پير روښان څوک وو؟

د پير روښان پېژندنه:

پيرروښان په ميا روښان، بايزيد انصاري، او بايزيد مسکين سره مشهور دی، همدا رنګه د ده مخالفينو لکه اخوند درويزه او د هغه استاد ملا محمد چې په ملا زنګي مشهور و، پيرروښان يې په پيرتاريک سره هم ياد کړی دی. پير روښان د عبدالله زوی او د شيخ محمد لمسۍ دی، د مور نوم يې ځينو ماخذونو بيبڼ یاد کړی؛ خو په حالنامه نومي اثر او ځينو نورو يې د مور نوم آمنه ذکر کړی او د پلار نوم يې ابابکر ذکر کړی دی غالباً دغه روايت صحيح ښکاري.

بایزيد (پيرروښان) په جلندر (پنجاب) کې په يوې متوستې کورنۍ د اورمړو په قبيله کې په ۹۳۱ هجري چې ۱۵۲۴ ميلادي کال کيږي زيږيدلی دی، چې همدا د اورمړو کورنۍ تر اوسه پورې د وزيرستان په کاڼي ګرم کې ميشته دي د دغو خلکو څخه يې يوڅه په اوس وخت کې هم د لوګر په برکي برک او برکي راجان کې اوسيږي او اورمړي ژبه وايي.

پيرروښان خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل پلار او د هغه د شاګردانو خليفه ملا پاينده او سليمان کالنجري څخه کړي دي، پيرروښان د ديني علومو سربېره په فلسفه کې هم مطالعه کړې ده ، پيرروښان له کوچنيوالي څخه د تصوف سره مينه درلودله او له کوچنيوالي څخه د يوه کامل پير په لټه کې و، اوس به راشو تصوف ته چې تصوف څه مانا لري؟ (۲: ۲۵ ـ۲۶)

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب