اسلامي نړۍ او امتځوانان

ځوانان او نجونې مو څه کوي؟

لیکنه: عمرو خالد
ژباړه: روح الله ساحل.

د نفس بدلون

پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) فرمایلي دي: تاسې د خپل نفس په هكله د شپږو شیانو ضمانت راکړئ تر څو زه تاسو ته د جنت د ضمانت درکړم:
• په وعده وفا وکړئ.
• په خبرو كې رښتیني اوسئ.
• که امانت درته وسپارل شو حق یې اداء کړئ.
• خپل شرم ځایونه (له زنا نه) وساتئ.
• سترګې مو (د حرامو له کتلو) وساتئ.
• صله رحمي وکړئ.
ګرانه لوستونکیه! دا مسایل د نفس په بدلون پورې اړه لري او د محمد(صلی الله علیه وسلم) موخه دلته دا ده چې تاسې د هغه شپږو شیانو په اړه ژمنه راسره وکړئ او ضمانت يې راکړئ تر څو زه هم جنت ته د تاسو ننوتل تضمین کړم.
یو چا د دې موضوع په اړه یوه ډیره مهمه خبره کړې: اې خلکو! د مبارزې لومړی میدان ستاسو نفس دی که په هغه کې کامیاب شوی نو کولای شی په نورو کې هم کامیاب شی، او که د نفس په مقابل کې د ناکامۍ سره مخ شوی نو د نورو په مقابل کې به هم ضعیف او ناتوان وی.
آیا دا خبره غلطه ده چې: (إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ ).
نو تیار شی لاسونه مو زما په لاس کیږدئ او ژمنه راسره وکړئ چې په ځان کې به بدلون راولئ، او په دې هم وپوهیږئ چئ الله (جل جلاله) مو ویني او حاضر دی.

د بدلون تګلاره:

ژر ده چې په اسلامي امت کې د بدلون او د هغه د بیرته راپورته کیدلو د تګلارې او فنونو په اړه خبرې وکړو، د دې امت د دردونو سره جوخت به وایو چې د دې دردونو لرې کول ضروري دي او مونږ ټول باید د هغه د چارې په لټون کې وځغلو او د امت د یو غړي په حیث خپلو دندو ته د عمل جامه ورواغوندو.
مونږ به د سرنوشت د دغه بدلون او د هغه لپاره په هڅو کې د ځوانانو د رول په اړه خبرې وکړو.
لدې امله چې سپينې خبرې کوم بخښنه غواړم، اما دا هغه حقایق دي چې زمونږ په امت کې په ډیره اندازه شتون لري او تر هغه چې زمونږ په ځوانانو کې وي، نو اصلاح او د بدلون راوستل ډیر سخت کار دی.
سستي، پاملرنه نه کول، ککړتیا، لاابالي توب، د هڅو او جدیت نه درلودل او … هغه څه دي چې زه يې يادوم خو زه د هغه د تکرار څخه د شرم احساس کوم.

زمونږ د امت تر ټولو ستره سرمایه ځوانان دي:

اې د اسلامي امت ځوانانو ویښ او بیدار اوسئ؛ که وپوښتئ چې مونږ ته ولې خطاب کوې؟ په ځواب کې یې باید ووایم چې نن ورځ د ختیځو ټولنو ۷۰ سلنه ځوانان تشکیلوي دا په داسې حال کې ده چې په غرب کې دا سلنه یوازې ۳۰ ده؛ آیا د دې تفاوت په مفهوم باندې پوهیږې؟ تازګي او لوړتیا به په راتلونکې پیړۍ کې د اسلامي ټولنو په برخه وي ځکه مونږ به د ډیر شمیر ځوانانو، یون او استعداد خاوندان وو.
اما آیا پوهیږې چې مونږ د څه شي په اړه زیاته اندیښنه لرو؟ مونږ د دې په اړه په اندیښنه کې یو چې هغه ۳۰ سلنه د دې ۷۰ سلنې څخه زیاته فعاله ده؛ اما په کومه لاره د دې ناکامۍ مخ نیولی شو؟ او دا ډیره مهمه ده ځکه مونږ د یوه کارند او ویښ امت د جوړولو توان لرو، او که وپوښتې چې ځوانان ولې دومره مهم دي؟ په ځواب کې باید ووایم چې وړکیتوب د سلامتۍ او روغتیا وخت دی اما فکر او عقل په هغه کې نه ځاییږي او زړبودي د حکمت او عقل موسم دی ځکه زړبودۍ ته هیڅ بله قوه نه پاته کیږي نو څوک دي چې توان، طاقت، عقل او قوت ولري؟ فقط تاسې ځوانان یاست چې دا دواړه څیزه لری؛ زمونږ اسلامي خاوره له یو څه اندازه تیلو او د سیاحت له محدودو ځایونو پرته هیڅ هم نه لري او څه چې لري هغه همدا تاسې ځوانان یئ.

ټولنې په ځوانانو ارزول كيږي

د ټولنو ارزښت او پایښت په ځوانانو پورې اړه لري او ټولنپوهان کولای شي وښیي چې یو دولت به تر څه وخته جوړ او څه وخت به سقوط وکړي، مثلا تاسو ته وایي چې دا دولت به په ۲۲ کالونو کې سقوط وکړي، دوی څرنګه په دې پوهیږي؟ آیا دوی وړاندوینه کوي؟ نه، کله هم نه، دوی فقط حسابوي، که وپوښتئ چې د دوی د اندازه ګیرۍ وسایل څه دي نو زمونږ ځواب به دا وي چې د دوی مقیاسونه او وسایل د سرنوشت په بدلون کې د ټولنې د غړو جدیت او هڅې دي؛ آیا پوهیږئ چې ټولنپوهان په لومړي سر کې کوم کار کوي؟ دوی په لومړي سر کې پوهنتونونو او نورو کلتوري ځایونو ته ځي او د هغه ټولنې د ځوانانو هڅې او کوښښ څیړي او د دوی د هیلو او د ژوند د موخو په اړه پوره معلومات ټولوي او په پای کې د بیلګې په توګه پایله (نتیجه) اخلي چې دا دولت به له سلو کلونو نه زیات عمر ونه لري او سقوط به کوي، داولې؟ ځکه د هغه ټولنې د ځوانانو کار او هڅې په هیڅ شمار او بې اهمیته وې، مثلا ځکه د هغه ټولنې د ځوانانو ټول زیار په دې کې وو چې ځوانې نجونې وپیژني او له هغوی سره اړیکې پیدا کړي؛ او دا کارونه د ټولنو د حالت په بدلون کې هیڅ رول او اهمیت نه لري او الله (جل جلاله) به د دوی په سرنوشت کې هیڅ بدلون رانه ولي، ځکه چې (إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ )؛ نو په دې حال کې به هیڅ یون او خوځښت منځ ته رانه شي.
نو اې ځوانانو! دمګړۍ راپورته شئ، د ځانونو لره یو له ارزښته ډک شعار غوره کړئ او نړۍ ته اعلان وکړئ چې مونږ د بدلون د راوستلو استعداد لرو.
آیا پوهیږئ هغه څه چې نن ورځ یې ټولنپوهان کوي، ۱۴۰۰ کاله مخکې يې هم کول، که وپوښتې چې دا څنګه؟ نو غوږ ونیسه! آیا پوهیږې چې د اسلامي اندلس تمدن څنګه سقوط وکړ او په نننۍ کاتولیک هسپانیا باندې بدل شو؟ مسلمانانو ۸۰۰ کاله په اندلس باندې حکومت وکړ، اما پرتګالیان څنګه وتوانیدل چې مسلمانان د هسپانیا څخه وشړي؟ دوی د لښکر د لیږلو څخه وړاندې د مسلمانانو د توان او زور په ارزونه پیل وکړ، دوی خپل خبرلوڅي هلته ولیږل تر څو د هغه ځای د مسلمانو ځوانانو هڅې او زیارونه وازمویي، دوی له اصلي لارې وښویوي او له یو بل نه یې لرې کړي او وروسته یې د خپل کار راپورونه خپلو بادارانو ته ولیږل؛ دا هماغه کار وو چې نن ورځ یې ټولنپوهان او غربي سیاست پوهان کوي.
اوس خو به په دې باندې پوه شوي یاست چې د دښمنانو اصلي موخه زمونږ ځوانان دي؛ نو د تاسو نه غواړم چې ویښ شئ او دا یو ډ‌یر جدي خطر وبولئ.

اې د اسلامي امت ځوانانو!

هغه څه چې له تاسو نه یې غوښتنه کوم هغه هڅه، کوښښ، جدیت او د مسؤلیت پیژندنه ده.
پرتګالي خبرلوڅو غوښتل چې د اندلس ځوانان له لارې وباسي او د دوی په منځ کې ځانځاني واچوي، اما ځوانان په بل څه کې بوخت وو؛ یوه ځوان به بل ته ویل: زه د صحیح البخاري کتاب د تا په نسبت ښه او ډیر یادولی شم، هغه بل به یې ویل: زه د کیمیا معادلې د تا نه ښې حلولی شم دریم به یې په ویاړ سره ویل: آیا څوک شته چې په سورلی کې زما سره سیالي وکړي؟ خبرلوڅو د دې خبرو په اوریدلو او د مسلمانو ځوانانو د هڅو او همت په اړه خپلو رهبرانو ته داسې راپور ورکړ: بیرته وګرځئ! اوس اندلس ته د تګ وخت نه دی؛ خبرلوڅو به هره ورځ مسلمان ځوانان د شعر، ادبیاتو او … کې په سیالیو او مسابقاتو کې بوخت لیدل او لا به یې هم خپل مشران په اندلس باندې د یرغل نه منع کول، تر هغه چې یوه ورځ یې د اندلس یو ځوان د ژړا په حالت کې ولید، له ده نه یې د ده د ژړا د لامل پوښتنه وکړه ده ورته په ځواب کې وویل: له کوم چا سره مې چې مینه کوله ماته یې ځواب راکړ؛ خبرلوڅي په بیړه لاړل او پرتګالیانو ته یې وویل چې اندلس ته د ننوتلو تر ټولو ښه وخت همدغه دی.
خوږو وروڼو! آیا ګورئ چې وروسته له ۸۰۰ کلونو څخه د دری او یا څلور میاشتو کوښښ په پایله کې څنګه وتوانیدل چې اندلس له مونږ نه ونیسي؟ د دوی ځوانانو کار او زمونږ د ځوانانو خوب او سستي وه چې دوی د‎ې سترې موخې ته ورسیږي، او څوک شته چې له الله (جل جلاله) څخه په دې قول کې رښتینی وي چې وایي:
(وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَكِن كَانُواْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ)
ژباړه: او مونږ په دوی باندې تیری نه دی کړی بلکه دوی په خپله (د ظلم، د الله (جل جلاله) د لارې نه په منع کولو او د حرامو او سود په خوړلو سره) په ځانونو باندې ظلم کړی.
خوږو دوستانو! مونږ په ډیرو کارونو کې اړین کوښښ او جدیت نه ښایو. ګمان ونه کړئ چې دا خبره مې د بدګمایۍ او منفي ګرایۍ له وجې كړېده،او د ډیرو ځوانانو معنویت له سترګو غورځوم، بلکه زه په دې پوهیږم چې د هغوی تعداد هم کم نه دی چې پوه او هوښیار دي او په خپلو کارونو کې لټي نه کوي؛ اما باور وکړئ چې د هغه کسانو تعداد چې له هر څه نه بې پاملرنې تیریږي هم کم نه دی او دی خطر ته پاملرنه یوه اړتیا او زمونږ دنده ده.
د جدیت د نه شتون لاملونه
ګرانه لوستونکیه! هغه ځوان چې ټول کال یې په ساتیریو او بې کاره کارونو تیر کړی وي او په امتحان کې د نقل او چلونو لاره نیسي کله هم یو جدي او فعال ځوان نه شو بللی او دا د پوره سستۍ او ټمبلۍ لاره ده، کله چې ترې وپوښتې چې ولې داسې کوې؟ نو په ځواب کې به وایې: د پوهنتونونو تر نیمایې زیات فارغان په پیاده روونو کې بې کاره او لالهانده ګرځي.
نو څنګه کولای شو د داسې یوې ټولنې کامیابۍ او سمون ته په تمه شو؟! هغه معلمان او ښوونکي چې په مختلفو سویو کې زده کوونکي غولولي هم په دې انحطاط او سقوط کې پراخ رول لري، ځکه په دې ډول سره یو ټمبل، بې کاره او سست نسل روزي.
دایې یوه بیلګه وه؛ بله بیلګه یې هغه نجونې دي چې نن ورځ یې ټول همت د تنګو او ځان ښوونکو کالیو په اغوستلو، آرایش او د ویښتانو په جوړولو کې تیریږي، تر څو ځوانان په ځان رامات او له لارې وباسي، او یا هغه ځوانان دي چې ټول وخت یې د زیبای اندام په کلپونو کې تیریږي او دا د دین او ملت د دښمنانو سره د مبارزاتو په خاطر نه بلکې د مسلمانو نجونو د لارې د ایستلو په خاطر.

وخت مو په څه كې تيريږي

لږ فکر وکړئ. ډیر ځوانان شته چې د انټرنټ له لارې د دوستانو په پیدا کولو باندې بوخت دي او شپه او ورځ یې د مینه درسره لرم او نورو ورته پیغامونو په لیږلو سره تیریږي او یا په نورو ناوړه او غیر معقولو کارونو کې بوخت وي؛ مونږ د دې کار په رواوالي او نارواوالي باندې نه غږیږو بلکه د دې نه هم په مهمه موضوع یعنې د یوې اسلامي ټولنې په مرګ او یا د دیني ارزښتونو په له منځه تګ باندې غږیږو.
زړه ته رانږدې ځوانانو! آیا دا هم معقوله ده چې له غرب نه دې په ناوړه کارونو او عادتونو کې تقلید وکړو؟ او بهترین شی چې هڅه او تلاش دی هغه پریږدو؟ ولې باید د غرب د منفي کلتور څخه تقلید او د ښو شیانو نه یې ډډه وکړو؟
د عدم جدیت یوه بله بیلګه د ګډا، آوازخوانۍ او د پیدایښت په لمانځغونډو کې ګډون دی چې په هغه کې اختلاط او بې بندوباري په ډاګه تر سترګو کیږي.
یو وخت د اسلام دوهم خلیفه عمر فاروق (رضی الله عنه) یو ځوان په بازار کې ولید چې په ډیر ناز او سپکو حرکاتو سره په لاره تللو نو سمدلاسه یې ورته وویل : آیا ناروغ یې؟ ځوان ورته وویل: نه، امیر المؤمنینه!، عمر (رضی الله عنه) هغه ته اخطار ورکړ او ورته یې وویل: مونږ نه غواړو او ښه نه ګڼو چې زمونږ ځوانان او د محمد (صلی الله علیه وسلم) امت دې په دې ډول په لاره لاړ شي.

نجوني مو څه كوي

نن ورځ وینو چې مسلمانې نجونې خپلو دوستانو ته د مور سره کومک کوم له ویلو نه د خجالت احساس کوي او ټول همت یې په دې کې مصرفیږي چې هغه فلانۍ ګوته په څو افغانۍ ده؟ او د کوم ملک ده؟ یا د دې کمیس مارک څه دی؟
تر څو چې زمونږ د ځوانانو حال په دې ډول وي تر هغه به له دې ملت نه کوم خوځښت ونه لیدل شي؛ نن ورځ ډیری مسلمانې نجونې وینو چې د خپل وخت ډیره برخه یې په چټ ( انټرنیټي خبرو) باندې تیریږي تر څو له ځوانانو سره آشنایي پیدا او له لارې یې وښویوي؛ دغه بد او ناوړه عادتونه او اخلاق یوه اسلامي ټولنه له ریښو سره له منځه وړي.
اې مسلمانو ځوانانو! د تاسو تلاش او هڅې په څه کې مصرفیږي؟ درنو وروڼو! زه د داسې دردوونکو بیلګو د یادولو له امله ډیر زیات متأسف یم، اما دا زمونږ د ټولنې رښتیني حقایق دي؛ زه دا نه وایم چې زمونږ ټول ځوانان په دې ډول دي بلکه وینو چې ځینې ځوانان ویښ او هوښیار هم شته اما یو داسې چا ته اړتیا لري چې د دوی لاس ونیسي او ورته ووايې چې دغه کار مه کوه.
خوږو دوستانو! زمونږ اسلام یو داسې پوره او لوی نظام دی چې په هغه کې هیڅ خو نشته، بلکه که کومه خو شته هغه په مونږ کې ده.
راځئ غربي هیوادونو ته یوه کتنه وکړو، آلمان وروسته له جنګه څه ډول پرمختګ وکړ او چا يې په جوړونه کې برخه لرله؟
جاپان د تباه کوونکې جګړې وروسته څه ډول جوړ شو؟ د لبنان په جوړولو کې چا ونډه واخیستله؟ آیا همدا هڅاند او کارند ځوانان نه وو چې دا هیوادونه یې بیرته جوړ کړل؟
میرمن مارګارت تاچر د انګلستان لومړۍ وزیره (د هغې د شخصیت او عقایدو نه په صرف نظر سره) د ارجنټاین سره د جګړې په جریان کې څلورکاله خړ کالي واغوستل، مونږ د هغه د کار په ښه والي او بدوالي باندې نه غږیږو بلکې غواړو چې تاسې د کارونو په کړلو کې د هغې او د هغې د ملت هڅې او جدیت تصور کړئ؛ زه تاسو ته د دې ویل غواړم چې په خپلو کارونو کې جدي اوسئ او د هر کار لپاره د هغه وړ اهمیت ورکړئ.

راځئ له رسول الله او یارانو نه یې زده کړو

په اصل کې زه غواړم چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) او د هغه د یارانو د هڅو او جدیت په اړه یو څه درته بیان کړم تر څو د بیلګې په ډول د هغه څخه دوامدار کوښښ زده کړئ؛ پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) ته وګورئ چې په مکه کې د دعوت په لومړیو کې خپل تره ته وایي: اې زما تره! په لله (جل جلاله) سوګند که لمر مې په ښي او سپوږمۍ مې په چپ لاس کې راکړئ بیا به هم زه دغه کار پرینږدم تر دې چې الله (جل جلاله) یې خپل دین لوړ کړي او یا یې په لار کې له منځه لاړ شم.
الله (جل جلاله) یې خپل پیغمبر حضرت یحیی (علیه سلام) ته وفرمایل:
(‏يَا يَحْيَى خُذِ الْكِتَابَ بِقُوَّةٍ وَآتَيْنَاهُ الْحُكْمَ صَبِيّاً ‏)
ژباړه: اې یحیی! کتاب (تورات) (په ټول قوت او ځواک سره) درواخله (او په پوره کوښښ او توان سره په هغه باندې عمل وکړه)، مونږ په وړکیتوب کې هغه ته (دیني) فهم (او په تورات کې د شته الهي احکامو په اړه پوهه) ورکړ.
د الله (جل جلاله) پیغمبر ابراهیم (ع) ته وګورئ چې د بتانو د ماتولو په مهال څومره عمر لري؟
(‏قَالُوا سَمِعْنَا فَتًى يَذْكُرُهُمْ يُقَالُ لَهُ إِبْرَاهِيمُ ‏).
ژباړه: (ځینو) وویل: له یو ځوان نه مو (د بتانو سره د مخالفت په اړه) واوریدل چې هغه یې ابراهیم نومولو.
پوهیږې چې د ځوان (فتی) عمر څو کاله دی؟ په غالب ګومان ۱۶ کاله یا یو څه زیات.
اصحاب کهف ته وګورئ چې د ټولو مشکلاتو سره سره ۱۶ یا ۱۷ کلن وو دا په دې چې قرآن یې په اړه وایي:
(إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ آمَنُوا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنَاهُمْ هُدًى ).
ژباړه: دوی ځوانان وو چې په خپل پروردګار یې ایمان راووړ او مونږ د هغوی په (یقین او) هدایت کې زیاتوالی راووست.
اې مسلمانو ځوانانو پوره هوښیار اوسئ او په دې باید پوه وی چې یحیی (ع) د پیغمبرۍ د بعثت په مهال نوی ځوان وو؛ ابراهیم (ع) په ځوانۍ کې بتان مات کړل؛ اصحاب کهف جدي او د پخو ارادو والا ځوانان وو او … زما منظور دا دی چې د مهمو او لویو کارونو د کړلو د پاره ښه عمر د ۲۰ کاله نه کم عمر دی. جدیت او کوښښ باید په وړکیتوب او ځوانۍ کې زده کړو.
د یو نسل د بدلون په خاطر ۴۰ کلونه کافي دي
ګرانه لوستونکیه! د الله (جل جلاله) په کتاب کې د (يَا يَحْيَى خُذِ الْكِتَابَ بِقُوَّةٍ …) په ‌‎ډ‌ول آیاتونه چې د جدیت په اړه یادونه کوي کم نه دي؛ قرآن کريم د بني اسرائیلو په اړه وایي: هغه مهال چې موسی (ع) دوی ته وویل: مقدسې خاورې ته داخل شئ (او د دښمنانو سره جګړه وکړه). اما اسرائیلو په سستۍ او تن پالنه ځواب ورکړ:
(‏يَا مُوسَى إِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا أَبَداً مَّا دَامُواْ فِيهَا فَاذْهَبْ أَنتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ ‏)
ژباړه: اې موسی! مونږ به تر هغه چې دوی شته هلته قدم هم وروانه خلو، نو (له مونږ نه لاس واخله او) ته او پروردګار دې لاړ شئ او (له هغه توان او زور لرونکو سره) وجنګیږه؛ مونږ دلته ناست یو (او دتاسو د کامیابۍ ته سترګې په لار یو).
د دوی سستۍ او ټمبلۍ ته وګورئ، نتیجه یې څه شوه؟ الله (جل جلاله) دوی ته وفرمایل:
(فَإِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَيْهِمْ أَرْبَعِينَ سَنَةً )
ژباړه: او په دې ډول مو۴۰ کاله هغه خاورې ته ننوتل په دوی باندې حرام وګرځول.
ولې؟! ځکه دغه وخت د هغه ټمبل او سست نسل د بدلون د پاره بس وو؛ هغه نسل چې نه په خپلو کارونو کې فعال او هڅاند وو او نه د دین په کارونو کې .
اې د اسلامي امت دیندارو ځوانانو! تاسو ته د الله (جل جلاله) په پاک ذات سوګند درکوم چې په خپلو کارونو کې جدي او فعال واوسئ او د سستۍ او ټمبلۍ نه لاس واخلئ.
د احد په ورځ چئ کله جنګ په مسلمانانو باندې سخت شو، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: نن ورځ داسې څوک دی چې خپل ځان په مونږ باندې خرڅ کړي؟، د انصارو نه پنځه تنه چې ټول ځوانان ول پورته شول او ویې ویل: اې د الله (جل جلاله) رسوله! مونږ حاضر یو، دوی ټول د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په څنګ کې وجنګیدل تر دې چې ټول یو په بل پسې د شهادت مقام ته ورسیدل، تر ټولو وروستی یې یزید بن سکن (رضی الله عنه) وو چې په ډیره میړانه یې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) نه دفاع وکړله تر دې چې ډیر سخت ژوبل شو او پړمخې په مځکه ولوید، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) چې هغه ولید چیغه یې وکړه: د یزید جسد له خاورو نه پورته کړئ؛ رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د هغه مبارک جسد راپورته کړ، د هغه سرېې په خپله پښه کیښود، د هغه د مخ نه یې خاورې پاکې کړې او د لاسونو په پورته کولو سره یې وویل: اې زما ربه! زه شاهدي ورکوم چې یزید بن سکن په خپله ژمنه وفا وکړه او اې الله (جل جلاله)! ته شاهد اوسه چې زه د هغه څخه خوښ او راضي یم.
د دوی نارینوالی او وفاداري وګورئ او وګورئ چې له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره څه ډول وچلیدل او هغه ریښتیني یاران يې څه ډول له هغه سره وفاداره وو؟، واقعاٌ د مؤمنانو ترمنځ له عیبه پاکه او ریښتینې ځواني چلیږي، او واقعا چې شته ده.
هغه مؤمنان چې له الله (جل جلاله) سره په کړي عهد یې وفا کړې ده
ګرانه لوستونکیه! د ابوبکر (رضی الله عنه) ځواني وګوره چې وایي: په الله (جل جلاله) سوګند که دومره ویده شوی وم چې خوب مې لیدلی وي (یعنې د خوب لپاره مې وخت نه درلودلو) او دومره غفلت مې نه دی کړی چې د ګناه مرتکب شم، ځکه چې زما یون په یوه داسې لاره دی چې شاتګ نه مني (او که مې کومه اشتباه وکړه نو د جبران وړ به نه وي).
آیا د دې ستر شخصیت خبرې دې په دقت سره واوریدلې؟!
انس بن نضر (رضی الله عنه) ته وګوره چې د سفر له وجې ونه توانید د بدر په غزا کې برخه واخلي او کله چې بیرته راوګرځید ویې ویل: اې د الله رسوله (صلی الله علیه وسلم) زه د بدر د غزا په مهال په داسې حال کې چې دا د تاسو او مشرکینو ترمنځ لومړنۍ جګړه وه نه وم، په الله (جل جلاله) سوګند که زه تر بلې جګړې پورې ژوندی وم نو تاسې به ګورئ چې زه څرنګه جنګیږم، انس د احد د غزا په ورځ (د مسلمانانو د ماتې وروسته) د خلکو په مخ کې ودرید او ويې ویل: اې زما ربه! زه د هغه څه په اړه چې مسلمانانو کړیدی د تا دربار ته عذر وړاندې کوم او د هغه څه په اړه چې مشرکانو کړیدي د تا دربار ته پناه وړم، بیا د تورې سره د مشرکانو په لیکو کې ورګډ شو او کله چې د سعد بن معاذ (رضی الله عنه) سره مخامخ شو نو ورته ویې ویل: اې سعده! دا جنت دی او دا د انس الله (جل جلاله) دی، زه د جنت بوی احساسوم؛ سعد بن معاذ (رضی الله عنه) وویل: زه د هغه څه د ویلو نه ناتوانه یم کوم چې انس (په هغه ورځ کې) وکړل، کله مو چې پیداکړ نو د هغه په مبارک جسد مو د تورې، نیزې او غشو څو اتیا زخمونه ولیدل او مشرکانو د هغه (رضی الله عنه) نه (په میړانه ثبات او زخم خوړلو کې) متل جوړ کړ، ځکه خور یې یوازې د ګوتو د لیدلو پواسطه وکولای شول چې ویې پیژني، الله (جل جلاله) د ده او ده ته د ورته غازیانو په اړه دا آیت نازل کړ:
مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً
د مؤمنانو په منځ کې شته داسې نارینه ګان چې د الله (جل جلاله) سره په کړې ژمنه کې ریښتیني ول، ځینو د دوی نه خپله ژمنه پوره کړله (او د شهادت جامونه یې په سر واړول) او ځینې نور لا منتظر دي (تر څو خپله روح خپل څښتن ته وسپاري)، دوی په خپله ژمنه کې هیڅ ډول بدلون نه دی راوستلی (او هیڅ ډول کوږوالی او دوه زړي یې نه ده ښودلې).
وینئ چې انس بن نضر (رضی الله عنه) د ریښتینو مؤمنانو یوه بیلګه ده، څه شی د دې لامل شول چې هغه دې دا ډول عمل وکړي؟ او د دې یوه کال په موده کې تل له الله (جل جلاله) سره کړې ژمنه یادوي.
خوږو وروڼو! جدیت او هڅې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) او دهغه د خوږو یارانو په مکتب کې زده کړئ.
ابو ایوب انصاري (رضی الله عنه) د ریښتینو مؤمنانو له ډلې نه یوه بله بیلګه ده، کله یې چې ۸۰ کاله عمر درلود، غوښتل یې چې د مسلمانانو سره د قسطنطنیې فتحې ته لاړ شي نو تلونکو ته یې وویل چې ما له ځان سره بوزئ. مجاهدینو ورته وویل: ته د تګ او سفر توان نه لرې، ابوایوب (رضی الله عنه) په ځواب کې ورته وویل: الله (جل جلاله) فرمایي: انْفِرُواْ خِفَافاً وَثِقَالاً (د جهاد لپاره روان شئ، له درانه بار سره او له سپک بار سره).

آیا د هغه په خبرو او کار کې جدیت نه وینئ؟!

سلطان محمد فاتح وتوانید چې قسطنطنیه د هغه ښار د اوسیدونکو د ډیر زیات مقاومت څخه وروسته په ۲۳ کلنۍ کې فتح کړي؛ آیا مونږ په ځان کې دومره جدیت او کوښښ لرو؟!
صلاح الدین ایوبي به ویل: زه څرنګه وخاندم په داسې حال کې چې مسجد الاقصی د دښمنانو په بند کې دی، زه په خندا سره د الله (جل جلاله) نه د شرم احساس کړم؛ آیا د تاسو نه یو تن هم په خپلو کارونو کې په دې ډول هڅاند او جدي شته؟
زما دوستانو!زه دې ته په اندیښنه کې یم چې زما غږ به هغه ځوانانو ته چې په خپلو کارونو کې جدي او هڅاند نه دي ونه رسیږي، نو د تاسو نه هیله کوم چې دوی له لاس نه ونیسئ او مرسته ورسره وکړئ.
راځئ چې د الله (جل جلاله) په مرسته سره په خپلو دیني او دنیوي امورو کې جدیت او کوښښ زده کړو، تر څو خپل امور په هغه لوري وخوځوو چې الله (جل جلاله) یې خوښوي.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: