ځکه مور باید خپل ماشوم ته شیدې ورکړي چې:

۱: هغه ماشومان چې دمورشیدې خوری تل ئې دبدن دحرارت درجه ثابته وی.
۲: داچې دانسان شیدې دماشوم لپاره ډیرې اړینی دی نوپکارده چې وماشوم ته تر۱۲ میاشتوپوری اویاهم اضافه شیدې ورکول شی.
۳: دمورتی دماشوم ټولې غوښتنیې پوره کوی، داځکه چې په دې حالت کی دواړه دارامۍ احساس کوی، دشیدوورکولوپرمهال موربې راحته اوبې سکونه نه وی.
۴: دمورشیدې یوه مکلمه غذاده، اودماشوم په وده کی مهم رول لری، دمورشیدې ترټولومصنوعی شیدواویاهم کوم بل حیوان ترشیدوغوره اوبهتره دی.
۵: هغه انجونې چې په پوډری شیدولویانی شوی وی ، په ځوانۍ کی دهغو دتیو دسرودسرطان امکان شته نسبت وهغوانجونوته چې دمورشیدې ئې رودلی وی.
۶: هغه ماشوم چې په پوډری شیدولوی شوی وی دهغو ماشوم ذهن کمزوری اوحافظه ئې هم کمزورې وی، په سوزرلینډکی پر۱۰۰۰ ماشومانوباندی تجرته وشوه، هغه ماشومانوچې دمورشیدې ئې نه وی رودلی هغه ډیرکمزوری وه.
۷: دمورشیدې په ښه ډول سره جوړی شوی دی، درجه حرارت ئې ثابته ده، دماشوم دهضمیې لپاره ډیرې مناسبې دی اوټول موادپکښې شتون لری، چې دامواددماشوم دعمرمطابق بدلون مومی.
۸: دمورشیدې دنوی زېږول شوی ماشوم په نس کی چې کومه لزوجی ماده دمکونیوم (Meconium) په نامه سره یادیږی وهغه ته حرکت ورکوی اودماشوم له وجوده ئې غورځوی.
۹: دمورشیدې دماشوم دبدن دفاعی نظام قوی کوی، له همدې کبله دمورشیدې داکومک کوی چې ماشوم دهرډول بکتریاواووایروسونوپه مقابل کی مقاومت وکړی.
۱۰: دمورشیدې انسان په بدن کی ډیرښه اوژرهضمیږی، داځکه چې دانسان په شیدوکی انزایمونه شتون لری.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب