څلور خره – ټوکې ټکالې

څلور خره :
یوه سړی دری خره در لوده ، پر یوه سپور وو او دوه يی مخ ته روان وه . سړی چی دوو خرو ته وکتل ګمان يی و کی چی يو خريی ورک کړی دی . بل سړی چی پر لاره تیریدی د خرو خاوند پوښته ځينی وکړه ویل : وروره ما دری خره درلوده ، اما اوس دوه وينم ، ګمان کوم يو خر می ورک کړی دی . ته څو خره وينی ؟ د لاری سړی ورته وويل : زه څلور خره وينم .

شوخ زامن :
یوی ښځی بلی ښځی ته ویل : زما زوی دومره شوخ دی چی د ورځی څوځله کالی خیرنوی او زه يی وربد لوم . دا بلی ښځی ویل زما زوی دومره شوخ دی چی دی په کوڅه کی وی او زه کورته را ولم ، لمړی باید زه د لسو هلکانو مخونه و مينځم تر څو خپل زوی پکښی پیدا کړم .

د خرو ګنج :
وایی مخلص د څو نفرو سره په لار کی ولاړ وو او مجلس يی کاوه . یو سړی تیریدی د مخلص څخه يی پوښتنه وکړه ویل : آ وروره زه غواړم یو خر رانیسم ، اوس د خرو په ګنج پسی ګرځم پیدا کولای يی نه شم. کولای شی را ته ووايی چی د خرو ګنج چیری دی ؟ مخلص و خپلو رفیقانو ته وکتل او سړی ته یی وویل : وروه ته اوس دستی دخرو په ګنج کی ولاړ يی .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب