ځوان نسل ملامت ندی!

د هغو ملکونو ځوان نسل به ډېر نېک بخته وي، چې د دوی مشرانو او سیاستوالو، دوی ته حقیقت، د حقیقت په اصلي بڼه وړاندې کړی وي. د افغانانو، زیاتره ځوانان د اصلي حقایقو څخه لرې او بې خبره ساتل شویدي، او دوی ته ځینو تاریخ پوهانو، سیاستوالو، مشرانو، او سپین ګیرو، د خپلې خوښې مطابق معلومات ورکړی دی.

همدارنګه، د هغه ملکونو ځوان نسل به ډېر بد بخته وي، چې د هغه ملک سیاستوالو، کارپوهانو، دولتي کارکونکو، او سپین ګیرو، دوی ته تاریخي واقعې په اصلي توګه نه وي وړاندې کړې، او د خپلې مفکورې مطابق یې، مرچ او مساله ورسره ګډه کړې وي.

ټول افغان مشران او سیاستوال، باید د خپل وطن ځوانانو ته صحیح او کره معلومات ورکړي. اوسني ځوانان د خپل وطن د سیاسي مشرانو په هکله کره معلومات نلري. د مثال په توګه، ډېر اوسني ځوانان د ظاهرشاه، داودخان، تره کي، امین، کارمل، نجیب، او د مجاهدینو د مشرانو، په باره کې درست او کره معلومات نلري، او هر څه چې دوی ته پلار، مور او سیاسي مشرانو ویلي دي، هغوی، همغه قبول کړیدي. نو پاکو، صادقو، غیرتمنو، او په اسلام او وطن مینو، هېوادوالو ته لازمه ده، چې خپل ځوان نسل ته حقیقت، د حقیقت په شان وړاندې کړي.

په افغانستان کې بد بختانه، د ځینو سیاسي کړیو پواسطه، هرشي ته قومي، سمتي، او ګوندي رنګ ورکول کیږي، چې دغه کار پخپله د خپل ملک د خلکو، او په خاص ډول د ځوان نسل سره ستر او نه بښونکی خیانت دی.
د یادولو وړ ده چې د سترګو لیدلی حال، به هېڅ تاریخپوه ونه شي لیکلای. نو هغه چاچې یو شی پخپلو سترګو لیدلی وي، نو هغه باید دغه خپل مسىٔولیت وګڼي، او خپلو هېوادوالو ته هغه د حقیقت په بڼه وړاندې کړي.
د اسلام او د افغانانو د دښمنانو یو له ارمانو څخه، دغه ارمان و، چې افغانان په خپلو سیاسي مشرانو بې اعتباره کړي.، چې متأسفانه، دوی یوه اندازه پدغه کار کې کامیاب شول. نو، ځوانانو ته پکار ده چې د حقایقو په باره کې ښه تحقیق وکړي، او د اسلام او حقایقو په رڼا کې خپل ځان ته قناعت ورکړي. په افغانستان کې ځینو تاریخ لیکونکو، تاریخ د خپل سیاسي فکر له زاویې نه لیکلی دی، او په هغه کې یې، خپلې مفکورې ته په ښه شان تبلیغ کړی دی، یعنې، د خپل قوم او ګوند یې درنه، او د نورو یې سپکه ویلې ده، چې یو څوک د زړه له کومي په هغو اعتبار نشي کولای.
زه د کابل پوهنتون د انجینرۍ د پوهنځۍ د یوه پخواني استاد په حیث، غواړم چې د سترګو یو لیدلی حال، قدرمنو لوستونکو ته د نمونې په شکل وړاندې کړم.

د ثور د کودتا نه وروسته د کابل د انجینرۍ په پوهنځۍ کې هم د یوه سیاسي مضمون تدریس کېدل شروع شول. د امتحانو وخت و، او نورمحمد تره کی د خپل وفادار شاګرد، حفیظ الله امین، پواسطه له قدرته لرې کړای شو. زما ډېر ښه په یاد دي، چې د سیاسي مضمون امتحان یې یوه هفته وځنډاوه. د امتحان د ځنډېدلو علت داوو، چې د تره کي له لرې کېدو وروسته، د امتحان د پارچې ټول صحیح ځوابونه غلط، او ټول غلط ځوابونه، صحیح شول. د مثال په توګه: تره کي ته د هغو د قدرت په دوره کې، د شرق نابغه ویل کېده، لیکن، کله چې حفیظ الله امین قدرت ونیو، نو بیا، تره کي ته چا په ښکاره د شرق او غرب نابغه نشو ویلای. د مضمون استاد، د امتحان سوالونه، له سره جوړ کړل، او نورو استادانو په خپلو شخصي مجلسونو کې، ددې سیاسي مضمون په هکله مسخرې کولې، او هغه و، چې تاریخ د سیاست قرباني شو.
په هغه ملک کې چې ملي قهرمان ته ملي خاین، او ملي خاین ته، ملي قهرمان ویل کېږي، د حقیقت پېژندنه به آسانه کار نه وي، او د ځوان نسل سره جفاء کول به هېڅکله و نه بښل شي.

د پام وړ ټکی:
د شهید او د ملي قهرمان ټکي ډېر سپېڅلي ټکي دي، او د دوی د استعمال په هکله ډېر احتیاط په کار دی. په اففانستان کې د شهید او د قهرمان د ټکیو سره په ځینو حالتو کې ډېره جفاء شوېده او هنوز هم کیږي. د دغه علت د ځوان نسل بې خبري او غلط پوهونه ده. د افغانستان د مشرانو څخه هیله کیږي، چې خپل ځوان نسل ته، حقیقت، د حقیقت په څېر وړاندې کړي، تر څو ځوان نسل، د ملک په سیاسي مسىٔلو کې درست قضاوت وکولای شي.

عبدالله وردک

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب