پښتو ادبي مکتبونه

په عام ډول د مکتب لغوي معنا د لیک ، زده کړې او د ښوونې روزنې ځای دی ، خو د ادبي مکتب اصطلاح د هغه پراخ ادبي جریان او لارې له پاره کارول کيږي ،چې دزیات شمېر ادیبانو    ( لیکوالو او شاعرانو ) د لیکنې یا وینا د سبکونو له ګډون څخه منځته راغلي وي . په یوې بلې پېژندنې کې یې لولو چې : ادبي مکتب د هغو نظریو ، ادبي او فرهنګي ځانګړنو مجموعه ده ،چې د یو یاڅو هېوادونو د فرهنګي تولنیزې او سیاسي اوضاع په بهیر کې رامنځته شوې وي . دغه ځانګړنې معمولا د لیکوالو او شاعرانو د یوې ډلې په اثارو کې سره ګډې او مشترکې وي او دنورو شاعرانو او لیکوالو له تخلیقي اثارو څخه د توپیر او بېلتون سبب ګرځي .

زموږ ادبي څېړونکو او د ادب پوهانو پخپلو لیکنو کې دغه ادبي جریانونه د پښتو ادبي مکتبونه بللي او نومولي دي ،چې دلته یې په لنډه توګه له خپلو ځانګړنو سره درپېژنو :

 

۱-  روښاني ادبی مکتب :

دغه ادبي مکتب د لسمې هجرې پېړۍ په دویمه نیمايي کې رامنځته شوی دی . ددې ادبي مکتب بنسټ ايښودونکی پیاوړی علمي  ادبي او فرهنګي شخصبت او ملي مبارز بایزید انصاري ( ۹۲۵- ۹۸۵ هـ ق ) دی ، چې په پيرروښان شهرت لري . نوموړی د خپلې تصوفی او عرفاني لارې د تبلیغ او خپراوي له پاره ادبي او فرهنګي هلې ځلې پیل کړې . په خپلو منثورو منظومو لیکنو کې یې ځانګړې ادبي لاره او سبک رامنځته کړ ، ډېر پلویان یې و موندل ، هغوی دده لاره تعقیب کړه او دغسې زموږ په ادبي تاریخ کې روښاني ادبي تصوفي عرفاني مکتب رامنځته شو . ددې ادبی مکتب د پیاوړو لیکوالو او شاعرانو په ډله کې دا لاندې نومونه د بېلګې په توګه یادوو : ارزاني خویشکی ، علي محمد مخلص ، دولت لواڼی ، ابابکر کندهاری ، واصل ورښاني ، میرزاخان انصاري ، ورکزی  ، قادر داد او نور… ددې ادبي مکتب ځانګړنې دادي :

your ads

۱- تصوف او عرفان پېچلو مسایلو او اصطلاحاتو په پراخه پیمانه پښتو ادب  ته لاره پیداکړې.

۲- د عربي او فارسي شاعرۍ زیاتره شکلي فورمونه ، لکه : قطعه ، رباعي ، قصیده او نور پښتو ادب ته راغلي او شاعرانو د عربي او فارسي ژبو د شاعرانو په څېر مردف دیوانونه جو کړي دي .

۳- په نثري لیکنو کې مسجع نثر رواج شو .

۴- اخلاقي او دیني مسایل په پښتو شعر او ادب کې زیات شوي او د عربي او فارسي ادب اغېز پر پښتو ادب زیات شوی دی .

۲- خوشحال ادبي مکتب :

دغه ادبي مکتب کله کله په ادبي څېړنو کې د ( خټکو ادبي مکتب ) په نوم هم یاد شوی دی . په يوولسمه هجري پېړۍ کې منځته راغلی ، بنسټ اېښودنکی یې د پښتو ژبې پیاوړی لیکوال ، شاعر ، د تورې او قلم خاوند خوشحال خان خټک ( ۱۰۲۲ – ۱۱۰۰ هـ ق ) دی .

د خوشحال ادبي مکتب لاره دده زامنو او لمسیانو او نورو پلویانو پاللې او د خوشحال ادبي مکتب یې جوړ کړی دی . ددې ادبی مکتب نومیالي استازي : اشرف خان هجري ، عبدالقادر خان ختک ، سکندر خان خټک ، صدر خان خټک او نور دي .

ددې ادبي مکتب سترې ځانګړتیاوی دادي ، چې پښتوشعر او  ادب یوه نوي پرمختیايي پړاو ته داخل او د ودې او پرمختیا له پاره یې په شعوري توګه هلې ځلې پیل شوې دي . د مسجع او متکلف نثر پرځای ساده ، روان او د خلکو محاورې ته نږدې نثر لیکنه پیل شوې او د خټکو ځاګړی لیکدود رامنځته شوی دی . په شعر او ادب کې حماسي ، رزمي او ملي روحیه پیاوړې شوې ده . شعر او ادب د مضمون له پلوه ډېر بدای شوی او په پخوانیو عشقي ، عرفاني ، پند او نصېحت او خلاقي مسایلو سر بېره بېلابېل موضوعات تاریخي پېښې ، پرټولنه او حاکمه طبقه انتقادونه ، له قوم او وطن سره د مینې احساسات په پراخه پیمانه په ادب کې انعکاس مومي . د پښتو ملي کیسې ( لکه ادم خان او درخانۍ دلی او شهۍ ) لیکل شوې او له نورو ژبو څخه هم په  پراخه پیمانه کیسې او نور علمي ، دیني او ادبي اثار وژباړل شول .

 

۳- د رحمان بابا تصوفي او عرفاني ادبي مکتب :

د پښتو پیاوړی شاعر رحمان بابا د یو ستر ځانګړي تصوفي – عرفاني ادبي مکتب خاوند و ،چې هغه په خپل وخت کې له زیات ټولنیز مقبولیت نه برخمن شو . په هماغه مهال او وروسته زمانو کې یې دېر پلویان او لارویان وموندل ، چې دده ادبي لاره یې تعقیب او د وخت په تېرېدو یې د یو ادبي مکتب بڼه غوره کړه او زموږ په ادبي څېړنو کې د رحمان بابا صوفي – عرفاني ادبي مکتب نوم ورکړل شوی دی .

ددې ادبي مکتب نومیالي استازي او پولویان : یونس خیبری ، معزالله مومند ، اخون ګدا ، حافظ الپوری ، میامتي زی ، عبدنالعظیم راڼیزی ، عبدالرحیم هوتک ، مطیع الله پیر خېل او نور دي .ددې ادبي مکتب سترې ځانګړنې دادي ،چې ویناوال د اخلاقو پند او نصیحت خواته ډېره پاملرنه کوي . د عربي او فارسي ژبو ډېرې کلیمې اصطلاحات ، تشبېهات او استعارې په پراخه پیمانه پښتو شعر او ادب ته راننوتي دي . په دې ادبي مکتب کې ویناوال واقعیت ته ډېره پاملرنه کوي . د خیال او مبالغې پلويتوب پکې ډېر کم پښتني چاپيریال خل رنګونه پکې په ځلېدو او د هندي سبک اغېزې پکې ډېرې نه لیدل کیږي .

 

۴- د نازکخیالۍ ادبي مکتب :

د پښتو نازکخیالۍ ادبي مکتب د دوولسمې هجري پېړۍ په اوږدو کې د فارسي د هندي ادبي مکتب تر اغېز لاندې رامنځته شوی دی . بنسټ اېښودونکی یې د پښتو نازکخیاله شاعر عبدالحمید مومند تر ( ۱۱۴۹ هـ ق پورې ژوندی ) او بشپړونکی یې کاظم خان شیدا ( ۱۱۳۵- ۱۱۹۵ هـ ق ) علي خان او نور ګڼل شوي دي .

سره له دې چې ددغو پیاوړو شاعرانو ادبي سبکونه یو له بله لږو ډېر توپیر او خپلې خپلې ځانګړنې هم لري او په زماني لحاظ هم یوله بله څو لسیزې وړاندې او وروسته دي ، خو دا چې دغه شاعران د هندي سبک د لږو ډېرو اغېزو په منلو سره په پښتو شعر کژ د نازکخیالۍ لاره تعقیبوي او د پیاوړو ادبي سبکونو خاوندان کیږي . د خپل وخت او یا وروسته زمانې ډېر شاعران د دوي د ادبي لارې پلویتوب کوي ، ددغو بېلابېلو ادبي سبکونو له ګډون څخه یو ځانګړی ادبي مکتب منځته راځي ، چې په ادبي څېړنو کې د نازکخیالۍ ادبي مکتب او کله کله د ( حمید او شیدا د نازکخیالۍ ادبي مکتب ) نوم ورکړل شوی دی .

ددې ادبي مکتب پیاوړي استازي او پلویان له حمید او شیدا سربېره ، چې ددې مکتب بنسټګر بلل شوي دي ، قلندر اپريدی ، محمدي صاحبزاده ، علي خان ، کامګار خټک ، بېدل هشنغری ، حنان بارکزی او نور دي .

د نازکخیالۍ ادبي مکتب سترې ځانګړنې : لوړ تخیل ، نازکخیالي ، نوښت ، نادرې استعارې او تشبه ګانې ، د غزل فورم پکې د کمال پوړ ته رسېدلی ، د اشعارو موضوع زیاتره د مینې او محبت مسایلو ته وقف شوې ، په شعرونو کې متلونه ، اصطلاحات او محاورې ډېرې کاورل شوې او ویناوال د فارسي ادب تر اغېز په پراخه پيمانه منلی دی .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب