يوازيتوب کې بل ډول. زموږ پرمنځ کې زيات کشمکش وجود لري چې موږ هغه اول نه پېژنو، خو کله چې موږ له ننګونو او سختيو سره لاس او ګريوان شو، موږ هغه وخت پوهيږو او پوښتو چې موږ ولي دومره زيات ځوريږو.

موږ له خپلو ځانونو سره زيات اخلاص ته اړتيا لرو، موږ بايد فکر وکړو چې موږ پر څه باور لرو او پر دې وپوهيږو چې ولي موږ داسې چلند غوره کوو. موږ ستونزې نه شو حل کولاى که موږ دا ونه پېژنو چې موږ څوک يو. له دې ور هاخوا که موږ له خپل ځان او له نورو سره اخلاص ونه لرو موږ نه شو کولاى له خپل بشريت څخه خوند واخلو يا ارامي تر لاسه کړو.
فرح: د يو کس قوت دا دى چې خپل ځان له ستونزو څخه وباسي که څه هم د سړي پر اوږو باندي ټوله نړۍ بار وي. انسان دې ته اړتيا لري تر څو و پوهيږې او پر دې باور وي چې هر څه د الله (جل جلاله) له لوري دې او د هغه ښېګڼه غوره ده. ماته له جسمي قوت سره زور وهل قوت نه ښکاري، خو په ذهني او احساساتي ډول له ستونزو سره مقاومت کول باور ښيي. شخصيت داسې څيز نه دى لکه موږ چې له نورو څېزونو سره پيدا شوي يو، خو ترجيحا يو څيز دى چې زموږ ژوند او له نورو خلکو سره راکړې ورکړې ته وده ورکوي. کورنۍ، مذهبي معيارونه او اصول د ځواکمن شخصيت په پرمختګ کې ستر رول لوبوي.

يو کس کولاى شي د معقول انتخاب په عملي کولو سره يو مثبت شخصيت ته وده ورکړي تر څو له هر څه سره سره هم خپل عزت وساتي او هم د نورو عزت وکړي. د دې تګلارې په غوره کولو سره به انسان د بهر راوتلو مثبته تګلاره جبران کړي او دا به د هغه لپاره يو انفرادي انتخاب وي.
عدنان: قوت د انسان داخلي ځانګړنه ده چې په مختلفو ډولونو پيژندل کيږي. زما په اند يو ښه معيار او ارزښتناک سيسټم په ننۍ ټولنه کې چې موږ مسلمانان له زيات شمېر خنډونو سره چې زموږ ځواکمنتيا ازمايي مخ يو د شخصيت د جوړولو لپاره غوره پېل دى. پر سختو مسالو باندې د برياليتوب احساس او په خنډونو برلاسی سړي ته زيات قوت ورکوي.  هيلې موږ ته ځواک راکوي تر څو زيات زيار وباسو او هيڅکله مستقيمه لاره پرې نږدو.

يو ځواکمن او مثبت شخصيت ته په مختلفو لارو وده ورکول کيږي. ما درک کړي چې که زه د ځان خوښۍ لپاره ټول ورځني کارونه ونه کړم، زه به په منفي ماحول کې راګير شم. د ورځي وخت غور کولو ته ورکول او ژورې ساه ويستل هم کومک کوي. له دې هاخوا د ژوند وړې خوشاليانې کټ مټ لکه د لمر را ختل او پرېوتل داسې روښانتياوې زما ژوند ته را بښي. زيات اړين يي ژوند ته زما ليد لورى دى او په منفي سطحه نه کينستل دي چې هلته به د ستونزو لپاره هيڅ حل هم نه ښکاري، خو د دې لپاره يوه وجه شته. دا مهمه ده چې له ژونده زده کړو او هغه څه په ياد ولرو چې ښه احساس ور څخه کوو.
د شخصي ژوند د ادارې په اړه د يو کتاب ليکواله وايي:

ميمونه غوري يوه ماهره لارښوونکې ده چې د ښي دماغ right-brain د زده کړې له ميتود سره يې سر و کار دی. هغه اوس مهال د ځان جوړونې يا د شخصي ژوند د ادارې په نامه کتاب باندي کار کوي تر څو په ځوانانو کې خپل ځان باور او اطيمنان ته وده ورکړي. دا وايي چې د يو شخص ځواکمنتيا دا ده چې د منفي نيوکو زغم ولري او دا ومني چې له انسان څخه غلطيانې کيږي خو بايد هغه د ده لپاره درس وي. دا هم ضروري ده چې انسان بايد زغمونکی، بښونکى او محترم وي. بايد د خپلو هغو صفتونو په ارزښت پوه شي چې نور څوک يي نه لري، د بل دنظر احترام هم بايد وکړي او ضرور نه ده چې هر څوک دې ستا نظر ومني. د انسان قوت هغه دى چې پرمخ ولاړ شي او له کار څخه بې علاقې نه شو په دې خاطر چې يو ځل يې نتېجه نه ده ورکړې يا پرمختګ پکې ډېر نشته.‌

که غواړو قوي شخصيت ولرو لومړى موږ بايد د هر چا په اړه هر ډول قضاوتونه او په  هر چا نيوکې ونه کړو. په عين حال کې که کارونه مو سم پر مخ نه ځي بايد بياهم پرېکنده او زوړر و اوسو. د  تکبر فکر بايد ونه کړو. په انفرادي ډول هڅاند اوسېدل د قوي شخصيت د تر لاسه کولو لپاره يو بل ښه ټکى دى.

څو ساده لارښوونې:

– خپل ځان وپېژنه.

– خپله ځان واوسه. تل خلکو ته ځان هماغسې وښيه چې يي. کوښښ مه کوه چې له نورو تقليد وکړي. خلک دې له تاسې سره علاقمندي ستاسې له حقيت سره ولري.

– په خپل ځان باوري اوسه، او خپل باورونه وساته.

– زړه ور اوسه. د خپل حق په غوښتنه او له هغه څخه په دفاع کې هېڅ مه وېرېږه.

– ځان ته وخت په وخت د ژوند موخې وټاکه او دا له ځان سره حساب کړه چې څه دي لاسته راوړي.

– اخلاص او صداقت د ژوند ځانګړې برخه وګرځوه. هم له  ځان او هم له نورو سره رښتينی او صادق اوسه.

– تل نوښتګر اوسه، نه مقلد او پېښې کوونکی.

وروستي ټکي:

په ژوند کې د هر څه په څېر، که غواړو کار وکړو او لاسته راوړنه ولرو،‌ تل بايد کوښښ او زيار وکړو.‌ که غواړو ځواکمن شخصيت ولرو موږ بايد په ځان کې ځينې بدلونونه راولو. د دې پرځاى چې په تيزۍ سره بدلونونه را منځ ته کړو موږ بايد په يو وخت د ژوند وړې برخې اصلاح کړو. د دې هيله چې هرڅه ته په يوه شېبه کې بدلون ورکړې بې ځايه ده ځکه بدلون وخت نيسي. ځان له هغو شيانو سره اشنا کړه چې ستا ژوند ته خوښي راوړي.  د خپل ټول وس مطابق کامياب ژوند وکړه او په ياد ولره چې شخصيت له چا څخه په ميراث نه اخيستل کيږي، بلکې د وخت په تېرېدو سره يې ورو ورو جوړ او بشپړ کړې.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: