ځنګلونه د چاپېريال ساتنه کوي

ځنکلونه که له يوې خوا ملي پانګه ده او د هېواد اقتصاد پياوړى کوي له بلې خوا دچاپېريال په ساتنه کې بنسټيز ځاى لري.

دځنګلونو پرې کول د چاپېريال د ويجاړتيا باعث ګرځي، ونه د هوا د چاڼيزماشين حيثيت لري هغه ناوړه غازونه چې د بېلابېلو کړنو له امله اتوموسفير ته ازاديږي او هلته يو پوړ جوړوي چې د اقليم دبدلون سبب ګرځي انسانانو او نورو ژونديو ته جدي ګواښ پېښوي دا ځنګلونه دي چې اتوموسفيرته ددې ډول ناوړه غازونو مخه نيسي.

دا چې کاربن ډاى اکسايد د انسان لپاره يو خطرناک غاز او ونې ددې ناوړه غاز په کنترول اوسمبالښت کې مهم رول لري او کاربن ډاي اکسايد اخلي او اکسيجن چې د ژونديو لپاره حياتي عنصر دى هوا ته ازادوي لازمه ده چې په ساتنه کې يې هڅه او هاند وشي.

لکه څنګه چې ښودل شويده يو هکټار ځنګل د اوړي په ورځ کې(٢٢٠)کيلو ګرامه نه تر( ٢٧٥) کاربن ډاى اکسايد جزبوى. او د هغې په بدل کې (١٨٠ )نه تر (٢١٥) کيلو ګرامه اکسيجن هوا ته ازادوي.

د ځنګلونو په شتون کې د هوا د ککړتيا د مخنيوي تر څنګ د يو شمېر نورو طبيعي سرچينو لکه وحشي ژويو ته په ځنګل کې د پاتې کيدو او ودې زمينه برابريږي او همدارنګه د اوبو د زياتوالي او د سېلاوونو د ځواک په کمښت کې مرسته کوي
د ځنګلونو ځينې ونې خاص بوى لري چې دا هم د چاپېريال سره اړيکې لري لکه د ناجو ونه چې يو ډول مواد هوا ته خوشې کوي او د نري رنځ د مخنيوى سبب ګرځي.

دځنګلونو د نه شتون په صورت کې وخشي ژوي نورو سيمو ته کوچيږي او ځنګليزه سيمه د دوى د موجوديت څخه خالي کيږي او ژونديې په خاطر کې لويږي .

د يادونې وړ ده چې يوډول ځنګلي ونې دي چې دچاپېريال د ښکلا، د کاربن داى اکسايد دجذب او داکسيجن د زياتيدو تر څنگ ميوه هم ورکوي چې يوه ډېره ښه عايداتي سرچينه بلل کيږي د بېلګې په توګه د جلغوزي (زړغونزى) ونه چې دخوست او پکتيا ځنګلونه يې لري اړونده سيمه وال ترې هر کال په زياته اندازه عايد لاسته راوړي او د وچو ونو څخه د سوند موادو په توګه هم کار اخلي.

که چېرې ددې ارزښتناکو ځنګلونو پرې کول په بې رحمانه توګه دوام ولري او مخنيوى يې ونه شي په دې سيمه کې به راز راز چاپېريالي،اقتصادي اوټولنيزې ستونزې به را منځته شي او که چېرې دغه ارزښتناکه شتمني وساتل شي دکورنيو او باندنيو سيلانيانو پام به دغو سيمو خواته را وګرځول شي چې دسيمو وګړو په ژوند کې به مثبت بدلون را منځته شي
نود ځنګليزو سيمو اړونده اوسيدونکو څخه هيله ده چې د پورته ښيګڼو په پام نيولو سره د چاپېريال په ساتنه کې هڅه او هاند وکړي، ترڅو له يوې خوا مو دا ارزښتناکه شتمني په ځاى پاتې شوي وي او له بلې خوا مو خپل چاپېريال پاک او سمسور ساتلى وي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب