ځوانان

څنګه له ځانه نهه ځوانان جوړ کړو؟

فضل الرحمن مظهري.

په حقيقت کې دا عنوان کيداى شي هېښوونکى وي، ځکه الله جل جلاله انسان ډېر عاجزه پيدا کړى، دومره عاجزه چې ځينې وخت هسې له يوې غومبسې څخه هم ويريږي. هغه غومبسه چې د انسان د بدن له کوچني غړي څخه هم وړه وي يعنى که سړى فکر وکړي د انسان په بدن کې هيڅ داسې غړى نشته چې هغه دي له غومبسې يا د شاتو له مچۍ سره برابر وي. او که ځيني غړي برابر هم وي نو د هغو ليدل يا لمس کول د عادي خلکو کار نه دى بلکې دا يوازې د ډاکټرانو په وس پوره ده.
بل لوري ته د انسان د ضعف او عاجزي دلالت د ابابيل په کيسه کې هم ليدلى شو، يعنى کله چې ابرهه غوښتل مکه معظمه ورانه کړي نو هغه وخت الله ورباندې يو ډول مرغۍ (ابابيل) مسلطې کړې تر څو يي په خوله کې ډبرې راوړي او ابرهه يي له خپل لښکر سره يوځاى له منځه يوړ، بل ځاى نمرود چې د خدايي دعوه يي کړې وه الله جل جلاله د يوې غوماشې په ذريعه له منځه يوړ يعني دا په دې دلالت کوي چې هغه نمرود چې د خدايي دعوه يي کړې وه دلته دومره عاجزه دى چې د يوې غوماشې له لاسه د هغه ټوله بادشاهي او دبدبه دړې وړې کيږي او له منځه ځي.
بل ځاى الله جل جلاله په خپل مبارک کتاب قران کريم کې هم فرمايلي دي چې (وَخُلِقَ الإِنسَانُ ضَعِيفًا) يعنى موږ انسان ضعيف پيدا کړى نو هيڅ کله دي کبر او غرور نه کوي چې د هغه الله چې دى يي ډېر ضعيف پيدا کړى عبادت پريږدي او د غير الله عبادت وکړي.

نهه ځوانان په څه معنى؟

زما له نهه ځوانانو څخه دا مطلب نه دى چې يو ځوان دي په نهو برخو وويشل شي او هره برخه دي د يو ځوان کار وکړي، او نه مي هم دا مطلب دى چې نهه ځوانان دي يو ځاى شي او د يو نفر کار دي تر سره کړي، بلکې زما مطلب بل څه دى. فرض کړئ کله چې يو ځوان ښونځى پيل کړي هغه ته د زده کونکي نوم ورکول کيږي، که يو ځوان هر کار ته مخه کړي هغه ته د هغه کار ته په کتلو سره نوم ورکول کيږي، يعني که څوک نجاري کوي، نجار ورته وايي، که درس ورکوي معلم ورته وايي، که روزانه کوي مزدورکار ورته وايي همداسي زيات شمېر نومونه نور هم شته چې هغوى ورباندي ياد کړو.

يو ډاکټر به يوازې ډاکټر وي
کله چې يو ځوان د طب پوهنځي ته کامياب شي هغه ته د ډاکټر نوم ورکول کيږي، که څوک انجنيري ته کامياب شي د انجنير نوم ورته کارول کيږي، خو دلته مو دا هم بايد په ياد وي چې که يو ځوان هم انجنري ووايي او هم طب هغه دواړه کارونه نه شي کولاى ځکه دا د هغه له سويې څخه پورته خبره ده، خو شته ځيني خلک چې په يو وخت درې څلور کارونه کولاى شي خو بيا هم هغه ته د هغو ټولو کارونو چې دى يي تر سره کولاى شي مطابق نوم نه شو ورکولاى يعني که ترکاڼي، خياطي، بزګري او تجارتي کارونه هم وکړاى شي هغه ته دا نوم نه شو کارولاى چې فلانى ترکاڼ، خياط او بزګر دى بلکې داسې وايو چې فلانى ډېر تکړه دى ترکاڼي، خياطي او بزګري ټول کولاى شي خو هغه ته ټول نومونه په يو وخت نه شو کارولاى.

يو ځوان يعنى نهه ځوانان:
دلته مطلب له يو ځوان څخه نهه ځوانان دا دى چې يو ځوان په هغه قراني صفاتو چې الله جل جلاله په قران کريم کې د سورت التوبې په ١١٢ ايت کې ورته اشاره کړي نو هغه ځوان په معنوى ډول کولاى شي د نهو ځوانانو کارونه او نومونه په يو وخت تر لاسه کړي. يعنى که يو ځوان په خپل ځان کې هغه نهه صفات چې په الهي معيار برابر دي پيدا کړي نو هغه بيا په معنوي ډول د يو ځوان پرځاى د نهو ځوانانو نومونه او کارونه تر سره کولاى شي، هغه نهه صفات چې يو ځوان اختيار کړي بيا هغه ته موږ ځکه د نهو ځوانانو کلمه کارولى شو چې هغه په الهي معيار برابر نهه صفات غوره کړي دي.
هغه نهه صفات چې الله جل جلاله د سورت التوبې په ١١٢ ايت کې ورته اشاره کړي ده په لاندې ډول دي:

1. التائبون: هغه ځوانان دي چې کله ګناه يا څه غلطي ورڅخه وشي نو سمدستي خپل پروردګار ته رجوع کوي او له هغه څخه د خپلې تر سره کړي ګناه په اړه معافي غواړي، يعني دا هغه ځوانان نه دي چې کله ګنا وکړي، د دي پر ځاى چې د هغې په اړه له الله څخه معافي وغواړي نور يي هم غرور زيات شي او بيا د جهالت له وجي په خپله تر سره کړي ګناه باندي فخر کوي او په مجلسونو کې يي هم يادوي

2. العابدون: دا هغه ځوانان دي چې کله هم د الله جل جلاله د عبادت وخت راشي بيا يي پرته له څه ځنډ څخه په خپل وخت سره ادا کوي، خپل لايذال ذات ته په سجده کيږي او د هغه له لوري څخه د ورکړل شوي نعمتونو لپاره شکر ادا کوي. دا هغه ځوانان دي چې په خپلو ورځنيو کارونو کې کوښښ کوي او که کامياب شي بيا الله ته رجوع کوي او که ناکام هم شي خپل پروردګار ته رجوع کوي.

3. الحامدون: دا هغه ځوانان دي چې هر وخت د الله جل جلاله حمد او ثنا وايي، کله چې له ستونزو سره مخ کيږي د الله جل جلاله حمد او ثنا وايي او کله چې کاميابي ترلاسه کړي هم د الله جل جلاله حمد وايي. يعنى دا ځوانان هم د ستونزو پر وخت د الله حمد وايي .

4. السائحون: دا هغه ځوانان دي چې روژه نيسي او که چېرته سفر لري يا تجارت کوي هم خلکو ته د الله لوري ته دعوت ورکوي او هغوى تشويقوي تر څو د الله جل جلاله عبادت په پوره پابندۍ سره وکړي، هغوى د خپل پروردګار له امر څخه سر غړونکي نه دي بلکې د هغه له پيروي سره سره له خلکو سره ښه اخلاق او ښه معامله کوي کله چې د خداى په لار کې د سرښندنې اړتيا پيدا شي پرته له څه شک او دوه وړۍ د هغه په لار کې قرباني ورکوي او په اخرت کې بري مندونکي هم همدغه کسان دي چې په دې دنيا د خير په کارونو کې له هر چا مخکې دوى په صف کې ولاړ وي.

5. الراکعون: دا هغه ځوانان دي چې هر وخت خپل پروردګار ته په رکوع ولاړ وي او پرته د الله جل جلاله له امر څخه د بل هيچا امر ته غاړه ايښودونکي نه دي او پر هغه پروردګار چې دوى يي پيدا کړي دي ټينګه عقيده لري او له هغه سره شريک نه نيسي او د هغه د راليږل شوي پيغمبر صلى الله عليه وسلم پيروان دي. دا ځوانان تل د خپل سپېڅلي هدف لپاره کار کوي او نا اميده کيږي نه. خپل هدف ته د رسېدلو په لاره کې له هيڅ ډول ستونز څخه مخ نه اړوي او ټولې ستونزې يې قبولې کړي وي تر څو د الله رضا تر لاسه او په اخروي ژوند کې بري موندونکي شي.

6. الساجدون: دا هغه ځوانان دي چې خپل لايذال ذات ته په سجده پراته وي او له هغه پرته بل هيڅ ظالم او جابر ته تسليميدونکي نه دي، که خپل پروردګار ته په سجده کولو کې هر څه ستونزې ويني بيا هم نا اميده کيږي نه او نه هم الله ته په سجده کولو کې له مرګ څخه ويره لري ځکه د هغه الله په لار کې چې د دنيا ټول مخلوقات يي پيدا کړي مرګ په شهادت حسابوي او د اخرت په ورځ د خپل شهادت اجر غوښتونکي وي.

7. په نیکیو امر کوونکي او له بدیو منع کوونکي: دا هغه ځوانان دي چې په نيکۍ امر کوي او له بدي څخه منع، يعنى دوى اول ځان په پوره ډول سره اصلاح کړى وي بيا نورو ته هم د نيکۍ امر کوي او له ناوړو کارونو څخه يي را ګرځوي. دا هغه ځوانان دي چې د خپل پروردګار عبادت په پابندۍ سره کوي او له هغه وروسته نور خلک هم د هغه ذات عبادت ته رابولي.

8. د الله د حدودو ساتونکی: دا هغه ځوانان دي چې الهي حدود مراعتوي او له هغو څخه سرکشي نه کوي، دا ځوانان د الله جل جلاله د امر پوره پابندي کوي او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم پيروان وي. دا ځوانان د ژوند په هره برخه کي د الهي حدودو حفاظت کوي او که له چا سره معامله کوي هم د الهي حدودو په پام کې نيولو سره له هغویسره چلند کوي.

9. و بشرالمؤمنين: دا ځوانان د پاسنيو صفاتو سره سره په الله، د هغه په پيغمبر او د اخرت په ورځ ايمان لرونکو مؤمنانو ته د اخروي ژوند د کاميابۍ په اړه زيرى ورکوي او هغوى دې ته هڅوي تر څو د هغه ذات چې ټول مخلوقات يي پيدا کړي دي او هغو ته روزي ورکونکى دى عبادت وکړي او له هيچا څخه ويره ونه لري پرته له الله جل جلاله څخه يعنى د ژوند په هر اړخ کې له الله څخه ويره ولري هغه که له چا سره معامله کول وي، که څوک يو کار ته هڅول وي، که له چا سره مرسته کول وي، که چا ته درس ورکول وي او داسې نور.

پايله
د پاسنيو نهو صفاتو چې مطلب يي الهي معيار دى په ځان کې پيدا کولو سره موږ کولى شو يو کس په نهو کسانو حساب کړو ځکه کله چې يو ځوان هغه نهه صفات چې الله جل جلاله ته ډېر خوښ دي ولري هغه بيا له نهو کسانو څخه هم زيات قوي وي ځکه د هغه اخلاق، انسانيت، راکړه ورکړه عبادت او همداسې نور هرڅه په الهي معيار برابر وي مثلا: که يو ځوان تايب، عابد، حامد، الراکع، السائح، الساجد، الامر بالمعروف و الناهى عن المنکر، الحافظ لحدود الله او بشير للمؤمنين وي هغه تر هر چا ځکه زيات قوي دى چې ده هغه لاره او صفات اختيار کړي دي چې له الهي معيارونو سره برابر دی.
که يو ځوان په دې صفاتو سمبال وي هغه وخت هر انسان ده ته په درنه سترګه ګوري او د هغه عزت کوي، هغه په هر مجلس کي په ښه نامه يادوي او کله چې له يو ظالم انسان سره مخ کيږي که هغه هر څومره قوي هم وي خو د ده ټينګه عقيده او عزم دى په هر ظالم بريالى کوي ولو که له ظالم سره هر څومره کسان هم وي. نو دا زموږ اصلي هدف دى چې موږ څنګه کولى شو له ځان څخه نهه ځوانان جوړ کړو چې هم په الهي معيار برابر ژوند وکړو او هم په خپلو دنياوي کارونو کې برياليتوبونه ولرو او هم په اخروي ژوند کې د هميشني ژوند برياليتوب تر لاسه کړو. په دې وخت کې به موږ هم په ټولنه کې سپېڅلې څېرې يو او هم به مو الله جل جلاله او د هغه رسول صلى الله عليه وسلم راضي کړى وي.
الله جل جلاله دي موږ ته توفيق راکړي تر څو ځانونه په الهي معيار برابر کړو. امين.

يادونه:
په قران کريم کې زيات شمېر نور صفات هم شته چې هغه انسان په الهي معيارونو برابروي او هم په دې دنيا او هم په اخروي دنيا کې کاميابي ورباندي ترلاسه کولاى شي خو ما دلته يوازې د التوبې سورت د ١١٢ ايت نهه صفات په خپله ليکنه کي راوړل نو دا په دې معنى نه دى چې خداى مکړه په قران کريم کې چې نور صفات دي هغه موږ هير کړي يا مو له پامه غورځولي دي.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: