پښتو لنډۍ ۳۱- پیل په پ

پۀ جوپه تلی يارمې راغی ~ ماله يې راوړي ديدغاړې امېلونه
پۀ جېل خانه کې مې ګوزران وای ~ مل مې جانان وای زۀ بۀ تل خوشاله ومه
پۀ جېل خانه کې مې بندي کړئ ~ چې مې جانان راسره وي خوشاله يمه
پۀ چړچوبۍ کې مه پټېږه ~ ځلمي ښاغلي اديروخوړلي دينه
پۀ چلم چاروږدکړې جانانه ~ ترکاغذي شونډودې خېژې شنۀ دودونه
پۀ حال مې خپل اشنا خبر کړئ ~ ژوندون لنډ شوی دلحد بندي بۀ شمه
پۀ حال مې هېڅوک نۀ خبرېږي ~ زمادزړۀ وينې خوراک شوې مړ بۀ شمه
پۀ خپل همت ځان زما يار کړه ~ پلاردې ظالم دی تاماته نۀ پرېږدينه
پۀ خپله خولۀ چې سوال ونۀ کړې ~ پۀ هغه دغه خولګۍ کله درکومه
پۀ خندابام ته وختمه ~ يارمې ونۀ ليدپۀ ژړاراښکته شومه
پۀ خنداشنه شوې پۀ ملاماته ~ پۀ زړۀ دې نشته ديارۍ سوي داغونه
پۀ خنداهره نجلۍ خاندي ~ ليلاچې خاندي مرغلرې تويوينه
پۀ خنداهره نجلۍ خاندي ~ دايوه نيمه دزړۀ زنګ جلاکوينه
پۀ خماروخماروسترګو ~ پۀ ژړاراغله چې موزي وهلې يمه
پۀ خوب وېده اوښکې مې راغلې ~ زماپۀ برخه بۀ خدای څۀ ليکلي وينه
پۀ خوب ويدۀ بۀ دې راويښ کړم ~ ياره زمادلاس بنګړي راغلي دينه
پۀ خوشالۍ راځه جانانه ~ زۀ تورې څڼې ستالپاره جوړومه
پۀ خولګۍ هېڅ ويلای نۀ شم ~ پټ پۀ اشناپسې رنځورلۀ غمه يمه
پۀ خولۀ بۀ جنګ درسره وکړم ~ دزړۀ کوڅې بۀ درنه ولې بېلومه
پۀ خولې توبې توبې وباسم ~ پۀ تامين زړګی توبه نۀ قبلوينه
پۀ خولۀ خوغږ کولی نۀ شم ~ پرېږده چې غم دننه زړۀ کې تېرومه
پۀ خولۀ دې نوم اخستی نۀ شم ~ پټ پۀ زړګي کې وطنونه لټومه
پۀ خولۀ دې نوم اخستی نۀ شم ~ پټۀ ژړادې دیدن پسې کومه
پۀ خولۀ دې هېڅ راته ونۀ وې ~ پۀ تېغ دسترګودې زخمي کړمه مينه
پۀ خولۀ کې ژبه راته راکه ~ خلک توتيانوته شکرې ورکوينه
پۀ خيرخوراغلې ستړی مه شې ~ غازي جانانه ادس خوټوله ستايمه
پۀ خيرراغلې پۀ خيرراشې ~ چې ددښمن پۀ مخ کې خړنۀ شوې مينه
پۀ دام دزلفودې بندي کړم ~ مستې ناترسې توتيان چابندکړي دينه
پۀ درست جهان بۀ دې ورنۀ کړم ~ وطنه هېچېرې دې ساری نۀ وينمه
پۀ درست وطن کې اوازه شوه ~ چې دابې ننګ ځلمی لۀ جنګه پۀ شاشونه
پۀ دروازوکې دې ولاړيم ~ دديدن برخه دې راوړه چې بېرته ځمه
پۀ دريابوکې لامبوزن وم ~ دبېلتانۀ ماهيانوټوله وخوړمه
پۀ دروازوکې راته پټ وې ~ مادې سينې ټکورکاوۀ ودې ليدمه
پۀ دروازه کې شوم تروره ~ داشنااوښکې مې ترمخ شوې دريابونه
پۀ دښمن ځان ټوکرټوکر کړه ~ بيابۀ دسروشونډوملهم درباندې ږدمه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب