اقتصادکاري ژوند او مدیریت

څنګه له خپل فعاليته ډېر توليد ترلاسه کړو؟

په ژوند كې د انسان د هركار كولو موخه ښه اوزيات توليد وي، كله چې دكارپه مقابل كې نوي توليدلاس ته را نه شي گواكې هغه زيار اوځواك بې ځايه ويستی دي، د توليدزياتولو لپاره وګړې او موسسات تل كوښښ اوهلې ځلي كوي .

له كار سره د دې موضوع د اړيكوله كبله غواړم دځينوهغو لارښوونويادونه وكړم چې دپلې كولوپه صورت كې د كارد توليد په زياتوالې اوښه والي كې مرسته كولاي شي :

هغه عناصر چې په توليد اغيزه كوي :

  1. پاڼه.
  2. اختراعې افكار.
  3. بريالۍاداره.
  4. روزل شوي كارگران.
  5. لومړنې موارد.
  6. تخنيكې اّلات اووسائل.
  7. د توليد لپاره ښه بازار.

توليد څنګه زياتيداى شي؟

  1. پركار باندي له پيل څخه دمخه بايددځان اوكارترمنځ ګډې اړيكې پيدا كړي . ددې لپاره بايد دكار اودهغه دگټو اوارزښت په اړوند بشپړه څيړنه وكړي، ترڅو دكارموخې ستاپه ذهن كې داسې ځاى ونيسي چې هيڅكله يې له لاس ته راوړلو څخه وروسته كيداي نه شي.invention

  2. دكار او دهغه په پنځ او اړتياو پوهيدل د نوښت اوترقۍ شرط ګڼل كيږي .

  3. د كار لپاره بنسټيزې اړتياوي برابرول، لكه روزل شوي كاركونكي، تخنيكې وسايل، خام مواداو مادي امكانات .

  4. ذهن له نورو مصروفيتونوڅخه په بشپړه توگه خالي كول او خپله ټوله پاملرنه كار ته اړول .

  5. د توليددزياتوالي له مهمووسائلو څخه يوهم دمشرانو له پلوه زياتوتوليدكوونكو، ګړنديواوماهرو كاركوونكوته مكافات وركول، اوتل هغوۍ تشويق كول، كيداي شي چې دامكافات د ترفيعاتو، مالي مرستو، داسانتياوبرابرولو اود منني دبرې ليكونوپه بڼه كې صورت ونيسي . د دې لپاره بايد دقيق او موضوعي معيار وجود ولري چې ددوۍ دتوليد اروزنه په بې پرې اونياومنه توگه وكړي، هيڅ ډول واسطه پكې نقش ونه لري.

  6. د حقوقودساتني ډاډ وركړشي، ځكه كله چې له كارگر سره دهغه په هكله دغيرعادلانه اوبې انصافه پريكړو ويره وجود ولري، بيانو د كار او توليد لپاره ذهني او بدني پاملرنه اواستعداد نشي پيداكولاي .

  7. زيار اوباسه چې دكار لپاره ټاكلي وخت په بل څه كې ونه كارول شي، ځكه لومړي دايو امانت دي چه الله جل جلاله به درڅخه پوښتنه كوي، دوهم داپه توليد هرومرو مثبته او منفي اغيزه كوي .

  8. په دې كاركې له تا څخه دمخكينيو خلكوله تجربو او پوهي څخه استفاده وكړه، په ټاكلو موضوعاتوكې ددوۍ مشوري ترلاسه كړه .

  9. د خپل كار په ميدان كې دهر نوښت ليدنه اوله هغه څخه داستفادي كوښښ وكړه، د دې لپاره ښه وسيله دمجلواوپه دي ډګركې د متخصصو خپرونو لوستل، دروزنې اوڅيړنو مركز ونو اونندارتونونوسره اړيكې او ياله هغو څخه د امكان په صورت كې ليدنه ده.

  10. د لوستلو او دروزنې كورسونواوكنفرانسونوته دورتلو په وسيله دخپل كار په ډګر كې دنوښت، اختراع او انكشاف كوښښ وكړه .

  11. ځان ته دي هم د كافي هوساينې اود رخصتيو حق وركړه .

  12. په كاركې دخپلومشرانو، ملرو اومامورينو سره تل ښې اړيكې وساته .

په كار كې د توليد د كمښت او كمزورۍ لاملونه:

  1. د كار لپاره دبريالې اوڅرگند پلان نشتوالې، بلكې كاركوونكې په غير منظم ډول دگډوډۍ په فضا كې كاركوي .
  2. د منل شوي پلان نه پلي كيدل او په خپله خوښه پكې هروخت بدلون راوستل .
  3. د كار په وخت كې په نورو كارونو مصروفيدل .
  4. د موسسي يا اداري د رسمياتو برخلاف كار ته ناوخته راتلل، او دوخته تلل .
  5. ډير رخصتونه اخيستل او دهغي لپاره ډول ډول عذرونه وړاندي كول او په هره وسيله ورته ځان رسول .
  6. په كار كې له مشر سره د ملاقات او دكار په چاروكې له هغه سره خبري اتري نه كول.
  7. له كاركوونكې څخه د غوښتل شوي كار هيريدل او يا په دي عذر ځان ژغورل .
    دتوليد دلږ والي لاملونه:
  8. په كار د كاركوونكې قناعت نه درلودل .
  9. په كار نه پوهيدل، اونه يې دهراړخيز درك او انسجام درلودل.
  10. دخنډانودموجوديت، يا دوساېلودلږوالې اويا دځينونورولاملونوپربنسټ كارپه سمه توگه سرته نه رسول.
  11. بل كار په دې كارمخكې كول، اويا هم نوركارونه ورسره يو ځاى كول.
  12. د كاركوونكې په ژوند كې دجديت او زيار نشتوالې.
  13. له كاركوونكې سره داسې احساس چې گواكې په موسسه كې دښه كار او ښه توليدڅښتنانو درناوي نه كيږي .
  14. په كار كې دمشرانو اوكاركوونكوترمنځ د ستونزو شتون .

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: