پښتو لنډۍ ۲۲- پیل په پ

پرلارې سرې منګولې راغله ~ زړۀ يې دچاپۀ ګوتوراوړمړبۀ وينه
پرلارې راغلې مخ دې پټ کړ ~ دګلولښتې زۀ دې ونه پېژندمه
پرلارې ګوډه ګوډه راغله ~ دبخملي پڼويې تنګ دي بادامونه
پرلوړوغروبۀ سره خېژو ~ پۀ زنګنوبۀ ژېړګلونه ماتونه
پرلوړوغرو درپسې ګرځم ~ نۀ مې ديدن شي نۀ مې لږشول غمونه
پرلوړه مه کېنه مينه ~ ځان بۀ رسواکړې مابۀ ورک کړې لۀ وطنه
پرلوړه مه ګرځه کوترې ~ بازدې رنځورکړدزړۀ ويني تويوينه
پرلوړه وخېژه څاروکه ~ چې دپردېسوکډې چېرې اړوينه
پرلويوغروبۀ شمه پورته ~ که راښکاره شي داشنادکوربرجونه
پرلويوغرودجانان شورشو ~ ښکته لانده شول دلونګودرمندونه
پرلويوغرودخدای نظردی ~ پرسريې واورې اوروي
پای يې ګلونه پرليلاهرڅوک مينېږي ~ سخ دهغودی چې ليلاپرې شي مينه
پرماهغه ورځ داخترده ~ چې شيرين يارمې دډولۍ پۀ مخ کې ځينه
پرمادمهرنظروکړه ~ سنګ فارس بدن مې خاورې اېرې شونه
پرمادې ځوانه ځواني اورکړه ~ پرتادې اورشي دځوانانومجلسونه
پرمادې کلی ګوماني کړ ~ ناترسې مه خوره دمنګي لاندې څرخونه
پرمادې زرښندلي نۀ دي ~ چې دڅراغ پۀ رڼاغواړې ديدنونه
پرمارڼاورځ توره شپه ده ~ چې رانه پټ شي ستادسپين مخ ديدنونه
پرمالابادددنيالګي ~ پريارمې پرېوتل دخاوروانبارونه
پرمخ دې بيا سرخي پيداشوه ~ لکه پرواوره چې دوينوڅاڅکي وينه
پرمخ دې څاڅکی دباران دی ~ ماخوګومان دمرغلروپرې کاونه
پرمخ مې ژرژر کفن خپور کئ ~ ناوخته کېږي اوس بۀ لوی سفرته ځمه
پرمخ مې سېل داوښکو راغی ~ دزړګي صبربۀ مې يوسې څۀ بۀ کړمه
پرمخ مې سرې اوښکې بهېږي ~ دسروياقوتومهماني اشناته وړمه
پرمخ مې اوښکې دغم راغلې ~ داشناغم پرمخ څپېړې راکوينه
پرمخ مې پشم دخولودی ~ نۀ پرې پوهېږم چې خولې دي که ګلونه
پرمخ مې ډېرې اوښکې راغلې ~ دپخواني اشنا رويبارمې وليدنه
پرمخ مې مه وهه ظالمه ~ دژړاډکې سترګې چاته واړومه
پرمخ مې وروژبه راکاږه ~ مخ مې تنکی دی ستالۀ ژبې سره ځينه
پرمخ يې پشم دخولودی ~ خلک ګومان دمرغلروپرې کوينه
پرمخ يې داسې پرهارکېږده ~ چې دمالت نجونې يې راشي پۀ پوښتنه
پرمخ يې پرخه دخولو ده ~ لکه شبنم چې دسهارپۀ ګلووينه
پرمخ يې داسې پرهارکېږده ~ چې دغرمې خولې پرې ډنډ ولاړې وينه
پرمخ يې سپينې روپۍ زانګي ~ نجلۍ پۀ څڼولاس وهي يارله ورځينه
پرمسافرمې زړۀ خوږېږي ~ زمالالی دی مسافرمحتاج بۀ وينه

د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ